آن بیشاپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آن بیشاپ
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ ډيسمبر ۱۸۹۹[۱]
مړینه 7 مې 1990 (91 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

آن بیشاپ (زوکړه: د ۱۸۹۹ زکال د ډسمبر ۱۹ مه – مړینه: د ۱۹۹۰ زکال د مۍ ۷ مه ) د کلمبیا د پوهنتون له ګیرټون کالج څخه بریتانوۍ بیالوژیسته او د سلطنتي ټولنې غړې وه چې یو له هغو محدود شمېر میرمنو څخه و چې د سلطنتي ټولنې (د علومو د پراختیا لپاره د لندن سلطنتي ټولنه) غړیتوب یې درلود. نوموړې په منچسټر کې وزېږېده خو د خپل مسلکي ژوند ډېره برخه یې په کمبریج کې تېره کړه. هغې په پروټوزولوژي او پرازیټولوژي کې تخصص درلود؛ لومړی کار یې د وریځو لرونکو پرازیټونو اړوند و چې په اهلي فیل مرغانو کې د ینې د ژوبلېدو لامل ګرځېدل او د هغې نورو څېړنو ته یې لار برابره کړه. بیشاپ د دوکتورا سند د ترلاسه کولو لپاره پرازیټي امیبونه تر څېړنې لاندې ونیول او د امیبي خوني اسهالونو په ګډون یې د امیبونو د ناروغیو د درمنلې لپاره د کیمیاوي درملنې بالقوه لارې چارې وڅېړلې.

د نوموړې تر ټولو پېژندل شوې چاره د پلازمودیم او د ملاریا د پرازیټ جامعه څېړنه او د دغې ناروغۍ لپاره د کیمیاوي درملنې د ډولونو ارزونه وه. وروسته نوموړې د دغه پرازیټ پر وړاندې د درملو مقاومت و ازمویه؛ هغه ازموینه چې په دویمه نړیواله جګړه کې د بریتانیا د پوځ لپاره ګټمنه تمامه شوه. هغې په دغو پرازیټونو کې د متقاطع مقاومت پوتانشیل په هماغه دوره کې کشف کړی و. نوموړې په ۱۹۵۹ زکال کې د سلطنتي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ او په دغه ټولنه کې یې د پرازیټولوژي د برخې بنسټ کېښود. همدارنګه نوموړې د نړیوال روغتیايي سازمان د ملاریا په کمېټه کې هم خدمت وکړ.

ژوند[سمول]

بیشاپ د ۱۸۹۹ زکال د ډسمبر په ۱۹ مه د انګلستان په منچسټر کې وزېږېده. د هغې پلار جیمز کیمبرلی بیشاپ د فرنیچرو تولید کوونکی و او د پنبې یوه کارخونه یې هم لرله چې له پلاره ورته په میراث پاتې شوې وه. مور یې الن بیشاپ (کورنی نوم یې جینجر) د بېډفورډشایر څخه وه. بیشاپ یو ورور درلود چې د دې د دیارلس کلنۍ پر مهال وزیږېد. په ماشومتوب کې بیشاپ لیوالتیا لرله چې خپلې کورنۍ سوداګرۍ ته مخه کړي، خو هغه مهال چې پلار یې پوهنتون ته تللو ته وهڅوله د هغې لیوالتیا په چټکۍ سره د علومو لور ته واوښته. بیشاپ چې د نوې ځوانۍ له مهاله یې له موسیقي سره مینه لرله، په مرتب ډول یې په منچسټر کې د هاله ارکستر په اجراوو کې ونډه اخیسته. د یوې څېړونکې په توګه ځان غوښتونکې او ځیرکه وه چې غوره یې بلله په یوازې ځان او یا له هغو پوهانو سره چې د دې له نظره یې لوړ معیار درلود کار وکړي. هغې د خپل ژوند ډېره برخه په ګیرتون کالج کې په کار کولو تېره کړه. ګارډین د هغې د مړینې په خبر کې هغې ته «د ګیرتونیانو د ګیرتوني» لقب ورکړ. [۲][۳][۴][۵][۶]

بیشاپ په کالج کې د خپلې هغې بل ډول خولۍ له امله چې هره ورځ به یې مولټینو انستیتیوت ته د ۳.۵ مایله (۵.۶ کیلومتره) فاصلې په اندازه پیاده تګ پر مهال په سر کوله؛ پېژندل کېدله. هغې په لاس باندې د توکو په ګنډلو کې مهارت درلود او له هنرونو به یې ستاینه کوله، په داسې حال کې چې له معاصرو هنرونو سره یې لیوالتیا نه لرله. د هغې تفریحي چارې پیاده تګ او په ځانګړې توګه لېک ډیسټریکټ ته سفر کول و؛ په داسې حال کې چې ډېره لږ به له بریتانیا بهر تله. نوموړې همدارنګه د هر نوي کال پیل په لندن کې تېراوه او د اوپېرا او بالیټ په نندارو کې به یې ګډون کاوه او له نندارتونونو څخه به یې لیدنه کوله. د ژوند په وروستیو کې یې چې د آرتریت یا د مفاصلو د التهاب له امله، تحرک ستونزمن شوی و د بیولوژوي او طبابت له تاریخ سره یې لیوالتیا پیدا کړه، خو هېڅکله یې په دې برخو کې کومه لیکنه خپره نه کړه. بیشاپ د سږو د پړسوب د لنډ مهالې ناروغۍ وروسته د ۹۰ کلونو په عمر مړه شوه. د هغې د جنازې مراسم د کالج په عبادت ځای کې ترسره شول او ملګرو یې په لویه کچه د دې د جنازې په مراسمو کې ونډه واخیسته.[۷][۸]

زده کړې[سمول]

بیشاپ تر اووه کلنۍ پورې په کور کې زده کړې وکړې او له هغه وروسته تر ۹ کلنۍ پورې یوه خصوصي ابتدايي ښوونځي ته لاړه. په ۱۹۰۹ زکال کې هغه مهال چې لس کلنه وه په خپل زیږون ځای منچسټر کې د فیلډن پرمختللي ښوونځي ته لاړه او هلته یې هم درې کاله زده کړې وکړ. هغې د ښوونځي عالي زده کړې د مانچسټر د نجونو په عالي لیسه کې بشپړې کړې. په داسې حال کې چې بیشاپ لیوالتیا لرله د کیمیا په برخه کې زده کړې وکړي خو د فزیک په برخه کې د کافي زده کړو نشتوالی یې په دې معنی و چې نه یې شو کولای خپلې پام وړ زده کړې د کیمیا په ښوونځي کې وکړي. پر ځای یې هغې د ۱۹۱۸ زکال په اکتوبر میاشت کې د منچسټر پوهنتون د بوټو پېژندنې، کیمیا او ژوو پېژندنې په پوهنځي کې نوم ثبت کړ. د ژوو پېژندنې په برخه کې د هغې لومړنی تحصیلي کال له دغې څانګې سره د نوموړې د لیوالتیا او وروسره د ژمنتیا لامل وګرځېد. هغه په عالي درجه د ژوو پیژندنې له پوهنځي څخه فارغه شوه او په ۱۹۲۱ زکال کې یې د لیسانس سند ترلاسه کړ. نوموړې په ۱۹۲۲ زکال کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. د لیسانس د زده کړو پر مهال هغې د چینجیو پېژندونکي آر. اې. وارډل (R.A. Wardle) او پروټوژولوژیست جفري لاپج (Geoffrey Lapage) تر نظر لاندې له سیمه ئیزو ویالو څخه په ترلاسه کړو وریځو لرونکو چینجیو څېړنه وکړه. [۵][۹][۹]

د لیسانس له مسلک دوه کاله وروسته؛ وروسته له هغه چې نوموړې له پوهنتون څخه د جان ډالټون د طبیعي تاریخ جایزه ترلاسه کړه هغې د سلطنتي ټولنې د بل غړي، پروټوزولوژیست سیډني جې. هکسون سره په کار پیل وکړ. په ۱۹۳۲ زکال کې یې د مانچسټر پوهنتون څخه د ساینس په برخه کې د ینې د تورونکي پرازیټ اړوند څېړنې په مرسته دوکتورا ترلاسه کړه. په ۱۹۴۱ زکال کې یې له کمبریج پوهنتون څخه د علومو دوکتورا (Sc.D) ترلاسه کړه؛ په داسې حال کې چې هغه مهال دا څرګنده وه چې ښځینه و ته کمبریج د بشپړو زده کړو سند نه ورکوي. [۶][۱۰]

علمي ژوند[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

د لیسانس په کچه د بیشاپ کار د هغې لومړۍ لویه څېړنیزه هڅه وه چې له هیکسون سره یې په ګډه د Spirostomum ambiguum د تکثیر اړوند ترسره کړه، چې لوی وریځې لرونکی پرازیټ و او د «چینجي ډوله» په توګه توصیف شوی و. په ۱۹۲۳ زکال کې په منچسټر پوهنتون کې د کار پر مهال بیشاپ د افتخاري څېړونکې په توګه وګمارل شوه. په ۱۹۲۴ زکال کې د کمبریج د ژوو پېژندونکې ډلې د نیم مهالې روزونکې په توګه وټاکل شوه؛ د دغې ډلې له روزونکو دوه مېرمنو څخه یوه یې دا وه چې ځینې مهال به دوی ته ارزښت نه ورکول کېده. د بېلګې په توګه اجازه یې نه لرله چې د نارینه و په څنګ کې د چای څښلو مېز ته کښیني؛ پر ځای به یې د لومړنیو مرستو په بکسونو باندې چای څښلو ته کښېناستلې. همدلته بیشاپ د خپل پوهنځي د یوازنۍ ژوو پېژندونکې په توګه په Spirostomum باندې څېړنې ته دوام ورکړ. [۸][۱۱][۱۲][۱۳]

نوموړې په ۱۹۲۶ زکال کې دغه ځای پرېښود څو له کلیفورډ ډوبل سره د طبي څېړنو په ملي انستیتیوت کې کار وکړي؛ چېرې چې هغې درې کاله کار وکړ. د ډوبل تر نظر لاندې بیشاپ د انسانانو په هاضمه سیسټم کې په پرازیټي امیب باندې د څېړنې پر مهال د خوني امیبونو د اسهال په رامنځته کوونکو ډولونو تمرکز درلود. بیشاپ، ډوبل او پټریک لیډلاو د امتین په څېر د امیب وژونکو درملو په اغیز باندې کار وکړ څو د امیب ناروغیو درملنه پیدا کړي.  [۸][۱۴]

مولټینو انستیتیوت[سمول]

بیشاپ د خپل کاري ژوند ډېره برخه د پرازیټونو د بیولوژي په برخه کې د کمبریج په مولټینو انستیتیوت کې چې په ۱۹۲۹ زکال کې ورته راوګرځېده؛ تېره کړه. دلته د نوموړې کار له ډوبل سره د هغې د څېړنو پراختیا وه، ځکه هغې د لکۍ لرونکو پرازیټونو په هستوي ویش او همدارنګه د هغو په فقاریه او غیرفقاریه ډولونو څېړنه ترسره کړې وه. په منچسټر کې له ایچ. پي. باینون سره د هغې څېړنې د اهلي فیل مرغانو د ینې د تورونکي پرازیټ پېژندنې او طبقه بندۍ ته اړوندېدلې. دغه څېړنه په ینه کې د له منځه تلونکو او ودې کوونکو پرازیټونو د پېژندلو په برخه کې مخکې تلونکی تخنیکي ګام و. بیشاپ او باینون لومړني پوهان و چې هیستوموناس یې جلا کړ او بیا یې د ینې په توریدو کې د هغو رول ثابت کړ. [۸][۱۰][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. دوتنه: Marilyn Bailey Ogilvie — سرليک: The Biographical Dictionary of Women in Science — ورځپاڼه: 1 — پاڼه: 129 — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-135-96342-2
  2. The Guardian–19 May 1990.
  3. Goodwin او Vickerman 1992، ص. 35.
  4. Goodwin او Vickerman 1992، ص. 36.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Goodwin او Vickerman 1992، ص. 29.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Ogilvie او Harvey 2000، ص. 129.
  7. Goodwin او Vickerman 1992، ص. 37.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ Ogilvie او Harvey 2000، ص. 130.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Haines 2001، ص. 33.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Goodwin او Vickerman 1992، ص. 33.
  11. Goodwin 2004.
  12. Goodwin او Vickerman 1992، ص. 31.
  13. Haines 2001، ص. 34.
  14. Goodwin او Vickerman 1992، ص. 32.
  15. The Times–22 May 1990.