اتمان خیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اتمانخيل د پښتونخوا يوه مشهوره قبېله ده چې د پښتنو په کر لاڼي ټو لنيز گروپ کې شامل دي اودوی ته ددوی دپلار اتمان بابادنوم په وجه اتمانخيل وايي٠اتمانخيل په يوه وا حده سېمه کې استو گنه لري ،خو په درې اداري وا حدونو يعنې باجوړ ايجنسۍ،مو مندو ايجنسۍاو ملکنډ ايجنسۍ پورې اړه لري٠

اتمانخيل د څوارلسمې عيسوي پېړۍ په پيل کې د يو سفزيو قبېلې په گډون دټاک او گو مل د غرونو نه د کابل او ننگرهار له لارې پېښور ته لاړل او له هغه ځايه په دو ابه او اشنغر کې ديو سفزيويو سره يو ځای په غم او ښادۍ کې شريک شول٠کله چې د دلازاکو ، يو سفزيو او نورو قبيلو تر مينځ د لنگر کوټ په ميره يا گړي کپوره کې جگړه پېښه شوه ،نو په دغه وخت کې دغه قبيله سره له دې چې د لازاک د دوی سره د قبيلوي خپلوۍ له کبله نږدې و د يو سفزيو پر خوا ودريدل او په دې تو گه يې دلازاکو ته ماتې ورکړه ،خو يو سفزيو ددوی سره کو مه ښېگڼه و نکړه٠وروسته اتمانخيل له هغه ځا يه تېراه ته ولېږدېدل او کله يې چې له هغه ځايه هم لاسونه لنډ شول نو بيا د اړنگ بړنگ سېمې ته لاړل چې لا تر او سه هم په همدې سېمې کې مېشته دي٠

د اتمانخيلو سېمه په عمومي ډول غرنۍ ده چې د لويو او کو چنيو درو نه جوړه شوې ده چې واړه(کوچني) سېندونه يې دسوات په سېند کې چې په دغه سېمه کې د ابزو په سېند مشهور دی توئېږي٠ددوی دسېمې شمال ته د باجوړ سېند بهېږي چې تر کلاڼي او اتمانخيل سره جلاکوي٠ داتمانخيلو هغه سېمه چې په ملکنډ ايجنسۍ پورې اړه لري د سوات د سيند له خوا خړوبېږي٠

دباجوړ او مو مندو ايجنسۍ پورې اړوند اتمانخيل په عمو مي توگه د کرنې او مالدارۍ په چارو بوخت دي چې د شمو زيو،عليزيو،ماندل او اصېل ښا خونه يي په با جوړ ايجنسي او د ميا، ملا او بوټ کور ښاخونه يې په مومندو ايجنسۍ پورې اړه لري٠ اتمانخيل د نورو پښتنو په څېر ډېر غيرتمن او تو ريالي خلک دي او اولسي تړي،نرخونه او څلي يې دباجوړ خلکو ته ورته دي٠اتمانخيل په عمومي تو گه بزگران او ځينې يې په انفرادي توگه په سو داگرۍ بوخت دي٠همداراز د اتمانخيلو لاسي صنايع په دغه سېمه کې ډېر شهرت لري٠لکه چې د مخه وويل شول اتمانخيل په يو ه غرنۍ سېمه کې ژوند کوي چې غرونه يې په ځنگلونو پټ دي٠ددوی د مشهورو غر ونو نه يو هم د کيمور غردی چې مرکزي برخه يې د اصيلو ،عليزو او ماندلو د سيمو تر منځ پرته ده٠ددوی په غرونو کې څېړۍ،گورگورې،ښون او ځنگلي انځرډېر پيدا کيږي٠

داتمانخېلو په جنو بي خو اکې ددېر له لوري د پنج کوړې په نا مه يو سېند بهيږي چې د اتمانخيلو سېمې ته د غر شموزو په بر خه کې راننوزي او ددوی ډېرې سېمې خړوبوي٠همداراز دغر شموزو د لر غاو نه هم يو سېند را بهېږي چې د پنجکوړې دسېند سره يو ځای کيږي ٠همداراز د پو رتنيو يادو شو سېندونو سر بېره په اتمانخيلو کې ډېر شمېر رڼې چېنې شته چې خلک يې د څښلو داوبو نه گټه اخلي ٠داتمانخيلو په تندوبي (ابي) ځمکو کې جوار،غنم او اوربشې کرل کيږي او په وچوبو(للمي) ځمکو کې غنم،اوربشي،شړشم،نسک او مشنگ کرل کيږي٠ددوی د سېمې صادرات نسک،شړشم،غوړي او دودانيو لرگي دي٠همداراز د انگورو،مالټو،الو چو او شفتالو ډېر باغونه هم لري٠ داتمانخيلو مشهور خيلون دادي: شموزي،ماندل،بو ټ خيل،اصېل،عليزي،با ئيزي،اسماعيل خيل ،سه صده،مياملا،کيدوخيل، کمپل خيل،سر ني خيل، عمر خيل،خمار خيل، بلو خيل،مامد خيل ، عمر خيل او نور٠ شموزي داتما نخيلو په شمال ختېز کې کې او سيږي او دباجوړ،سوات او دېر سر ه پو له لري٠

ماندل: داتمانخېلو په شمال لويديز کې مو قعيت لري او داسې ويل کيږي چې ماندل په اصل کې د اتمان با با مشر زوی و٠

بوټ خيل: چې د اتمان خېلو لويدېز ته موقعيت لري٠ اصيل:دا ښاخ هم داتمانخيلو لويديځ ته پروت دی ٠ عليزي:داتمانخيلو په شمالي بر خه کې پروت دی٠ مياگان او ملايان هم د اتمان بابا اولاده ده چې په اتمانخيلو کې په خوره واره ډول سره ا ستو گنه لري٠ داتمان خيلو مشهورکلي خرکی،مياخان،سنگاو او کوه بر مول دي ٠

په هغه سر شميرنه کې چې په ١٣٦١لمريز کال په دې سېمه کې شوې وه داتمان خېلو ټول شمېر ١٨٥٦٠ تنه ښودل شوی و چې له هغې نه ١٢٩٧٠ تنه په با جوړ،٤٨٠٠تنه په مو مندو او ٦٨٦٠تنه په ملکنډ کې استو گنه لري٠کېدای شي چې اوس په دې شمېر کې زياتوالی راغلی وي٠

سرچينې[سمول]

  • پښتني قبيلې و پيژنئ، دکتو رلطيف ياد