ابسيډين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابسيډين

ابسيډين هغه توکی ښيښه ده چې د اورشیندې د ویلوب د ‌ژر سړېدو څخه په لاس راځي او د اوبو کچه یې ۳ – ۴ پر سلو کې وي. که چېرته د (اوبو او کاربن دی‌اکسیډ) د وتلو کچه ډېره شي نو ( Pumice - يو ډول ډبره) به لاس ته راشي.

د ابسیډین رنگ د هغه په ککړوالي پورې اړوند لري خو په ډېرو وختو کې (تک) تور رنگ او کله هم څه زرغون والی لري، که نری غوڅ شي نو بله خوا به ترې ښکاره شي. ډېر پخوا ابسیډین د خپلو تېرو کنجونو له وجې لکه اسلحه په جگړو کې کارېدو. اوسمهال د ودانۍ په چارو کې ورنه کار اخلي. لکه: د سیمټو په کلکېدو کې د اوبو تر لاندې ، د لمر د وړانگو گرځونکې ښیښې ته تور رنگ ورکول او داسې نور.