آنلاین زده کړې څه شی دي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آنلاین زده کړې څه شی دي

آنلاین زده کړئ څه شی دي؟ د کرونا وژونکې ویروس په خپریدا سره د افغانانو په شمول د ټولې نړۍ انسانانو ژوند متضرر او د هر ډول فعالیتونو، بوختیاوو او سیستمونو ترڅنګ یې د زده كړو بهير هم له خنډ او ځنډ سره مخ كړى دی. د دې لپاره چې د ښونځیو زده کوونکي او د نیمه لوړو زده کړو او د لوړو زده کړو محصلین له دې وژونکې ویروس نه خوندي پاتې شي؛ په بېلا بېلو هېوادونو کې په تدریجي توګه ښوونځي، پوهنتونونه او نور علمي مرکزونه تړل شویدي. چې له امله یي په اقغانستان او ټوله نړۍ کې په میلیونونه زده کوونکي له زده کړو محروم پاتې دي.

خو په پرمختللې نړۍ کې د زده کړه یز بهیر د دوام لپاره د ټیکنالوژي او انټرنيټ په وسیله تمرکز شوی دی د انټرنیټ او پرلیکه زده کړو لپاره د شته امکاناتو نه په استفادي هرڅه پر لیکه (انلاین) دي.

خبر شئ: The best and most efficient Android applications

کومو زده کړو ته آنلاین زده کړئ واي؟ آنلاین زده کړئ هغه زده کړې دي چې زده کوونکی او محصل پکې د دې په ځای چې په درسي ټولګي کې کیني؛ د انټرنټ له لارې خپل تحصیل کوي. نن سبا د نړۍ د ځینو نورو هیوادونو د ځوانانو په څېر ګڼ افغان ځوانان هم د انټرنټ له لارې په بیلا بیلو بهرنیو او کورنیو پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

سويتا عسکرزی چې په یوه بانک کې منیجره ده، غوښتل یې هم کار وکړي او هم لیسانس واخلي، اوس د هندوستان په اندراګاندهي پوهنتون کې د سوداګرۍ او اقتصاد په څانګه کې انلاین زده کړې کوي خو د ازموینې لپاره هندوستان ته ورځي.

د آنلاین زده کړو پر وړاندې خنډونه: په ټوله نړۍ کې د انلاين پرلیکه زده کړیز میتود پر وړاندې خنډونه شتون لري، دغه ستونزې د هېواد اقتصاد او نورو شرايطو ته په کتلو سره د هېوادونو ترمنځ متفاوتې دي، په دغه برخه کې هغه هېوادونه چې مالي منابع او تکنالوژیکي پرمختګ لري د ستونزو کچه یې کمه او هغه هېوادونه چې د تکنالوژیکی پرمختګ څخه وروسته پاتې دي د ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

د انلاین معیاري کورس په جوړولو کې لاندې فکتورونه شامل دي، زده کوونکي، ښوونکي، تکنالوژي، ټولنه، مصارف، کورس جوړونه، انټرنټ او نور… په دغه ټولو فکتورونو کې په خپل وارسره خنډونه شتون لري چې په دغه لیکنه کې ټولو ته کتنه نشو کولای د نمونې په شکل عمومي ستونزې روښانه کوو.

آنلاین زده کړئ څه شی دي؟ آنلاین زده کړئ څه شی دي؟ د انټرنټ نشتوالي (کمښت): تر ټولو لوی خنډ د انټرنیټی خدمتونو کموالي یا نشتوالي په هېوادونو کې د انلاين زده کړو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي، هغه هېوادونه چې انټرنېټي خدمتونه یې کم دي په هغه هېوادنو کې د انلاين زده کړو لپاره کمه زمینه برابره وي. که خپل هېواد ته پام وکړو د انلاين پرلیکه زده کړو لپاره ښه زمینه برابره نه ده په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان ۶ میلیونه وګړو انټرنیټی خدمتونو ته لاسرسي درلود، چې دا په خپله ۳۷ میلیوني هېواد لپاره یو ډېر کم مقدار دې او زموږ په هېواد کې انلاین زده کړې دومره پیژندل شوي نه دي، نو د دې څخه ښکاري چې د دغه میتود لپاره انټرنیټی اسانتیاوې ډېرې اړينې دي.

د میتود سره نه اشنایی: له لیرې واټن زده کړئ یا انلاین زده کړیز میتود په نړۍ کې یو نوی رامنځته شوې میتود دی، په‌ ډېرې هېوادونو کې وګړي د دغه میتود د کارولو سره بلدتيا نه لرې او نشي کولاي ور څخه ګټه پورته کړي. په اکثرو هېوادونو کې چې د پوهې کچه یې ډېره کښته ده د دغه سيستم د کارولو کچه هم ډېر کښته ده تر ډېری خلک د دغه میتود سره بلدتيا نه لرې او نشي کولاي چې استفاده تری وکړي.

د ښوونکو تجربه او مهارتونه: پرلیکه زده کړو ترتیب او ډيزاين په معیاري ډول یو اندازه تخنیکی او مسلکی مهارتونو ته اړتيا لري چې ښوونکي یا د کورس جوړونکی یې باید ولري، په ډېرې هېوادونو کې چې تعلیمی سيستم یې د ستونزو سره مخ دي ښوونکي دغه ډول وړتيا او مهارتونه نه لرې چې د دغه نوي منځ ته راغلې میتود لپاره پرته له کومې مخینې په معیار برابر درسي کورسونه ترتیب کړي، په بله وینا د دې لپاره چې په دغه میتود کې معیاري درسي کورسونه ترتیب شي ښوونکي یو اندازه مخینې ( تجربې ) ته اړتيا لري.

د وخت مدیریت او کاري فشار: له کوره په کار کوي او یا هم له کور څخه به خپلو زده کړو ته دوام ورکوي ډېر په زړه پورې ښکاري، خو دا کار خپل فشارونه هم لري ښوونکي باید درسي مواد په وخت اماده کړې د زده کوونکو سره د مباحثې په برخه کې د هغوې پښتنو ته هم ځواب ورکړي او همدارنګه باید د زده کوونکو ترسره شوي کورني کارونه په ټاکل شوي وخت له نظره تیر کړي

چې د دغه کارونو ترسره کول کافي اندازه وخت ته اړتيا لري او له بل اړخه د دومره کارونو ترسره کول په یواځې ځان ښوونکي هم تر فشار لاندې راوړي که چیرې وخت او فشارونه په سمه توګه مدیریت نشي کېدای شي ستونزې وزېږوي. زده کوونکي هم تر همدې څرخي لاندې راځي، زده کونکي باید درسي مواد په وخت ترلاسه کړي او وې لولي او ورکړل شي کورني کارونه پر وخت ترسره کړي، چې د دې کارونو مدیریت د کښته ټولګيو زده کوونکو لپاره یو اندازه ستونزمن کار دی.