Jump to content

آروین شروډینګر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اروین روډولف یوزف الکساندر شروډینګر (زوکړه: د ۱۸۸۷ زکال د اګست ۱۲مه – مړینه: د ۱۹۶۱ زکال د جنوري ۴مه) د نوبل د جایزې ګټونکی اطریشي الاصله ایرلنډي فزیک پوه و چې د کوانټمي نظریې اساسي پایلو ته یې پراختیا ورکړه. نوموړی په ځانګړې توګه د شروډینګر د معادلې د فرضیې وړاندې کولو له امله شهرت لري، هغه معادله چې د یو سیسټم د څپو د تابع د محاسبې په موخه حل لار وړاندې کوي او همدارنګه څرګندوي چې دا د وخت په اوږدو کې څه ډول ډینامیکي ډوله بدلون مومي. [۱][۲][۳][۴][۵]

سربېره پر دې، نوموړي د فیزیک د مختلفو څانګو لکه د ستاتیکي میخانیک او ترموډینامیک، ډي الکټریک فیزیک، د رنګ نظریې، الکټروډینامیک، عامه نسبیت او کاینات پوهنې اړوند بېلابېل اثار ولیکل او همدارنګه یې د یو موټي ډګر د نظریې د رامنځته کولو اړوند څو ځله هڅې ترسره کړې. هغه په خپل کتاب، ژوند څه دی؟ کې ژنټیکي ستونزو ته نغوته کړې او د ژوندانه ښکارندې ته یې د فیزیک له مخې کتنه کړې. نوموړي همدارنګه د علومو فلسفي اړخونو، لرغونو او ختیځو فلسفي مفاهیمو، اخلاقو او دین ته پام وړ پام لرلی. سربېره پر دې یې د فلسفې او تیوریکي ژوند پوهنې اړوند لیکنې کړې دي. د عامه کلتور په ډګر کې نوموړی د خپلو فکري ازموینو له امله د شروډینګر د پیشو د مفهوم له امله پېژندل کېږي. [۶][۷][۸]

شروډینګر چې د خپل ژوند ډېره برخه یې د یو اکاډمیک شخص په توګه په مختلفو پوهنتونونو کې تېره کړه، د کوانټمي میخانیک په برخه کې یې د خپلو چارو له امله له پل ډیراک سره په ګډه د فیزیک په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه، دا هغه کال و چې دی له نازیسم سره د مخالفت له امله له جرمني څخه ووت. هغه په خپل شخصي ژوند کې له خپلې مېرمنې او معشوقې سره ګډ ژوند کاوه چې له امله یې ده ته یو لړ ستونزې رامنځته شوې او اړ شو په اکسفورډ کې خپله دنده پرېږدي. له دې وروسته نوموړي تر ۱۹۳۸ زکال پورې د اطریش په ګراتس پوهنتون کې تر هغه مهاله دنده وکړه چې نازیانو اطریش ونیو او دی له اطریش څخه وتښتېد، بالاخره نوموړي په دوبلین کې اوږد مهالی قرارداد ترلاسه کړ او په ۱۹۵۵ زکال کې د تقاعد تر مهاله همالته پاتې شو. نوموړی د ۷۳ کلونو په عمر په ویانا کې د سل ناروغۍ له امله ومړ.

ژوند لیک

[سمول]

لومړني کلونه

[سمول]

شروډینګر د ۱۸۸۷ زکال د اګست په ۱۲مه د اتریش د ویانا ښار په اردبرګ برخه کې د روډولف شروډینګر (د مړو لپاره د ځانګړي کفن چمتو کوونکي او د بوټو پېژندونکی) او جورجینا امیلیا برنډا شروډینګر (کورنی نوم یې بائر؛ د ویانا په تخنیکي پوهنتون کې د کیمیا د ښوونکي الکساندر بائر لور) زوی و. دی د دغې کورنۍ یوازنی ماشوم و. [۹][۱۰][۱۱]

مور یې اتریشي او انګلیسي نسب درلود. پلار یې کاتولیک او مور یې لوتري وه، خو دی خپله ملحد و. له دې سره بیا هم نوموړي له شرقي ادیانو او پانتېزم سره پریمانه لیوالتیا لرله او په خپلو اثارو کې یې د مذهبي سمبولېزم څخه ګټنه کوله. هغه باوري و چې عملي چارې یې د الوهیت پر لور دي او دغه چاره یې له عقلاني پلوه بلله. [۱۲][۱۳][۱۴]

هغه وکولای شول چې انګریزي ژبه له ښوونځي بهر زده کړي، ځکه چې مورنۍ انۍ یې بریتانوۍ وه. شروډینګر د ۱۹۰۶ او ۱۹۱۰ زکال ترمنځ (هغه کال چې دوکتورا یې واخیسته) د ویانا په پوهنتون کې د فزیک پوه فرانتس اکزنز (۱۸۴۹ – ۱۹۲۶ زکال) او فردریش هازنواورل (۱۸۷۴ – ۱۹۱۵ زکال) تر نظر لاندې زده کړې وکړې او دوکتورا یې هم د هازنواورل تر نظر لاندې ترلاسه کړه. نوموړي تجربي کار د کارل ویلهلم فردریش «فریتز» کولراوش سره ترسره کړ. نوموړی په ۱۹۱۱ زکال کې د ایکزنر مرستیال شو. [۱۵]

منځني کلونه

[سمول]

شروډینګر په ۱۹۱۴ زکال کې علمي رتبه ترلاسه کړه. له ۱۹۱۴ زکال څخه تر ۱۹۱۸ زکال پورې نوموړي د اتریشي قلاوو (ګرازیا، ډوینو، سیستانیا، پروسکو، ویانا) د توپخانې په ټولي کې د رتبه لرونکي افسر په توګه خدمت وکړ او په دې سره یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې برخه لرله. په ۱۹۲۰ زکال کې نوموړی په ینا کې د ماکس واین مرستیال وټاکل شو او د ۱۹۲۰ زکال په سپټمبر میاشت کې په ستوګارت کې  مرستیال پروفیسور وټاکل شو. نوموړی په ۱۹۲۱ زکال کې په برسلاو (اوس مهال د پولنډ وارسلاو) کې بشپړ مهالی پروفیسور شو. [۱۶]

نوموړی په ۱۹۲۱ زکال کې د زوریخ پوهنتون ته ولاړ او په ۱۹۲۷ زکال کې د برلین په فریدریش ویلهلم پوهنتون کې د ماکس پلانک ځای ناستی وټاکل شو. په ۱۹۳۳ زکال کې شروډینګر هوډ وکړ چې جرمني خوشی کړي، ځکه چې هغه په کلکه د نازیانو له یهودیت ضد دریځ سره مخالف و. نوموړی د اکسفورډ په پوهنتون کې د مکدلان کالج غړی وټاکل شو. هلته له تګ څخه له ځنډ پرته نوموړي له پل ډیراک سره په ګډه د نوبل جایزه ترلاسه کړه. په اکسفورډ کې د هغه چارو په سمه توګه کار ورنکړ. د هغه کورنۍ نامتعارفه چارو او په یوه استوګنځای کې له دوه ښځو سره د هغه ژوند لامل وګرځېد چې هغه اکسفورډ خوشی کړي. شروډینګر په ۱۹۳۴ زکال کې په پرینسټون پوهنتون کې وینا وکړه. هغه ته دلته د یوې دایمي څوکۍ وړاندیز وشو، خو دغه وړاندیز یې وه نه مانه. هغه بیاځلي پلان ونیو چې خپلې مېرمنې او معشوقې ته ګډ کور ونیسي چې کیدلای شو بیا ځلي یې د هغه لپاره ستونزې را ولاړې کړې وای. هغه د اډینبورګ په پوهنتون کې د دندې فکر له ځانه سره درلود، خو د ویزې اخیستو چارې یې له ځنډ سره مخ شوې او بالاخره د اتریش په ګراتس پوهنتون کې په کار بوخت شو. نوموړي همدارنګه د هند د الله اباد پوهنتون په فیزیک پوهنځي کې د دندې وړاندیز هم منلی و. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

وروستي کلونه

[سمول]

په ۱۹۳۸ زکال کې د آنشلوس له پېښې وروسته، شروډینګر په ۱۹۳۳ زکال کې له جرمني څخه د تېښتې او همدارنګه له نازېسم سره د څرګند مخالفت له امله په ګراتس کې له یو لړ ستونزو سره مخ شو. هغه د یوې اعلامیې په لیکلو سره له دغه مخالفت ډډه وکړه (وروسته له خپلې دغې چارې څخه پښېمانه شو او د هغو لامل یې انشټاین ته توضېح کړ). ورته مهال دغې چارې په بشپړه توګه نوی نظام له هغه څخه راضي نه کړ او د ګراتس پوهنتون هم د څرګند سیاسي باور د نه لرلو له امله له دندې ګوښه کړ. هغه شکنجه کړای شو او ورته وویل شول چې اجازه نه لري له هېواده ووزي. خو بیا هم دی او مېرمن یې ایټالیا ته وتښتېدل. له دغه ځایه څخه هغه اکسفورډ او ګېنټ پوهنتونونو ته د دندې موندلو په موخه ولاړ. [۲۱][۲۲]

همدغه کال هغه د ایرلنډ له ټي شاخ یا لومړي وزیر ایمون دو والرا څخه چې خپله ریاضي پوه و؛ شخصي بلنلیک ترلاسه کړ څو په ایرلنډ کې ژوند وکړي او په دوبلین کې د پرمختللو مطالعاتو انستیتیوت تاسیس کړي. هغه د دوبلین د کلونتارف کینکورا واټ ته کډه وکړه او هلته یې متواضعانه ژوند ته مخه کړه. په کلونتارف کې د ده د یادګار په موخه یې په استوګنځای او همدارنګه په مریون میدان کې د هغه د کار ځای پر سر یوه لوحه لګېدلې ده. شروډینګر باوري و چې د یو اطریشي په توګه له ایرلنډ سره ځانګړې اړیکه لري. شروډینګر د ۱۹۴۰ زکال په اکتوبر میاشت کې د آیریش پرېس اخبار سره مرکه وکړه چې په دغه مرکه کې یې د اطریشیانو د سلتي میراثونو اړوند خبرې وکړې او څرګنده یې کړه: «زه باوري یم چې زموږ اطریشیانو او سلتیانو ترمنخ ژورې اړیکې شتون لري. ویل کېږي چې د اطریش په الپ غرونو کې یو شمېر سیمې سلتي ریښې لري». نوموړی په ۱۹۴۰ زکال کې د نظري فیزیک د ښوونځي مدیر وټاکل شو او هلته یې ۱۷ کاله کار وکړ. نوموړي په ۱۹۴۸ زکال کې ایرلنډي تابعیت ترلاسه کړ، خو خپل اطریشي تابعیت یې هم وساته. نوموړي د نورو موضوعاتو اړوند هم شاوخوا ۵۰ علمي مقالې ولیکلې چې په دغو کې د یو موټي میدان د تیوري اړوند اکتشافات هم شامل وو. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

شروډینګر په ۱۹۵۵ زکال کې د خپل تقاعد تر مهاله په دوبلین کې پاتې شو.

نوموړی په ۱۹۵۶ زکال کې ویانا ته بېرته راوګرځېد. ده د انرژۍ د نړیوال کنفرانس په اډانه کې د خپلې مهمې وینا په ترڅ کې د اټومي انرژۍ اړوند د شک له امله د اټومي انرژۍ په اړه له خبرو کولو ډډه وکړه او د هغو پر ځای یې یوه فلسفي وینا وکړه.[۳۰][۳۱][۳۲]

سل ناروغي او مړینه

[سمول]

شروډینګر له تبرکلوز ناروغۍ رنځېده او له امله یې نوموړی د ۱۹۲۰مې لسیزې پر مهال څو ځله د سویس په اروسا پالنځای کې بستر شو. همدلته و چې د څپو اړوند خپله معادله یې فورمول بندي کړه. د ۱۹۶۱ زکال د جنوري په ۴مه نوموړی د همدغې ناروغۍ له امله د ۷۳ کلونو په عمر په ویانا کې ومړ. له هغه څخه آني کونډه پاتې شوه او دی هم د اطریش په الپباخ کې د کاتولیکانو په هدیره کې خښ کړای شو. په داسې حال کې چې هغه کاتولیک نه و، خو د دغې هدیرې مسئول وروسته له هغه دلته د هغه د خښولو اجازه ورکړه چې وپوهېد نوموړی د پاپي علومو د اکاډمۍ غړی پاتې شوی. [۷][۳۳][۳۴]

سرچينې

[سمول]
  1. "Schrödinger". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. Bub, Jeffrey (2023), "Quantum Entanglement and Information", in Zalta, Edward N.; Nodelman, Uri (eds.), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Summer 2023 ed.), Metaphysics Research Lab, Stanford University, بياځلي په 2023-10-22
  3. Gribbin, John (2013). Erwin Schrodinger and the Quantum Revolution (in انګليسي). Trade Paper Press. p. 259. ISBN 978-1118299265.
  4. Arianrhod, Robyn (2017-10-05). "Einstein, Bohr and the origins of entanglement". cosmosmagazine.com (in آسټرالياوي انګليسي). بياځلي په 2023-10-22.
  5. Christandl, Matthias (2006). "The Structure of Bipartite Quantum States - Insights from Group Theory and Cryptography": vi, iv. arXiv:quant-ph/0604183. Bibcode:2006PhDT.......289C. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)
  6. Heitler, W. (1961). "Erwin Schrodinger. 1887–1961". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 7: 221–226. doi:10.1098/rsbm.1961.0017. JSTOR 769408.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Moore 1992، م. 194.
  8. کينډۍ:MacTutor
  9. Schrodinger, Rudolf. "The International Plant Names Index". IPNI. بياځلي په 13 August 2016.
  10. "The Nobel Prize in Physics 1933". NobelPrize.org (in American English). بياځلي په 2023-02-19.
  11. Moore 1994، مم. 13–18.
  12. Moore 1994, pp. 289–290 Quote: "In one respect, however, he is not a romantic: he does not idealize the person of the beloved, his highest praise is to consider her his equal. 'When you feel your own equal in the body of a beautiful woman, just as ready to forget the world for you as you for her – oh my good Lord – who can describe what happiness then. You can live it, now and again – you cannot speak of it.' Of course, he does speak of it, and almost always with religious imagery. Yet at this time he also wrote, 'By the way, I never realized that to be nonbelieving, to be an atheist, was a thing to be proud of. It went without saying as it were.' And in another place at about this same time: 'Our creed is indeed a queer creed. You others, Christians (and similar people), consider our ethics much inferior, indeed abominable. There is that little difference. We adhere to ours in practice, you don't.'"
  13. Paul Halpern (2015). Einstein's Dice and Schrödinger's Cat. Perseus Books Group. p. 157. ISBN 978-0-465-07571-3. In the presentation of a scientific problem, the other player is the good Lord. He has not only set the problem but also has devised the rules of the game--but they are not completely known, half of them are left for you to discover or deduce. I am very astonished that the scientific picture of the real world around me is very deficient. It gives a lot of factual information, puts all our experience in a magnificently consistent order, but is ghastly silent about all that is really near to our heart, that really matters to us. It cannot tell us a word about red and blue, bitter and sweet, physical pain and physical delight; it knows nothing of beautiful and ugly, good or bad, God and eternity. Science sometimes pretends to answer questions in these domains, but the answers are very often so silly that we are not inclined to take them seriously. I shall quite briefly mention here the notorious atheism of science. The theists reproach it for this again and again. Unjustly. A personal God cannot be encountered in a world picture that becomes accessible only at the price that everything personal is excluded from it. We know that whenever God is experienced, it is an experience exactly as real as a direct sense impression, as real as one's own personality. As such He must be missing from the space-time picture. "I do not meet with God in space and time", so says the honest scientific thinker, and for that reason he is reproached by those in whose catechism it is nevertheless stated: "God is a Spirit." Whence came I and whither go I? That is the great unfathomable question, the same for every one of us. Science has no answer for it
  14. Moore 1992, p. 4 Quote: "He rejected traditional religious beliefs (Jewish, Christian, and Islamic) not on the basis of any reasoned argument, nor even with an expression of emotional antipathy, for he loved to use religious expressions and metaphors, but simply by saying that they are naive." ... "He claimed to be an atheist, but he always used religious symbolism and believed his scientific work was an approach to the godhead."
  15. Hoffman, D. (1987). Эрвин Шрёдингер. Мир. pp. 13–17.
  16. "The Nobel Prize in Physics 1933". NobelPrize.org (in American English). بياځلي په 2023-02-19.
  17. "Schrödinger, Erwin Rudolf Josef Alexander" in Deutsche Biographie
  18. "Bombay University Names Refugee Scientist to Faculty". Jewish Telegraphic Agency. 20 May 1940. بياځلي په 14 August 2016.
  19. Bhaumik, Mani L. (2017). "Is Schrödinger's Cat Alive?". Quanta. 6 (1): 75. arXiv:2211.17086. doi:10.12743/quanta.v6i1.68.
  20. Moore 1992، مم. 278 ff..
  21. "Erwin Rudolf Josef Alexander Schrödinger". MacTutor History of Mathematics archive. بياځلي په 14 August 2016.
  22. Akhlesh Lakhtakia (1996). Models and Modelers of Hydrogen: Thales, Thomson, Rutherford, Bohr, Sommerfeld, Goudsmit, Heisenberg, Schrödinger, Dirac, Sallhofer. World Scientific. pp. 147–. ISBN 978-981-02-2302-1.
  23. Daugherty, Brian. "Brief Chronology". Erwin Schrödinger. خوندي شوی له the original on 9 March 2012. بياځلي په 10 December 2012.
  24. "A quantum leap to Clontarf". The Irish Times.
  25. Fergusson, Maggie (10 November 2016). Treasure Palaces: Great Writers Visit Great Museums. Profile. ISBN 978-1-78283-278-2 – via Google Books.
  26. "Erwin Schrödinger blue plaque". openplaques.org.
  27. Walter J. Moore. Schrödinger: Life and Thought. Cambridge, England, UK: Press Syndicate of Cambridge University Press, 1989. p.373.
  28. "Erwin Schrödinger - Important Scientists – The Physics of the Universe". www.physicsoftheuniverse.com. بياځلي په 2023-02-19.
  29. Clary, David C. (2022). "Foreign Membership of the Royal Society: Schrödinger and Heisenberg?". Notes and Records: The Royal Society Journal of the History of Science. 77 (3): 513–536. doi:10.1098/rsnr.2021.0082. S2CID 247599443.
  30. "Fragment from an unpublished dialogue of Galileo" manuscript
  31. Ahlstrom, Dick (18 April 2012) 'Quantum humour' beams back after absence. The Irish Times
  32. Ahlstrom, Dick. "'Quantum humour' beams back after absence". The Irish Times (in انګليسي). بياځلي په 2021-12-17.
  33. Moore 1992, p. 482: "There was some problem about burial in the churchyard since Erwin was not a Catholic, but the priest relented when informed that he was a member in good standing of the Papal Academy, and a plot was made available at the edge of the Friedhof."
  34. Moore 1992، م. 10.