اتومسفیري فزیک
په اتومسفیري علومو کې اتومسفیري فزیک د اتومسفیر د څېړنې لپاره د فزیک کارولو ته ویل کېږي. د اتومسفیر فزیکپوهان هڅه کوي چې د ځمکې او نورو سیارو اتومسفیر د بهاند او سیال جریان د معادلاتو، کیمیایي ماډلونو، تشعشعی بودیجې او په اتومسفیر کې د انرژۍ د لېږدوونکي بهیر په مرسته ماډل کړي. د اتومسفیر فزیکپوهان د اوبو او هوا د سیستمونو د ماډل کولو په موخه د تیتوالي د تیورۍ عناصر، د څپې د خپرېدو ماډلونه، د ورېځو فزیک، د شمېرو میخانیک او فضايي شمېرې کاروي چې دا ټول ډېر ریاضیکي او له فزیک سره اړوند دي. له هواپوهنې او اقلمپېژندنې سره هم نږدې اړیکه لري او د هغو اطلاعاتو د تفسیرولو لپاره د وسایلو جوړول هم په کې شاملېږي چې وړاندې کوي یې. د فضايي عصر له پیل او د غږ لرونکو توغندیو له جوړېدو سره هواپوهنه د اتومسفیر د پورتنیو لایو چې هلته تفکیک او ایونایزېشن ډېر مهم دي، پر یوه اړونده فرعي څانګه بدله شوه.
وړانګې
[سمول]د اتومسفیر فزیکپوهان معمولاً وړانګې په دوو ډولونو وېشي چې یو یې لمرینې وړانګې (له لمر څخه خپرې شوې) او بل یې ځمکنۍ وړانګې (د ځمکې له سطحې او اتومسفیر څخه خپرې شوې) دي.
د لمرینو وړانګو د څپو اوږدوالی بېلابېل دی. د څرګند نور د څپو اوږدوالی د ۰.۴ او ۰.۷ مایکرو مترو تر منځ دی. د لنډو څپو اوږدوالی د طیف د ماوراء بنفش برخې په توګه پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې د اوږدو څپو اوږدوالی د طیف د ماوراء حمره برخې په توګه ډلبندي کېږي. اوزون د شاوخوا ۰.۲۵ مایکرو مترو وړانګو په جذب کې اغېزناک دی او د څنګ یا مجاور سټراټوسفیر د تودوخې د لوړېدو لامل کېږي. واوره ۸۸ سلنه ماوراء بنفش وړانګه منعکسوي، په داسې حال کې چې شګه یا رېګ ۱۲ سلنه او اوبه یوازې ۴ سلنه ورودي ماوراء بنفش وړانګه منعکسوي. د لمر د وړانګو او اتومسفیر تر منځ چې زاویه څومره ډېره وي، د اتومسفیر لهخوا د انرژۍ د انعکاس یا جذب احتمال هماغومره زیات دی.[۱][۲][۳][۴]
ځمکنۍ وړانګې د لمرینو وړانګو په نسبت په ډېرو لویو څپو کې خپرېږي. دلیل یې دا دی چې ځمکه د لمر په نسبت ډېره سړه ده. د پلانک د قانون له مخې: له ځمکې څخه د خپرېدونکو څپو اوږدوالی بېلابېل دی. د حد اکثر انرژۍ د څپې اوږدوالی شاوخوا ۱۰ مایکرو متره دی.
د ورېځو فزیک
[سمول]د ورېځو فزیک د هغو فزیکي پروسو څېړنه ده چې له امله یې وریځې جوړېږي، وده کوي او ورېږي. ورېځې د اوبو له مایکروسکوپي څاڅکږ، د کنګل له کوچنیو بلورونو یا کریسټالونو او یا هم له دواړو څخه جوړې شوې دي. په مناسبو شرایطو کې قطرات له یو بل سره یوځای کېږي او اورښت رامنځته کوي چې ښايي ځمکې ته را ولوېږي. د ورېځې د جوړېدو او ودې دقیق څرنګوالی نه دی معلوم، خو پوهانو داسې نظریې وړاندې کړې دي چې د هرې قطرې د مایکرو فزیک په مرسته د ورېځو جوړښت تشرېح کوي. د رادار او سپوږمکۍ په تکنالوژۍ کې پرمختګ هم په پراخه کچه کې د ورېځو د دقیقې څېړنې شونتیا برابره کړې ده.[۵]
اتومسفیري برېښنا
[سمول]اتومسفیري برېښنا داسې اصطلاح ده چې د اتومسفیر الکټروسټاټیک او الکټروډینامیک (یا په لږ څه پراخه کچه کې د هرې سیارې اتومسفیر) ته ویل کېږي. د ځمکې سطحه، یونسفیر او اتومسفیر د نړیوال اتومسفیر د الکتریکي مدار په توګه پېژندل کېږي. د ورېځو له لګېدو څخه را پیدا شوې برېښنا له ۳۰۰۰۰ امپیره څخه تر ۱۰۰ میلیونه ولټه پورې تخلیه کوي او نور، رادیويي څپې، اکسېرې یا X شاع او ان ګاما شعاع خپروي. د پلازما تودوخه په برېښنا کې ۲۸۰۰۰ کلوین ته نږدې کېدای شي او د الکترون تراکم ښايي له 1024/m3 څخه واوړي.[۶][۷][۸]
اتومسفیري مد او جزر
[سمول]اتومسفیري مد او جزرونه (atmospheric tides) په ټروپوسفیر او سټراټوسفیر کې هغه مهال جوړېږي چې اتومسفیر په دورهيي ډول ګرمېږي، ځکه چې اوبه او اوزون د ورځې په جریان کې لمرینې وړانګې جذبوي. رامنځته شوي مد او جزرونه وروسته کولای شي چې له دغو سرچینهيي سیمو څخه خپاره شي او میزوسفیر او تیرموسفیر ته ور پورته شي. د اتومسفیر مد او جزر د باد د منظمو نوساناتو، تودوخې، تراکم او فشار په ډول اندازه کېږي. که څه هم د اتومسفیر مد او جزر د سمندر له مد او جزر سره ګډ او مشترک دی، خو دوې اصلي جلا کوونکې ځانګړنې لري:
۱) اتومسفیري مد او جزرونه د لمر لهخوا د اتومسفیر د ګرمېدو له لارې را پارول کېږي، په داسې حال کې چې د سمندر مد او جزر تر ډېره د سپوږمۍ د جاذبې سیمې له لارې را پارول کېږي. دا په دې معنا ده چې ډېری مد او جزرونه داسې نوساني دورې لري چې د لمریزې ورځې د ۲۴ ساعتونو اوږدوالي اړوند دي، په داسې حال کې چې د سمندر مد او جزرونه د نوسان لږ څه اوږدې دورې لري چې د سپوږمیزې ورځې اړوند دي او شاوخوا ۲۴ ساعته او ۵۱ دقیقې کېږي.[۹]
۲) اتومسفیري مد او جزرونه په داسې اتومسفیر کې خپرېږي چې تراکم یې له لوړوالي سره په پام وړ ډول توپیر ولري. پایله یې دا ده چې د دغو مد او جزرونو لمن په طبیعي ډول هغه مهال پراخېږي چې مد او جزر د اتومسفیر نادرې سیمې ته پورته شي. په مقابل کې د سمندرونو تراکم له عمق او ژوروالي سره لږ څه بدلون کوي او له دې امله هلته مد او جزر د لمنې له پلوه خامخا له عمق او ژوروالي سره نه بدلېږي.[۱۰]
هواپوهنه
[سمول]هواپوهنه د اتومسفیر د پورتنۍ برخې علم دی چې تفکیک او ایونایزېشن په کې مهم دي. د هواپوهنې (aeronomy) اصطلاح، په ۱۹۶۰ ز کال کې «سيډني چاپمن» رامنځته کړه. دا مهال په دغه اصطلاح کې د نورو سیارو د اتومسفیر د اړوندو سیمو علم هم شاملېږي. د هواپوهنې په برخې کې د څېړنو لپاره اړتیا ده چې بالونونو، سپوږمکیو او هغو توغندیو ته لاسرسی موجود وي چې د اتومسفیر د دغې سیمې په اړه ارزښتناک اطلاعات وړاندې کوي. د اتومسفیر مد او جزر له ښکتني او پورتني اتومسفیر سره په تعامل کې مهم رول لري. [۱۱]
څېړنیز مرکزونه
[سمول]په انګلستان کې اتومسفیري څېړنې د هواپوهې د ادارې، د طبیعي چاپېریال د څېړنیزې شورا او د علم او تنکالوژۍ د بنسټونو شورا لهخوا ترسره کېږي. د متحدو ایالتونو د اتومسفیري او سمندري ملي ادارې ځینې برخې د اتومسفیري فزیک پر ځينو اړوندو څېړنیزو پروژو څارنه کوي. د متحدو ایالتونو د نجونو او یونسفیر ملي مرکز هم د لوړ اتومسفیر په اړه ځينې څېړنې کوي. په بلجیم کې د بلجیم د فضايي هوا پېژندنې مؤسسه د باندني اتومسفیر او فضا په اړه څېړنې کوي.
سرچینې
[سمول]- ↑ Atmospheric Science Data Center. What Wavelength Goes With a Color? Archived 2011-07-20 at the Wayback Machine. Retrieved on 2008-04-15.
- ↑ Windows to the Universe. Solar Energy in Earth's Atmosphere. Archived 2010-01-31 at the Wayback Machine. Retrieved on 2008-04-15.
- ↑ University of Delaware. Geog 474: Energy Interactions with the Atmosphere and at the Surface. Retrieved on 2008-04-15.
- ↑ Wheeling Jesuit University. Exploring the Environment: UV Menace. Archived August 30, 2007, at the Wayback Machine. Retrieved on 2007-06-01.
- ↑ Oklahoma Weather Modification Demonstration Program. CLOUD PHYSICS. Archived 2008-07-23 at the Wayback Machine. Retrieved on 2008-04-15.
- ↑ Dr. Hugh J. Christian and Melanie A. McCook. Lightning Detection From Space: A Lightning Primer. Archived April 30, 2008, at the Wayback Machine. Retrieved on 2008-04-17.
- ↑ NASA. Flashes in the Sky: Earth's Gamma-Ray Bursts Triggered by Lightning. Archived 2014-10-10 at the Wayback Machine. Retrieved on 2007-06-01.
- ↑ Fusion Energy Education.Lightning! Sound and Fury. Archived 2016-11-23 at the Wayback Machine. Retrieved on 2008-04-17.
- ↑ Glossary of Meteorology. Atmospheric Tide. Retrieved on 2008-04-15.
- ↑ Scientific American. Does the Moon have a tidal effect on the atmosphere as well as the oceans?. Retrieved on 2008-07-08.
- ↑ Andrew F. Nagy, p. 1-2 in Comparative Aeronomy, ed. by Andrew F. Nagy et al. (Springer 2008, ISBN 978-0-387-87824-9)