ابوالفرج الاصفهاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

علي بن الحسین الاصفهاني، چې د ابوالفرَج په نامه هم پېژندل کېږي (بشپړ نوم: ابوالفرج علي بن محمد بن احمد بن الهیثم المرواني الاموي الاصفهاني؛ پیدایښت: ۲۸۴ھ/۸۹۷ز، مړینه ۳۵۶ھ/۹۶۷ز) یو لیکوال، مورخ، شجره‌پوه، شاعر، موسیقي‌پوه او کاتب ؤ. هغه په اصل کې د عربو له قریش څخه ؤ او په بغداد کې اوسېده. د هغه شهرت تر ډېره د کتاب الاغاني («د سندرو کتاب») په لیکلو سره خپور شو، چې په نوموړي کتاب کې د عربي موسیقي د لومړنیو تایید شویو دورو (له اوومې تر نهمې زېږدیزې پېړۍ) په هکله معلومات او د اسلام مخکې پېر څخه د االاصفهاني تر مهال پورې د شاعرانو او موسیقي‌پوهانو ژوندلیکونه وړاندې شوي دي. له هغه ځایه چې الاصفهاني د عربي موسیقي د تاریخ په مستند کولو کې بې‌ساري ونډه لري، د جورج ساوا له‌خوا د نومهالې فرهنګي موسیقي‌پوهنې واقعي مخکښ» پېژندل کېږي. [۱][۲][۳][۴]

نېټې[سمول]

د الخطیب البغدادي له‌خوا د وړاندې شویو نېټو پر بنسټ، چې دغه نېټې په خپل وار سره د الاصفهاني شاګرد «محمد بن ابي الفواریس د څرګندونو له‌مخې بیان شوې دي، د الاصفهاني د زېږېدلو او وفات منل شوي کلونه ۸۹۷-۸۹۸ او ۹۶۷ز کلونه دي. سره له‌دې، د دغو نېټو د موثق‌والي په هکله د څېړنو پر مهال دې په پاملرنې سره چلند وشي. په هېڅ سرچینه کې د هغه مړینه مخکې تر ۹۶۷ز کال ثبت شوې نه‌ده، خو له ۹۶۷ز کال وروسته د مړینې نېټې یې په یوشمېر آثارو کې ذکر شوې دي. دغه نېټې په کتاب ادب الغرباء («د پردیو د آدابو کتاب») کې له یوې ذکر شوې نېټې سره په توپیر کې دي؛ دغه کتاب چې الاصفهاني ته منسوب دی، بیانوي چې نوموړی په ۹۶۷ز کال کې د ځوانۍ په کلونو کې ژوند کاوه (في ایام الشبیبة والصبا). د هغه د شاګردانو د ژوندانه دورو او مستقیمو سرچینو له‌لارې د یوې تقریبي محاسبې په پای کې کتل کېږي چې نوموړی مخکې تر ۹۰۲ز کال زېږېدلی او له ۹۶۰ز کال وروسته وروسته وفات شوی دی.[۵][۶][۷][۸]

ژوندلیک[سمول]

ابوالفرج الاصفهاني د فارس په اصفهان (اوسني ایران) کې زېږېدلی ؤ خو د زلمیتوب کلونه یې په بغداد (اوسني عراق) کې تېر کړل او هلته یې لومړنۍ زده‌کړې ترلاسه کړې. هغه د اموي خلافت د وروستي خلیفه «دوه‌یم مروان» له رښتینو لمسیانو څخه ؤ او له‌دې امله د امویانو له واکمنانو سره یې په الاندلس کې اړیکې درلودې او داسې برېښي چې له هغو سره یې مکاتبې کولای او خپل ځیني آثار یې ورلېږل. د هغه شهرت تر ډېره د لومړنیو عربي لرغونو آثارو په هکله د پوهې لرلو له‌پلوه خپور شو.[۹]

د ژوند وروستي کلونه یې د اسلامي نړۍ په بېلابېلو ګوټونو کې تېر کړل، له هغو جملې څخه څو کاله یې په حلب کې له حمداني حاکم سیف الدوله (چې کتاب الاغاني یې ورته ډالۍ کړ) او څه موده یې په ری کې د آل‌بویه وزیر ابن عباد سره ژوند وکړ.

کورنۍ[سمول]

د ابوالفرج، اصفهاني لقب د ایران په جلګو کې د اصفهان ښار ته اشاره لري. داسې برېښي چې دا لقب د الاصفهاني د زېږېدلو ځای نه، بلکه د الاصفهاني په کورنۍ کې د داسې یوه لقب اېښودلو رواج ښیي. الاصفهاني په خپلو لیکنو کې هر ځای چې د خپلو پلرنیو خپلوانو په هکله غږېږي، له «الاصفهاني» نسبت څخه کار اخلي. د ابن حزم (۹۹۴ تر ۱۰۶۴ز) په وینا، د امویانو وروستي خلیفه او د الاصفهاني جد مروان بن محمد (۶۹۱ تر ۷۵۰ز) ځینې اولاده او راتلونکي نسلونه په اصفهان کې استوګن شول. سره له‌دې، هېر دې نه‌شي چې د الاصفهاني کورنۍ تاریخ په هکله لومړني موجود معلومات د هغه نیکه نسل ته ورګرځي چې احمد بن الهیثم نومېده او شاوخوا د ۸۳۵ او ۸۴۷ز کلونو ترمنځ په سامرا کې استوګن ؤ.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په کتاب الاغاني کې (وروسته له‌دې په «اغاني» نامه یې یادوو) د الاصفهاني اخځونو پر بنسټ، داسې ښکاري چې احمن بن الهیثم په سامرا کې ښه ژوند درلود او زامنو یې د عباسیانو د پلازمېنې هغه مهال بانفوذو شخصیتونو سره ښې اړیکې درلودې. زوی یې عبدالعزیز بن احمد «د المتوکل په وخت کې (د واکمنۍ کلونه: ۸۴۷ تر ۸۶۱ز) له جګپوړو کاتبانو څخه ؤ (من کبار الکُتاب في ایام المتوکل)». بل زوی یې محمد بن احمد (یعنې د الاصفهاني نیکه) د عباسیانو له چارواکو، وزیر ابن الزیات (مړینه: ۸۴۷ز)، کاتب ابراهیم بن العباس الصولي (۷۹۲ تر ۸۵۷ز) او له وزیر عبیدالله بن سلیمان (مړینه: ۹۰۱ز) او همدا راز د مسلمانانو ځینو مشرانو، لکه الحسین بن الحسین بن زید سره، چې د بني هاشم (په عربي: بنو هاشم) قبیلې مشر ؤ، نږدې اړیکې درلودې. د عباسیانو له دربار سره د محمد د زامنو، د الحسن او الحسین (د الاصفهاني پلار) نږدو اړیکو دوام وموند.[۱۵][۱۸][۱۹][۲۰]

الاصفهاني د اغاني په بېلابېلو پاڼو کې یحیی بن محمد بن الثوابة (د ثوابة له کورنۍ څخه) د خپل مورني نیکه په توګه یادوي. په اغلب ډول ویل کېږي چې د ثوابة کورنۍ شیعه وه او الاصفهاني ته یې د خپلو ګروهنو وصیت کړی ؤ. سره له‌دې، د ثوابة کورنۍ یوازې د یاقوت الحموي (۱۱۷۸ تر ۱۲۲۵ز) په اثر کې شیعه پېژندل کېږي. که څه هم ډېري بانفوذه کورنۍ چې د عباسیانو خلافت تر سیوري لاندې یې چارې پرمخ بیولې، شیعه یا له علویانو سره متحدې وې، خو هېڅ ډول شواهد شتون نه‌لري ترڅو وښیي چې د ثوابة کورنۍ غړي دې افراطي شیعه وي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په لنډه توګه، الاصفهاني له داسې یوې کورنۍ څخه ؤ چې د عباسیانو د بارسوخه شخصیتونو په شبکو کې یې ځای درلود، چې په هغو کې د علویانو چارواکي هم شامل وو. د الاصفهاني لقب له لرلو سره، سره، نه‌برېښي چې د الاصفهاني کورنۍ دې له اصفهان ښار سره ټینګې اړیکې ولري. بلکه، کورنۍ د احمد بن الهیثم له نسله، لومړی په سامرا او وروسته په بغداد کې استوګنه وه.[۲۶]

د خلافت په دربار کې د الاصفهاني کورنۍ یوشمېر غړو، په داسې حال کې چې له نورو کاتبانو، وزیرانو او مشرانو سره یې ملګرتیا او اتحاد ساته، د کتابت دندې پرمخ بیولې. د دربار ډېریو پېژندل شویو څېرو په څېر، د الاصفهاني کورنۍ د علي له اولادې سره د دوستۍ اړیکې ټینګې وساتلې او د هغوی له کورنیو، لکه ثوابة، سره یې اتحاد درلود او ټولو علي او علویانو ته په درنه سترګه کتل. سره له‌دې، د الاصفهاني کورنۍ او په هغه مهال کې د فرقوي هویتونو بدلون موندنو په هکله د لږو معلوماتو شتون ته په کتنې سره، د فرقوي هملاریتوب له‌پلوه، ستونزمنه ده چې د درنښت وړ دغه لیدلوری دې تایید شي. [۲۷]

زده‌کړې او کاري ژوند[سمول]

د الاصفهاني د کورنۍ د ارتباطاتو پراخه شبکه د الاصفهاني په آثارو کې منعکس شوې ده. مستقیم مُخبران، چې الاصفهاني په خپلو آثارو کې ذکر کړي دي، د هغه د کورنۍ غړي دي، چې وروسته له نورو بارسوخو کورنیو، لکه آل ثوابة، بنو منجم، یزیدیان، صولیان، بنو حمدون، بنو المرزبان او طالبییون سره اړیکې پیدا کړې.[۲۸]

په ډېر احتمال سره الاصفهاني او کورنۍ یې د لسمې زېږدیزې پېړۍ په لومړیو کې په بغداد کې مېشته وه؛ نو دې ته په کتو سره، هغه د ښار مېشتو له ګڼ‌شمېر شخصیتونو او یا سیلانیانو سره اړیکې ټینګې کړې، چې له هغو جملې څخه کولای شو له جحظة (مړینه: ۹۳۶ز)، الخفاف، علي بن سلیمان الاخفش (مړینه: ۹۲۷/۹۲۸ز) او محمد بن جریر الطبري (مړینه: ۹۲۲ز) څخه نوم واخلو. د هغه مهال نورو علماوو په څېر، الاصفهاني هم د علم ترلاسه کولو لپاره سفرونه وکړل. که څه هم د هغه د سفرونو نېټو په هکله پوره معلومات په لاس کې نه‌شته، خو د هغو روایتونو (نقلي اسنادو) پر بنسټ چې الاصفهاني په هرې لیکنه کې په منظمه او دقیقه توګه پر هغو استناد کوي، معلومېږي چې هغه د انطاقیې له عبدالملک بن مسلمه او عاصم بن محمد؛ د احواز له عبدالله بن محمد بن اسحاق؛ او د رقې له یحیی بن احمد بن الجون څخه روایت کوي. که چېرې الاصفهاني ته د «کتاب ادب الغرباء» منسوبېدنه ومنو، نو هغه یو ځلي بصره، او همدا راز حصن مهدي، متوث او باجسترا څخه لیدنه کړې ده. سره له‌دې، داسې ښکاري چې له دغو ښاورونو له جملې څخه هېڅ یو د بغداد او کوفې په اندازه پر الاصفهاني اغېزه نه‌ده ښندلې. په داسې حال کې چې د الاصفهاني، بغدادي باتجربه مخبرانو شمېر زیات ؤ او ټولو یې په خپل تخصص کې وړتیا او سربېره پر هغې فرقوي او مذهبي ګروهنې درلودې، کوفي سرچینې هغه د یوه شیعه په توګه پېژني او وایي چې د علي او د هغه کورنۍ په هکله د خاطراتو او لیکنو ساتنې او خپرولو ته ډېر لېوال ؤ. د بېلګې په توګه: له ابن عقده څخه (مړینه: ۹۴۴ز)، چې هم په اغاني او هم په مقاتل کې ذکر شوی دی، تل د علویانو او د هغو محسناتو په هکله د روایتونو په پار نوم اخېستل کېږي.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:EI2
  2. Bagley, F. R. C. "ABU'L-FARAJ EṢFAHĀNĪ" (په انګلیسي ژبه کي). Encyclopaedia Iranica. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ نومبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sawa, S.G. (1985), "The Status and Roles of the Secular Musicians in the Kitab al-Aghani (Book of Songs) of Abu al-Faraj al-Iṣbahānī", Asian Music, Asian Music, Vol. 17, No. 1, 17 (1): 68–82, doi:10.2307/833741, JSTOR 833741 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sawa 1989، ص. 29.
  5. Su, I-Wen (2020). "Abū al-Faraj ʿAlī b. al-Ḥusayn al-Iṣfahānī, the Author of the Kitāb al-Aghānī". WikiJournal of Humanities. 3 (1): 1. doi:10.15347/wjh/2020.001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Text was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 Unported license.
  6. al-Iṣfahānī, Adab al-ghurabāʾ، ص. 83–86.
  7. al-Hamawī, Muʿjam al-udabāʾ، vol. 13, p. 95–97.
  8. al-Khaṭīb al-Baghdādī, Tārīkh Madīnat al-Salām، vol. 13, p. 338; vol. 2, p. 213 (On Ibn Abī al-Fawāris).
  9. کينډۍ:EB1911
  10. al-Ziriklī 2002، vol. 4, p. 278.
  11. Rotter 1977، ص. 7.
  12. Amīn 2009، ص. 248–249.
  13. Khalafallāh 1962، ص. 23–25.
  14. Su 2018a، ص. 421–422.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Ibn Ḥazm, Jamharat ansāb al-ʿarab، ص. 107.
  16. Azarnoosh 1992، ص. 720.
  17. Sallūm 1969، ص. 9.
  18. al-Iṣfahānī, Maqātil، ص. 547.
  19. Su 2018a، ص. 426–430.
  20. Su 2018a، ص. 424–426.
  21. Su 2018a، ص. 431–432.
  22. Su 2018a، ص. 433–441.
  23. Khalafallāh 1962، ص. 58.
  24. al-Hamawī, Muʿjam al-udabāʾ، vol. 4, p. 147–149.
  25. al-Iṣfahānī, Kitāb al-Aghānī، vol. 12, p. 29; vol. 14, p. 113, 157; vol. 16, p. 317–318; vol. 19, p. 35, 49; vol. 20, p. 116.
  26. al-Iṣfahānī, Kitāb al-Aghānī، vol. 23, p. 21.
  27. Su 2018a، ص. 421–432.
  28. Khalafallāh 1962، ص. 41–51.
  29. Azarnoosh 1992، ص. 721.
  30. Günther 1991، ص. 127–131.
  31. Fleischhammer 2004، ص. 36–37.
  32. Su 2016، ص. 204–209.
  33. Kilpatrick 2003، ص. 18.
  34. al-Iṣfahānī, Kitāb al-Aghānī، vol. 24, p. 67.
  35. al-Iṣfahānī, Kitāb al-Aghānī، vol. 17, p. 157.
  36. al-Iṣfahānī, Kitāb al-Aghānī، vol. 13, p. 25; vol. 14, p. 46–50.
  37. Fleischhammer 2004، ص. 58.
  38. Fleischhammer 2004، ص. 41–42.
  39. Fleischhammer 2004، ص. 46–47.
  40. Fleischhammer 2004، ص. 34–35.