ابو منصور ماتريدي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابو منصور ماتریدي یو نامتو حنفي فقهي او د اهل سنت او جماعت له نامتو متکلمینو څخه ؤ. دې د معتزله ډلې له سرسختو مخالفینو څخه گڼل کېږي.

د امام صېب د ژوند حالات څه زیات روښانه نه دي، هغه په دې مانا چې دده په ژوند پوره رڼا نده اچول شوې، مگر دده آند و آند (افکار)، نظریات دده له لیکنو څخه په روښانه ډول ترلاسه کېدای شي. دده نظریات له ده څخه وروسته راغلیو شننونکو او لیکوالو په ښه توگه سره شاربلي او روښانه کړي یې دي. دده په لارویانو کې زیاتره حنفي مذهبه دي، او د امام اشعري زیاتره لارویان د شافعي رحمه الله د فقهې لارویان ول، او په غالب گومان د احمد امین رایه هم دا ده چې: « اشعریانو او ماتریدیانو ترمنځ چې کوم مامولي اختلاف لیدل کېږي، هغه په اصل کې د امام شافعي رحمه الله او امام ابو حنیفه رحمه الله د اصولو پایله ده. (ظهر الاسلام- ۴ټوک)

امام ماتریدي د فقهې، اصول فقهې، او اصول الدین ستر عالم ؤ، ده د خپل پېر له سترو، سترو پوهانو څخه زدکړې ترلاسه کړې، چې له دې ډلې څخه د ابو نصر احمد بن عباس الصیاضی، ابوبکر احمد بن اسحق الجوزجاني محمدین مقاتل الرازی او نصر بن البلخي د یادولو وړ دي.

امام ماترېدي د امام ابو حنیفه رحمه الله د زیاتره کتابونو روایت له همدې سترو هستیو څخه د امام محمد پواسطه کړې. امام ماترېدي د ډېرو لیکنو څښټن پاتې شوې، اود یادولو وړ کتابونه یې مسلمان امت ته په میراث کې پرېښي دي، چې په دې ډله کې د امام اعظم الفقه الاکبر شرحه د یادولو وړ ده.

د امام ماتریدي افکار

د امام ماتریدي په اړه مولانا شبلي نعماني وایی: عجیبه خبره خو دا ده، چې حنفي مذهب، چې په ټولو مذهبونو په نزد ستر او د لارویانو شمېره یې هم ډېره ده، او د گروهو (اعتقاداتو) له مخې ماتریدیه دي، خو بیا هم په علم کلام کې د اشعریانو په وړاندې د ماترېدیانو شهرت لږ دی.

ددې لږ شهرت دا پایله شوه، چې نن سبا ډېری حنفي پوهان د اشاعره گروهې لارویان دي، حال دا چې په پخوا وختو کې به یو حنفي اشعري کېدل د اریانتیا وړ خبره وه. علامه ابن الاثیر په تاریخ الکامل (۴۶۶هجري واقعاتو) کې لیکي چې دا ډېره عجیب خبره وه، چې څوک دی حنفي وي او بیا دې اشعري شي.

د امام ماترېدي په وړاندې لوی مسﺉلې پدې ډول دي:

  1. د اشیاؤ حسن او قبح عقلي دی.
  2. څښتن تعالی د چا له وسې څخه بهر هغه ته تکلیف نه ورکوي.
  3. څښتن تعالی ظلم نه کوي، او د هغه ظالم کېدنه ناشونې (مهال) ده.
  4. ایمان نه کمېږي، او نه زایاتېږي.
  5. انسان ته د خپلو افعالو قدرت او واک حاصل دی، او دا قدرت دده په افعالو کې پوره اغیز لري.
  6. د ژوند په ناامیدې کې هم توبه د منلو وړ ده.
  7. د پېنځه گونو حواسو په ذریعه یو څیز محسوسول علم نه دی، بلکه د علم ذریعه ده.

سرچينۍ