Jump to content

ابولهب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابولهب
د شخص معلومات
پيدايښت ۰۵۴۹
مړینه کال 624 (74–75 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروڼه او خوندې
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) عربي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ابولهب (زېږون: 549 - مړینه: 624 ) د قریشو مشر و. اصلي نوم يې عبدالعزي بن عبدالمطلب او لقب يې ابو عتبه و. د مخ د ښايست او ځلاندوالي له امله د عبدالعزي دويم لقب ابولهب شو. مطلب دا نه دی. مفسرين وايي چې دلته د ابولهب څخه مراد د هغه د بلننوم ( لقب ) مراد نه دی، بلکې دلته د هغې د دوزخي کېدو ته اشاره ده، په همدې توګه د عبدالعزی پرځای ابولهب کلمه قافيه هم مناسبه برېښده نو ځکه په قران کې په دې نوم ياد شوی دی.د رسول الله صلی الله علیه وسلم سکه کاکا د رسول الله صلی الله علیه وسلم سخت دوښمن و. قرآن ورته د ابولهب لقب ورکړ (د دوزخ پلار). مېرمن یې جمیل بنت حرب بن امیه وه چې د ابو سفیان خور وه. هغه د خپل میړه نه زیات د رسول الله صلی الله علیه وسلم دښمنه وه. دا دواړه د قرآن کریم د ۳۰م سورت په سورت کې ذکر شوي او د دوزخ د عذاب خبر ورکړل شوی دی. له سخت مخالفت سره سره يې د بدر په جګړه کې ګډون ونه کړ. ځینې خلک په دې باور دي چې هغه د ناروغۍ له امله معیوب شوی و. په دریو ورځو کې هغه د سترګو د ناروغۍ له امله مړ شو. د ابولهب نوم عبدالعزي بن عبدالمطلب وو.

سرچينې

[سمول]