آنتونیو د الیویرا سالازار
| آنتونیو د الیویرا سالازار | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۲۸ اپريل ۱۸۸۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] |
| مړینه | 27 جولای 1970 (81 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] |
| د مړینې لامل | د سږو امبولي |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال |
| کاروونکې ژبه | پرتګالي ژبه |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول |
|
آنتونیو د الیویرا سالازار (۲۸ اپرېل ۱۸۸۹ – ۲۷ جولای ۱۹۷۰ ز کال( پرتګالي دیکتاتور و چې له ۱۹۳۲ زکال څخه یې تر ۱۹۶۸ زکال پورې د دغه هېواد د وزیرانو شورا مشري وکړه. نوموړی وروسته له هغه چې په ملي دیکتاتوري حکومت (Ditadura Nacional) کې واک ته ورسېد، د نوي دولت (Estado Novo) په نامه یې مشارکتي دیکتاتوري رامنځته کړه چې له ۱۹۳۳ زکال څخه یې تر ۱۹۷۴ زکال پورې په پرتګال واک وچلاوه. سالازار په کویمبرا پوهنتون کې د سیاسي اقتصاد ښوونکی و.
سالازار د ۱۹۲۶ زکال د مۍ د ۲۸ مې نېټې له کودتاه وروسته د ولسمشر اوسکار کارمونا په ملاتړ د مالیې د وزیر په توګه عامه ژوند ته لار ومونده. د ۱۹۲۶ زکال پوځ له لومړي جمهوريت وروسته د محسوسې ماتې او رامنځته شوې بې ثباتۍ په برخه کې ځان د ملت ساتونکی باله، خو هېڅ داسې سرچینه یې نه لرله چې څه ډول د هماغه مهال ستونزو ته حل لار ومومي. سالازار د ځانګړو قدرتونو لرلو له امله په یو کال کې وکولای شول، بودیجه بېلانس کړي او د پرتګال پولي واحد باثباته کړي. سالازار د لومړي ځل لپاره په بودیجه کې زیاتوالی تولید کړ. نوموړي هغه مهال چې د هېواد سیاست په مخ پر زیاتېدوني ډول پوځي کېدو خوا ته روان و، په خپل سري رژیم کې یې غیرنظامي مدیریت دود کړ. د سالازار موخه د وګړو د یو موټي کولو پر ځای د ټولنې بې سیاسته کول و. په داسې حال کې چې پرتګال تر ډېره بریده بې پرمختګه پاتې شو، وګړي یې له نورې اروپا سره په پرتله بې وزله او د ټیټې کچې زده کړو لرونکي پاتې شول.
مخالفت
[سمول]د سالازار حکومت، له انټرنېشنلېزم، کمونېزم، فاشېزم، سوسیالېزم او سندیکالېزم په مخالفت کپېټلېسټي، محافظه کار او ملت پال طبیعت درلود. سالازار له فاشېزم او نازیزم څخه واټن ونیو او هغه یې «بت پرسته سزارېزم» وباله چې نه قانوني، نه مذهبي او نه هم اخلاقي حدود په رسمیت پېژني. سالازار د خپل ژوند په اوږدو کې له پوپولیستي ویناوو ډډه وکړه. سالازار هغه مهال چې په ۱۹۳۰ زکال کې یې ملي اتحادیه رامنځته کړه، په بشپړه توګه یې د سیاسي ګوندونو له مفهوم سره خپل مخالفت څرګند کړ. سالازار دغه اتحادیه «نا ګوندي» توصیف او ترویج کړه، اعلان یې وکړ چې ملي اتحادیه به د سیاسي ګوندونو مقابل لوری وي. هغه کاتولېزم ته وده ورکړه، خو استدلال یې وکړ چې د کلیسا رول به ټولنیز وي نه سیاسي. په ۱۹۴۰ زکال نوموړي د کانکوردات هوکړې لپاره مذاکره وکړه چې کلیساګانې یې یو موټی ساتلې. د سالازار د رژیم یو له شعارونو څخه خدای، وطن، کورنۍ (Deus, Pátria e Família) وه، په داسې حال کې چې هغه هېڅکله پرتګال په یوه مذهبي دولت بدل نه کړ. [۹][۱۰]
په داسې حال کې چې نوي دولت (Estado Novo) سالازارته پراخ سیاسي واکونه ورکړي و، هغه د خپلو مخالفینو د ځپلو په موخه له سانسور او PIDE مخفي پولیسو کار اخیست. د هغه پر وړاندې د اپوزیسیون مشر هامبرتو دلګادو چې په ښکاره توګه یې د ۱۹۵۸ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې هغه له ګواښونو سره مخامخ کړ، لومړی یې تبعید کړ او بیا وروسته د سالازار د مخفي پولیسو له خوا ووژل شو. سالازار د هسپانیا په کورنۍ جګړه کې له فرانسیسکو فرانکو ملاتړ وکړاو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې د پرتګال او هسپانیا په بې پلویتوب کې مهم رول درلود او هم یې له متفقینو سره مرسته کوله.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د سالازار له مړینې څلور کاله وروسته، نوی دولت (Estado Novo) د ۱۹۷۴ زکال د میخک انقلاب (Carnation Revolution) په پایله کې را وپرځول شو. د هغه د رژیم ارزونې یو له بله توپیر لري، ملاتړي یې د هغه د دولت د پایلو ستاینه کوي او منتقدین یې بیا په پایلو او لارو چارو نیوکې کوي، خو له دې سره دغه یوه عمومي اجماع شتون لري چې سالازار د پرتګال د تاریخ یو له تر ټولو اغېزمنو څېرو څخه دی. په وروستیو لسیزو کې «پرتګالي تاریخ لیکونکو د ۴۸ کلنې دیکتاتورۍ د درک په موخه هڅه کړې له نوو منابعو او لاروچارو کار واخلي».[۱۹]
مخینه
[سمول]سالازار د ۱۸۸۹ زکال د اپرېل ۲۸ مه Santa Comba Dão (Viseu District) ته څېرمه د Vimieiro سیمې په یوه منځنۍ عاید لرونکې کورنۍ کې وزېږېد، د هغه پلار، چې د ډېرو لږو ځمکو خاوند و، د کرنیزو چارو د کارګر په توګه یې کار پیل کړ او د Perestrelos په نامه په سانتا کوموبا دائو سیمه کې د بډایه ځمکې لرونکو کورنیو د ټولنې مدیر شو چې دغو کورنیو په Viseu او Coimbra سیمو کې پراخې ځمکې لرلې. هغه د آنتونو د اولیویرا (۱۸۳۹-۱۹۳۲ زکال) او د هغه د مېرمنې ماریا دو رسګیت سالازار (۱۸۴۵- ۱۹۲۶ زکال) له پنځو ماشومانو یوازنی نارینه بچی و. د پرتګالیانو د نوم اېښودو د رسومو له مخې، چې د مور کورنی نوم لومړی په نوم کې راولي، د سالازار نوم «انتونیو سالازار د اولیویرا» شو – هغه نمونه چې د څلورو نورو خویندو په نومونو کې یې هم ترې ګټنه وشو، خو د نامعلومو د لایلو له امله چې تر اوسه نه دي معلوم، د هغه د نوم ترتیب سرچپه شو او هغه په «آنتونیو د اولیویرا سالازار» واوښت. د هغه څلور مشرانې خویندې ماریا دورسګیت سالازار د اولیویرا د ابتدایه ښوونځي ښوونکې، الیسا سالازار د اولیویرا، ماریا لئوپولدینا سالازار د اولیویرا او لورا سالازار د اولیویرا وې. لورا په ۱۸۸۷ زکال کې له آبل پایس دسوزا سره چې د سالازار د مالیې د وزیر ماریو پایس دسوزار ورور و، واده وکړ.[۲۰][۲۱][۲۲]
زده کړې
[سمول]سالازار د خپل کلي په کوچني ښوونځي کې لومړنۍ زده کړې وکړې او بیا په ویزو کې بل ابتدایي ښوونځي ته لاړ. په ۱۱ کلنۍ کې نوموړي د ویزیو په علمیه (مذهبي) حوزه کې یو وړیا ځای ترلاسه کړ، چې له ۱۹۰۰زکال څخه یې تر ۱۹۰۸ زکال پورې هلته زده کړې وکړې. سالازار د کشیش کېدو په چرت کې و، خو د ډېرو هغو کسانو په څېر چې په ماشومتوب کې یې مذهبي زده کړو ته مخه کړې وه، پرېکړه یې وکړه چې د سپېڅلو لارښوونو له ترلاسه کولو وروسته د کشیش توب لوري ته لاړ نه شي. هغه په ۱۹۱۰ زکال کې د پرتګال د لومړي جمهوریت په لومړیو کلونو کې د کویمبرا په پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې د زده کړو په موخه کویمبرا ته لاړ. په کویمبرا کې د زده کړو پر مهال هغه له مالي چارو سره ځانګړې علاقه پیدا کړه، په عالي درجه له حقوقو پوهنځي فارغ شو او بیا یې په مالي او سیاسي اقتصاد څانګه کې تخصص واخیست. هغه په ۱۹۱۴ زکال کې له ۲۰ امتیازونو څخه د ۱۹ په ترلاسه کولو فارغ شو، په ورته مهال هغه د حقوقو په پوهنځي کې د اقتصادي پالیسۍ په برخه کې همکار ښوونکی وټاکل شو. په ۱۹۱۷ زکال کې هغه په ملي اسمبلۍ کې د جوزه البرتو دوس رئیس په ټاکل کېدو سره د پوهنتون د اقتصادي پالیسۍ او مالي څانګې چوکۍ خپله کړه. په راتلونکو کلونو کې سالازار خپله دوکتورا هم ترلاسه کړه.[۲۳][۲۴][۲۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118750860 — خپرېدونېټه: ۱۳ اگست ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Antonio-de-Oliveira-Salazar — سکالو پېژند: Antonio de Oliveira Salazar — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8554683 — سکالو پېژند: Antonio Salazar — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ سکالو پېژند: António Salazar — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/05e180c611524da4be3684f9e9f6ee3c — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/4047974 — سکالو پېژند: António de Oliveira Salazar — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11887455d — سکالو پېژند: António de Oliveira Salazar — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0058075.xml — سکالو پېژند: António de Oliveira Salazar — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ Mattoso, José; Rosas, Fernando (1994). História de Portugal: o Estado Novo (in پورتګالي). Vol. VII. Lisbon: Estampa. p. 251. ISBN 978-9723310863.
- ↑ Wiarda 1977، م. 94.
- ↑ Kay 1970، م. 123.
- ↑ Rendel 1957، م. 37.
- ↑ Meneses 2009، مم. 608–609.
- ↑ Gallagher 1983، م. 60.
- ↑ Gallagher 2020، م. 64.
- ↑ Gallagher 2020، م. 43.
- ↑ Kay 1970، م. 68.
- ↑ Gallagher 2020، م. 68.
- ↑ Meneses 2002، م. 153.
- ↑ Meneses 2009، م. 4.
- ↑ Meneses 2009، م. 12.
- ↑ Kay 1970، مم. 10–11.
- ↑ Kay 1970، م. 24.
- ↑ Kay 1970، م. 11.
- ↑ Kay 1970، م. 12.
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1970ز مړينې
- 27 جولای مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- CS1 پورتګالي-language sources (pt)

