آريانا افغانستان تلويزيون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آريانا افغانستان تلويزون چې لنډون يې AATV دی، د امريکا د کاليفورنيا ايالت په اېروين ښار کې بنسټ شوی، يو افغاني تلويزوني چينل دی چې د سپوږمکۍ له لارې خپلې خپرونۍ په نړېواله توگه خپروي. د دغه تلويزوني چينل نورې څانگې د المان د هامبورگ په ښار او د افغانستان په کابل ښار کې فعاليتونه کوي.

مخينه

د دې تلويزوني چينل مشر نبيل غمين مسکينيار دی. دغه افغاني تلويزوني چينل په لومړي ځل په ۲۰۰۶ ز. کال کې په کار پيل کړی. دغه افغاني تلويزون خپلې خبري خپرونې نه لري او د انگرېزي، پښتو او پارسي ژبو خبرونه د امريکا غږ د اشنا تلويزون څخه خپروي.