اتحاد مشرقي مجله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اتحاد مشرقي مجله اتحاد مشرقي مجله چې په ١٣٣٦ کال کې تاسيس شوې او تر دې مهاله خپرونې کوي؛ په لومړيو کې يې نوم ننګرهار و او په ١٣٩١ کال کې يې نوم اتحاد مشرقي شوه. ياده مجله په مياشت کې يو ځل چاپېږي او د ليکنو منځپانګه يې تر ډېره علمي، څېړنيزه، ټولنيزه او کلتوري ده. د دې مجلې تيراژ ١٠٠٠ ټوکه دى او چاپ لګښت يې د ننګرهار د اطلاعات او کلتور له عادي بوديجې ورکول کېږي.