آیو (سپوږمۍ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آیو (/ˈaɪ.oʊ/) یا مشتري I (Jupiter I) د مشتري سیارې تر ټولو داخلي او د ګالیله یي څلورو سپوږمیو دریمه لویه سپوږمۍ ده. آیو چې د ځمکې له سپوږمۍ څخه لږ لویه ده، د لمریز نظام څلورمه لویه سپوږمۍ ده چې په لمریز نظام کې د بلې هر سپوږمۍ څخه تر ټولو زیات کثافت، تر ټولو زیاته د جاذبې قوه او همدارنګه د بلې هرې نجومي کتلې په پرتله تر ټولو لږ اوبه (د اتمي نسبت پر بنسټ) لري. دغه سپوږمۍ په ۱۶۱۰ زکال کې د ګالیلیو ګالیله له خوا کشف شوه او د افسانوي شخصیت آیو په نوم ونومول شوه چې د هرا کاهن او د زئوس له مینانو څخه و.

دغه سپوږمۍ د ۴۰۰ فعالو اور غورځونکو (آتش فشان) په لرلو سره په لمریز نظام کې تر ټولو فعاله جیولوژیکي کتله ده. دغه پریمانه جیولوژیکي فعالیت یې د مدو جزري اصطکاک څخه د رامنځته کېدونې تودوخې له امله دی چې د آیو دننه شتون لري او د مشتري سیارې او همدارنګه ګالیله یي نورو سپوږمیو – اروپا، ګانیمډ او کالیسټو – ته پراختیا مومي. د دغې سپوږمۍ څو اورغوځونکي، سلفر او سلفر ډای اکساید تولیدوي چې د هغو له سطحې څخه تر ۵۰۰ کیلومتره (۳۰۰ مایله) ارتفاع پورې پورته ځي. د آیو په سطحه کې له ۱۰۰ څخه زیات غرونه شتون لري چې د پراخې راغونډېدنې (فشرده سازۍ) پر مټ د آیو په سیلیکاتي پوست کې پورته تللي. د دغو غرونو یو شمېر څوکې د ځمکې پر سر د تر ټولو جګې اېورېسټ څوکې څخه هم زیاته ارتفاع لري. د لمریز نظام د بهرنیو ډیری سپوږمیو پر خلاف چې تر ډېره له اوبو څخه جوړې شوې دي، آیو تر ډېره له سیلیکاتي ډبرو څخه جوړه شوې چې ویلې شوې اوسپنې یا د اوسپنې د سلفایدو هستې چاپېره کړې ده. د آیو ډیری سطحه له پراخو دښتو څخه جوړه ده چې د سلفر او سلفر ډای اکساید یخ وهلی پوښ لري. [۱][۲][۳][۴]

د آیو د اورغورځونې حالت هغې ته فردي ځانګړنې وربخښي. د هغې اورغورځونکي حالت او همدارنګه لاوایي جریان لوی سطحي تغیرات رامنځته کړي او د هغو سطحه یې په مختلفو؛ ژېړ، سره، سپین، تور او شنه رنګ اړولې ده چې تر ډېره د التروپونو (allotropes) او د سلفر د ترکیباتو له امله ده. په دغه سپوږمۍ کې د ۵۰۰ کیلومترو څخه په زیات اوږدوالي لاوايي جریانونه شتون لري چې د هغو سطحه مشخصه کوي. د دغه اورغوځونکو څخه رامنځته کېدونکي مواد د آیو نازک اتمسفیر او لکه لرونکې کړۍ او همدارنګه د مشتري پراخه مقناطیسي فضا (مګنېټوسفیر) جوړوي. ورته مهال یې د مشتري په شاوخوا باندې پراخه ګازي ورېځ یا پلازما جوړه کړې ده.

آیو د ۱۷مې او ۱۸مې پېړۍ پر مهال د ستورپوهنې د علم په پراختیا کې پام وړ رول ولوباوه. دغه سپوږمۍ چې د ۱۶۱۰ زکال په جنوري میاشت کې د ګالیلیو ګالیله له خوا د ګالیله د نورو سپوږمیو سره یوځای کشف شوه، د لمریز نظام د کوپرنیکي موډل په منلو، د کپلر د حرکت د قوانینو په پراختیا او د نور د چټکتیا په اندازه کولو کې یې مرسته وکړه. له ځمکې څخه د مشاهدې پر مټ، آیو د ۱۹مې پېړۍ تر پایه او د ۲۰مې پېړۍ تر لومړیو پورې یوازې د یوې روښانه نقطې په توګه پاتې شوه، تر هغه مهاله چې په لوی مقیاس باندې د هغې د سطحې د ځانګړنو لکه د تیز سره رنګي قطب او روښانه استوايي برخو، تشخیص شونی شو. په ۱۹۷۹ زکال کې دوه وویجر ستور مزلو وښووله چې آیو له جیولوژیکي پلوه فعاله سپوږمۍ ده چې پریمانه اورغورځونکي، لوی غرونه او د ښکاره ټکر شوې خولې له لرلو پرته ځوانه سطحه لري. د ګالیلیو فضايي سپوږمکۍ د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو او د ۲۰۰۰مې لسیزې په لومړیو کې هغو ته څېرمه څو الوتنې ترسره کړې او د آیو د داخلي جوړښت او د سطحې د ترکیب اړوند یې اطلاعات راغونډ کړل. دغې سپوږمکۍ همدارنګه د آیو او د مشتري د مقناطیسي فضا ترمنځ اړیکه او همدارنګه د آیو د مدار په محوریت سره د پیاوړې انرژۍ د کمربندونو شتون څرګند کړ. آیو په ورځ کې د ایونایز راډیېشن شاوخوا ۳۶۰۰ ریمه (۳۶ سیورتونه) ترلاسه کوي. [۵]

ورته مهال د دغې سپوږمۍ څخه نور مشاهدات په ۲۰۰۰ زکال کې د کاسیني هویګنز، په ۲۰۰۷ زکال کې د نیو هاریزون او په ۲۰۱۷ زکال کې د جونو سپوږمکيو پر مټ ترسره شوي؛ سربېره پر دې دغه سپوږمۍ له ځمکې څخه د تلسکوپونو او همدارنګه د هوبلز د فضايي تلسکوپ پر مټ مشاهده شوې ده.

کتنیزه یا مشاهداتي تاریخچه[سمول]

د آیو لومړنۍ ثبت شوې کتنه د ۱۶۱۰ زکال د جنوري میاشتې په ۷مه نېټه د ګالیلیو ګالیه له خوا د ۲۰ایکس - پیاوړي انکسار کوونکي تلسکوپ (20x-power, refracting telescope) پر مټ په پادوا پوهنتون کې ترسره شوه. ورته مهال په دغه کتنه کې ګالیله د خپل تلسکوپ د کمې ځواکمنتیا له امله ونشو کولای آیو او اروپا له یو بل څخه جلا کړي، له همدې امله دغه دواړې سپوږمۍ د یوې نوري نقطې په توګه ثبت شوې. آیو او اروپا د لومړي ځل لپاره د جلا اجسامو په توګه د ۱۶۱۰ زکال د جنوري په اتمه د ګالیله له خوا د جویان سیسټم څخه د مشاهدې پر مهال ولیدل شوې (دغه نېټه د ستورپوهنې د نړیوالې اتحادیې له خوا د آیو د کشف د نېټې په توګه کارول کېږي). د آیو او د مشتري د نورو ګالیله یي سپوږمیو کشف د ۱۶۱۰ زکال په مارچ میاشت کې د ګالیله د پیغام راوړونکو ستورو (Sidereus Nuncius) په اثر کې خپور شو. زیمون ماریوس د مونډوس ژویالیس (Mundus Jovialis) په نامه خپل اثر کې چې په ۱۶۱۴ زکال کې خپور شو ادعا وکړه چې ده په ۱۶۰۹ زکال کې د ګالیله له کشف یوه اونۍ وړاندې آیو او د مشتري نورې سپوږمۍ کشف کړې دي. ګالیله په دغې ادعا شک درلود او د ماریوس چارې یې د ادبي سرقت په ګڼلو سره رد کړې. دې ته په نه پام، د ماریوس لومړنۍ ثبت شوې کتنې د ژولیان کالیزې له مخې د ۱۶۰۹ زکال د ډسمبر په ۲۹مه ترسره شوې چې په میلادي کالیزه کې د ۱۶۱۰ زکال د جنوري له اتمې نېټې سره سمون لري، هغه نېټه چې ګالیله په کې دغه کتنې ترسره کړې. خو له دې امله چې ګالیله له ماریوس څخه وړاندې خپلې چارې خپرې کړې دي، د دغه کشف اعتبار ګالیله ته اړوند بلل کېږي. [۶][۷][۸][۹]

آیو د راتلونکو دوه نیمو پېړیو لپاره د ستورپوهانو د تلسکوپونو پر وړاندې د نور د پنځو مګنیټاید درجو په لرلو سره د یوه ناڅرګندې کتلې په توګه پاتې شوه. د اوولسمې پېړۍ پر مهال آیو او د ګالیله نورې سپوږمۍ د مختلفو موخو لپاره وکارول شوې په دغو کې د جغرافیايي طول د ټاکلو لومړنۍ لارې چارې، د کپلر د سیاروي حرکت د دریم قانون تائید او د مشتري او ځمکې ترمنځ د نور د حرکت لپاره د لازم مهال ټاکل شامل و. پیرسمیون لاپلاس د ستورپوه جیوواني کاسیني او نورو ستورپوهانو له خوا د جوړ شوي نجومي جدول پر بنسټ د آیو، اروپا او ګانیمډ د ریزونانټ (تشدید کوونکو) مدارونو د توضېح په موخه ریاضیکي تیوري رامنځته کړه. وروسته بیا څرګنده شوه چې دغه تشدید د دغو دریو سپوږمیو په ځمک پوهنې (جیولوژي) باندې ژور اغېز لري. [۱۰][۱۱]

د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې پرمختللې تلسکوپي ټکنالوژۍ ستورپوهانو ته لار براره کړه څو د آیو سطحي ځانګړنې په لوی مقیاس کې تشخیص کړي (یعنې دا چې هغه د جلا اجسامو په توګه وویني). په ۱۸۹۰مه لسیزه کې اډوارډ اي. برنارډ لومړنی کس و چې د آیو د استوايي او قطبي برخو ترمنځ یې د رڼا توپیرونه ولیدل او په سمه توګه یې دا تشخیص کړه چې دا په رنګ کې د بدلون او همدارنګه د دوه سطحو ترمنځ د نور له انعکاس یا آلبدو څخه سرچینه اخلي، نه دا چې د آیو د هګۍ ډوله شکل له امله دي، هماغه ډول چې په هغه وخت کې د بل ستورپوه ویلیام پیکر له خوا یې وړاندیز وشو، یا هم دا چې دا دوه جلا اجسام دي چې برنارد یې لومړی وړاندیز کړی و. وروسته بیا نورو تلسکوپي مشاهداتو تائید کړه چې قطبي برخې یې سره ته مایل قهوه یي او استوایي لیکه یې بیا ژېړ ته مایل سپین رنګ لري. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د شلمې پېړۍ په نیمايي کې تلسکوپي مشاهداتو د آیو غیر عادي ماهیت ته اشاره وکړه. د طیف سنجۍ مشاهداتو وښووله چې د آیو سطحه د اوبو یخ نه لري (هغه ماده چې د ګالیله په نورو سپوږمیو کې په پریمانه کچه شتون لري). همدغو مشاهداتو همدارنګه څرګنده کړه چې د دغې سپوږمۍ سطحه د سودیمي مالګو او سلفر څخه جوړه ده. راډیو تلسکوپي مشاهداتو بیا په ژوویان مقناطیسي فضا باندې د آیو اغېز څرګند کړ، هماغه ډول چې د ډکامتري موجي اوږدوالي په درزونو کې د آیو له مداري دورې سره اړوند ښوول شوی.  [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Rosaly MC Lopes (2006). "Io: The Volcanic Moon". In Lucy-Ann McFadden; Paul R. Weissman; Torrence V. Johnson (سمونګران). Encyclopedia of the Solar System. Academic Press. د کتاب پاڼي 419–431. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-088589-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. Lopes, R. M. C.; et al. (2004). "Lava lakes on Io: Observations of Io's volcanic activity from Galileo NIMS during the 2001 fly-bys". Icarus. 169 (1): 140–174. Bibcode:2004Icar..169..140L. doi:10.1016/j.icarus.2003.11.013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. (په 26 June 2019 باندې). This World Is a Simmering Hellscape. They've Been Watching Its Explosions. - Researchers have released a five-year record of volcanic activity on Io, a moon of Jupiter, hoping others will find more patterns.. The New York Times.
  4. Schenk, P.; et al. (2001). "The Mountains of Io: Global and Geological Perspectives from Voyager and Galileo". Journal of Geophysical Research. 106 (E12): 33201–33222. Bibcode:2001JGR...10633201S. doi:10.1029/2000JE001408. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. "2000 February 29, SPS 1020 (Introduction to Space Sciences)". CSUFresno.edu. 29 February 2000. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جولای ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Blue, Jennifer (9 November 2009). "Planet and Satellite Names and Discoverers". USGS. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  7. Cruikshank, D. P.; Nelson, R. M. (2007). "A history of the exploration of Io". In Lopes, R. M. C.; Spencer, J. R. (سمونګران). Io after Galileo. Springer-Praxis. د کتاب پاڼي 5–33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-34681-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. Van Helden, Albert (14 January 2004). "The Galileo Project / Science / Simon Marius". Rice University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. Baalke, Ron. "Discovery of the Galilean Satellites". Jet Propulsion Laboratory. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جنوري ۱۹۹۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  10. O'Connor, J. J.; Robertson, E. F. (February 1997). "Longitude and the Académie Royale". University of St. Andrews. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جون ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  11. Cruikshank, D. P.; Nelson, R. M. (2007). "A history of the exploration of Io". In Lopes, R. M. C.; Spencer, J. R. (سمونګران). Io after Galileo. Springer-Praxis. د کتاب پاڼي 5–33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-34681-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  12. Barnard, E. E. (1894). "On the Dark Poles and Bright Equatorial Belt of the First Satellite of Jupiter". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 54 (3): 134–136. Bibcode:1894MNRAS..54..134B. doi:10.1093/mnras/54.3.134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  13. Barnard, E. E. (1891). "Observations of the Planet Jupiter and his Satellites during 1890 with the 12-inch Equatorial of the Lick Observatory". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 51 (9): 543–556. Bibcode:1891MNRAS..51..543B. doi:10.1093/mnras/51.9.543. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  14. Dobbins, T.; Sheehan, W. (2004). "The Story of Jupiter's Egg Moons". Sky & Telescope. 107 (1): 114–120. Bibcode:2004S&T...107a.114D. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  15. Minton, R. B. (1973). "The Red Polar Caps of Io". Communications of the Lunar and Planetary Laboratory. 10: 35–39. Bibcode:1973CoLPL..10...35M. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  16. Lee, T. (1972). "Spectral Albedos of the Galilean Satellites". Communications of the Lunar and Planetary Laboratory. 9 (3): 179–180. Bibcode:1972CoLPL...9..179L. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  17. Fanale, F. P.; et al. (1974). "Io: A Surface Evaporite Deposit?". Science. 186 (4167): 922–925. Bibcode:1974Sci...186..922F. doi:10.1126/science.186.4167.922. PMID 17730914. S2CID 205532. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  18. Bigg, E. K. (1964). "Influence of the Satellite Io on Jupiter's Decametric Emission". Nature. 203 (4949): 1008–1010. Bibcode:1964Natur.203.1008B. doi:10.1038/2031008a0. S2CID 12233914. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)