اتشفشان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اتشفشان د ځمکې پر سطحه یا د یوې سیارې یا سپوږمۍ پر جامده سطحه د مذاب یا ویلې ډبرې (مګما) را خوټېدلو ته ویل کېږي چې په دې کې لاوا، پایروپلاستیکونه او اتشفشاني ګازونه په سطحه کې له یوه سوري څخه راوځي یا را خوټېږي. په دې کې ټولې هغه ښکارندې یا پدیدې شاملېږي چې د یوه جسم په پوښ یا قشر کې د مګما په پایله کې جوړېږي او د دې لامل کېږي چې له قشر څخه پورته لاړ شي او د سطحې پر مخ اتشفشاني ډبرې جوړې کړي. هغه مګماوې چې سطحې ته رسېږي او جامدېږي، د ځمکې په سطحه کې بېروني بدلونونه پېښوي.[۱][۲]

اتشفشاني پروسې[سمول]

مګما له لاندېني قشر یا پوښ څخه د قشر له لارې د سطحې لوري ته را پورته کېږي. که مګما سطحې ته ورسېږي، چلند یې د جوړوونکې مذاب ډبرې له سرېښناکتیا سره تړاو لري. سرېښناکه مګما داسې اتشفشانونه تولیدوي چې په انفجاري راخوټېدو سره مشخصېږي، په داسې حال کې چې غیر سرېښناکه مګما بیا داسې اتشفشانونه تولیدوي چې ځانګړنه یې جاري را خوټېدنې دي او ډېره اندازه لاوا د ځمکې سطحې ته را غورځوي.

په ځینو مواردو کې ښايي ډېرېدونکې مګما سطحې ته تر رسېدو وړاندې سړه او جامده شي. د دې په مقابل کې یوه سړه شوې او جامده شوې اتشفشاني کتله د قشر په دننه کې بلوري کېږي او یو اتشفشاني نفوذ رامنځته کوي. څرنګه چې مګما سړېږي، په جوړو شویو بلورونو کې موجود کیمیاوي مواد د مګما له اصلي ترکیب څخه بهر کېږي، له دې امله د پاتې مګما کیمیاوي مواد په هماغه ډول چې په ارامۍ سره جامدېږي، تکامل هم کوي. د تازه او بې تکامله مګما تزریق کولای شي لا ډېره با تکامله مګما ځای پر ځای کړي او د لا ډېرې سرېښناکې مګما د را خوټېدو شونتیا رامنځته کړي.

د اتشفشان محرک ځواکونه[سمول]

د ځمکې په قشر کې د حرارتي جریانونو له امله د مذابو یا اتشفشاني ډبرو حرکت او د دې تر څنګ د ځمکې په سطحه کې د جاذبوي بدلونونو اغېزې (توږنه، رسوب، د سیاره‌ګیو ټکرونه او له کنګل راستنېدنه) د ټکټونیکي تختو د حرکت او بالاخره د اتشفشان لامل کېږي.

د اتشفشان اړخونه[سمول]

اورشیندي[سمول]

اور غورځوونکي غرونه یا اورشیندي هغه ځایونه دي چې هلته مګما د سیارې سطحې ته رسېږي. د غرنۍ اور شیندنې ډول د را خوټېډنې یا را پورته کېدنې له ځای او د مګما له غلظت سره تړاو لري.

نفوذي کتلې[سمول]

دا ډول کتلې په هغو ځایونو کې رامنځته کېږي چې هلته مګما د شته ډبرو تر منځ ځغلي. نفوذي کتلې ښايي د باټولیټونو، ډایکونو، سیلونو او یا هم نفوذي لایو په ډول وي.

زلزلې[سمول]

زلزلې په ټولیز ډول د ټکټونیکي تختو له فعالیت سره تړاو لري، خو ځینې زلزلې د اتشفشاني فعالیتونو په پایله کې رامنځته کېږي.[۳]

هایدروترمل سوري[سمول]

دغه ډول سوري په داسې ځایونو کې رامنځته کېږي چې هلته اوبه له اتشفشان سره په تعامل کې وي. دغه ډول سوري اوبه شیندونکي، فومارولونه او د ګرمو اوبو چینې دي چې تر ډېره د جیوترمل انرژۍ د سرچینو په توګه کارول کېږي.[۴]

اتشفشاني ژمي[سمول]

هغه ګاز او ایرې چې له اتشفشاني را خوټېدنو څخه ازادېږي، د ځمکې پر اقلیم سترې اغېزې لري. لویې را خوټېدنې د اقلیم له ځینو مهمو پېښو سره په کلکه اړیکه لري.[۵]

د ډبرو جوړېدنه[سمول]

مګما له سړېدو سره جامدېږي او ډبرې ترې جوړېږي. د جوړې شوې ډبرې ډول د مګما په کیمیاوي ترکیب او د سړېدو په سرعت پورې اړه لري. هغه مګما چټکه سړېږي چې سطحې ته له رسېدو سره پر لاوا بدلېږي او په پایله کې د بازالټ په څېر هغه ډبرې جوړوي چې کریسټالونه یې کوچني وي. ځینې دغه مګماوې ښايي ډېرې په چټکۍ سړې شي او اتشفشاني ښيښې (بې کریسټاله ډبرې) جوړې کړي چې ابسیډین یې د بېلګې په توګه یادولی شو. هغه مګما چې تر ځمکه لاندې په نازکو نفوذي کتلو کې نغښتې وي، د ښکاره یا نانغښتې مګما په پرتله په ټکني ډول سړېږي او داسې ډبرې تولیدوي چې کریسټالونه یې متوسط وي. هغه مګما چې تر ځمکه لاندې ډېره پټېږي، همدومره په ټکني ډول سړېږي او په پایله کې د ګرانيټ او ګابرو په څېر هغه ډبرې جوړوي چې کریسټالونه یې لوی وي.

هغه ډبرې چې له مګما سره تړلې دي، ښايي ذوب یا ویلې شي او په مګما کې جذب شي. د مګما د څنګ نورې ډبرې ښايي د مېټامورفیک بدلون په پایله کې بدلې شي، ځکه چې په بېروني جریان کې د حرارت یا حرارتي سیالاتو تر اغېز لاندې راځي.

په نورو اجرامو کې اتشفشان[سمول]

اتشفشان یوازې په ځمکه پورې نه محدودېږي، بلکې فکر کېږي چې په هر هغه جسم کې رامنځته کېدای شي چې قشر او سیال یا مایع پوښ لري. لا هم باید په هر هغه جسم کې د اتشفشان شواهد ومومو چې د خپل تاریخ په یوه برخه کې یې اتشفشانونه لرلي دي. اتشفشانونه د لمریزې منظومې په نورو اجرامو کې هم په څرګند ډول لیدل شوي دي. په مریخ کې د غرونو په څېر لیدل شوي دي چې پخواني اورشیندي دي، خو په «ایو» کې بیا واقعي را خوټېدنې لیدل شوې دي چې لا هم دوام لري. ویلی شو چې د نورو سیاروي منظومو په دغه ډول سیارو او سپوږمیو کې هم اتشفشانونه شته دي. په ۲۰۱۴ کال کې سایسن‌پوهانو ۷۰ داسې لاوا جریانونه وموندل چې په تېرو ۱۰۰ میلیونو کلونو کې په سپوږمۍ کې رامنځته شوي دي.[۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Cooling Planets: Some Background: What is volcanism?" (PDF). The Lunar and Planetary Institute, Department of Education and Public Outreach. 2006. د کتاب پاڼې 4. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Watson, John; Watson, Kathie (January 7, 1998). "Volcanoes and Earthquakes". United States Geological Survey. خونديځ د اصلي څخه March 26, 2009. د لاسرسي‌نېټه May 9, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. Nemzer, J. "Geothermal heating and cooling". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. Robock, Alan (2000). "Volcanic eruptions and climate". Reviews of geophysics 38 (2): 191-219. doi:10.1029/1998RG000054
  6. "Recent volcanic eruptions on the moon". sciencemag.org. 12 October 2014. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)