آسټرالوپیتېکوس آفارنسیس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

آسټرالوپیتېکوس آفارنسیس د آسټرالوپیتېسین ورکه شوې بڼه ده چې له ۳.۹ تر ۲.۹ میلیون کاله پخوا (Mya) یې د ختیځې افریقا په پلیوسېن کې ژوند کاوه. لومړني فوسیلونه یې په ۱۹۳۰مه لسیزه کې کشف شول، خو تر ۱۹۷۰مې لسیزې لویې فوسیلي موندنې ترسره نشوې. له ۱۹۷۲ تر ۱۹۷۷م کاله، د آفار نړیوال څېړنیز سفر – چې د ماوریس تایب، دونالډ جوهانسون او یوس کاپنز په شان آنټروپولوجیسټانو لخوا رهبري کېده – د اټیوپیا په هادار کې د هومینین سلګونه نمونې کشف کړې چې ترټولو مهمې یې د AL 288-1 («Lucy») ښه ساتل شوی سکلېټ او د AL 333 («لومړنۍ کورنۍ») سایټ دی. د ۱۹۷۴م کال په پیل کې، ماري لیکي د ټانزانیا په لائټولي کې یو سفر رهبري کړ او په ځانګړې توګه یې فوسیلي مسیرونه بېرته راوګرځول. په ۱۹۷۸م کال کې، دا بڼه د لومړي ځل لپاره توصیف شوه، خو د تنوع پراخ طیف ته په پام سره چې جنسي دوه شکلي (د نر او ښځې په منځ کې طبیعي بدلونونه) ته نسبت ورکړل شوي وو، بېلابېلو ډولونو ته د نمونو د شتمني وېش لپاره استدلالونه هم وڅارل شول. A. afarensis په لوړ ګومان له A. anamensis څخه اخیستل شوی دی او داسې اټکل کېږي چې هومو یې رامنځته کړی دی، که څه هم دوهم مورد لا هم تر بحث لاندې دی.[۱]

A. afarensis یوه لوړه څېره، نازک راوتلی مخ او پروګناټیزم درلوده (زنه یې باندې خوا ته راوتلې وه). د زنې هډوکی یې ډېر پیاوړی وو، د ګوریلا هډوکو په شان. د A. afarensis ژوندۍ اندازه د نر او ښځې ترمنځ د اندازې توپیر سره د موافق او مخالفو استدلالونو سره د بحث وړ ده. د لوسي ونه ګومان کېده چې ۱۰۵ سانټي مټره (۳ فوټه ۵ اینچه) او وزن یې له ۲۵ تر ۳۷ کیلوګرامه (۵۵ تر ۸۲ پونډه) وي، خو هغه د خپلو بڼو لپاره کوچنۍ وه. په مقابل کې، یو فرضي نر ونه یې ۱۶۵ سانټي مټره (۵ فوټه ۵ اینچه) او وزن یې ۴۵ کیلوګرامه (۹۹ پونډه) اټکل شوی وو. د نر او ښځې په منځ کې درک شوی توپیر کېدای شي یوازې د نمونې غلطې اخیستنې له امله رامنځته شوی وي. د پښو هډوکي او همدارنګه د Laetoli فوسیلي مسیرونه څرګندوي چې A. afarensis یو وړ دوه پښیز وو، که څه هم په لاره تللو کې له انسانانو څخه لږ ضعیفه وو. د بازو او اوږو هډوکي یې اورناګوټان او ګوریلانو ته ډېر ورته والی لري، چې په ونو کې د استوګن کېدونکو (arboreality)، یا بنسټیزو ځانګړتیاوو له امله چې له شامپانزي – د انسان ورورستنی ګډ پلار، څخه یې په میراث اخیستي دي، د بېلابېلو ډولونو په توګه ژباړل شوي دي.

A. afarensis په لوړ ګومان یو عمومي هرڅه خوړونکی وو چې له ځنګلي C3 بوټو او C4 CAM ساوانایي بوټو – او په لوړ ګومان هغه موجوداتو چې داسې بوټي یې خوړل – څخه تغذیه کېده او د بېلابېلو خوراکي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې وړتیا یې لرله. په ورته توګه، داسې ښکاري چې A. afarensis د مېشت ځایونو په پراخ طیف کې پرته له دې چې یو واقعي ځای غوره کړي، مېشت پاتې شوی او په خلاصو څړځایونو یا ځنګلونو، بوټو ډکو ځمکو او سیند یا جهیل ته څېرمه ځنګلونو کې یې ژوند کاوه. د ډبرینو ابزارو څخه د کارونې احتمالي شواهد څرګندوي چې غوښه هم د هغوی خوراکي رژیم یوه برخه ده. په تی لرونکو کې مشخص جنسي ډایمورفیزم په معمول ډول د پولي جینوس ټولنې پورې او ټیټ ډایمورفیزم له مونوګامي پورې تړاو لري، خو ډېره سخته ده چې د لومړیو هومینینانو ډله ایز تحرک په هکله دقیقه وړاندوینه وشي. لومړني هومینینان کېدای شي د هغه وخت لویو غوښه خوړونکو لکه لویو پیشو ګانو او لېوانو ښکار ګرځېدلي وي.

ټېکسونومي[سمول]

څېړنیز تاریخ[سمول]

د ۱۹۳۰مې لسیزې پیل سره، د هغه وخت د هومینیان ځینې ډېر لرغوني پاتې شوني چې ۳.۸ تر ۲.۹ میلیون کاله مخکې پورې اړوند وو، د آفریقا له ختیځ څخه کشف شول. له هغه ځایه چې د Australopithecus africanus فوسیلونه په معمول ډول د ۱۹۲۰مه او ۱۹۴۰مه لسیزو کې په سوېلي آفریقا کې کشف کېدل، دا پاتې شوني په لنډمهاله توګه د Ausralopithecus aff. Africanus په توګه طبقه بندي شول. په ۱۹۳۸م کال کې د نازي ګوند غړي، لوډویک کول لارسن په لائټولي کې Australopithecus afarensis کشف کړل؛ پرته له دې چې د خپلې موندنې ارزښت ته یې پام شي، دا څېړنه په نازي آلمان کې د دې لپاره کارول کېده چې جوته کړي افریقایان د آریایانو په اندازه تکامل ندی کړی. په ۱۹۴۸م کال کې، آلماني لرغون‌پوه، اډوین هنیګ سپارښتنه وکړه چې دا پاتې شوني د «پرهانټروپوس» په نوم نوي نسل کې طبقه بندي کړي، خو هغه ونشو کولی چې د یوې بڼې نوم وټاکي. په ۱۹۵۰م کال کې آلماني انسان پېژندونکي، هانس واینرټ، سپارښتنه وکړه چې د ګروسي سیند سرچینې (لائټولي ته نږدې) څخه اخیستل شوی د زنې هډوکی دې د Meganthropus africanus په توګه طبقه بندي شي، خو دا کار تر ډېره حده له پامه وغورځول شو. په ۱۹۵۵م کال کې ام اس شنیورک د Praeanthropus africanus ترکیب سپارښتنه وکړه. په هغه سفر کې چې په ۱۹۷۴م کال کې بریټانیايي لرغون پوه او انسان پېژندونکي، ماري لیکي لخوا پیل شو او د اټیوپیا په هاډار کې له ۱۹۷۲ څخه تر ۱۹۷۷م کاله د فرانسوي ځمک پېژندونکي ماوریس تایب، امریکایي لرغون پېژندونکي او انسان پېژندونکي ډونالډ جوهانسون او برېټوني انسان پېژندونکي یوس کوپنز لخوا جوړ شوی د آفار نړیوال څېړنیز سفر (IARE) لخوا د ټانزانیا په لائټولي کې لویې ټولګې جوړې شوې وې. دا فوسیلونه د پام وړ په ښه توګه وساتل شول او له هغو څخه ډېری یې اړونده اسکلیټي جنبې هم لرلې. په ۱۹۷۳م کال کې، د IARE ټیم د AL 129-1 زنګون کشف کړ او د دوه پښیز توب لومړنۍ نښه یې څرګنده کړه. په ۱۹۷۴م کال کې، جوهانسون او فارغ شوي زده‌کړیال ټام ګرې په ډېره ښه توګه ساتل شوی د AL 288-1 اسکلېټ کشف کړ چې په معمول ډول د «لوسي» په توګه پېژندل کېږي (په ۱۹۶۷م کال کې ځکه په دې نوم ونومول شو چې په هغه ماښام د دوی په ټیپ کې د Beatles Lucy in the Sky with Diamonds سندره غږېدله). په ۱۹۷۵م کال کې IARE، ۱۳ کسانو پورې اړوند د AL 333 ۲۱۶ نمونې وموندلې «لومړنۍ کورنۍ» (که څه هم اړتیا نه وه دا کسان یوبل سره اړیکه ولري). په ۱۹۷۶م کال کې، ليکي او د هغې همکارانو یو فوسیل کشف کړ، او د لائټولي پاتې شوني یې په لومړیو کې د هومو ډولونو په توګه طبقه بندي کړل او آسټرالوپېټېکوس ته ورته ځانګړتیاوې یې د لېږدول شویو فوسیلونو ځینې شواهدو په توګه نسبت کړې.[۲][۳][۴][۵][۶]

په ۱۹۷۸م کال کې، جوهانسون، ټیم ډی وایټ او کوپنیز له هاډار او لائټولي دواړو څخه راټولې شوې سلګونه نمونې د A. afarensis په نوم یوې نوې بڼې په توګه طبقه بندي کړې او د تنوع نسبتاً پراخه لمن یې د جنسي ډایمورفیزم پایلې په توګه په پام کې ونیوله. د دې بڼې نوم د اټیوپیا آفار سیمې په ویاړ ایښودل شوی چې ډېری نمونې له هغه ځایه لاس ته راغلې وې. هغوی وروسته د LH 4 زنې هډوکی د لکټوټایپ نمونې په توګه وټاکه،‌ځکه چې هغه په لوړ کیفیت ساتل شوی وو او وایټ د همدې کال په لومړیو کې هغه په بشپړ ډول توصیف او انځور کړی وو.

سرچينې[سمول]

  1. Wood, Bernard; K. Boyle, Eve (January 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Hominin taxic diversity: Fact or fantasy?: HOMININ TAXIC DIVERSITY"] (in en). American Journal of Physical Anthropology 159 (Suppl 61): 37–78. doi:10.1002/ajpa.22902. PMID 26808110. 
  2. "Nazi Book on the Evolution of Mankind". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Kimbel, W. H.; Delezene, L. K. (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". ""Lucy" Redux: A Review of Research on Australopithecus afarensis"]. American Journal of Physical Anthropology 49: 2–48. doi:10.1002/ajpa.21183. PMID 19890859. 
  4. Johanson, D. (1990). "Prologue". Lucy: The Beginnings of Humankind. Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-671-72499-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Johanson, D. C. (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Lucy, Thirty Years Later: An Expanded View of Australopithecus afarensis"]. Journal of Anthropological Research 60 (4): 465–486. doi:10.1086/jar.60.4.3631138. 
  6. Leakey, M.; Ray, R. H.; Curtis, G. H.; Drake, R. E.; Jackes, M. K.; White, T. D. (1976). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Fossil hominids from the Laetolil Beds"]. Nature 262 (5568): 460–466. doi:10.1038/262460a0. PMID 822342. Bibcode1976Natur.262..460L.