ائتلاف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

coalition ائتلاف ‎د ګوندونو ی‌ؤ ځاي کېدل د حکومت د جوړولو یا د حکومت په جوړولو کې د مرستې لپاره ، دغه کار هغه وخت ترسره کېږي کله چې په پارلماني نظام کې ی‌ؤ ګوند اکثریت ونه لري او د حکومت د جوړولو وړ نه وي ، نو په دې صورت دوه یا څو ګوندونه د موقت وخت لپاره ی‌ؤ بل سره یو ځاي کېږي ، تر څو د پارلمان څخه اکثریت ترلاسه کړي ، تر څو ی‌ؤ ائتلافي حکومت جوړ کړي ، له بل لوري منفي ایتلافونه هم کېدایشي او داسې ایتلافونه وي چې د پاي لپاره ترسره کېدایشي ، مثلاً د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د چپو ګوندونو منفي ایتلاف په فرانسه کې څو ځله د حکومت د لمنځه وړلو سبب شو ل. ‎په نړیوالو اړیکو کې ائتلاف د څو دولتونو یو ځاي کېدلو ته ویل کېږي ، لکه د فرانسې د لوي انقلاب په وختونو کې د فرانسې لپاره د اروپایې هېوادونو د ائتلاف په څېر .