آرتور فیلیپ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آرتور فیلیپ
آرتور فیلیپ
آرتور فیلیپ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ اکتوبر ۱۷۳۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
لندن  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 31 اگسټ 1814 (76 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره لندن  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۷][۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې اووه کلنه جګړه
د امريکا انقلابي جګړه  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اډمیرل آرتور فیلیپ (زوکړه  ۱۷۳۸ کال د اکټوبر ۱۱ – مړینه د ۱۸۱۴ کال د اګسټ ۳۱) د بریټانیا شاهي سمندري ځواک افسر وو چې د نوي سویلي وېلز مستعمرې لومړي والي په توګه یې خدمت وکړ.

فیلیپ د ۱۷۵۱م کال له جون څخه د ۱۷۵۳م کال تر ډسمبر پورې د ګرینویچ روغتون په ښوونځي کې زده‌کړې وکړې. وروسته بیا د فورچون نهنګ ښکار کښتۍ کې شاګرد شو. د فرانسې په وړاندې د اوه کلنې جګړې له پیل سره، فیلیپ د شاهي سمندري ځواک په اچ ام اس باکینګهام کښتۍ کې د کاپیټان مایکل اوریټ د خدمت کوونکي په توګه لیسټ کې نوم لیکنه وکړه. فیلیپ له اوریټ سره په HMS Union او HMS Stirling Castle کې هم خدمت وکړ. فیلیپ د ۱۷۶۱م کال د جون په ۷مه د ډګرمن رتبه ترلاسه کړه، مخکې له دې چې د دښمنیو په پای کې د ۱۷۶۳م کال په ۲۵مه خپل نیمایي حقونه ترلاسه کړي. هغه په ۱۷۴۴م کال کې د پرتګال سمندري ځواک ته اعزام شو او د اسپانیې په وړاندې جګړه کې یې خدمت وکړ. په ۱۷۷۸م کال کې بېرته شاهي سمندري ځواک کې خدمت ته راوګرځېد، په ۱۷۸۲م کال کې فیلیپ د HMS Europa په قومندانۍ، غوښتل چې په سویلي آمریکا کې د اسپانیا مستعمرات تصرف کړي، خو مخکې له دې چې موخې ته ورسېږي، اوربند وشو. په ۱۷۸۴م کال کې، فیلیپ د سکرټر ایوان نپین لخوا په اروپا کې د فرانسې دفاع ګانو څېړنې لپاره وګومارل شو.

په ۱۷۸۶م کال کې فیلیپ د لارډ سیډني له خوا د لومړۍ بېړۍ قومندان په توګه وګومارل شو، هغه بېړۍ چې ۱۱ کښتۍ په کې شاملې وې، کارکوونکي یې د نوي سویلي وېلز په بوټاني خلیج کې یو جزایي مستعمره او یو ښارګوټی جوړ کړي. فیلیپ د بوټاني خلیج ته تر رسېدو وروسته، دا سیاست نامناسب وموند او د مېشت ځای لپاره د یوه مناسب ځای په لټه کې شو، چې هغه یې د جکسون په بندر کې وموند – د نن ورځې سیډني سیمه، آسټرالیا. فیلیپ د لرې لید لرونکی یو والي وو او ډېر ژر یې پام شو چې نوی سویلي وېلز د محکومانو د ازادۍ لپاره یوې مدني او سیسټماټیکې ادارې ته اړتیا لري. خو په لومړۍ بېړۍ کې د مسلکي سوداګرو راوستلو لپاره د هغه پلان رد شوی وو. په پایله کې، هغه د کاري ځواک، نظم، انظباط او عرضې په زمینو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو. فیلیپ له ځایي سیمه ییزو خلکو سره د همغږو اړیکو غوښتونکی وو، هغه باور درلود چې ټول مستعمره کسان د بریټانیا وګړي دي او په دې ترتیب سره د قانون تر ملاتړ لاندې قرار لري، له همدې کبله ځایي خلک د فیلیپ تر قوماندې لاندې ټولو خلکو سره یوشان حقونو څخه برخمن وو. په پایله کې د دوه ډلو په کلتور کې توپیر د جګړې لامل شو. دوهمې او دریمې بېړۍ ته د ګڼ شمېر بندیانو د ننه کېدل په ځایي کم پیدا سرچینو باندې نوي فشارونه وارد کړل. کله چې فیلیپ د ۱۷۹۲م کال په ډسمبر کې کور ته سفر وکړ، مستعمره د رسمي ځمکنیو مرستو، سیسټماټیکې کرنې او اوبو تامین سره د شکل اخیستو په حال کې وه.

د ۱۷۹۲م کال د ډسمبر په ۱۱مه، فیلیپ مستعمره پرېښوده ترڅو د پښتورګي کاڼې درملنې لپاره بېرته بریټانیا ته لاړ شي، هغه پلان درلود چې اسټرالیا ته بېرته راشي خو طبي مشورو ورته توصیه وکړه چې له قوماندانۍ څخه استعفا وکړي. د هغه روغتیا لا ښه شوه او په ۱۷۹۶م کال کې په سمندري ځواک کې فعالې دندې ته راوګرځېد، مخکې له دې چې د فنسیبل سیند همپشایر بېړۍ قومندانۍ باندې وګومارل شي، په داخلي اوبو کې یې د ګڼو بېړیو قمنداني په غاړه لرله. بلآخره په ۱۸۰۵م کال کې له فعاله سمندري خدمت څخه تقاعد شو. د ۱۸۱۴م کال آګسټ ۳۱مه کې د هغه له مړینې مخکې هغه د خپل تقاعد وروستني کلونه د سامرسټ په بات کې تېر کړل. د نوي سویلي وېلز لومړني والي په توګه، د آسټرالیا ګڼې سیمې د هغه په نوم نومول شوي دي چې په هغو کې د فیلیپ بندر، د فیلیپ ټاپو، په سیډني کې د فیلیپ سړک، په کانبرا کې د فیلیپ ښارګوټی او په سیډني کې د قومندان فیلیپ ټاور ودانۍ او همدارنګه ډېری سړکونه، پارکونه او ښوونځي شامل دي.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

آرتور فیلیپ د ۱۷۳۸م کال د اکټوبر په ۱۱مه نېته د لنډن بریډ سړک کې د آل هالوس په کلیسا کې وزېږېد. هغه د فرانکفورت مهاجر جاکوب فیلیپ زوی وو چې په بېلابېلو روایتونو کې د ژبې ښوونکی، د سوداګریزې بېړۍ مالک، سوداګر بېړۍ چلوونکی یا معمولي بېړۍ چلوونکی وو. د هغه مور، الیزابت بریچ، د جان هربرټ په نوم یوه معمولي بېړۍ چلوونکي کونډه وه چې د ۱۷۳۲م کال د آګسټ په ۱۳مه د جامائیکا په HMS تارتار بېړۍ کې د ناروغي له امله ومړه. د آرتور فیلیپ زېږېدو په مهال د هغه کورنۍ د لندن ښار په چیپ سایډ کې د کرایه دار په توګه د منځنۍ کچې ژوند درلود.[۹][۱۰]

د فیلیپ د ماشومتوب دورې څخه هیڅ رپوټ په لاس کې نشته. پلار یې جاکوب، په ۱۷۳۹م کال کې ومړ، له هغه وروسته د فیلیپ کورنۍ لږ عاید درلود. آرتور په ۹ کلنۍ کې د بریټانیا سمندري ځواک سره سیند ته لاړ. د ۱۷۵۱م کال د جون په ۲۲مه، هغه د ګرینویچ روغتون ښوونځي کې، چې د غریبو بېړۍ چلوونکو زامنو لپاره خیریه ښوونځی وو، ومنل شو. د ښوونځي درسي پلان له مخې د هغه زده‌کړې په سواد، حساب او اړخ پېژندنې مهارتونو لکه نقشه کښنه باندې متمرکز وې. د هغه د ښوونځي مدیر، کشیش فرانسیس سویندن، ولیدل چې فیلیپ له شخصیتي اړخه «بې ادعا، معقول، تر کوچنۍ کچې پورې په هرکار کې چې متعهد شي سوداګر ته ورته دی».[۱۱][۱۲][۱۳]

فیلیپ د دوه نیم کالو لپاره د ګرینویچ روغتون ښوونځي کې پاتې شو، چې په منځنۍ کچه د زده کوونکو د یوه کال اقامت څخه ډېر وو. د ۱۷۵۳م کال په پای کې، هغه د فورچون بېړۍ کې، چې د نهنګ ښکار ۲۱۰ ټنیزه کښتۍ وه چې د سوداګریز بېړۍ چلوونکي ویلیام رېډهیډ لخوا رهبري کېده، د ښوونکي په توګه اووه کلن تړون لاسلیک کړ. فیلیپ د ډسمبر په ۱ د ګرینویچ روغتون ښوونځی پرېښود او څو میاشتې نورې یې د فورچون بېړۍ کې تېرې کړې او په ۱۷۵۴م کال کې د نهنګ ښکار څپرکي پیل ته په تمه وو.[۱۴][۱۱]

د فیلیپ اوسني انځورونه له منځنۍ کچې څخه ټیټ، زیتوني څېرې لرونکی او تورو سترګو لرونکی ښکاري. د رابرټ هیوګز له نظره، جېږه پوزه او لاندېنۍ ډبله شونډه د هغې په څېره کې څرګند وو.[۱۵][۱۶]

لومړنی سمندري مسلک[سمول]

د نهنګ ښکار او سوداګریز سفرونه[سمول]

د ۱۷۵۴ کال په اپرېل کې فورچون بېړۍ د نهنګ ښکار لپاره د بارنتز سمندر کې سوالبارد ته نږدې سیمې خوا حرکت وکړ. د شاګرد په توګه د فیلیپ مسئولیتونه د نهنګ د لاش پرې پرې کول او په بېلرونو کې د هغو په بسته بندي کولو کې مرسته کول وو. خواړه ډېر کم وو او د فورچون ۳۰ کارکوونکو خپل خوراکي رژیم له هګۍ، سکوروې واښو او د امکان په صورت کې د شمالي ګوزنې سره تکمیل کړ. د ۱۷۵۴م کال د جولای په ۲۰مه بېړۍ بېرته انګلستان ته راوګرځېده. د نهنګ ښکار عملې مدیترانې ته د ژمني سفر لپاره پیسې واخیستې او له ۱۲ ملایان یې ځای ناستي شول. فیلیپ په کښتۍ کې پاتې شو، ځکه فورچون بارسلون او لیورنو ته د مالګې او ممیزو لېږد یو بهرنی سوداګریز سفر ترسره کړ او د روتردام له لارې د حبوباتو او لیمویي محصولاتو سره بېرته راوګرځېد. د ۱۷۵۵م کال په اپرېل کې بېړۍ انګلستان ته راغله او سمدستي د نهنګ ښکار لپاره یې هماغه کال د سوالبارد لوري ته حرکت وکړ. فیلیپ لا هم یو عمله وو، خو کله چې د جولای په ۲۷مه بېړۍ بېرته انګلستان ته راغله، خپله شاګردي یې پرېښوده.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118982796  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122609800 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Arthur-Phillip — subject named as: Arthur Phillip — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6029c3t — subject named as: Arthur Phillip — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11292838 — subject named as: Arthur Phillip — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10517906 — subject named as: Arthur Phillip — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122609800 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/231721571
  9. Pembroke 2013، ص. 5.
  10. Hiscocks 2018a.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Pembroke 2013، ص. 12.
  12. Pembroke 2013، ص. 9.
  13. Parker 2009، صص. 2–3.
  14. Parker 2009، ص. 4.
  15. Hughes 1986، ص. 67.
  16. Tink 2009، صص. 30–31.
  17. Frost 1987، ص. 25.
  18. Frost 1987، ص. 22.
  19. Pembroke 2013، ص. 15.
  20. Frost 1987، ص. 16.
  21. Tink 2009، ص. 30.