آزادي غوښتونکی مارکسیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آزادي غوښتونکی مارکسیزم د اقتصادي او سیاسي فلسفو هغه پراخه لمن ده چې د مارکسیزم په استبداد ضد او آزادي غوښتونکو اړخونو ټینګار کوي. د آزادي غوښتونکي مارکسیزم لومړني جریانونه، لکه: کیڼ کمونیزم، د مارکسیزم – لینینیزم پر وړاندې رامنځته شو.

آزادي غوښتونکی مارکسیزم تر ډېره په اصلاح غوښتونکو درېځونو، لکه: د سوسیال دیموکراتانو پر درېځونو نیوکې کوي. لیبرټرین مارکسیستي جریانونه تر ډېره د کارل مارکس او فریدریک انګلز له وروستیو چارو په ځانګړې ډول له ګروندریسه او د فرانسې د کورنۍ جګړې په نومونو رسالو څخه سرچینه اخلي او په هغه مارکسیستي باور ټینګار لري چې څرګندوي: کارګري طبقې کولای شي، د کوم دولت یا مخکښ ګوند له منځګړیتوب او یا هم د هغوی له آزادۍ سره له مرستې پرته خپل برخلیک ټاکلی شي. د انارشیزم په خوا کې آزادي غوښتونکی مارکسیزم د آزادي غوښتونکي سوسیالیزم یو له اصلي جریانونو څخه دی.[۱]

په آزادي غوښتونکي مارکسیزم کې خودمختاري (autonomism)، شورايي کمونیزم، ډي لئونیزم (De Leonism)، لټریزم (Lettrism)، د نوي کیڼ اړخ یو شمېر څانګې، موقعیت پال بین الملل (Situationism)، سوسیالیزم یا برابري او کارګري(Socialisme ou Barbarie and workerism) شاملېږي. آزادي غوښتونکي مارکسیزم تر ډېره په معاصر انارشیزم او سوسیال انارشیستانو زیات اغیز لرلی. د آزادي غوښتونکې مارکسیزم په پام وړ نظریه ورکوونکو کې موریس برینتون، کورنلیوس کاستوریادیس، گی دبور، رایا دونایفسکایا، دانیل گرن، سی. ال. آر. جیمز، رزا لوکزامبورگ، آنتونیو نگری، آنتون پانه کوک، فردی پرلمن، ارنستو اسکرپانتی، تامپسون، رائول وانیگم او یانیس واروفاکیس شاملېږي چې استدلال کوي، مارکس خپله یو آزادي غوښتونکی مارکسېست و.[۲][۳]

لنډه کتنه[سمول]

مارکسیزم له یو لړ ځانګړو شرایطو وروسته د یوې آزادي غوښتونکې څانګې په پراختیا پیل وکړ. د ۱۸۸۴ زکال په ډسمبر میاشت کې ویلیام موریس د سوسیالیستانو د ټولنې بنسټ کېښود چې د فریدریک انګلز او الینور مارکس له خوا یې ملاتړ کېده. موریس د دغه سازمان د مخکښې څېرې په توګه په ټول انګلنډ او سکالټند کې د واټونو پر سر او د کارګري وګړو په کلپونو او د وینا کولو په تئاترونو کې خپلې بې وقفې ویناوې پیل کړې. له ۱۸۸۷ زکال وروسته، په سوسیالیست اتحادیه(لیګ) کې له مارکسیستانو څخه د انارشیستانو شمېر زیات شو. د دغې اتحادیې درېیم کلنی کنفرانس چې د ۱۸۸۷ زکال د مۍ په ۲۹ مه په لندن کې ترسره شو، د بدلون د پیل ټکی یې کېښود او د ۲۴ څانګو د استازو د رایو په اکثریت یې د انارشیزم پلوي پرېکړه لیک ملاتړ وکړ او اعلان یې وکړ: «دغه کنفرانس له پارلماني اقداماتو څخه د ډډه کولو پالیسي تايیدوي چې وړاندې پلي کېده او د هغو د بدلون لپاره کافي دلایل نه ویني».[۴][۵][۶]

موریس د سولې غوښتونکي رول لوباوه، خو په پای کې یې د پارلمان ضد کسانو مخالف لوری ونیو، هغو چې د سوسیالیست اتحادیې کنټرول یې په واک کې درلود او له امله یې هغه د انګلز ملاتړ له لاسه ورکړ او د بلومزبري جلا سوسیالیستي ټولنې د رامنځته کېدو په موخه د ایلینور مارکس او د هغې د مېړه ادوارد آولینګ د وتلو شاهد و.

تیوري[سمول]

د ګڼ شمېر آزدي غوښتونکو مارکسیستي سوسیالیستانو لپاره، سوسیالیستي ارتدوکسي ماتې یوې نظري وقفې ته اړتیا لرله. دغه وقفې ګڼ شمېر ډولونه لرل. بوردیګیستیانو او SPGB په  سوپر – مارکسیستي تیوریکي مسایلو کې له پرېکنده درېځ  نه ملاتړ وکړ. نورو سوسیالیستانو د مارکس له پیروي پر شا او د جرمني آیډیالیزم له مثبت ضد (anti-positivist) پروګرام سره مل شول. آزادي غوښتونکي سوسیالیزم په مکرر ډول خپل استبداد ضد آرمانونه د ارتودوکسي له دغه تیوریکي توپیر سره تړلي بلل. [...] کارل کورش [...] د خپل ژوند په اوږد مهال کې په خپل کار کې په نظري پراختیا باندې د همیشني ټینګار له امله یو آزادي غوښتونکی سوسیالیست پاتې شو. کوروش ابدیت او غیرمتحرک والی رد کړ او د وسوسې د نظریې په حقیقت کې یې اساسي عملي رول درلود. د کورش له نظره هېڅ یوه نظریه آن مارکسیزم نه شي کولای، له تاریخ نه تېښته وکړي. د دغه لیدلوري له مخې کورش آن د مارکس د کپیټل(پانګې) محرک د ظلم لاندې طبقاتو خوځښت وباله. [۷]

د سرمایه داري او دولت دواړو په ردولو سره، یو شمېر آزادي غوښتونکي سوسیالیستان له انارشیستانو سره د سرمایي داري نظام د استازیتوب دیموکراسي او هم د مارکسیزم د استبدادي ډولونو پر وړاندې په یوه خوا کې ودرېدل. په داسې حال کې چې د انارشیستانو او مارکسیستانو وروستۍ موخه له مشترک دولت پرته ټولنې لرل دي، خو انارشیستان په ډېری مارکسیستانو باند له انتقالي پړاو څخه د ملاتړ له امله نیوکه کوي؛ چې له دولت څخه هغو ته د رسېدو په موخه ګټنه کوي. له دې سره آزادي غوښتونکي مارکسیستي لیدلوري لکه خودمختاري او شورايي کمونیزم له تاریخي پلوه له انارشیستي خوځښتونو سره تړلي دي. انارشیستي خوځښتونه له دواړو کپیټلیسټي او مارکسیستي ځواکونو سره د هسپانیې د کورنۍ جګړې سره هم مهاله ښکېل شول. په داسې حال کې چې، لکه په دغه جګړه کې مارکسیستان خپله د انارشیزم سره په پلویتوب او مخالفت ووېشل شول. د بورکراتیکو ګوندونو تر مشرۍ لاندې سیاسي ځورونې له یوه لوري د انارشیستانو او آزادي غوښتونکو مارکسیستانو د سخت تاریخي تضاد او له بل پلوه د د لینینستانو، مارکسیست – لینینستانو او د هغو د مشتقاتو، لکه: مائوئستانو ترمنځ د مخالفت لامل وګرځېدې. ورته مهال آزادي غوښتونکو سوسیالیستانو په خپل وروستي تاریخ کې څو ځله له مارکسیست- لینینست ډلو سره لنډ مهالي اتحادونه په هغو بنسټونو باندې د اعتراض له امله چې دواړو هغه ردول. جوړ کړل.[۸]

تاریخچه[سمول]

شلمه پېړۍ[سمول]

د چمسي العوجیلي په خبره:«تر ټولو مهم جلاوالی باید د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال او له هغه وروسته بغاوتونو کې وپلټل شي. ډېری هغه کمونیستان چې د سوسیال دیموکراتانو له کپیټلاسیون څخه ستړي شوي وو، د کارګري شوراګانو په رامنځته کېدو بیدار شول او په کراره سره یې له لېنینیزم څخه واټن ونیو، د سوسیالیست ګوندونو ادعاوې یې رد کړې او د هغو پر ځای یې په کوچنیو ډلو ایمان راوړ». د دغو سوسیالیستانو لپاره، «په عمل کې د شته کوچنیو ډلو شواهد کېدلای شي، د فردي نبوغ د لوی کار په پرتله ډېر نبوغ ولري». د لوکزامبورګ کارګري والي او په خپله راپاڅېدل د هغو درېځونو نمونه ده چې په دغه دوره کې وروسته بیا د سخت درېځو کیڼ اړخو له خوا په پام کې ونیول شول، [...] پانه کک، رونالډ هولسټ او ګورتر په هالنډ کې، سیلویا پنکهرست په بریتانیا کې، ګرامشي په ایټالیا او لوکاچ په هنګري کې. د دغو فورمول جوړونو له مخې پرولتاریا دیکتاتوري باید د یوې طبقې دیکتاتوري وي، «نه د یوه ګوند یا یوې ډلې». له دې سره په دغه فکري خط کې د مخکښ ضد او مخکښ ترمنځ اندېښنې تر ډېره د دوه بشپړو متضادو لارو چارو په کارونې حل شوې: لومړي ګوند پلوه لیدلوری درلود؛ چې دویم بیا په بشپړ ډول د پرولتاریايي خودجوش والي لیدلوری له ځانه سره لره. [...] لومړۍ دوره په واضح ډول د ګرامشي او لوکاچ مثالونه ورکوي. [...] دویمه بیا په هغه لیدلوري کې ښوول کېږي چې له هالنډي او جرمني کیڼ اړخو څخه چې د حزبي ډول د بشپړ له منځه وړو سره لیوالتیا لري سرچینه اخلي.[۹]

د شوروي په مخ پر ظهور دولت کې، د بلشویکانو پر ضد د کیڼ اړخو اعتراضات څرګند شول چې د بلشویکانو پر وړاندې د بغاوتونو او پاڅونونو لړۍ وه چې د کیڼ اړخو ډلو له دې ډلې سوسیالیست انقلابیونو، کیڼ اړخو سوسیالیست انقلابیونو، منشویکانو او انارشیستانو له خوا یې ملاتړ کېده. یو شمېر له هغو له سپین خوځښت ملاتړ کاوه او یو شمېر نورو بیا هڅه کوله، یو خپلواک ځواک و اوسي. دغه پاڅونونه له ۱۹۱۸ زکال څخه پیل شول او د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال او له هغو وروسته یې تر۱۹۲۲ زکال پورې دوام وکړ. [۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Screpanti, Ernesto (2007). Libertarian communism: Marx Engels and the Political Economy of Freedom. London: Palgrave Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0230018969. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lowry, Ben (11 March 2017). "Yanis Varoufakis: We leftists are not necessarily pro public sector – Marx was anti state". The Wews Letter. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Varoufakis, Yanis. "Yanis Varoufakis thinks we need a radically new way of thinking about the economy, finance and capitalism". Ted. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۹. Yanis Varoufakis describes himself as a "libertarian Marxist الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The 'Advance Without Authority': Post-modernism, Libertarian Socialism and Intellectuals" by Chamsy Ojeili, Democracy & Nature vol. 7, no. 3, 2001.
  5. Beer, A History of British Socialism, vol. 2, p. 256.
  6. Marx-Engels Collected Works: Volume 48. New York: International Publishers, 2001; p. 538, fn. 95.
  7. "The 'Advance Without Authority': Post-modernism, Libertarian Socialism and Intellectuals" by Chamsy Ojeili, Democracy & Nature vol. 7, no. 3, 2001.
  8. Noam Chomsky Notes on Anarchism
  9. "The 'Advance Without Authority': Post-modernism, Libertarian Socialism and Intellectuals" by Chamsy Ojeili, Democracy & Nature vol. 7, no. 3, 2001.
  10. Avrich, Paul. "Russian Anarchists and the Civil War", Russian Review, Vol. 27, No. 3 (Jul., 1968), pp. 296–306. Blackwell Publishing
  11. Carr, E.H. – The Bolshevik Revolution 1917–1923. W. W. Norton & Company 1985.