اتوميزم (د اتوم يا د ذرې په اصليت باور)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

اتوميزم (په يوناني کې atomon يعنې نه پرې کېدونکی، نه وېشل کېدونکی) يوه طبيعي فلسفه ده چې وړانديز کوي فزيکي کاينات د بنسټيزو نه وېشل کېدونکو عناصرو څخه جوړ دي چې د اتومونو په نوم پېژندل کېږي.[۱][۲][۳]

د اتوميزم نظريې او اتومونو ته مراجعه هم په لرغوني يونان او هم د هندوستان په لرغونې تمدن کې موندل کېږي. د لرغوني يونان اتوميستانو دا اند وړاندې کړی چې طبيعيت له دوو بنسټيزو اصولو څخه جوړ شوی: اتوم او خلا. د بېلا بېلو بڼو، ترتيبونو او موقعيتونو ټولګو په نړۍ کې ګڼې مايکروسکوبي مادې منځ ته راوړي دي.[۴][۵]

د نولسمې پېړۍ لومړيو طبيعي فيلسوفانو او کيمياپوهانو د کیمياوي مادې د بڅرکو لپاره د موندلو تجربوي شواهدو په اړه فکر کېدو چې نه جلا کېدونکي دي او په همدې اساس دې مادې ته د «جان ډالټن» له خوا د «اتوم» نوم ورکړل شو چې د اوږدې مودې لپاره د اتومستي فلسفې له خوا کارېدو. که څه هم له تاريخي اتومونو سره په غوره دقيقو حالاتو کې کمزوری دی، بیا هم بنسټيز پاتې شوني (ذرې) د فلسفي اتومونو په نوي سيال بدل شوی.

کمښت پالنه (هغه اند چې ګوندې ټولې ښکارندې په تر ټولو ساده ښکارندې سره تشریح کېدای شي).[سمول]

فلسفي اتوميزم يو کمښتي استدلال دی، يواځې د دې وړانديز نه کوي چې هر شی له اتومونو او تشې (خلا) څخه جوړ شوی، بلکې د دې وړانديز کوي هغه شی چې دا ورڅخه جوړ شوی ،په واقعیت کې شتون نه لري: يواځينی شی چې وجود لري هغه څه دي چې يو له بل څخه په میخانکي ډول په تشه خلا کې سره جلا کوي. اتوميزم د يوې مادې د اند پر ضد ولاړ دی، په کوم کې چې د یوې بنسټيزې مادې پرله پسې والی (تسلسل) د وېش تر مخې د معيار له اړخه متغير پاتې کېږي (د بېلګې په ډول، د يو ډول مادې په هره برخه کې به د څلورو کلاسيکي عناصرو تناسب يو ډول وي).

د «دهرمکرتي» په څېر هندوستاني بودايانو (شپږمه يا اومه پېړۍ) او نورو، د اتوميزم ځانګړي اندونه جوړ کړي، د بېلګې په ډول، د لنډې مودې (سملاسي) اتومونه (کالاپاس)، کوم چې د يو موجود په داخل او بهر کې ځليږي.

تاریخچه[سمول]

لرغونتيا[سمول]

یوناني اتوميزم[سمول]

په پنځمه مخزېږديزه پېړۍ کې،. «ليوسيپس» او د هغه شاګرد «ډيموکريټس» وړاندېز کړی و چې ټولې مادې له کوچنيو نه بېلېدونکو زرو څخه جوړې دي چې «اتومونه» يې بولي. د «ليوسيپس» په هکله هېڅ معلومات نه شته، پرته له دې چې هغه د «ډيموکريټس» استاد و. خو له بلې خوا «ډيموکريټس» يو پېژندل شوی ليکوال و، چا چې د اتياوو څخه زياتې پېژندل شوې رسالې وليکلې چې تر نن ورځې يې يوه هم بشپړه نه ده پاتې. خو د هغه د ليکنو زيات شمېر برخې او حوالې پاتې دي. د اتومونو په اړه د هغه د ښونو په اړوند همدا د معلوماتو بنسټيزه سرچينه ده. د اتومونو د شتون په اړه د «ډيموکريټس» استدلال په دې اند راټول و چې دا ناشونې ده چې تر لامحدود حالت پورې ماده ووېشل شي او دا چې په همدې بنسټ بايد ماده د ډېرو کوچنيو زرو څخه جوه وي. د اتومي اند موخه «د دې توپير لرې کول و، کوم چې Eleatic مکتب د مطلق، يا واحد حقيقي وجود، او زموږ په چاپېريال کې د بدلون د نړۍ تر منځ پيدا کړی و».[۶][۷][۸][۹][۱۰]

«ډيموکريټس» باور درلود چې اتمونه دومره کوچني دي چې د انسان حواس يې نه شي موندلای، تر نامحدودې اندازې زيات دي، دوی په لامحدود ډول په ډېرو بڼو کې دي او دا چې د تل لپاره شته. دوی په تشه کې په لامبو دي، کوم څه ته چې «ډيموکريټس» «تشه» وايي او په بڼه، ترتيب او وضعيت کې سره بدل دي. هغه په دې عقيده و چې ځينې اتومونه محدب او ځينې مقعر دي، ځينې د اغزيو په بڼه اوځينې د سترګرو په بڼه دي. دوی په پرله پسې ډول په خوځښت کې او د يو بل سره په ټکر کې دي، «ډيموکريټس» ليکلي چې اتومونه او تشه يواځیني شته شيان دي او دا چې نور ټول شیان يواځې د ټولنيزو قراردادونو له امله شتون لري. هغه شيان چې انسانان يې په ورځني ژوند کې ويني د ډېرو اتومونو نه جوړ دي چې د تصادفي ټکرونو له امله سره يو ځای شوي او د دوی بڼې او توکي د هغوی د اتوم د نوعيت پر بنسټ ټاکل کېږي. په همدې ترتيب انساني تصورات د اتومونو په مټ جوړښت مومي. د تريخوالي لامل له ژبې څخه د کوچنيو، زاويه لرونکو، دانه لرونکو اتومونو له امله پيدا کېږي؛ په داسې حال کې چې خوږوالی له ژبې څخه د تېرېدونکو سترو، نرمو او ډېرو ګردو اتومونو له امله منځ ته راځي.

«پارامينيډس» د خوځښت، بدلون او تشې شتون رد کړی دی. هغه باور درلود چې ټول موجودات واحد، ټولشموله او نه بدلېدونکې کتله ده (یو تصور چې د مونيزم په نوم پېژندل کېږي«مونيزم يعنې یووالی»)، بدلون او خوځښت يواځې اوهام دي. هغه په څرګند ډول حسي تجربه د کايناتو د پېژندلو د لارې په توګه رد کړې ده او د هغې پر ځای يې سوچه غېر عملي استدلال کارولی. هغه باور درلود چې د تشې په څېر څه نه شته او هغه يې د نيشت سره برابر باله. دې بیا دا معنا درلوده چې خوځښت نه شته، ځکه چې داسې څه موجود نه شته چې د هغې لور ته خوځښت وشي. «پارامينيډس» د تشې شتون ته نه اشاره کړې او نه يې په څرګند ډول رد کړې ده او د دې پر ځای وايي هغه څه چې نه شته، نو شتون هم نه لري. هغه همدا راز لیکلي هغه څه چې  وي بايد نه بېلېدونکی يووالی وي، ځکه که څو اړخيز وای، نو بيا بايد تشه موجوده وای چې دا يې سره وېشلای شوای. بالاخره، هغه یادونه کړې چې ټوليز يووالی بدلون نه مومي، ځکه په يووالي کې ټول هغه شامل دي چې شونتيا يې شونې ده.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

«ډيموکريټس» له دې اند پرته چې بدلون يو وهم دی، د «پارامينيډس» نور ډېری استدلالات منلي دي. هغه باور درلود چې بدلون حقيقي دی، خو که چېرې داسې نه وای، نو بیا لږ تر لږه وهم بايد تشريح شي. په همدې بنسټ هغه د تشې د تصور ملاتړ کړی او ويلي يې دي چې کاينات د ډېرو «پاراميدي» هستو څخه جوړ دي، کوم چې په تشه کې په خوځښت دي. خالي فضا لا يتناهي ده او داسې تشيال مهيا کوي چې اتومونه پکې په بېلا بېلو بڼو راټولېدای او تيت پرک کېدای شي. په تشه کې  بېلا بېل ممکنه راټولېدل او تيت پرک کېدل، بهرليکې بدلوي او د هغو جسمونو ستره برخه جوړوي، کوم چې ژوندي موجودات احساسوي، ويني، خوري، اوري، بويوي او څکي. په داسې حال کې چې شونې ده ژوندي موجودات تاوده يا يخ احساس کړي، په حقيقت کې تود او يخ واقعي شتون نه لري. دوی په ساده ډول احساسات دي چې په ژونديو موجوداتو کې په تشه کې د  بېلا بېلو اتومونو د راټولېدو يا شيندل کېدو په مټ منځ ته راځي، کوم چې هغه موجود منځ ته راوړي چې ژوندي موجودات يې د «تود» يا «يخ» په توګه محسوسوي.

د «ډيموکريټس» اثار يواځې د دويم لاس په راپورونو کې پاتې دي چې ځينې يې يا غېر باوري يا يو له بل سره په ټکر کې دي. د اتوميزم په اړه د «ډيموکريټس» د اند تر ټولو غوره شواهد د طبيعي نړۍ د نه وېشل کېدونکېو بڼو په اړه د ديموکريټس او اپلاتون د متضادو ليدونو په اوړوند د هغه په بحثونو کې راپور شوي دي.[۱۵]

هندسه او اتومونه[سمول]

اپلاتون (۴۲۷ – ۳۴۷ مخزېږيديز)، که هغه د «ډيموکريټس» د اتوميزم سره اشنا وای، نو د هغه په میخانیکي ماديت به يې نيوکه کړی وای. هغه استدلال کړی، هغه اتومونه چې يواځې له نورو اتومونو سره ټکر کوي نه شي کولای د نړۍ ښکلا او بڼه جوړه کړي. د اپلاتون په «Timaeus» (۲۸ مخزېږیديز -۲۹ زیږديز)، د Timaeus کردار ټينګار کړی چې کاينات تلپاتې نه، بلکې پنځول شوي دي، که څه هم پنځونکي د يو تلپاتې، نه بدلېدونکې نمونې پر بنسټ پنځولي دي.

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:LSJ
  2. "atom". Online Etymology Dictionary. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The term 'atomism' is recorded in English since 1670–80 (Random House Webster's Unabridged Dictionary, 2001, "atomism").
  4. Aristotle, Metaphysics I, 4, 985b 10–15.
  5. Berryman, Sylvia, "Ancient Atomism", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2008 Edition), Edward N. Zalta (ed.), online
  6. The atomists, Leucippus and Democritus: fragments, a text and translation with a commentary by C.C.W. Taylor, University of Toronto Press Incorporated 1999, کينډۍ:ISBN, pp. 157-158.
  7. Pullman, Bernard (1998). The Atom in the History of Human Thought. Oxford, England: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 31–33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-515040-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Cohen, Henri; Lefebvre, Claire, المحررون (2017). Handbook of Categorization in Cognitive Science (الطبعة Second). Amsterdam, The Netherlands: Elsevier. د کتاب پاڼې 427. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-101107-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Kenny, Anthony (2004). Ancient Philosophy. 1. Oxford, England: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 26–28. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-875273-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Frederic Harrison (1982). The new calendar of great men: biographies of the 558 worthies of all ages. Internet Archive. London and New York: Mac Millan & Co. د کتاب پاڼې 90. مؤرشف من الأصل في June 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Melsen (1952)
  12. http://philoctetes.free.fr/parmenides.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  13. http://www.parmenides-of-elea.net/Parmenide's_poem.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  14. Bertrand Russel (1946). History of Western Philosophy. London: Routledge. د کتاب پاڼې 75. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415325059. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Berryman, Sylvia, "Democritus", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2008 Edition), Edward N. Zalta (ed.), http://plato.stanford.edu/archives/fall2008/entries/democritus