ابو الفتوح داود لودي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابوالفتوح داود لودي [۱] (- ) د سلطان نصر لودي زوی او د سلطان حميد لودي لمسی د خپل پلار تر مړينې وروسته د ملتان پر تخت کښېناسته. د ده په وختو کې چې په ۳۸۷ هـ. س. کال سبکتگين مړ شو د غزني او ملتان د پاچاهيو مناسبات سره وران شول، او د غزني سلطان محمود پر ملتان بريدونه وکړه، ډېر خلک يې ووژل، او د دې بريدونو لومړی سبب دا و چې سلطان محمود غزنوي په ۳۹۵ هـ. س. کال وغوښته چې د هند د بهټندی له سوبې څخه غزني ته د راستنېدو وخت کې خپلې لښکرې د ملتان له لارې د گومل د درې له لارې لنډی غزني ته ورسوي. خو ابوالفتوح سلطان داود لودي د سلطان لښکرې پرې نه ښودلې چې د ده له خاورې څخه غزني ته تېرې شي ځکه نو سلطان محمود د ملتان د لوديانو د پاچاهۍ ړنگولو ته ملا وتړله او د ۳۶۹ هـ. س. کال په پسرلي يې د پېښور له لارې خپلې لښکرې پر ملتان د يرغل دپاره وخوځولې، او د ويهند له پاچا انند پال څخه يې وغوښته چې د ده لښکرو ته اجازه ورکړي چې د ده له خاورې څخه د ملتان خوا ته تېر شي، انندپال نټه وکړه او د ملتان پر سېله کلک ودريد او د غزني د لښکرو د مخنيوي دپاره يې خپلې لښکرې د پېښور خوا ته وخوځولې، سخته جگړه ونښته او د ويهند لښکرو ماتې وکړه، انندپال د کشمير خوا ته وتښتېد، او سلطان محمود تر چنابه ورپسې و، انندپال چې د کشمير غرو ته وخوت د غزني لښکرو ملتان ته مخه وکړه، او په دې پلمه چې سلطان داود لودي په الحاد تورن شوی او خپل رعيتت د الحاد خوا ته بولي پر ملتان يرغل وکړ، سلطان داود چې خبر شو، خپلې لښکرې يې پرېښودلې، او په خپله له خزانو سره د اباسين يوې جزيرې ته ولاړ، د سلطان محمود لښکر چې ملتان ته ورسېد، د سلطان داود لښکرو د ښار ورونه ورته وتړل او ملتان کلا بند شو. تر اوو ورځو کلا بندي وروسته خلق تر منځ سره وگرځېدل، پر دې روغه وشوه چې د ملتان پاچا به په کال کې شل زره سره درهمه په شل پلا د غزني حکومت ته ورکوي، د ښار ورونه چې د غزني د لښکرو پر مخ پرانيستل شول، سلطان محمود توره وښکله او هومره خلک يې د قرمطيانو په نامه ووژل چې د ملتان د ښار تر لاهوري دراوزې وينې راوبهېدلې او د سلطان لاس د تورې په موټې پورې له ډېرو وينو څخه داسې نښتی و، چې څو تودې اوبه يې پر توی نه کړې د ده لاس د تورې له موټې څخه بېل نه شو.

سلطان محمود لا غوښته چې د ملتان نور شاوخوا هم ونيسي، خو ځکه چې خراسان د ايلک خان ترکمن د يرغل خبر ورته راورسېد نو ملتان يې پرېښوده، او په منډه غزني ته ستون شو، او ابوالفتوح سلطان داود لودي بېرته ملتان ته راغی او د حکومت واگی يې په لاس کې ونيول.

په ۴۰۱ هـ. س. کال بيا سلطان محمود غزنوي پر ملتان يرغل وکړ، ملتان يې ونيو، ډېر يې ووژل، او ډېر نامتو مشران يې په کلاو کې بنديان کړل چې هلته پسې مړه شول، او پخپله سلطان داود لودي يې بندي غزني ته راووست او د غورک په کلا کې يې چې د کندهار شمال غربي لور ته پينځه پنځوس ميله ليري پرته وه تر مرگه بندي کی او په دې توگه د لوديانو پښتنو پاچاهي په ملتان کې پای ته ورسېدله.

سرچينې

  1. لودي پښتانه - د عبدالشکور رشاد اثر

  1. لودي پښتانه - له ۱۹ مخ نه تر ۲۱ مخ
  2. پټه خزانه - ۲۴۹ مخ
  3. تاريخ يميني - ۲۹۰ مخ
  4. زين الاخبار گرديزي - ۵۳ مخ
  5. حيات سلطان محمود - ۱۰۲ مخ