آلن اوکتاوین هیوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آلن اوکتاوین هیوم (زوکړه: د ۱۸۲۹ زکال د جون ۴مه – مړینه: د ۱۹۱۲ زکال د جولای ۳۱ مه) بریتانوي سیاسي اصلاح غوښتونکی، مرغۍ پېژندونکی، دولتي مامور او بوټي پېژندونکی و چې په بریتانوي هند کې یې کار کاوه. هغه د هند د خپلواکې ادارې له نظریې څخه ملاتړ وکړ او د هند د ملي کانګرس په نامه ګوند یې تاسیس کړ. د یو پام وړ اورینتولوژېست (مرغۍ پېژندونکي) په توګه نوموړی «د هندي اورینتولوژي پلار ګڼل کېږي» او د هغو کسانو له خوا چې دی ورته سخت دریځه ښکاري «د هندي اورینتولوژي پاپ ګڼل کېږي».[۱][۲][۳][۴]

د اتاوه د مدیر په توګه، هغه د ۱۸۵۷ زکال د هند پاڅون د ناسم حکومت پایله وګڼله او د خلکو د ژوندانه د ښه توب په موخه یې پریمانه هڅې وکړې. د اتاوه سیمه یو له هغو لومړنیو سیمو څخه وه چې عادي حالت ته راوګرځېده او په راتلونکو څو کلونو کې د پراختیا د نمونوي سیمې په توګه په پام کې نیول کېده. هیوم د هند د ملکي خدمتونو په برخه کې وده وکړه او د خپل پلار جوزف هیوم په څېر چې د پارلمان راډیکال غړی و په هند کې یې د بریتانیا سیاست په پریمانه جرائت تر پوښتنې لاندې راووړ. نوموړی په ۱۸۷۱ زکال کې د لارډ مایو تر نظر لاندې چې یو کال وروسته ترور کړای شو؛ د کرهڼې او سوداګرۍ وزارت تر څوکۍ ورسېد. هغه له راتلونکو وایسراګانو سره په سمه توګه جوړ رانغی او د لارډ لیتون له سیاستونو څخه د نوموړي نقد لامل وګرځېد څو په ۱۸۷۹ زکال کې له دغې دندې منفک شي.

نوموړي د سټېرې پیترز په نامه مجله تاسیس کړه چې په هغو کې د نوموړي او د دغې مجلې د ګډونوالو له خوا په ټول هند کې د شته الوتونکو مرغانو اړوند یادښتونه خپرېدل. نوموړي په خپلو کور کې چې په شیملا کې یې موقعیت درلود د خپلو مامورینو په مرسته یې د الوتونکو مرغانو یوه لویه ټولګه جوړه کړې وه.

د هند د الوتونکو مرغانو اړوند د یو لوی اثر د لیکلو په هیله د نوموړي د خطي نسخو له ورکېدو وروسته چې له ډېرې مودې راهیسې یې په هغو کار کړی و، اورینټولوژي ته یې شاه کړه او خپله د مارغانو ټولګه یې د لندن د طبیعي تاریخ موزیم ته وسپارله؛ چېرې چې اوس هم د هندي الوتونکو ګڼ شمېر نمونې او پوستکي شتون لري. نوموړی د لنډ مهال لپاره د میرمن بلاوټسکي له خوا د جوړ شوي الهیاتي خوځښت له پیروانو څخه وګرځېد. هغه د هند د ملي کانګرس په نامه د ګوند جوړولو پر بنسټ د هند خودمختارۍ ته کار وکړ. نوموړی په ۱۸۹۴ زکال کې له هند څخه ولاړ او په لندن کې یې ژوند پیل کړ او له هغه ځایه یې د دغه ګوند په ګټه چارې مخته وړې. هیوم له انګریزي بوټي پوهنې سره لیوالتیا وساته او د خپل عمر په وروستیو کې یې د سویلي لندن بوتانیکل انستیتیوت تاسیس کړ.

لومړنی ژوند[سمول]

هیوم د لندن په وېست منېسټر کې وزیږېد او د برایانسټون څلور لارې په سنټ ماري کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو. نوموړی د بریتانیا په پارلمان کې د راډیکال سکاټلنډي غړي جوزف هیوم او ماریا برنلي د نهو ماشومانو تر ټولو کوچنی و. نوموړي د یونیورسیټي کالج په تدریسي روغتون کې د طبابت او جراحۍ په برخو کې زده کړې وکړې او بیا یې په هند کې ملکي خدمت ته ځان نوماند کړ؛ همدا و چې بیا یې د ختیځ هند د شرکت په هایلیبري پوهنتون کې زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړي د لنډ مهال لپاره په ۱۸۴۲ زکال کې د مدیترانې په سمندرګي کې د سمندري پوځ د یوې بېړۍ د مرستیال چلونکي په توګه هم خدمت وکړ. [۵][۶][۷][۸][۹]

ملکي خدمت[سمول]

اتاوه (۱۸۴۹ - ‍۱۸۶۷ زکال)[سمول]

هیوم په ۱۸۴۹ زکال کې هند ته سفر وکړ چې کلکتې ته په رسېدو له خپل تره زوی جیمز هیوم سره پاتې شو. راتلونکی کال نوموړی د شمال لویدیځو ایالتونو په اتاوه ښار کې چې اوس مهال اتراپردېش ته اړوند دی، د بنګال له ملکي خدمتونو سره یوځای شو. په هند کې د نوموړي په ملکي خدمت کې له ۱۸۴۹ زکال څخه تر ۱۸۶۷ زکال پورې د سیمې افسري، له ۱۸۶۷ زکال څخه تر ۱۸۷۰ زکال پورې د مرکزي ډیپارټمنټ مشري او له ۱۸۷۰ زکال څخه تر ۱۸۷۹ زکال پورې د وزارت څوکۍ شاملېږي. نوموړي په ۱۸۵۳ زکال کې له ماری آن ګریندال (د ۱۸۲۴ زکال د مۍ ۲۶ مه، میروت – د ۱۸۹۰ زکال د مارچ ۳۰مه شیملا) سره واده وکړ. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

هند ته یې له راتګ څخه یوازې ۹ کاله کېدل چې د ۱۸۵۷ زکال له هندي پاڅون سره مخ او اړ شو خپله په څو پوځي عملیاتو کې برخه واخلي، له همدې امله یې بیا د ځوانمردۍ مډال ترلاسه کړ. په پیل کې نوموړی په اتاوه کې په خوندي بڼه راڅرګند شو چې د پاڅون له سیمې میروت څخه چندان لرې نه و، خو بالاخره اړ شو د شپږو میاشتو لپاره د اګرې قلا ته پناه یوسي. له دې سره یوازې له یوه هندي چارواکي پرته نور ټول هندي چارواکي نوموړي ته وفاداره پاتې شول او د ۱۸۵۸ زکال په جنوري میاشت کې یې بېرته د اتاوا واکمني لاس ته راوړه. هغه له ۶۵۰ هندي وفاداره سرتېرو څخه یو نامنظم پوځ جوړ کړ چې له پاڅون کوونکو سره یې په نښتو کې ګډون وکړ. هیوم د بریتانیا ناتواني د دغه پاڅون لامل وګڼله او د پاڅون کوونکو اسیرانو سره یې له مهربانۍ او حوصلې څخه کار واخیست. د هغه په امر یوازې اووه تنه اعدام شول او په نږدې یو کال کې اتاوه بېرته امن سیمه وګرځېده، هغه چاره چې په نورو برخو کې ناشونې وه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د هند ملي کانګرس[سمول]

هیوم د هند پلوه چارو له امله د ټولو پام وړ و. نوموړی باوري و چې بریتانوي رژیم هند ته د کافي پام نه کولو له امله نه، بلکې له هغو څخه د ناکافي درک لرلو له امله په خپلو چارو کې ماته خوړلې ده. [۱۹][۲۰][۲۱]

هغه مهال چې په دکن او بمبۍ کې د بزګرانو پاڅونونه پیل شول، د پاتابي سیتارامایا په څېر د یو شمېر لومړنیو لیکوالانو په خبره هیوم وړاندیز وکړ چې د یوې هندي اتحادیې رامنځته کول به د لا زیاتو ناخوښیو څخه د مخنیوي په موخه تر ټولو غوره لار (ایمني شیردان) وي. د کانګرس د جوړولو تیوري چې «د ایمني شیردان» په نوم یادېده او د لومړي ځل د ومیش چندر بنرجي له خوا وړاندې شوې وه پر دې بنسټ رد شوه چې د کانګرس جوړولو اړوند د هغه اووه دوسیې راپور بشپړ تخیلي و. دغه موضوعات دوباره د ویلیام ودربرن له خوا وړاندې شول، څو هیوم د یو بریتانوي وطن پرسته په توګه معرفي کړي. هیوم د لارډ لیتون د واکمنۍ په وروستیو کې له ملکي خدمتونو څخه له تقاعد وروسته دې ته متوجه شو چې د هند وګړي د ناهیلۍ احساس لري او غواړي یوه چاره ترسره کړي؛ هغه څرګنده کړه، «د پراخو جنایاتو ناڅاپي پیل، د منفورو کسانو ترور، له بانکوالو غلا او د بازارونو چور کېدای شي د مناسبو ځواکونو په ورګډېدو یو ورځ په یو ملي پاڅون واوړي». د بریتانیا د دولت اړوند هغه څرګنده کړه چې «موندل شوې او تغیر نه منونکې بې پروايي که چېرې په واقعیت کې زموږ د وګړو نظریاتو او احساساتو ته سپکاوی نه وي، اوس مهال زموږ د دولت په هره برخه کې د دولت یو له اصلي ځانګړنو څخه ده». نوموړي د ۱۸۸۳ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه د کلکتې پوهنتون زده کړیالانو ته په یو لیک کې ولیکل: [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

که چېرې ۵۰ تنه واقعي او ښه کسان پیدا شي چې د بنسټګرو په توګه له موږ سره مل شي، کار پیل کېدای شي او پراختیا به یې هم نسبتا آسانه وي. ... که چېرې فکر لرونکي رهبران ټول دومره بېچاره کسان وي، یا په خودخواهانه بڼه په خپلو شخصي چارو کې دومره ښکېل وي چې ونشي کولای د خپل هېواد لپاره د ضربې وهلو جرائت ولري، بیا نو انصاف دا دی چې د هغوی حق تر پښو لاندې وي او تر پښو لاندې کړای شي ځکه هغوی بیا د هېڅ غوره څه لیاقت نه لري. هر ملت د خپلې شایستګۍ پر بنسټ ښه دولت جوړولی شي. که چېرې تاسو د غوره نارینه و په توګه چې په ټول هېواد کې مو په زیاته کچه زده کړې کړي دي نه شي کولای د خپلو شخصي آسانتیاوو او یا خودخواهانه موخو په له لاسه ورکولو سره د ځان او هېواد د لا آزادۍ، بې پلوه مدیریت، او په خپلو چارو کې د لا ونډې لپاره مبارزه وکړۍ؛ بیا نو موږ، ستاسو دوستان تېروتي یو او زموږ مخالفین په حقه دي، په دې سره اوس مهال د پرمختګ لپاره ټولې تمې پای ته رسېدلې او هند واقعا بیا دا آرزو نه لري او نه هم له دغه حکومت څخه چې اوس یې لري د کوم غوره حکومت لایق دی.

سرچينې[سمول]

  1. Collar, N. J.; Prys-Jones, R. P. (2012). "Pioneers of Asian ornithology. Allan Octavian Hume" (PDF). BirdingASIA. 17: 17–43. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Moulton, Edward C. (2004). "Hume, Allan Octavian (1829–1912)". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Kataria, Kanta (2013). "A.O. Hume: His life and contribution to the regeneration of India". The Indian Journal of Political Science. 74 (2): 245–252. JSTOR 24701107. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ali, S. (1979). Bird study in India: Its history and its importance. Azad Memorial lecture for 1978. Indian Council for Cultural Relations. New Delhi. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Moulton (2004); Encyclopædia Britannica confused this with St.Mary Kent, while some older sources give his birthplace as Montrose, Forfarshire. The baptism register at St. Mary's, Bryanston Square records the date of registration as 15th July.
  6. (په 1 August 1912 باندې). Obituary. British Newspaper Archive
  7. (په 16 July 1845 باندې). University of London. Morning Post. British Newspaper Archive
  8. Moulton, Edward C. (2004). "Hume, Allan Octavian (1829–1912)". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Collar, N. J.; Prys-Jones, R. P. (2012). "Pioneers of Asian ornithology. Allan Octavian Hume" (PDF). BirdingASIA. 17: 17–43. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Mehrotra, S.R. (1979). Towards India's freedom and partition. New Delhi: Vikas Publishing House. د کتاب پاڼې 45. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wedderburn (1913):3.
  12. Moulton, Edward (2003). "The Contributions of Allan O. Hume to the Scientific Advancement of Indian Ornithology". In J. C. Daniel; G. W. Ugra (المحررون). Petronia: Fifty Years of Post-Independence Ornithology in India. New Delhi, India: BNHS, Bombay & Oxford University Press. د کتاب پاڼي 295–317. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Robson, John (2012). "Richard Grindall (1751-1820). Reprinted from Cook's Log 35(2):30". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Keene, H.G. (1883). "Indian Districs during the Revolt". The Army and Navy Magazine. 6: 97–109. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Keene, Henry George (1883). Fifty-Seven. Some account of the administration of Indian Districts during the revolt of the Bengal Army. London: W.H.Allen and Co. د کتاب پاڼي 58–67. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Wedderburn (1913):11–12.
  17. Trevelyan, George (1895). The Competition Wallah. London: Macmillan and Co. د کتاب پاڼې 246. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780404147822. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Wedderburn (1913):19.
  19. Dikholkar, M. (1996). The History of India's Freedom Struggle in Britain: British Reaction and Responses, 1885-1920. Himalaya Publishing House. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7493-152-8. This makes one believe that Hume was more Pro - Indian that Indians themselves. Hume put the true picture of Indian life before the British public. He maintained, that British rulers had failed, not from any lack of good attention , but from insufficient knowledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Kantowicz, E.R. (2000). Coming Apart, Coming Together. W.B. Eerdmans. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-4456-9. Octavian Hume, a retired British civil servant with pro - Indian sympathies الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Gehlot, N.S. (1991). The Congress Party in India: Policies, Culture, Performance. Deep & Deep Publications. د کتاب پاڼې 35. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7100-306-8. The activities of Mr. A.O. Hume were pro - Indian and full of patriotic spirit for the youths. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Bandyopādhyāẏa, Śekhara (2004). From Plassey to Partition: A History of Modern India. Orient Blackswan. د کتاب پاڼې 220. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-250-2596-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Belmekki, Belkacem (2008). "The formation of the Indian National Congress: A British manoeuvre?". ES: Revista de filología inglesa (29): 21–41. ISSN 0210-9689. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Kataria, Kanta (2013). "A.O. Hume: His life and contribution to the regeneration of India". The Indian Journal of Political Science. 74 (2): 245–252. ISSN 0019-5510. JSTOR 24701107. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hume to Northbrook, 1 August 1872, Northbrook Papers, cited in Mehrotra 2005.
  26. Sitaramayya, B. Pattabhi (1935). The history of the Indian National Congress (1885–1935). Working Committee of the Congress. د کتاب پاڼي 12–13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)