آفروډیټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آفروډیټ
برخه ددولس ایزد المپ ځایناستي
رسمي نښهΑφροδίτη
پلارزیوس، Uranus
مورDione
میړه یا مېرمنHephaestus
Official residenceOlympus
استوګنهOlympus
Worshipped byد پخواني يونان مذهبونه، یوناني خرافات
Domain of saint or deityمينه، ښکلا
څښتن دApple of Discord
Award receivedApple of Discord
Present in workHades
Depicted byAphrodite Urania statue at Elis، Aphrodite statue at Elis
EpithetAphrodite Urania، Aphrodite Pandemos، Aphrodite Akraia

آفروډیټ (/ˌæfrəˈdaɪtiː/ AF-rə-DY-tee؛ په لرغونې یوناني کې: Ἀφροδίτη؛ رومي ژبه کې: Aphrodítē؛ د آتیک یوناني تلفظ یې: [a.pʰˈro.dǐː.tɛː]، کاینه یوناني کې: [a.ɸroˈdi.te̝]، مډرنه یوناني کې: [a.froˈði.ti]) د لرغوني یونان یو خدای دی چې له مینې، هوس، ښکلا، خوښي، جذبې او تولید مثل سره اړیکه لري. هغه د رومي ناهید خدای سره همغږی شوی وو. د آفروډیټ اصلي سمبولونه عبارت دي له: مرتل، ګلاب، کوتره، مرغۍ او قو. د آفروډیت دین په عمده توګه له فونیکي خدای آسټارټ څخه مشتق شوی دی، چې د ختیځ خدای ایشټار سره له یوې کورنۍ څخه وو، د چا دین چې د سوماریایي دین خدای اینانا پر اساس جوړ شوی وو. د آفروډیت دین اصلي مرکزونه سیترا، قبرس، کورینت او آتن وو. د هغه اصلي فستیوال آفرودیسیا وو چې هرکال د اوړي په منځ کې دا جشن نیول کېده.  په لاکونیا کې، آفروډیټ ته د یو جنګي خدای په توګه عبادت کېده. هغه همدارنګه د فاحشو سرپرست خدای وو، یوه ټولنه چې د دې لامل شوه ترڅو لومړني عالمان د یوناني-رومي کلتور کې د «سپېڅلې فحشا» مفهوم سپارښتنه وکړي، کوم نظر چې نن ورځ په عمومي توګه غلط ګڼل کېږي.

د هزیوډ په نظریه کې، آفروډیټ د سیترا په سواحلو کې له هغه فوم (ἀφρός، aphrós) څخه چې د اورانوس تناسلي اندام څخه تولید شوی، چې د هغه زوی کرونوس هغه جلا کړی وو او سیند ته یې غورځولی وو، نړۍ ته راغی. خو د هومر په ایلیاد کې هغه د زئوس او ډیون لور ده. افلاطون په خپل e180 سمپوزیم کې، څرګندوي چې دا دوه اصلونه په اصل کې دوه جلا موجوداتو پورې تړاو لري: آفروډیټ اورانیا (یو متفرق، «آسماني» آفروډیټ) او آفروډیټ پانډموس («له ټولو کسانو سره» ګډ آفروډیټ). آفروډیټ ډېر نور لقبونه هم درلودل چې هر یو یې د هماغه خدای مختلف اړخ باندې ټینګار کاوه یا هم د مختلف سیمه‌ییز دین لخوا کارول کېده. له همدې کبله یې هغه د سایټېریا (د سایټرا مېرمن) او سیپرېس (د قبرس مېرمن) په توګه هم پېژندله، ځکه چې دواړو ځایونو ادعا کوله چې دا ځای د هغې د زېږېدو ځای دی.

په یوناني افسانه کې، آفروډیت د اور، آهنګرانو او فلزکارۍ له خدای، هفائسټوس، سره واده کړی وو. آفروډیټ ډېری وخت هغه سره خیانت کاوه او ډېر مئینان درلودل؛ په اودیسې کې، هغه د جګړې خدای، آرس سره د زنا په عمل کې ګیر کېږي. آفروډیټ ته په لومړي هومري سرود کې، هغه فاني شپون آنکیسس غولوي. آفروډیټ همدارنګه د فاني شپون آډونیس ځای ناستې مور او مینه وه چې د یوه وحشي خنزیر له لوري ووژل شو. له آتېنا او هېرا سره یوځای، آفروډیت له هغو درې خدایانو وو چې د دوی دښمني د ترویا جګړې پیل لامل شوه او هغې په ټول ایلیاد کې ډېر مهم رول ولوبوه. آفروډیټ په لوېدیځ هنر کې د ښځینه ښکلا سمبول په توګه معرفي شوې ده او د لوېدیځ ادبیاتو په ګڼو اثرونو کې څرګنده شوې ده. هغه د مډرن نیوپاګان په دینونو، لکه د آفروډیټ کلیسا، ویکا او هلنیسموس، کې یو لوی خدای دی.

ریښه پېژنونه[سمول]

هزیوډ آفروډیت له aphrós (ἀφρός) «د سیند فوم» څخه اخیستی دی، او دا نوم «د سیند کف څخه راپورته شوی» په توګه تفسیروي، خو ډېری مډرن څېړونکي دا یوه جعلي او عامیانه ریښه پېژندنه ګڼي. د کلاسیک نظر لومړنيو مډرن څېړونکو هڅه کړې ترڅو استدلال وکړي چې د آفروډیټ نوم یوناني یا هنداروپايي ريښه لري، خو اوس دا هڅې په عمده توګه پرېښودل شوې دي. په ټولیز ډول منل شوې چې د آفروډیټ نوم غیریوناني او په لوړ ګومان سامي ریښه لري، خو نشو کولی د دې نوم رښتینې ریښه تعین کړو.[۱][۲][۳][۴]

څېړونکو د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، د «فوم» په توګه د هزیوډ ریښه پېژندنه په اصل په توګه ومنله او د آفروډیټ نوم دوهمه برخه یې د *-odítē «سرګردان» یا *-dítē «روښانه» په توګه وارزاوه. په وروستیو کې، میکایل جانډا هم د هزیوډ ریښه پېژندنې په منلو سره، د دې تفسیرونو وروستنۍ برخې په ګټه استدلال کړی دی او له فوم څخه زېږېدنې داستان یوه هندواروپایي افسانه ګڼي. په همدې ترتیب، کریسټوف ټوماس ویتزاک د هندواروپایي *abʰor- «ډېر» او dʰei- «ځلېدل» ترکیب سپارښتنه کوي، همدارنګه Eos ته اشاره کوي، او ډانیل کولیګان د هغې نوم د «له دوړې/فوم څخه ځلېدنه» په توګه تعبیر کړی دی. نورو څېړونکو استدلال کړی دی چې دا فرضیې ناشونې دي ځکه چې د آفروډیټ ځانګړنې د Eos او ویډایي خدای اوشاس ځانګړنو سره په بشپړ توګه متفاوتې دي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ځینې ناشونې غیر یوناني ریښه پېژندنې هم سپارښت شوې دي. یوه سامي ریښه پېژندنه، آفروډیټ له آسیریایي باریریتو سره، د ښځینه شیطان نوم چې په منځني بابیلوني او وروستني بابیلوني لیکنو کې لیدل کېږي، پرتله کوي. هامارسټروم بیا اټروسکان ته ګوري، (e)prθni  «څښتن»، چې یو اټروسکایي ویاړ چې په یوناني کې د πρύτανις په توګه امانت ورکړل شوی، سره یې پرتله کوي. دا کار د دې لامل کېږي چې چې اصلي نوم په اصل کې د «مېرمنې» په توګه د عزتمند وي. ډېری څېړونکي دا ريښه پېژندنه ردوي ځکه چې د منلو وړ نده، په ځانګړې توګه له هغه راهیسې چې آفروډیټ په اصل کې په اټروسکي کې له Apru (په یوناني څخه Aphrō، له آفروډیټ څخه پرې شوې) څخه د پور اخیستل شوې بڼې په توګه ښکاري. د منځني پېړیو etymologicum magnum (کابو ۱۱۵۰) ډېره ساختګي ریښه پېژندنه وړاندې کوي، چې آفروډیټ له habrodíaitos (ἁβροδίαιτος) له habrós  او díaita څخه اخیستل شوې یانې «هغه چې په ظرافت سره ژوند کوي» څخه اخیستل شوې ګڼي. له b څخه ph ته بدلون د «نامتو» یوناني ځانګړنې په توګه چې له «مقدونیا څخه څرګندېږي» توضیح کېږي.[۱۴][۱۵][۲][۱۶][۱۷][۱۸]

ریښې[سمول]

د نږدې ختیځ د مینې خدای[سمول]

په یونان کې د آفروډیټ دین په فونیشیا کې د آسټارټ دین څخه اخیستل شوی او یا هم د هغه تر اغیزې لاندې راغلی چې په خپل وار سره هغه سومریانو ته د «اینانا» په توګه او د ختیځ سامي قومونو ته د «ایشټار» په توګه د میسوپوټامیایي خدای له دین څخه اغیزمن شوی وو. پاوسانیاس بیانوي چې لومړني کسان چې د آفروډیټ دین یې تاسیس کړ آشوریان وو، او له هغه وروسته د قبرس پافیان او وروسته بیا په اسکالن کې فوئنیشیایان قرار لري. فوئنیشیایانو هم په خپل وار سره د هغې عبادت د سایټرا خلکو ته ورزده کړ.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

آفروډیټ له اینانا-ایشټار سره د جنسي اړیکي او د نسل تولید ومانه. سربېره پر دې، هغه په اورانیا (Οὐρανία) نامتو وه چې د «آسماني» معنا ورکوي او د جنت ملکې په توګه د اینانا له رول سره تړاو لري. د آفروډیټ لومړني ادبي او هنري انځورونه د اینانا-ایشټار په هکله ډېر سره ورته دي. آفروډیت هم د اینانا-ایشټار په توګه یو جنګیالی خدای وو؛ پاوسانیاس له میلاد څخه وروسته د دوهمې پېړۍ یوناني جغرافیه‌پوه رپوټ ورکوي چې په اسپارټا کې، آفروډیټ ته د آریا آفروډیټ (Aphrodite Areia) په توګه عبادت کوي چې د «جنګیالي» په معنا ده. هغه همدارنګه اشاره کوي چې په اسپارټا او سایټرا کې د آفروډیټ ترټولو لرغونې دینې مجسمې، د هغې لاسونو ښکارندویي کوله. مډرن څېړونکي وایي چې د جنګیالي-خدای اړخونه د آفروډیټ ترټولو پخوانۍ طبقې عبادت کې څرګندېږي او په نږدې ختیځو ریښو کې هغې ته د اشارې په توګه څرګندېږي.[۲۴][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۲۴]

د نولسمې پېړۍ کلاسیک عالمان په ټولیز ډول له دې نظریې څخه، چې د لرغوني یونان دین د نږدې ختیځ د کلتور تر اغیزې لاندې وو، کرکه لرله، خو ان فرېډریش ګوټلیب وېلکر، چې باور یې درلود د یونان پر کلتور باندې د نږدې ختیځ اغیزه تر ډېره حده په مادي کلتور پورې محدوده ده، اعتراف وکړ چې آفروډیټ په ښکاره توګه فوئنیشیا ریښه لري. په ټولیز ډول په لومړني یوناني دین، او په ځانګړې توګه د آفروډیټ په دین د نږدې ختیځ د کلتور د پام وړ اغیزې، اوس په پراخه توګه له میلاد څخه مخکې اتمې پېړۍ کې د ختیځ پېژندنې دورې لرغونتوب په توګه پېژندل کېږي، کله چې لرغونی یونان د نوي اشوریایي امپراتورۍ په حاشیه کې شتون درلود.[۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. Hesiod, Theogony, 190–97.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Beekes 2009، ص. 179.
  3. West 2000، صص. 134–38.
  4. Cyrino 2010، ص. 14.
  5. Ernst Maaß, "Aphrodite und die hl. Pelagia", Neue Jahrbücher für das klassische Altertum 27 (1911): 457–68.
  6. Vittore Pisani, "Akmon e Dieus", Archivio glottologico italiano 24 (1930): 65–73.
  7. Paul Kretschmer, "Zum pamphylischen Dialekt", Zeitschrift für vergleichende Sprachforschung auf dem Gebiet der Indogermanischen Sprachen 33 (1895): 267.
  8. Kölligan, Daniel (2007). "Aphrodite of the Dawn: Indo-European Heritage in Greek Divine Epithets and Theonyms". Letras Clássicas. 11 (11): 105–34. doi:10.11606/issn.2358-3150.v0i11p105-134. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Boedeker 1974، صص. 15–16.
  10. Penglase 1994، ص. 164.
  11. Witczak 1993، صص. 115–23.
  12. Janda 2010، ص. 65.
  13. Janda 2005، صص. 349–60.
  14. Chicago Assyrian Dictionary, vol. 2, p. 111.
  15. M. Hammarström, "Griechisch-etruskische Wortgleichungen", Glotta: Zeitschrift für griechische und lateinische Sprache 11 (1921): 215–16.
  16. Etymologicum Magnum, Ἀφροδίτη.
  17. West 2000، ص. 134.
  18. Frisk 1960، ص. 196f.
  19. Burkert 1985، صص. 152–53.
  20. Marcovich 1996، صص. 43–59.
  21. Puhvel 1987، ص. 27.
  22. Cyrino 2010، صص. 49–52.
  23. Breitenberger 2007، صص. 8–12.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ ۲۴٫۲ Breitenberger 2007، ص. 8.
  25. Penglase 1994، صص. 162–63.
  26. Iossif او Lorber 2007، ص. 77.
  27. Budin 2010، صص. 85–86, 96, 100, 102–03, 112, 123, 125.
  28. Cyrino 2010، صص. 51–52.
  29. Penglase 1994، ص. 163.
  30. Penglase 1994، ص. 162.
  31. Breitenberger 2007، صص. 10–11.
  32. Burkert 1998، صص. 1–6.
  33. Burkert 1998، صص. 1–41.
  34. Konaris 2016، ص. 169.