آرتور اډینګټون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښاغلی ارټور سټنلي اډینګټون (زوکړه: د ۱۸۸۲ زکال د ډسمبر ۲۸مه – مړینه: د ۱۹۴۴ زکال د نومبر میاشتې ۲۲ مه) انګلیسي ستورپوه، فیزیک پوه او ریاضي پوه و. نوموړی د علومو فیلسوف او د علمي چارو ترویج کوونکی و. د ستورو د طبیعي ځلا حد ، د ده په ویاړ د اډینګټون د حد په نوم نومول شوی دی. [۱]

د ۱۹۲۰ زکال په شاوخوا کې نوموړي په ستورو کې اتومي فیوژن (تعامل) کشف او د هغو بهیرونه یې «د ستورو د داخلي اساسي لارو چارو» تر عنوان لاندې مقاله کې خپاره کړل. دغه مهال د ستورو د انرژۍ منبع یو بشپړ ناڅرګند راز و. اډینګټون لومړنی کس و چې په سمه توګه یې دا اټکل وکړ چې د ستورو ځلا د هایدروجن او هیلیوم له تعامل څخه سرچینه اخلي. [۲][۳]

اډینګټون یو شمېر داسې مقالې ولیکلې چې د انشټین د عامه نسبیت تیوري یې د انګریزي ژب ویونکې نړۍ لپاره په کې تشرېح کړه. دغه مهال لومړۍ نړیوالې جګړې ډېری علمي اړیکې له منځه وړې وې چې له امله یې په جرمني او انګلستان کې د علومو پراختیايي چارې چندان څرګندې نه وې. نوموړي همدارنګه د ۱۹۱۹ زکال د مۍ په ۲۹مه د کسوف د مشاهدې په موخه کشفي سفر ترسره کړ چې په دې سره یې د عامه نسبیت لومړنی تائید وړاندې کړ، ورته مهال یې د دغې نظریې اړوند دخپلو مشهورو تشرېحاتو او تفسیرونو پر مټ شهرت وموند.

لومړني کلونه[سمول]

اډینګټون د ۱۸۸۲ زکال د ډسمبر په ۲۸مه نېټه د انګلستان د وسټ مورلنډ (اوس مهال کامبریا) د کنډال سیمې په یوه کواکر کورنۍ کې وزیږېد. پلار یې د کواکر ښوونځي مدیر ارتور هنري اډینګټون و او مور یې سارا آن شوټ نومېده. [۴]

د نوموړي پلار وړاندې له دې چې کنډال ته کډه وکړي او هلته د سټرامونګېټ ښوونځي مدیر شي د لنکشایر په یوه کواکر کالج کې یې تدریس کاوه. نوموړی په ۱۸۸۴ زکال کې د تایفوئید تبې د وبا له امله چې ټول انګلستان ته یې پراختیا موندلې وه ومړ. له همدې امله د ده مور اړ شوه چې خپل دوه ماشومان په نسبتا لږ امکاناتو را لوی کړي. د دوی کورنۍ ویسټون سوپر مېر سیمې ته کډه وکړه چېرې چې سټنلي (مور او خور یې تل ورته د اډینګټون په نامه غږ کاوه) په یو مقدماتي ښوونځي د زده کړو وړاندې درې کاله په خپل کور کې زده کړې وکړې. د دوی کورنۍ د ویسټون سوپر مور سیمې د ۴۲ ویلسکاټ واټ په یوه کور کې ژوند کاوه چې وارزین کور بلل کېږي. د همدغې ودانۍ پر سره یوه لوحه شتون لري چې د علومو په برخه کې د آرتور د ونډې څرګندويي کوي.

اډینګټون په ۱۸۹۳ زکال کې برینملین ښوونځي ته ولاړ. هغه دلته وښووله چې په ځانګړې توګه په ریاضیاتو او انګریزي ادبیاتو کې پیاوړی زده کوونکی دی. د هغه چارې لامل وګرځېدې څو په ۱۸۹۸ زکال کې د منچسټر له اوېنز کالج (وروسته د منچسټر پوهنتون) څخه د زده کړو بورس ترلاسه کړي؛ دغه مهال نوموړی ۱۶ کلن و. هغه لومړنی کال عمومي زده کړې وکړې، خو راتلونکي درې کلونه نور یې فیزیک ولوست. اډینګټون تر ډېره پورې د فیزیک او ریاضیاتو په برخه کې د خپلو ښوونکو، آرتور شوستر او هوراس لمب تر اغېز لاندې و. په منچسټر کې نوموړي په ډالټون هال کې ژوند کاوه، چېرې چې پر ده باندې کواکر ریاضي پوه جي ډبیلو ګراهام تل پاتی اغېز وکړ. نوموړي چټکه وده لرله چې له امله یې یو شمېر نور تحصیلي بوروسونه ترلاسه کړل او په ۱۹۰۲ زکال کې یې د فیزیک په برخه کې د اول نمره زده کوونکي په توګه د لیسانس سند ترلاسه کړ.

په اوېنز کالج کې د هغه د کارکړنې پر بنسټ نوموړي ته په ۱۹۰۲ زکال کې د کمبرېج د ټرینیټي کالج تحصیلي بورس ورکړل شو. په کمبرېج کې د نوموړي لارښود رابرټ آلفرد هرمان و. اډینګټون په ۱۹۰۴ زکال کې د دویم کال لومړنی زده کوونکی و چې د ریاضیاتو په برخه کې یې د دغه کالج د مخکښ زده کوونکي ویاړ یې ترلاسه کړ. په ۱۹۰۵ زکال کې یې د ماسټرۍ د سند له ترلاسه کولو وروسته په کاوندېش لابراتوار کې د حرارتي آیوني خپراوي (thermionic emission) اړوند څېړنه پیل کړه. د هغه دغې څېړنې ښه پرمختګ نه درلود او ورته مهال یې د انجینرۍ د برخې د لومړني کال زده کوونکو ته د ریاضیاتو په تدریس پیل وکړ. ده دغه چاره د لنډ مهال لپاره ترسره کړه. هغه په ټرینټي کالج کې د خپل مخکښ همکار، اډمونډ ویټیکر په وړاندیز د ګرینوېچ په سلطنتي رصد خانه کې ځای وموند، چېرې چې هغه د ستورپوهنې په برخه کې مسلک ته مخه کړه او له ماشومتوبه یې د هغو اړوند دانه کرلې وه ځکه چې تر ډېره پورې یې «هڅه کوله ستوري وشمېري». [۵]

ستورپوهنه[سمول]

د ۱۹۰۶ زکال په جنوري میاشت کې اډینګټون په رویال ګرینویچ رصد خانه کې د مشر ستورپوه د مرستیالۍ څوکۍ ته نوماند شو. هغه راتلونکې میاشت کمبرېج د ګرینوېچ په هوډ خوشی کړ. ده د عکاسۍ په پلېټونو باندې د اروس ۴۳۳ د منظروي اختلاف د موضوع کره تحلیل ته مخه کړه چې له ۱۹۰۰ زکال را وروسته رامنځته شوې وه. هغه په څرګنده بڼه په بګرونډ کې دوه ستورو د شړلو پر بنسټ یوې نوې محاسبوي کړنلارې ته پراختیا ورکړه چې له امله یې په ۱۹۰۷ زکال کې د سمیت جایزه ترلاسه کړه. دغې جایزې لار برابره کړه څو په ټرینټي کالج کې بل تحصیلي بورس ترلاسه کړي. بل پلو د ۱۹۱۲ زکال په ډسمبر میاشت کې د چارلز داروین زوی، جورج داروین په ناڅاپي توګه ومړ چې له امله یې اډینګټون د ۱۹۱۳ زکال په لومړیو کې په کمبرېج پوهنتون کې نوموړي ته اړونده د ستورپوهنې او فلسفي تجربې د تدریس څوکۍ ترلاسه کړه. د همدغه کال په وروستیو کې د کمبرېج پوهنتون د ستورپوهنې او ریاضیاتو ښوونکی رابرټ بال هم ومړ او له همدې امله اډینګټون راتلونکی کال د کمبرېج پوهنتون د ستور پوهنې د برخې عمومي مشر وټاکل شو. د ۱۹۱۴ زکال په مۍ میاشت کې نوموړی د سلطنتي ټولنې د علمي غړي په توګه وټاکل شو، همدا و چې په ۱۹۲۸ زکال کې یې سلطنتي مډال او په ۱۹۲۶ زکال کې یې د فزیک په برخه کې بکرین مډال ترلاسه کړ. [۶]

اډینګټون د ستورو دننه برخه په تیوریکي بڼه وڅېړله او د لومړي ځل لپاره یې د ستوریزو بهیرونو واقعي ډول توضېح کړ. نوموړي دغه چاره په ۱۹۱۶ زکال کې د قیفاووسي تغیر منونکو ستورو د احتمالي فزیکي توضېحاتو پر مټ پیل کړه. هغه په امډن پولي ټروپیک موډلونو کې د وړانګو د فشار اړوند د کارل شوارتزشیلډ پخوانیو کارونو ته په پراختیا ورکولو سره په چارو لاس پورې کړ. د دغو موډلونو پر بنسټ یو ستوری د ګازو د یوې کرې په توګه په پام کې نیول کېده چې د خپل حرارتي فشار په واسطه یې د جاذبې پر وړاندې مقاومت کاوه؛ په دغه موډلونو کې د اډینګټون له خوا اصلي اضافه شوې موضوع دا وه چې تشعشعي یا وړانګیز فشار د کرې له پاشل کېدو څخه د مخنیوي په برخه کې اړین دی. هغه خپل موډل ته په داسې ډول پراختیا ورکړه چې په اګاهانه ډول یې د هغو د تیاره توب د درک او په داخلي فضا کې د انرژۍ د تولید په موخه څه نه لرل. ورته مهال د هغه پایلو د یوه ستوري دننه په ټولو برخو کې د تودوخې، کثافت او فشار (ترمو ډینامیکي ځانګړنې) د محاسبې کولو شونتیا رامنځته کړه؛ همدا و چې اډینګټون استدلال وکړ چې د هغه نظریه به د ستورو د فیزیک په برخه کې څېړنو ته ډېره ګټمنه تمامه شي او باید وساتل شي، په داسې حال کې چې لا هم د فیزیک پر بنسټ په بشپړه توګه نه وه تائید شوې. د دغې چارې اړوند جیمز جینز ده ته یوه ډېره مهمه وړاندوینه وکړه چې کېدای شي ستوریزه ماده آیونایز شي، خو دغه چاره د دوی دواړو ترمنځ د همکاریو پای نه و او دوی دواړو د خپلو پام وړ بحثونو پر مټ شهرت وموند.

اډینګټون د خپلو پایلو، په ځانګړې توګه د کتلې او ځلا د اړیکې ګټمنتیا ته په اشارې کولو سره له خپلې کړنلارې څخه دفاع وکړه. دغې کړنلارې یوه نه باور کېدونې پایله له ځانه سره لرله چې ښووله یې د لکۍ داره او لویو ستورو په ګډون ټول ستوري د ایډیال یا خیالي ګازونو په څېر چلن لري. هغه د خپلو ستوریزو موډلونو د پراختیا په بهیر کې د ستوریزې انرژۍ د موجود تفکر د له منځه وړو په هڅه کې و. جینز او نورو د کلوین – هلمهولتز له میکانیزم څخه دفاع وکړه چې د لرغوني میخانیک پر مټ وه، په داسې حال کې چې اډینګټون په پراخه کچه په احتمالي بڼه د پروتون – الکترون د کمي او کیفي نابودۍ او همدارنګه د اتومي فیوژن (تعامل) د بهیرونو اټکل کاوه. [۷][۸]

سرچينې[سمول]

  1. Plummer, H. C. (1945). "Arthur Stanley Eddington. 1882–1944". Obituary Notices of Fellows of the Royal Society. 5 (14): 113–126. doi:10.1098/rsbm.1945.0007. S2CID 121473352. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The Internal Constitution of the Stars A. S. Eddington The Scientific Monthly Vol. 11, No. 4 (Oct., 1920), pp. 297–303 کينډۍ:JSTOR
  3. Eddington, A. S. (1916). "On the radiative equilibrium of the stars". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 77: 16–35. Bibcode:1916MNRAS..77...16E. doi:10.1093/mnras/77.1.16. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Biographical Index of Former Fellows of the Royal Society of Edinburgh 1783–2002 (PDF). The Royal Society of Edinburgh. 2006. د کتاب نړيواله کره شمېره 090219884X. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Douglas, A. Vibert (1956). The Life of Arthur Eddington. Thomas Nelson and Sons. د کتاب پاڼي 92–95. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Library and Archive Catalogue". Royal Society. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The Internal Constitution of the Stars A. S. Eddington The Scientific Monthly Vol. 11, No. 4 (Oct., 1920), pp. 297–303 کينډۍ:JSTOR
  8. Eddington, A. S. (1916). "On the radiative equilibrium of the stars". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 77: 16–35. Bibcode:1916MNRAS..77...16E. doi:10.1093/mnras/77.1.16. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)