آنتوني فاوچي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آنتوني سټیفن فاوچي (زوکړه: د ۱۹۴۰ زکال د ډسمبر ۲۴مه) د طبابت او ایمیونولوژي په برخه کې امریکايي عالم دی چې له ۱۹۸۴ زکال څخه یې تر ۲۰۲۲ زکال پورې په امریکا کې د الرژیو او عفوني ناروغیو د ملي انیستیتوت (NIAID) د مشر او له ۲۰۲۱ زکال څخه یې تر ۲۰۲۲ زکال پورې په طبي چارو کې د امریکا د ولسمشر د ستر سلاکار په توګه خدمت کړی. [۱][۲][۳][۴][۵]

فاوچي د روغتیا په ملي انستیتیوت کې د ډاکټر په توګه، ۵۰ کاله د متحده ایالاتو د عامې روغتیا په برخه کې خدمت وکړ او د رونالډ ریګان د ولسمشرۍ له دورې را وروسته یې د امریکا د هر ولسمشر د روغتیايي چارو د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې. هغه مهال چې نوموړی د NIAID مشر و، د یو څېړونکي عالم او همدارنګه یې د دغه انستیتیوت د مشر په توګه د ایډز په څېر د نورو ایمني ناروغیو پر وړاندې مبارزه کې ونډه لرله. [۶][۷]

نوموړی له ۱۹۸۳ زکال څخه تر ۲۰۰۲ زکال پورې د ټولې نړۍ په علمي مجلاتو کې ډېر یادېدونکی عالم و. په ۲۰۰۸ زکال کې د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو. بوش نوموړي ته له ایډز څخه د مخنیوي په پروګرام (PEPFAR) کې د فعالې ونډې لرلو له امله د آزادۍ ولسمشریز مډال ورکړ چې په متحده ایالاتو کې تر ټولو عالي ملکي مډال دی.

د کوېډ – ۱۹ وبا پر مهال نوموړي د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ولسمشریزه دوره کې په سپینه ماڼۍ کې د کرونا له ویروس سره د مبارزې کوونکې ډلې د مخکښ غړي په توګه خدمت وکړ. د فاوچي مشورې په مکرر ډول د ټرامپ د څرګندونو سره په تضاد کې وې او د ټرامپ ملاتړو ادعا کوله چې فاوچي هڅه کوي ټرامپ د بیاځلي ټاکنو پر مهال له سیاسي پلوه کمزوری کړي. وروسته له هغه چې بایډن ولسمشر شو، فاوچي په سپینه ماڼۍ کې د کوېډ – ۱۹ وبا څخه د مخه نیونکې ډلې اصلي غړی شو او د بایډن د لوړ پوړي طبي سلاکار په توګه یې دنده پیل کړه. فاوچي د ۲۰۲۲ زکال د ډسمبر په ۳۱مه له خپلې دندې استعفا ورکړه. [۸][۹]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

آنتوني فاوچي د ۱۹۴۰ زکال د ډسمبر په ۲۴مه د نیویارک ښار په بروکلین سیمه کې د یوجنیا لیلیان (کورنی نوم یې ابیس؛ ۱۹۰۹- ۱۹۶۵ زکال) او سټیفن اې. فاوچي (۱۹۱۰- ۲۰۰۸ زکال) په کورنۍ کې وزیږېد. د هغه پلار درمل جوړونکی (فارماسېست) و چې په کلمبیا پوهنتون کې یې زده کړې کړې وې او یو درملتون یې درلود. د فاوچي مور او خور د دغه درملتون په اداري برخه کې کار کاوه؛ فاوچي به د خلکو د نسخو له مخې هغوی ته درمل ورکول او همدارنګه یې د ثبت په دفتر کې کار کاوه. مور یې سربېره پر دې د کالیو وینځلو په یوه کارخونه کې هم کار کاوه. هغه مهال چې نوموړی ماشوم و له دویمې نړیوالې جګړې سره یې لیوالتیا ومونده او د بېکارۍ پر مهال کې به یې د باسکټبال او بیسبال لوبه کوله. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د فاوچي نیکه او نیا د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې له ایټالیا څخه متحده ایالاتو ته کډه شول. د هغه پلرنی نیکه او نیا، آنتونیو فاوچي او کالوګرا ګواردینو د ایټالیا د سیاکا او مورنی نیکه او نیا یې د ناپل اصلی اوسېدونکي و. د هغه مورنۍ نیا رافیلا تریماتیرا خیاطه و او نیکه یې جیوویني ابیس سویسي الاصله هنرمند و چې په ایټالوي مجلو کې یې د نقاشیو د خپرېدو او همدارنګه د هغو سوداګریزو ګرافیکي طراحیو له امله شهرت درلود چې تر ډېره د زیتونو د غوړو په ډبیو باندې چاپېدلې. فاوچي د یو کاتولیک په توګه را لوی شو، خو اوس مهال ځان یو بشرپاله بولي او څرګندوي چې فکر کوي «د سازمان یافته مذهب اړوند ګڼ شمېر داسې موارد شتون لري چې د شرم وړ دي او [دی لیوالتیا لري] له هغو څخه ځان لرې وساتي». په ۲۰۲۱ زکال کې نوموړی د امریکا د بشرپالونکې ټولنې له خوا د کال بشرپاله کس وټاکل شو.[۱۴][۱۵][۱۶]

فاوچي د منهتن په پورتنۍ ختیځه برخه کې د ریګېس عالي لیسې په نامه رقابتي یسوعي ښوونځي ته ولاړ. نوموړی په دغه ښوونځي کې د باسکټبال د ډلې کپتان و په داسې حال کې چې یوازې ۵ فوټه او اووه اېنچه (۱۷۰ سانتي متره) قد یې درلود. «د نورو لپاره د نارینتوب والي» یسوعي فلسفې پر فاوچي تل پاتی اغېز درلود. هغه د ښوونځي په نیمايي کې پرېکړه وکړه ډاکټر شي. له همدې امله په ۱۹۵۸ زکال کې له ښوونځي څخه له فراغت وروسته د هالي کراس کالج ته ولاړ او په ۱۹۶۲ زکال کې یې د طبابت لپاره د چمتووالي په موخه د کلاسیک زده کړو لیسانس سند ترلاسه کړ. فاوچي له دې وروسته د کرنل پوهنتون د طب پوهنځي ته ولاړ (اوس مهال مهال د وایل کرنل طبي پوهنتون دی) او په ۱۹۶۶ زکال کې په لومړۍ درجه له دغه ځایه فارغ شو. په کرنل کې هغه د داخلې په برخه کې زده کړې وکړې او تر ډېره یې د عفوني ناروغیو او د وجود د ایمني سیسټم سره په اړوندو موضوعانو تمرکز درلود. له دې وروسته فاوچي د نیویارک په روغتون - کرنل طبي مرکز (اوس مهال د وایل کرنل طبي مرکز دی) کې د تخصص ترلاسه کولو ته مخه کړه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

شخصي ژوند[سمول]

فاوچي له ډېر مهال راهیسې په واشنګټن ډي.سي کې ژوند کوي؛ واشنګټن پوسټ په ۲۲ زکال کې راپور خپور کړ چې نوموړی «له ۱۹۷۷ زکال راهیسې په خپل ساده، خو امکاناتو لرونکي کور کې» اوسیږي. نوموړي په ۱۹۸۵ زکال کې له کریسټین ګریډي سره واده وکړ چې د روغتیا په ملي انستیتوت کې د بایوایتیک د برخې نرسه وه او د یوه ناروغ د درملنې پر مهال یې له یوبل سره لیدلي و. ګریډي اوس مهال د روغتیا د ملي انستیتیوت په روغتیايي مرکز کې د بایوایتک د څانګې مشره ده. دوی دواړه درې پیغلې لورانې لري. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د ۲۰۲۲ زکال د جون په ۱۵مه د فاوچي د کویډ – ۱۹ معاینې پایله مثبته راووته او د دغې ناروغۍ خفیف علایم یې تجربه کړل. هغه په بشپړه توګه واکسین وکړل او همدارنګه یې دوه ډوزه پیاوړي کوونکي شاټونه هم واخیستل. [۲۶]

د تقاعد پر مهال د هغه کلنی معاش ۴۸۰۶۵۴ ډالره و چې په دې سره هغه مهال په متحده ایالاتو کې د زیاتو امتیازاتو ترلاسه کوونکی کس و. [۲۷]

فاوچي ځان په بشپړه توګه «غیر سیاسي» کس بللی. د رایې ورکولو پر مهال د هغه نوم ثبتونه ښيي چې هغه هېڅ سیاسي ګوند ته اړوند نه دی، په داسې حال کې چې د خپلې خوښې وړ نوماند ته اوس هم رایه ورکوي. له ۲۰۲۰ زکال وړاندې هغه له جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو دواړو سره غوره اړیکې لرلې او جورج ډبلیو بوش یې خپل نږدې ملګری باله د هغه په خبره، «دا څرګنده ده چې د عراق اړوند پرېکړو په اړه د نظر اختلافات شتون لري، خو د روغتیایي برابرۍ په برخه کې د هغه اخلاقي قطب څرګندونکی ډیر پیاوړی دی». فاوچي په ځانګړې توګه د PEPFAR پروګرام په اډانه کې له ایډز سره د بوش مبارزه ستایله، دا د نړیوالې روغتیا په برخه کې هغه ابتکار و چې له مخې یې تر ۲۰۲۱ زکال پورې د افریقا د سویلي صحرا په ګډون په ټوله نړۍ کې د شاوخوا ۲۰ میلیونو کسانو ژوند وژغورل شو. د فاوچي په خبره، «د [بوش] دقیقې خبرې ماته دا وې، 'موږ د یو بډایه ملت په توګه دا اخلاقي مسئولیت لرو چې داسې خلک وه نه ګورو چې د خپل ژوندانه د ځای او هغوی شرایطو له مخې چې دوی په کې زېږیدلي، ورنځېږي او ومري». د CDC پخوانی مشر او د ژوندانه د ژغورنې په نامه بنسټ (Resolve to Save Lives) اجرایوي مشر ټام فریډن څرګندوي چې «زه نه پوهېږم د هغه سیاست څه دی. په رېګان او بوش باندې هم ګران و او د کلېنټون او اوباما هم هغه خوښېده».[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Maxouris, Christina (December 11, 2020). "Fauci, Kamala and other words you pronounced incorrectly in 2020". CNN (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه June 27, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په December 10, 2022 باندې). Anthony Fauci: A Message to the Next Generation of Scientists. The New York Times.
  3. "Biography Anthony S. Fauci, M.D. NIAID Director". NIAID. د اصلي آرشيف څخه پر October 30, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Anthony S. Fauci Awarded the Highest Honor of the Association of American Physicians" (Press release). National Institutes of Health. April 15, 2007. د لاسرسي‌نېټه January 26, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 2021 باندې). [{{{url}}} Fauci: The Virus Hunter]. PBS.
  6. Alba, Davey; Frenkel, Sheera (March 28, 2020). "Medical Expert Who Corrects Trump Is Now a Target of the Far Right". The New York Times. مؤرشف من الأصل في April 2, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Biography Anthony S. Fauci, M.D. NIAID Director". NIAID. د اصلي آرشيف څخه پر October 30, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Choi, Matthew (December 3, 2020). "Biden asks Fauci to stay on Covid team, become chief medical adviser". Politico. د لاسرسي‌نېټه December 7, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په December 4, 2020 باندې). Fauci accepts offer of chief medical adviser role in Biden administration. The Guardian.
  10. Chan, Diana (2023-02-15). "Anthony Fauci biography and career timeline". American Masters (په انګلیسي ژبه کي). PBS. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gallin, John I. (October 1, 2007). "Introduction of Anthony S. Fauci, MD". Journal of Clinical Investigation. 117 (10): 3131–3135. doi:10.1172/JCI33692. PMC 1994641. PMID 17909634. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په June 29, 2022 باندې). The Pandemic Is Waning. Anthony Fauci Has a Few More Lessons to Share..
  13. "Anthony Fauci". Encyclopædia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه September 18, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gallin, John I. (October 1, 2007). "Introduction of Anthony S. Fauci, MD". Journal of Clinical Investigation. 117 (10): 3131–3135. doi:10.1172/JCI33692. PMC 1994641. PMID 17909634. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite interview
  16. کينډۍ:Cite interview
  17. "Biography Anthony S. Fauci, M.D. NIAID Director". NIAID. د اصلي آرشيف څخه پر October 30, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په July 16, 2020 باندې). Anthony Fauci built a truce. Trump is destroying it..
  19. (په April 2, 2020 باندې). Donnie Walsh on losing basketball game to Dr. Anthony Fauci: 'How did that happen?'.
  20. (په June 29, 2022 باندې). The Pandemic Is Waning. Anthony Fauci Has a Few More Lessons to Share..
  21. "Biography Anthony S. Fauci, M.D. NIAID Director". NIAID. د اصلي آرشيف څخه پر October 30, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په June 29, 2022 باندې). The Pandemic Is Waning. Anthony Fauci Has a Few More Lessons to Share..
  23. Fauci, Jennifer (February 2002). "Patient Portables". The Nurse Practitioner. 27 (2): 54. doi:10.1097/00006205-200202000-00032. ISSN 0361-1817. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Larson, Shannon (June 30, 2022). "Fauci was forced to miss his daughter's wedding because he had COVID". Boston Globe. د لاسرسي‌نېټه March 24, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په July 8, 2020 باندې). Fauci warns against 'false complacency' as Trump touts falling coronavirus death rate. CNN.
  26. Stanton, Cady (June 15, 2022). "Dr. Anthony Fauci tests positive for COVID-19, is experiencing mild symptoms". USA Today. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په June 29, 2022 باندې). The Pandemic Is Waning. Anthony Fauci Has a Few More Lessons to Share..
  28. (په December 30, 2022 باندې). Fauci Looks Ahead to Life After Government.
  29. Ward, Myah (August 22, 2022). "The next Anthony Fauci". Politico (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه August 23, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "PEPFAR - HIV.gov". July 16, 2020. د لاسرسي‌نېټه April 16, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په June 29, 2022 باندې). The Pandemic Is Waning. Anthony Fauci Has a Few More Lessons to Share..