د آمو سيند
امو سیند[۱][۲][۳][۴][۵]د منځنۍ آسیا یو له ترټولو اوږدو سیندونو څخه دی، چي له تاریخي پلوه د لویدیځې نړۍ او په ځانګړې توګه یوناني او رومي دورې څخه د اکسوس په نوم پیژندل کېدی، او عربان ورته جیحون وایي. یاد سیند د وخش او پنج سیندونو څخه سرچینه اخلي، او له همدې ځایه د شمال لویدیځ په لور بهیږي.[۶]
امو سیند په خپل پورته مسیر کي د افغانستان د شمالي پولو یوه برخه جوړوي چي له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره نښتي دي. ورپسې دا سیند د ترکمنستان له ختیځي صحرا څخه په تېرېدو سره پخپل لاندي مسیر کي د ازبکستان د شمال ختیځ او ترکمنستان د سویل لویدیځ ترمنځ پوله جوړوي.[۸][۹]
آمو سيند د پامير له غرونو سرچينه اخلي او شاوخوا ۲۲۷۸۰۰ کيلومتره مربع سيمه تر پوښښ لاندې لري.[۱۰][۱۱] په تېرو وختونو کي دا سیند د آرال تر جهیل پوري ځان رساوه، خو د 20مي او 21مي پېړۍ په اوږدو کي د کرني لپاره ددې سیند د اوبو استعمال دغه جریان راکم کړ، او اوس د پخوا په څېر یاد جهیل ته نه رسيږي.
د امو سیند لومړنی نسبتا هر اړخېزه نقشه په 1734 کال کي جوړه سوې وه، خو په دې سیمه کي سیسټماتیکه څېړنه د 19مي پېړۍ په پای کې پیل سوه او د 1920مو کلونو په پای کي د سیند یوه ټولیزه نقشه په تاشکند کي خپره سوه.
د افغانستان حوزه
آمو سيند د پامير له غرونو سرچينه اخلي او شاوخوا 227800 کيلومتره مربع سيمه تر پوښښ لاندي راولي.[۱۲] په دې حوزه کي مېشت نفوس او په کرنيز سکتور کي يې د ونډې له پلوه د افغانستان له پنځو سترو اوبيزو حوزو شمېرل کېږي. یادي حوزې په افغانستان کې د اوبو د ټولو حوزو 14 سلنه سيمه نیولې ده. همدا راز د افغانستان 14 سلنه نفوس تر دې حوزې لاندي راځي او په هېواد کې د ټولې کرنيزې ځمکې 23 سلنه يې له همدې حوزې خړوبېږي. د امو سیند حوزې د اوبو کلنۍ کچه 22 مليارده متره مکعبه تخمين سوې ده.[۱۳]
سرچینې
- ↑ "د آمو سیند د نفتي حوزې تړون له چینايي CPEIC شرکت سره لاسلیک شو". د کانونو او پېټروليم وزارت. ۱۴۰۳لمريز زمري ۰۶مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ايمل, عبدالله. "د آمو سيند حوزې د اوبو مديريت او هېواد ته يې گټې". د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت. بياځلي په ۲۰۲۶ز جنورۍ ۲۴مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "د آمو سیند د څنډو د پياوړتیا په اړه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ناسته وشوه". د کرنې اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت. ۱۴۰۳لمريز زمري ۰۶مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "د امو سیند اوبه لا هم افغان خاوره او کرنیزې ځمکې ګواښي". افغانستان اينټرنېشنل. ۲۰۲۶ز جنورۍ ۰۴مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "د آمو سیند د سواحلو د تحکیم په اړه غونډه وشوه". د افغانستان د چارو اداره. ۱۳۹۹لمريزز زمري ۰۵مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ https://www.britannica.com/place/Amu-Darya
- ↑ ويل شوي په: Geographic Names Server. خپرېدو نېټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸. ځايي مالوماتو پېژند: -2575214.
- ↑ "د امو سیند اوبه لا هم افغان خاوره او کرنیزې ځمکې ګواښي". افغانستان اينټرنېشنل. ۲۰۲۶ز جنورۍ ۰۴مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "د آمو سیند د څنډو د پياوړتیا په اړه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ناسته وشوه". د کرنې اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت. ۱۴۰۳لمريز زمري ۰۶مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ايمل, عبدالله. "د آمو سيند حوزې د اوبو مديريت او هېواد ته يې گټې". د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت. بياځلي په ۲۰۲۶ز جنورۍ ۲۴مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ايمل, عبدالله. "د آمو سيند حوزې د اوبو مديريت او هېواد ته يې گټې". د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت. بياځلي په ۲۰۲۶ز جنورۍ ۲۴مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ايمل, عبدالله. "د آمو سيند حوزې د اوبو مديريت او هېواد ته يې گټې". د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت. بياځلي په ۲۰۲۶ز جنورۍ ۲۴مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ايمل, عبدالله. "د آمو سيند حوزې د اوبو مديريت او هېواد ته يې گټې". د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت. بياځلي په ۲۰۲۶ز جنورۍ ۲۴مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P131 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P2043 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP242
- د افغانستان سيندونه
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه
