Jump to content

اتومسفیري علم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اتومسفیري علم د ځمکې د اتومسفیر او په هغه کې د بېلابېلو فزیکي پروسو څېړنه ده. په هوا پېژندنه کې اتومسفیري کیمیا او اتومسفیري فزیک شاملېږي چې ډېر تمرکز یې د اوبو او هوا پر وړاندوېینه دی. اقلیم پېژندنه د (لنډمهالو او اوږدمهالو) اتومسفیري بدلونونو څېړنه ده چې متوسط اقلیم او د وخت په تېرېدو سره د انساني یا طبیعي بېلابېلوالي له امله د هغه بدلون مشخصوي. ایرونومي د اتومسفیر د پورتنیو لایو څېړنه ده چې تجزیه او ایونایزېشن ډېر اهمیت په کې لري. اتومسفیري علوم سیاروي علومو او د سیارو د اتومسفیر او د لمریز نظام د طبیعي سپوږمکیو د څېړنې کچې ته پراخ شوي دي.

په اتومسفیري علومو کې کارېدونکي تجربوي وسایل په دې ډول دي: سپوږمکۍ،، د هوا پېژندنې راکټونه، راډیو سونډ [د هوا پېژندنې هغه دستګاوې چې د بالونونو په مرسته هوا ته لېږل کېږي او اقلیم سنجوي]، د هوا پېژندنې بالونونه، رادارونه او لیزرونه.

د متحدو ایالتونو د «لنډسټ» او د اروپايي اتحادیې د «کوپرنیک» پراګرامونو په ګډون د ځمکې د کتنې پروګرامونه څېړونکو ته دا زمینه برابروي چې د ځمکې د سطحې، اوبو او هوا پر سیستمونو نظارت وکړي.

د ایرولوژۍ یا هواپوهنې اصطلاح، کله ناکله د ځمکې د اتومسفیري څېړنې پر ځای کارول کېږي. په نورو تعریفونو کې هواپوهنه تر ازاد اتومسفیر یعنې د سیارې د مرزي لایې تر پورتنیو سیمو پورې محدودېږي.[۱][۲]

په دې برخه کې د لومړنیو مخکښانو په ډله کې «لیون ټیسرنک بورټ» او «ریچارډ اسمان» یادولی شو.[۳]

اتومسفیري کیمیا

[سمول]

اتومسفیري کیمیا د اتومسفیري علم یوه څانګه ده چې د ځمکې او نورو سیارو د اتومسفیر کیمیا په کې څېړل کېږي. دا یوه ګڼ رشته‌يي څېړنیزه برخه ده او له چاپېریالي کیمیا، فزیک، هواپوهنې، کمپيوټري ماډل جوړونې، سمندر پوهنې، ځمک‌پوهنې او اورغورځونپوهنې(اتشفشان) پوهنې او نورو رشتو څخه کار اخلي. د اتومسفیري کیمیا په برخه کې څېړنې د اقلیم پوهنې په ګډون له نورو څېړنیزو برخو سره اړیکه لري.

د اتومسفیر ترکیب او کیمیا د ګڼو دلایلو پر بنسټ اهمیت لري، خو تر ټولو مهم دلیل یې د اتومسفیر او ژوندیو موجوداتو تر منځ تعاملات دي. د ځمکې د اتومسفیر ترکیب د انساني فعالیتونو له امله بدل شوی او ځینې دغه بدلونونه د انسان روغتیا، کرنیزو محصولاتو او اکوسیستم ته زیان رسوي. د هغو ستونزو بېلګې چې اتومسفیري کیمیا یې څېړي هغه اسیدي باران، فوټو کیمیايي لوګی او د ځمکې د کرې ګرمېدل دي. اتومسفیري کیمیا د دغو ستونزو د لاملونو په لټه کې ده او د دغو ستونزو د نظري پوهې په ترلاسه کولو سره د احتمالي حل‌لارو د ازمېښت امکان برابروي او د دولت په سیاستونو کې د بدلونونو اغېزې ارزوي.

اتومسفیري ډینامیک

[سمول]

اتومسفیري ډینامیک د هواپوهنې د اهمیت د حرکتي سیسمتونو څېړنه ده چې په بېلابېلو ځایونو، وختونو او تیوریو کې شوي مشاهدات سره یوځای کوي. په دې برخه کې معمول څېړنیز موضوعات بېلابېلې ښکارندې یا پدیدې دي؛ لکه تندري توپانونه، بړبوکۍ، د جاذبې څپې، استوايي توپانونه او جټ جریانونه. د ډینامیکي څېړنو موخه د فزیک د بنسټیزو اصولو له مخې د مشاهده شویو جریانونو تشرېح کول دي. د دغه ډول څېړنو نورې موخې دا دي چې د اوبو او هوا وړاندوېینه ښه کړي، د موسمي او کلنیو اقلیمونو د نوساناتو د وړاندوېینې مېتودونه پراخ کړي او پر نړیوال اقلیم د انساني زیانونو اغېزې څرګندې کړي (لکه د کاربن ډای اکسایډ غلظت ډېرېدل یا د اوزون پردې کمېدل).[۴]

اتومسفیري فزیک

[سمول]

اتومسفیري فزیک د اتومسفیر د څېړنې لپاره د فزیک استفاده ده. د اتومسفیر فزیک‌پوهان هڅه کوي چې د ځمکې او نورو سیارو اتومسفیر د سیال یا بهاند جریان د معادلاتو، کیمیايي ماډلونو، د تشعشع د تعادل، او په اتومسفیر، سمندرونو او ژورو ځمکو کې د انرژۍ د انتقالوونکو پروسو په مرسته ماډل کړي. اتومسفیري فزیک‌پوهان د هوايي سیستم د ماډل کولو لپاره د تیتوالي د تیورۍ عناصر، د څپې د انتشار ماډلونه، د ورېځو فزیک، احصایوي میخانیک او فضايي شمېرې کاروي چې په هر یوه کې د ریاضیاتو او فزیک لوړې کچې شاملې دي. اتومسفیري فزیک له هواپوهنې او اقلیم پېژندنې سره نږدې تړاو لري او د اتومسفیر د څېړنې او د هغو لومړنیو معلوماتو د تشرېح لپاره چې وړاندې کوي یې، د لرې کنټرول وسایل ډیزاینوي او جوړوي.

په بریتانیا کې اتومسفیري څېړنې د هواپوهنې د ادارې له‌خوا ترسره کېږي. د متحدو ایالتونو د سمندري او اتومسفیري ملي ادارې (NOAA) ځینې برخې د اتومسفیري فزیک پر اړوندو څېړنیزو پروژو او د هوا پر ماډل جوړونو نظارت کوي. د متحدو یالتونو د ستور پوهنې او یونوسفر ملي مرکز هم د لوړ اتومسفیر په اړه څېړنې کوي.

ایرونومي

[سمول]

ایرونومي د ځمکې د پورتني اتومسفیر، د سټراټوپوز د پورتنۍ اتومسفیري لایې او نورو سیارو د اتومسفیر د اړوندو سیمو علمي څېړنه ده چې ښايي ټول یې د ځمکې یا د هغې د یوې برخې له پورتني اتومسفیرسره مطابقت ولري. ایرونومي د اتومسفیري کیمیا او اتومسفیري فزیک د یوې څانګې په توګه له هواپوهنې سره – چې تر سټراټوپوز لاندې پر اتومسفیري لایو متمرکزه ده - توپیر لري. هغه اتومسفیري سیمې چې ایرونومران یې څېړي، هلته کیمیایي تجزیه او ایونایزېشن مهمې ښکارندې دي.[۵]

د نورو اسماني اجرامو اتومسفیر

[سمول]

د لمریز نظام ټولې سیارې اتومسفیر لري. دلیل یې دا دی چې د دوی ټولو جاذبه په دومره اندازه قوي ده چې کولی شي ګازي ذرات سطحې ته نږدې وساتي. لوی ګازونه دومره لوی دي چې د هایدروجن او هیلیوم په څېر د سپکو ګازونو ډېره اندازه خپل ځانته نږدې ساتلی شي، په داسې حال کې چې کوچنۍ سیارې دغه ګازونه په فضا کې له لاسه ورکوي. د ځمکې د اتومسفیر ترکیب له نورو سیارو سره توپیر لري، ځکه په دې سیاره کې چې کومې بېلابېلې حیاتي پروسې پېښې شوې دي، ازاد مالیکولي اکسیجن یې رامنځته کړی دی. د عطارد سیارې ډېری اتومسفیر لمرین باد منفجر کړی دی. تیتان یوازنۍ کره ده چې متراکم اتومسفیر یې ساتلی. په ټریټون کې هم یو نازک اتومسفیر شته او په سپوږمۍ کې هم د اتومسفیر اغېزې موجودې دي.[۶][۷][۸]

د سیارو اتومسفیر د هغې انرژۍ د بېلابېلو درجو تر اغېز لاندې راځي چې له لمر یا د هغه له داخلي فضا څخه یې ترلاسه کوي چې دغه چاره (په ځمکه کې) د ډینامیکې هوا د سیستم د رامنځته کېدو، (په مریخ کې) د سیارې پر سطحه د بړبوکیزو توپانونو، (په مشتري کې) د ځمکې په اندازه د یوه انټي سلیکون (چې لوی سور داغ بلل کېږي)، او (د نپټون) په اتومسفیر کې د کندو د رامنځته کېدو لامل کېږي. لږ تر لږه یوه تر لمر هاخوا سیاره (HD 189733 b) داسې ده او ادعا کېږي د هوا دغسې سیستم لري چې لوی سره داغ ته ورته دی خو دوه برابره لوی دی.[۹][۱۰]

څرګنده شوې چې سره ستوري د ستوریزو تشعشعاتو په دلیل په فضا کې د خپل اتومسفیر د بایللو په حال کې دي، دقیقه بېلګه یې لکۍ لرونکي ستوري دي. دغه سیارې ښايي په تودوخه کې د شپې او ورځې له پلوه ډېر توپیرونه ولري چې سوپرسونیک بادونه تولیدوي، که څه هم داسې ښکاري چې د HD 189733b د شپې او ورځې دواړه اړخونه ډېره ورته یا مشابه تودوخه لري او څرګندوي چې د سیارې اتومسفیر په اغېزناک ډول د ستوري انرژي د سیارې په شاوخوا کې توزېع کوي.[۱۱][۱۲][۱۳]

سرچینې

[سمول]
  1. "Aerology". OED Online. Oxford University Press. بياځلي په December 4, 2019.
  2. "Aerology - AMS Glossary". glossary.ametsoc.org. بياځلي په 2019-09-08.
  3. Ultraviolet radiation in the solar system By Manuel Vázquez, Arnold Hanslmeier
  4. University of Washington. Atmospheric Dynamics. Retrieved on 1 June 2007.
  5. Brasseur, Guy (1984). Aeronomy of the Middle Atmosphere : Chemistry and Physics of the Stratosphere and Mesosphere. Springer. pp. xi. ISBN 978-94-009-6403-7.
  6. Sheppard, S. S.; Jewitt, D.; Kleyna, J. (2005). "An Ultradeep Survey for Irregular Satellites of Uranus: Limits to Completeness". The Astronomical Journal. 129 (1): 518–525. arXiv:astro-ph/0410059. Bibcode:2005AJ....129..518S. doi:10.1086/426329.
  7. Zeilik, Michael A.; Gregory, Stephan A. (1998). Introductory Astronomy & Astrophysics (4th ed.). Saunders College Publishing. p. 67. ISBN 0-03-006228-4.
  8. Hunten D. M., Shemansky D. E., Morgan T. H. (1988), The Mercury atmosphere, In: Mercury (A89-43751 19–91). University of Arizona Press, pp. 562–612
  9. Harvey, Samantha (1 May 2006). "Weather, Weather, Everywhere?". NASA. خوندي شوی له the original on 8 August 2007. بياځلي په 9 September 2007.
  10. Knutson, Heather A.; Charbonneau, David; Allen, Lori E.; Fortney, Jonathan J. (2007). "A map of the day-night contrast of the extrasolar planet HD 189733b". Nature. 447 (7141): 183–6. arXiv:0705.0993. Bibcode:2007Natur.447..183K. doi:10.1038/nature05782. PMID 17495920. (Related press release)
  11. Weaver, D.; Villard, R. (31 January 2007). "Hubble Probes Layer-cake Structure of Alien World's Atmosphere". University of Arizona, Lunar and Planetary Laboratory (Press Release). خوندي شوی له اصلي څخه په 8 August 2007. بياځلي په 15 August 2007.
  12. Ballester, Gilda E.; Sing, David K.; Herbert, Floyd (2007). "The signature of hot hydrogen in the atmosphere of the extrasolar planet HD 209458b". Nature. 445 (7127): 511–4. Bibcode:2007Natur.445..511B. doi:10.1038/nature05525. hdl:10871/16060. PMID 17268463.
  13. Harrington, Jason; Hansen, Brad M.; Luszcz, Statia H.; Seager, Sara (2006). "The phase-dependent infrared brightness of the extrasolar planet Andromeda b". Science. 314 (5799): 623–6. arXiv:astro-ph/0610491. Bibcode:2006Sci...314..623H. doi:10.1126/science.1133904. PMID 17038587. (Related press release Archived 2017-07-13 at the Wayback Machine.)