Jump to content

آرتمیس فضايي پروګرام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آرتمیس فضايي پروګرام د ناسا په مدیریت په سپوږمۍ کې د اکتشافي چارو د ترسره کولو په موخه هغه پروګرام دی چې په ۲۰۱۷ زکال کې د فضايي سیاست د لومړۍ ګڼې کړنلارې پر مټ په رسمي ډول پیل شو. د دغه پروګرام موخه دا وه چې په ۱۹۷۲ زکال کې د اپولو ۱۷ ماموریت راوروسته یوځل بیا انسانان سپوږمۍ ته ولېږدوي. ورته مهال اعلان شوې اوږد مهاله موخه یې بیا دا وښوول شوه چې غواړي په سپوږمۍ کې یوه دایمي اډه جوړه کړي څو مریخ ته انساني ماموریتونه اسانه کړي.

د آرتمیس پروګرام دوه اصلي عناصر؛ اوریون ستورمزلی او همدارنګه د فضایي توغولو سیسټم (د آریس ۵ د منسوخې شوې بڼې په توګه) د کونسټلېشن پروګرام څخه مشتق شوي و چې اوس مهال لغو شوی دی. د دغه پروګرام نور عناصر لکه د سپوږمۍ د دروازې په نامه فضايي سټېشن او هلته د انسانانو د کوزېدو سیسټم د دولتي فضايي ادارو او همدارنګه په دغه برخه کې د خصوصي شرکتونو له خوا د پراختیا په حال کې دي. دغه همکارۍ له آرتمیس هوکړې او نورو دولتي قراردادونو څخه سرچینه اخلي.

د فضایي توغوولو سیسټم، اوریون ستورمزلی او همدارنګه د انسانانو د ښکته کولو سیسټم د آرتمیس فضايي الوتنې اصلي بنسټونه جوړوي چې په دغو کې د سپوږمۍ دروازه د انسان د استوګنې په برخه کې ملاتړیز رول لوبوي.

د فضایي توغوولو د سیسټم پر مټ د لومړني اوریون ستورمزلي د توغوولو مهال په پیل کې ۲۰۱۶ زکال ټاکل شوی و، خو په دغه نېټه کې بدلون راغی او لومړنی دغه ډول ستورمزلی له روباټونو او مانکنونو سره یوځای د ۲۰۲۲ زکال د نومبر په ۱۶مه نېټه د آرتمیس ۱ ماموریت په ترڅ کې فضا ته وتوغوول شو. پلان دا دی چې خدمه لرونکی آرتمیس ۲ ستورمزلی به د ۲۰۲۵ زکال په وروستیو او آرتمیس ۳ به په ۲۰۲۶ زکال کې سپوږمۍ ته لېږل کېږي؛ ورته مهال به په ۲۰۲۸ زکال کې آرتمیس ۴ د سپوږمۍ له دروازې سره وصل او بیا به له دې وروسته په کلنۍ بڼه د سپوږمۍ په سطحه د انسانانو د ښکته کولو چارې ترسره کوي.

لنډه کتنه[سمول]

د آرتمیس پروګرام فضا ته د توغوولو د سیسټم یو لړ ماموریتونو ته اړوندېږي. دغه ماموریتونه له پخوانیو څخه لږ ډېر پېچلي دي او په پام کې ده چې په یو کلنو یا له هغو څخه په زیاتو مهالیزو فاصلو کې ترسره شي. ناسا او د هغو کاري شریکانو دغه پروګرام له آرتمیس ۱ څخه تر آرتمیس ۵ ماموریت پورې پلان کړی، په داسې حال کې چې له دې وروسته هم د نورو آرتمیس ماموریتونو وړاندیز شوی دی. هر یو له دغو ماموریتونو څخه په اوریون ستورمزلي توغندي او د هغو د توغوولو په سیسټم تمرکز لري. له آرتمیس ۲ ماموریت وروسته نور ماموریتونه بیا له ملاتړیزو ماموریتونو سره اړیکه لري چې د نورو سازمانونو او ستورمزلو پرمټ فضا ته ترسره کېږي.

تاریخچه[سمول]

لومړنۍ تاریخچه[سمول]

د آرتمیس پروګرام د ناسا د لغو شوو ماموریتونو او پروګرامونو یو لړ مهمې مولفې په ځان کې رانغاړي چې په دغو کې کونسټلېشن پروګرام (د فضايي مرکز جوړولو پروګرام) او د سیاره ډوله اجسامو د مسیر بدلون هم شاملېږي. دغه پروګرام په اصل کې ۲۰۰۵ زکال ته اړوند د ناسا د اجازو د قانون (NASA Authorization Act of 2005) او کونسټلېش پروګرام پر مټ قانوني بڼه ومونده چې په کې د آرېس ۱، آرېس ۵ او اوریون خدمه وړونکې وسیله شاملېده. دغه پروګرام د ۲۰۰۰مې لسیزې له پیل څخه تر ۲۰۱۰ زکال پورې اجرا وړ وو. [۱]

د ۲۰۰۹ زکال په مۍ میاشت کې ولسمشر بارک اوباما د اګوسټین کمېټه جوړه کړه څو د نړیوال فضايي سټېشن څخه دملاتړ، د ځمکې له لاندني مدار هاخوا د ماموریتونو د پراختیا (د سپوږمۍ، مریخ او ځمکې ته د نږدې اجرامو په ګډون) او همدارنګه د بودیجې محدودیتونو ته په پام د سوداګریز فضایي صنعت د پراختیا په ګډون ګڼ شمېر چارې مخته یوسي. دغه کمېټه دې پایلې ته ورسېده چې د کونسټلېشن پروګرام په جدي بڼه لږ بودیجه لرونکی دی او پر مټ یې تر ۲۰۲۰ زکال پورې د سپوږمۍ په سطحه ناسته ناشونې ده. له همدې امله دغه پروګرام وځنډول شو. [۲][۳]

د ۲۰۱۰ زکال د اپرېل په ۱۵مه نېټه ولسمشر بارک اوباما د کنېډې په فضايي مرکز کې وینا وکړه او د ناسا لپاره یې د خپلې ادارې پلانونه اعلان کړل؛ ورته مهال یې د کونسټلېشن پروګرام هغه غیر اوریوني عناصر لغو کړل چې له مخې یې د دغه پروګرام اجرا ناشونې وه. هغه د اضافي ۶ میلیارده ډالرو بودیجې وړاندیز وکړ او د یوې بلې سترې فضايي توغندویي طرحې د پراختیا غوښتنه یې وکړه چې باید له ۲۰۱۵ څخه ورباندې کار پیل او د ۲۰۳۰مې لسیزې تر نیمايي پورې د مریخ مدار ته خدمه لرونکي ماموریتونه ترسره کړي. [۴][۵]

د ۲۰۱۰ زکال د اکتوبر په ۱۱مه نېټه ولسمشر بارک اوباما ناسا ته د اجازې قانون لاسلیک کړ چې په هغو کې په چټکۍ سره د فضایي توغوولو د سیسټم پراختیا شامله وه څو فضا ته د فضايي شاتل د لېږلو په موخه د توغولو راتلونکې وسیله وګرځي؛ سربېره پر دې داسې یوې اکتشافي نقلیې واسطې ته پراختیا ورکړي چې د ځمکې له لاندني مدار څخه هاخوا ماموریتونو کې چې له ۲۰۱۶ زکال وروسته پیل کېږي په داسې توګه مرسته وکړي چې د فضایي شاتل د کونسټلېشن پروګرام او د ناسا د نورو پروګرامونو له کاري قوې، بودیجې او وړتیاوو څخه په کې ګټنه وشي. د دغه قانون له مخې د فضایي اکتشافاتو په اډانه کې د فضایي ټکنالوژۍ او اړوندو روباټیکو وړتیاوو په زیاتوالي پانګونه وشوه څو له سوداګریزو مداري ټرانسپورټي خدماتو، سوداګریزو تامیناتي خدماتو او سوداګریزو خدماتي پراختیايي پروګرامونو څخه ملاتړ پراختیا ومومي. [۶]

د ۲۰۱۷ زکال د جون په ۳۰مه نېټه د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرامپ د مرستیال ولسمشر مایک پنس په مشرۍ د ملي فضايي شورا د بېرته جوړولو اجرایوي فرمان صادر کړ. د ټرامپ د ادارې لومړني بودیجوي جوړښت د اوباما د دورې انساني فضايي پروګرامونه له دې ډلې سوداګریز تامیناتي خدمتونه، د سوداګریزې خدمې پراختیا، د فضايي توغوولو سیسټم او د ژورو فضايي ماموریتونو لپاره د اوریون ستورمزلو اړوند پروګرامونه په خپل حالت کې وساتل؛ په داسې حال کې چې د ځمک پوهنې اړوند څېړنیزې چارې یې راکمې کړې او د ناسا د روزنیز دفتر د لغو کولو غوښتنه یې وکړه. [۷]

توغوول[سمول]

اصل پلان دا و چې آرتمیس ۱ به د ۲۰۱۶ زکال په وروستیو کې فضا ته وتوغوول شي، خو په پلان کې ځنډ راغی او د ۲۰۲۱ زکال وروستیو ته پاتې شو چې بالاخره دغه نېټه د ۲۰۲۲ زکال د اګست ۲۹مې نیټې ته وغځېده. د دغه ستورمزلي د موتور په سنسور کې ستونزه د هغو په نېټه کې د بیاځلي ځنډ لامل وګرځېده او د توغوولو نېټه دا ځل د سپټمبر ۳مې نېټې ته بدله شوه. د سون توکو په نل کې د لیکۍ رامنځته کېدو دغه چاره د سپټمبر د ۲۳مې نېټې او د اکتوبر د ۴مې نېټې ترمنځ راوړه. په داسې حال کې چې د نل دغه لیک توب په رضایت بخښونکې بڼه ترمیم شو، خو د یان طوفان له امله د هوا د حالاتو خرابولي د ناسا مدیران اړ کړل څو دوی د نقلیه وسیلې د جوړولو په چارو بوخت کړي او د توغوولو چاره تر سپټمبر یا د اکتوبر تر لومړیو پورې لغو کړي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ۲۰۲۲ زکال په اکتوبر میاشت کې د ناسا د توغوولو د برخې مدیرانو د څو نوو نېټو اړوند پرېکړه وکړه؛ هغوی د دغې چارې لپاره اصلي نېټه د نومبر ۱۴مه وټاکله خو که چېرې له دې هم ځنډېده بیا یې نو ورته د نومبر ۱۶مه او د نومبر ۱۹مې نېټې وټاکلې. د نومبر په لومړیو کې د ناسا مدیرانو د نومبر د ۱۴مې نېټې ټاکنه رد او د نومبر ۱۶مه نېټه یې د دغې چارې په موخه وټاکله څو په نیکول طوفان کې د توغندي توغوولو په موخه کافي چمتووالی ونیسي.[۱۶][۱۷]

د آرتمیس ۱ ماموریت توغندی د نومبر په ۱۶مه نېټه د ختیځ مهالیز زون د مهال له مخې په ۰۱:۴۷:۴۴ بجو (نړیوال مهال ۰۶:۴۷:۴۴) د کنېډې له فضايي مرکز څخه فضا ته وتوغوول شو.[۱۸]

آرتمیس ۱ ماموریت د ډسمبر په ۱۱مه نېټه د نړیوال مهال په ۱۷:۴۰ بجو هغه مهال پای ته ورسېد، کله چې د دغه ماموریت اوریون ستورمزلی د یو ریکارډ ماتوونکی ماموریت وروسته چې د سپوږمۍ په چاپېر ۱.۴ میلیون مایله وګرځېد، د باجا کالیفورنیا لویدیځ لوري ته په آرام سمندر کې په خوندي بڼه کوز شو. دغه ماموریت د ناسا له وروستي اپولو ۱۷ ماموریت ۵۰ کاله وروسته ترسره شو؛ اپولو ۱۷ د ناسا د اپولو پروګرام وروستی هغه ماموریت و چې په کې ستورمزلي د سپوږمۍ په سطحه وګرځېدل او هغه یې لمس کړه. [۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Moskowitz, Clara (7 January 2011). "NASA Stuck in Limbo as New Congress Takes Over". Space.com. خونديځ د اصلي څخه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. (په 11 October 2010 باندې). Obama signs Nasa up to new future. BBC News.
  3. کينډۍ:Source-attribution
  4. کينډۍ:Source-attribution
  5. کينډۍ:Source-attribution
  6. کينډۍ:Source-attribution
  7. Clark, Stephen (30 June 2017). "Trump signs order reviving long-dormant National Space Council". Spaceflight Now. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ نومبر ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Clark, Stephen (26 April 2022). "NASA's moon rocket rolls back to Vehicle Assembly Building for repairs". Spaceflight Now. لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Foust, Jeff (3 September 2022). "Second Artemis 1 launch attempt scrubbed". SpaceNews. لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Kraft, Rachel (3 September 2022). "Artemis I Launch Attempt Scrubbed". NASA blog. NASA. لاسرسي‌نېټه ۰۳ سپټمبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Gebhardt, Chris (8 September 2022). "NASA discusses path to SLS repairs as launch uncertainty looms for September, October". NASASpaceflight. لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Kraft, Rachel (24 September 2022). "Artemis I Managers Wave Off Sept. 27 Launch, Preparing for Rollback – Artemis". NASA Blogs. لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Foust, Jeff (26 September 2022). "SLS to roll back to VAB as hurricane approaches Florida". SpaceNews. لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. (په November 8, 2022 باندې). NASA's Artemis I mission delayed again as storm barrels toward launch site. Warner Bros Discovery
  17. "NASA Sets Date for Next Launch Attempt for Artemis I Moon Mission". NASA. 12 October 2022. لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Witze, Alexandria (16 November 2022). "Lift off! Artemis Moon rocket launch kicks off new era of human exploration – NASA's Artemis I has entered Earth orbit. It will test a rocket and capsule that could return astronauts to the Moon after 50 years". Nature. 611 (7937): 643–644. doi:10.1038/d41586-022-02310-w. PMID 36385285 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). S2CID 253579417 Check |s2cid= value (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "Splashdown! NASA's Orion Returns to Earth After Historic Moon Mission". www.nasa.gov.uk. NASA. 11 December 2022. لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)