آجام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

آجام[سمول]

په خپلسر زرغونه شويو ونو څخه عبارت دی چې استفاده ترې د مباح حکم لري او د ټولو خلکو لپاره د حيازت او استفادې وړ وي، مشروط په دې چې د يو شخص په ملکيت کې نه وې راشنې شوې. مطلب دا چې دا ونې په داسې ځمکه په خپل سر راشنې شوې وي چې د چا ملکيت نه وي او نه د چا تر پالنې په پايله کې راشنې شوې، وي له دې ډول ونو څخه استفاده او ګټه اخيستل ټولو ته مباح دي او ټول ترې يو ډول استفادې حق لري.

سرچينې:[سمول]

حقوقي اصطلاحاتو قاموس، کابل پوهنتون، حقوقو او سياسي علومو پوهنځی، ۱۳۸۷ لمريز