اتلانتیسیزم
اتلانتیسیزم چې د اتلانتیک ترانس په نامه هم پېژندل کېږي، د سیاسي اقتصادي او دفاعي مسائلو په هکله شمالي امریکا (متحده ایالتونو او کانادا) او اروپايي هېوادونو (د اروپایي ټولتې اړوند هېوادونه، بریتانیا، سوئیس، البانیا، ناروې، ترکیه، مونته نګرو او داسې نور...) د اړوندو دولتونو او خلکو تر منځ موجوده اړیکو باندې باور یا ملاتړ ته ویل کېږي. دا سازمان د یادو هېوادونو د امنیت ټیکاو، هوساینې، لیبرالي دموکراسۍ او هغو ارزښتونو د ساتنې په لټه کې ده، چې یاد هېوادونو متحد او یوځاي کوي. دا اصطلاح له اتلانتیک سمندر نه اخیستل شوی دی، چې شمالي امریکا له اروپا نه جلا کوي. [۱]
دا اصطلاح په ځانګړې طریقې سره د شمالي اتلانتیک اړوندو هېوادونو د نظامي یووالي او اتحاد ملاتړ ته د اشاره کولو لپاره په پراخه کچه کارول کېږي، چې د هېوادونو ترمنځ په پراخې همکارۍ، ژورو منل شوو ګډو ارزښتونو، د ډیپلوماټیکه فرهنګونو په ادغام، د ټولنې په احساس او د یووالي په درجو باندې دلالت کوي. په عملي برخه کې د شمالي امریکا او اروپا تر منځ د اتلانتیسیزم فلسفه په اروپا کې د شمالي امریکا او په تېره بیا د امریکا فعال ګډون او د اتلانتیک سمندر دوه خواوو اړوند دولتونو تر منځ نېږدې همکاري زیاته او هڅوي. اتلانتیسیزم د دویمې نړېوالې جګړې په ترڅ کې او دغه راز له دې جګړې نه وروسته د سړې جګړې په ترڅ کې د بېلابېلو یورو اتلانتیک بنسټونو لکه ناتو او د مارشال طرحې د جوړولو او تأسیسولو له لارې په ډېر قوت سره ځان څرګند کړ. [۲][۳]
د اتلانتیسیزم قدرت له یوې سیمې ته بلې سیمې او دغه راز له یوه هېواد نه د بل هېواد په پرتله د بېلابېلو تاریخي او فرهنګي لاملونو په اساس توپیر کوي، چې تر ډېره په شرقي اروپا، مرکزي اروپا او بریتانیا (د ځانګړو روابطو په اساس) کې ډېر قوي دی. له سیاسي پلوه دا موارد له پراخې او ژورې لېوالتیا سره تړاو لري؛ خو یوازې په اروپا کې له کلاسیکه لیبرالانو یا سیاسي ښي اړخ دریځ لرونکو پورې تړاو نه لري. اتلانتیسیزم تر ډېره په د امریکې متحده ایالتونو په سیاسي یا ټولنیز فرهنګ، یا په شمالي امریکا کې له اروپا سره تړاو او دغه راز د دواړو قارو تر منځ په تاریخي اړیکو باندې دلالت کوي.
د اتلانتیک سمندر په دواړو غاړو کې د اتلانتیسیزم او قاره ګرایۍ یا کانټیننتالیزم ترمنځ یو څه تاوتریخوالی موجود دی او ځینې خلک د سیمه ییزې همکارۍ د زیاتوالي په موخه یا هم له همکارۍ نه زیات د ترانس اتلانتیک په ادغام باندې ټینګار کوي. د اتلانتیسیزم او شمالي امریکا یا اروپايي ادغام ترمنځ اړیکه پیچلې ده او زیاتره مبصرین یې له یو بل سره په مستقیم ټکر او تقابل کې نه بولي. انټرنشنالیزم یا نړیوالتوب د بهرني سیاست اړوند نظریه ده، چې دواړه اتلانتیسیزم او قاره ګرایي یا کانټننتالیزم له یوبل سره یوځای کوي. په نړۍ کې د سړې جګړې له پای ته رسېدو راهیسې د اروپايي ځواک نسبي زوال، د شوروي اتحاد ړنګیدلو او دغه راز د شمالي اتلانتیک له اړوند سیمې نه بهر د اتلانتیکي نورمنو خپرېدو د اتلانتیک فکر ځواک کم کړی دی. په دې توګه نورې نړیوالې اړیکې په پراخه توګه د پام وړ ګرځېدلي، که څه هم د ترانس اتلانتيک اړوند اړیکې لاهم په نړۍ کې تر ټولو مهمې اړیکې دي. [۴][۵]
تاریخ
[سمول]له نړیوالو جګړو نه مخکې د غربي اروپا اړوندو هېوادونو په عمومي توګه اسیا او افریقا کې استعماري سترواکیو د رامنځته کولو او قارو جوړولو هوډ درلود، نه دا چې له شمالي امریکا سره د اړیکو جوړولو. په همدې توګه د امریکې متحده ایالات هم په خپلو کورنیو مسائلو او لاتیني امریکا کې په مداخلو بوخت و؛ خو د اروپا په چارو کې یې د مداخلې لپاره یې څه لېوالتیا نه درلوده. دغه راز کانادا سره له دې چې په ۱۸۶۷ ز کال کې یې د کنفدراسیون له لارې د خپل ځانګړي موقعیت حاکمیت ترلاسه کړ، خو بیا هم د یوې لویې برخې په توګه د بریتانیا له سترواکۍ نه یې د خپل بهرني سیاست بشپړه خپلواکي ترلاسه کړې نه وه.
له لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته د پل دي کراوات په نامه نیویارکي وکیل د امریکا په متحده ایالتونو کې د اتلانتیسیزم رامنځته کولو په برخه کې مخکښ او د پام وړ مشر و. کراوات د جګړې په لړ کې نړیوالو چارو ته ګومارل شوی و، او وروسته بیا د بهرنیو اړیکو اړوند شورا مدیر او د دې شورا د بنسټګرو له ډلې نه و. له لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته په داسې حال کې چې د امریکې متحده ایالتونو د سنا مجلس د ورسای اړوند هوکړې د تصویب کولو یا نه تصویبولو په هکله بحث کاوه، د کانګرس یو شمېر جمهوریت غوښتونکو د دې هوکړې د بدیل په توګه له برتانیې او فرانسې سره د متحده ایالاتو د قانوني تړون په برخه کې د ملتونو بې پایلې ژمنو او په تېره بیا د X مادې لپاره خپل ملاتړ څرګند او اعلان کړ. په هر حال د امریکې متحده ایالتونو ولسمشر ووډرو ویلسن هیڅکله د دوی وړاندیز په جدي توګه ونه څیړه او پرځای یې دا غوره وګڼله، چې د ملګرو ملتونو اړوند لیګ ته د متحده ایالاتو د ننوتلو د تضمین لپاره په خپلې مبارزې (چې بلاخره ناکامه شوه) ټینګار وکړي. [۶][۷]
په اروپا کې د نړیوالو جګړو په ترڅ کې له بریتانیایي، فرانسوي او نورو اروپایيانو سره د امریکایي او کاناډایي ځواکونو د جګړې اړوند تجربې په بنسټیز ډول دا وضعیت بدل کړ. که څه هم د امریکې متحده ایالتونو (او څه ناڅه کانادا) په جګړو کې یو څه انزوایي دریځ غوره کړ، په نورماندي کې د راټولېدو په وخت متحدین په ښه توګه ټولو سیاستونو کې یوځای او متحد شول. د اتلانتیک منشور چې په ۱۹۴۱ ز کال کې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر فرانکلین دي روزولت او د بریتانیا لومړي وزیر وینستون چرچیل په وسیله اعلان شو، په دې منشور کې یې له جګړې وروسته نړۍ لپاره د متحدینو موخې وټاکلې، چې وروسته بیا دا منشور د ټولو غربي متحدینو له خوا تصویب شو. له دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته د غربي اروپا اړوند هېوادونه دې ته لېوال و، ترڅو د امریکې متحده ایالتونه په دې قانع کړي، چې د اروپا په چارو کې ښکېل پاتې شي، ترڅو د شوروي اتحاد د هر ډول احتمالي یرغل مخه ونیسي. ځکه نو دا لېوالتیا په ۱۹۴۹ ز کال کې د شمالي اتلانتیک اړوند هوکړې لامل شوه، چې د شمالي اتلانتیک اړوند تړون سازمان یې رامنځته کړ. د اتلانتیسیزم د بنسټ اړوند بنسټیزه پایله دا ده، چې ټول متحدین د یو بل دفاع ته اړ کوي او دغه راز په غربي اروپا کې د امریکایي او کانادایي سرتیرو د اوږدمهاله نظامي اډو لامل شو.
د امریکې متحده ایالتونو او اروپا تر منځ اړیکې د سړې جګړې له پای ته رسېدو نه وروسته په بنسټیزه توګه بدلې شوې او د دې لامل شوې، چې دواړه لوري په کمه اندازه یو بل ته لېوالتیا ولري. په اروپا باندې د شوروي اتحاد د واکمنۍ له ګواښ پرته دا قاره د امریکې متحده ایالتونو لپاره په یو کوچني نظامي لومړیتوب بدله شوه او په همدې توګه اروپا هم تر دې وروسته د امریکې متحده ایالتونو له لوري نظامي ساتنې ته ډېره اړتیا نه لیده، چې په پایله کې د دواړو تر منځ دې اړیکو د خپل سټراټیژیک ارزښت لویه برخه یې له لاسه ورکړه. سره له دې د وارسا د پخواني تړون یا هوکړې نوې دموکراسۍ او دغه راز د یوګوسلاویا زیاتره برخې وپاشل شوې، له یو بل سره یې متفاوته او جلا لیدلوري درلودل او د شوروي اتحاد د اوسني جلا شوي زبرځواک یعنې روسیې نه د دوامداره ویرې په وړاندې د خنډ په توګه یې د اتلانتیسیزم هوکړه په پوره لېوالتیا سره ومنله.[۸][۹][۱۰]
په ۲۱مه پېړۍ کې اتلانتیسیزم د تروریزم او دغه راز د عراق جګړې په لړ کې د پام وړ بدلونونو سره مخ شوی دی، چې تر ټولو اغېز یې خپله د دې لیدلوري او ایډیولوژۍ تکراري پوښتنه ده، چې د اړوندو هېوادونو امنیت ښایي د شمالي اتلانتیک هېوادونو له پولو نه بهر کې د اتحاد او یوالي اقدام ته اړتیا ولري. په ۲۰۰۱ ز کال د سپتمبر میاشتې د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته ناټو د لومړي ځل لپاره ۵مه ماده تصویب کړه، چې د دې مادې په اساس هر هغه برید چې د دې متحدینو اړوند غړو په یوه هېواد وي، هغه د اړوندو غړو په ټوله ډله باندې حمله ببل کېږي. په دې وخت کې د ناټو د آواکس AWACS څو میلیت لرونکې الوتکو د آمریکا په آسمان کې ګزمې وکړې او اروپایي هېوادونو ګڼ شمېر پرسونل او تجهیزات ځای پر ځای کړل. په هر حال د عراق جګړه د ناټو په سازمان کې دننه د ځینو درزونو د رامنځته کېدو لامل شوه او د امریکې متحده ایالتونو په مشرۍ د دې برید د ملاتړو او مخالفینو تر منځ شدیدو مخالفتونو په دې اتحاد او پیوستون باندې ډېر سخت اغېز وکړ.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Klinke, Ian (May 1, 2018). "Geopolitics and the political right: lessons from Germany". International Affairs. 94 (3): 495–514. doi:10.1093/ia/iiy024.
- ↑ Croci, Osvaldo (December 2008). "Not a Zero-Sum Game: Atlanticism and Europeanism in Italian Foreign Policy". The International Spectator: Italian Journal of International Affairs. 43 (4): 137–155. doi:10.1080/03932720802486498. S2CID 155056439.
- ↑ Weisbrode, Kenneth. The Atlanticists.'' Nortia Press, 2017.
- ↑ Mouritzen, Hans (16 May 2007). "Denmark's Super Atlanticism". Nordic International Studies Association. بياځلي په 24 June 2015.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help)[مړه لينکونه] - ↑ Kořan, Michal, ed. (2010). Czech Foreign Policy in 2007-2009: Analysis. p. 373. ISBN 978-8086506906. بياځلي په 24 June 2015.
- ↑ "Paul D. Cravath, the First World War, and the Anglophile Internationalist Tradition", by Priscilla Roberts, Australian Journal of Politics and History, 2005 51(2), pages 194-215. کينډۍ:ISSN. Retrieved December 1, 2021.
- ↑ Ambrosius, Lloyd E. (1972). "Wilson, the Republicans, and French Security after World War I". The Journal of American History. 59 (2): 341–352. doi:10.2307/1890194. JSTOR 1890194.
- ↑ Daalder, Ivo (2003). "The End of Atlanticism" (PDF). Survival. 45 (2): 147–166. doi:10.1080/00396330312331343536. S2CID 154201721. خوندي شوی له the original (PDF) on 23 October 2013. بياځلي په 9 July 2013.
- ↑ Asmus, Ronald D. and Alexandr Vondra: "The Origins of Atlanticism in Central and Eastern Europe," July, 2005 Cambridge Review of International Affairs Volume 18, Number 2, Centre of International Studies, ISSN 0955-7571 print / ISSN 1474-449X, retrieved June 8, 2020 from Pittsburg State University.
- ↑ Schmitz-Robinson, Elizabeth: "Kindred Spirit or Opportunistic Ally? Polish Atlanticism in the 21st Century,", Claremont-UC Undergraduate Research Conference on the European Union (2009) : Vol. 2009, Article 12. DOI: 10.5642/urceu.200901.
- ↑ North Atlantic Council. "Statement by the North Atlantic Council," 2001-10-12. Retrieved on 2007-10-13
- ↑ Schmitt, Eric. "NATO Planes to End Patrol of U.S. Skies," New York Times, 2002-05-02. Retrieved on 2007-10-13.
- ↑ NATO, "Statement to the Press, by NATO Secretary General, Lord Robertson," 2001-10-04. Retrieved on 2007-10-13
- ↑ Kagan, Robert (2003). Of Paradise and Power: America and Europe in the New World Order. New York: Alfred A. Knopf.
- ↑ Daalder, Ivo H.: "The End of Atlanticism," June 1, 2003, Brookings Institution, retrieved June 8, 2020
- ↑ Reinert, Ted (2018-07-20). ""To destroy the liberal world order": Trump, Putin, and the imperiled trans-Atlantic alliance". Brookings (in American English). بياځلي په 2021-03-06.
- ↑ Horsley, Scott (25 May 2017). "As Trump Slams NATO Allies, Obama Defends 'International Order'". NPR.org (in انګليسي). بياځلي په 2021-02-09.