آیة الکرسی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الله لا اله الاهو الحی القیوم

الله(هغه ذات) دی چی د هغه نه پرته بل څوک معبود نشته ژوندی دی، قایم لرونکی دی

لا تاخذه سنة و لانوم

نه ورته اسویلی(پرکالی) راځی او نه ورته خوب

له مافی السموت ومافی الارض

هم هغه(الله)  لپاره دی کوم څه چی اسمانونو کی دی او هغه څه چی په ځمکی کی دی

من ذالذی یشفع عنده الا باذنه

څوک دی چی بغیر د هغه (الله) د اجازت نه د هغه (الله) په حضورکی شفاعت (سپارښتنه) وکړی

یعلم ما بین اید یهم

پوه دی(الله)  په هر هغه څه چی خلقوته پیښیږی

وما خلفهم

او څه چی دهغی نه پس(کیدونکی) دی

ولا یحیطون بشی من علمه الا بما شآٌ‎ء

او خلق د هغه(الله)  په معلوماتو کی د څه څیز احاطه نشی کولی لیکن څومره چی هغه (الله) وغواړی

وسع کرسیه السموت والارض

او پراخه ده کرسی د هغه په اسمانونو باندی او په ځمکه باندی

ولایوده حفظهما وهو العلی العظیم

او هغه (الله) نه ستړی کوی د دی حفاظت او هغه د اوچت شان او عظمت څښتن دی