منځپانگې ته ورتلل

اريايي ژبې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له آريايي ژبې نه مخ گرځېدلی)
ايراني ژبې
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخې

د ایراني ژبو په لیست کې د دې سیمې ژبې شاملې دي، په شمول د افغانستان، ایران، عراق او تاجکستان کې ویل شوي لهجې. دا ژبې "ایراني" بلل کیږي، که څه هم دا اصطلاح دا معنی نلري چې دوی یوازې د ایران د عصري هیواد پورې اړه لري؛ بلکه، د "ایران" کلمه پخپله د "آریان" معنی لري، او د دواړو مفاهیمو ترمنځ هیڅ توپیر نشته - لکه څنګه چې د "ایران" نوم له آریانو څخه اخیستل شوی دی. د آریایي ژبو کورنۍ درې لویې رسمي ژبې لري: پښتو (د افغانستان رسمي ژبه)، فارسي (د ایران رسمي ژبه)، او کرد (د عراق رسمي ژبه). ژبو لړلیک کې د سيمې شمال لوېديځې ژبې راځي، چې د افغانستان، اېران، عراق او تاجکستان هېوادونه ژبې پکې شاملې دي. اريايي ژبې په ايراني ژبې هم يادېږي، اېراني ژبې: دا په دې معنا نه ده چې دا ژبې د اېران دي، بلکې د ایران معنا يعني (آریایي) آريايي او اېراني هېڅ کوم توپير نه لري. دا چې اوس د اېران نوم له اريايانو څخه غلا شوی، او ايرانيانو ځانونه په اريايانو پورې تړلي، په همدې ډول غواړي چې د اريائي کورنۍ نورې ژبې هم په ځان پورې وتړي.

اريايي ژبې
3000×1695
3000×1695
آريايي/ایراني ژبې
ژبکوډونه
آيسو ۶۳۹-۳

د اريايي کورنۍ ژبې

[سمول]

اريايي کورنۍ چې زياتره کسان يې يې د اېراني کورنۍ په نوم پېژني، څلور ژوندۍ ژبې لري. پښتو د اريايي کورنۍ لومړنۍ او فارسي دويمه ژبه ده، خو ایرانیان په دې باور دي چې فارسي لومړۍ او پښتو دويمه ده، چې دا باور تر ډېره ناسم ګڼل شوی.

۱: پښتو د افغانستان رسمي ژبه، د اريايي کورنۍ لومړنۍ ژبه ده. چې لږ تر لږه 120 ميليونه ويونکې لري. افغانستان او پاکستان کې ترټولو ډېر ويونکي لري.

۲: فارسي د اېران هېواد رسمي ژبه، د اريائي کورنۍ دويمه لويه ژبه ده. چې حد اکثر 60 ميليونه ويونکي لري.

۳: کوردي د اريايي کورنۍ درېيمه ژبه ده ، چې نږدې 40 ميليونه ويونکې لري. او همدا راز کوردي ژبه د عربي ترڅنګ په عراق کې رسمي ژبه ده.

۴: بلوڅي ژبه، د اريايي کورنۍ وروستۍ غیر رسمي ژبه ده چې هېڅ هېواد کې رسميت نه لري، په داسې حال کې چې د دې ژبې الفباء هم څرګنده نه ده. خو تاریخي څېړونکي په دې اند دي چې بلوڅي ژبه د پښتو ژبې څخه زېږېدلې، او تر ډېره د پښتو لغاتونه پکې کارول شوي.

سرچينې

[سمول]