«ايکولټي ناو» (اوسمهال برابري)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ايکولټي ناو يو نادولتي سازمان دی چې په ۱۹۹۲ز کال کې يې په دې موخه بنسټ اېښودل شوی، تر څو د ښځو او نجونو د بشري حقوقو له ساتنې او ودې څخه دفاع وکړي. د سيمه ييز ګډون، ټولنيز خوځښت او قانوني وکالت د ګډولې په مټ، دا سازمان حکومت د داسې قوانينو خپلولو، رغولو او نافذولو لور ته هڅولو لپاره کار کوي، کوم قوانين چې په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقوقو ساتنه کوي او خپروي يې.[۱]

د ايکوليټي ناو څلور بنستيزې سيمې د جنسي تاوتریخوالي ختمول، د زيان رسوونکو کارونو ختمول، لکه: د ماشومانو واده او د ښځو د جنسي اعضاوو پرې کول، د ښځو او ماشومانو د قاچاق په ګډون د جنسي ناوړه ګټې اخستل ختمول او په متحده ايالاتو کې د برابرو حقوقو د تعديل (ERA) د تصويب په ګډون په قانون کې د توپيري چلند ختمول دي.

تر ۲۰۱۹ز کال پورې، دا سازمان د متحده ايالاتو په نیويارک، د کينيا په نايروبي، د انګلستان په لندن او د لبنان په بيروت کې دفترونه درلودل.

«ګلوريا سټينيم» په افتخاري ډول د دې پلاوي د متقاعدې مشرې په توګه دنده تر سره کوي.

مخینه او تاريخچه[سمول]

د متحده ايالاتو«جسيکا نيوريت»، د سويلي افريقا «ناوانيتم پيلي» او «فريال ګراهي» په نومونو څارنوالانو په ۱۹۹۲ز کال کې په نيويارک کې د «ايکواليټي ناو» بنسټ کېښود. د دې سازمان بنسټ اېښودونکو باور درلود چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د بشري حقوقو له بنسټيزو حقوقو سرغړونه ده، د کومو تضمين چې د ۱۹۴۸ز کال د بشري حقوقو په نړيواله اعلاميه کې شوی او دا چې تر دې بريده د بشري حقوقو خوځښت د ښځو حقوق له نظره غورځولي او دا سرغړونې يې د کلتوري او شخصي اقداماتو په نوم رد کړې دي. هغه مهال د کورني تاوتریخوالي، جنسي تيري، د ښځو د جنسي غړو پرې کول، قاچاق او د بيا توليد حقوقو په څېر موضوعات د بشري حقوقو د جوړو شويو سازمانونو په کاري موخو کې نه وو شامل.

نيورت، پيليا او ګراهي د داسې يو سازمان مفکوره درلوده چې د نړۍ په هره سيمه کې د ښځو د ډېرو بنسټيزو سازمانونو سره له نژدې څخه کار وکړ، د ښځو د حيثيت او د دوی د حقوقو څخه د سرغړونې راپورونه شريک او تر لاسه کړي او په ځواب کې يې عام اعتراضونه په خوځښت راولي. په نيويارک کې د دې سازمان د لومړي دفتر له پرانيستل کېدو سمدستي وروسته، ايکواليټي ناو د هغو ډلو په تشخيص پيل وکړ، د کومو کار چې د دې سازمان له موخو سره برابرښت درولود او په دې اړوند يې فکر کاوه چې څه ډول هغه کارونه پلي او ملاتړ يې وکړي چې له مخکې څخه دې ډلو پيل کړي دي.

«ايکوالټي ناو» د بشري حقوقو په توګه د ښځو د حقوقو په اړوند عامه بيدارۍ پیدا کولو کې مرسته وکړه، تر څنګ يې د ښځو د عمل شبکې په مټ يې ستراتيژيکي اندېښنې په عمل کې راوستې، د ښځو عمل شبکه د سازمانونو يو تړون دی چې د خپلو شريکو موخو د تر لاسه کولو لپاره کار کوي. هغو ملاتړو چې له دې شبکې سره يو ځای شول، د دې مبارزې په اړوند معلومات تر لاسه کړل او وهڅول شول چې د ښځو او نجونو د بشري حقوقو څخه د سرغړونو په وړاندې نېغ په نېغه دولتي مسئولينو ته د اعتراضي ليکونو له لارې اقدامات وکړي، د سرغړونو په اړوند دا معلومات په خپلو ټولنو کې شريک کړي او نور هغه اقدامات وکړي، تر څو د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي اوتوپيري چلند ته د پای اېښودلو څخه ملاتړ وکړي.

د دې سازمان بنسټګرو همدا راز هيله دلوده چې د نړۍ په بيلا پيلو سيمو کې د دفترونو په پرانيستلو سره به د سازمان شتون ثابت کړي. دوی هيله مند وو چې دا چاره به د سيمه ييزو ډلو سره د پياوړو اړيکو پیدا کولو کې اسانتيا منځ ته راوړي، تر څو په خپلو ټولنو کې د ښځو او انجونو پر ضد د تاوتريخوالي او توپيري چلند د پای ته رسولو لپار له اغېزناکو اقداماتو څخه خبر شي. «ايکوالټي ناو» په ۲۰۰۰ز کال کې په افريقا کې خپل سيمه ييز دفتر د کینيا په نايروبي کې پرانيست. په ۲۰۰۴ز کال کې يې په لندن کې دفتر پرانيست او په ۲۰۱۹ز کال کې يې په بيروت کې څلورم دفتر پرانيست. دا سازمان د اردن په عمان، د جورجيا په تبليس، د هندوستان په ډيلي او واشنګټن کې نور مرکزونه هم لري.

ليد او ماموريت[سمول]

د «ايکوالټي ناو» ليد «د يوې داسې نړۍ ليد دی، په کومه کې چې ښځې او نارینه د قانون سره سم برابر حقوق ولري او له خپلو بشري حقوقو څخه بشپړه ګټه واخلي».

د دوی ماموريت دا دی چې «حقوقي او منظم بدلون تر لاسه کړي، کوم چې په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتريخوالي او توپيري چلند ته ځواب وايي».

د کار سيمې[سمول]

«ايکوالټي ناو» په دې موخه کار کوي چې په ټوله نړۍ کې په څلورو پراخو برخو کې د هر عمر ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي او توپيري چلندد ختمولو خپل هدف ته تر لاسه کړي:

جنسي تاوتريخوالی[سمول]

په نړۍ کې د هر عمر او هر ډول شالید لرونکو ښځو او نجونو په وړاندې جنسي تاوتریخوالی تر سره کېږي. په ځانګړي ډول جوړښتي او منظمه نابرابري ښځې او نجونې د جنسي تاوتريخوالي لپاره په اسانۍ د بريد موخه ګرځوي. په ډېرو هېوادونو کې د جنسي تاوتریخوالي په اړه توپيري قوانين شته، چې لاندې موارد په کې شامل دي:

  • په بوليويا کې يوه حقوقي ماده، کومه چې د هغو مرتکبينو لپاره کمه سزا ټاکي، د چا د قربانيانو عمرونه چې د څوارلسو او اتلسو کلونو تر منځ وي.[۲]
  • «له هغه چا سره واده وکړه چې پر تا يې جنسي تيری کړی»، هغه قوانين دي، کوم چې په دې دليل د جنسي تيري د مجرم سزا بښي، که چېرې هغه له خپل قرباني سره واده وکړي، د بېلګې په ډول په عراق کې.
  • ازدواجي جنسي تيري پر مهال ښځې انصاف ته لاسرسی نه لري، که چېرې د دوی مېړونه پر دوی جنسي تيری وکړي، لکه په هندوستان کې.[۳]

«ایکوالټي ناو» د پياوړو قوانينو او د نړيوالو معيارونو سره سم د دا ډول تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره کار کوي، دا چاره د ناتوپيري چلند د پلي کولو تر څنګ، د حقوقي نظامونو په مټ تر سره کوي، کوم چې د تاوتريخوالي د ښکار شوي ملاتړ او د بيا قرباني کېدو مخنیوی کوي.

مضر کارونه[سمول]

په زيان رسونکو کارونو کې د تاوتریخوالي يو لړهغه کارونه يا د مذهبي توپيري چلند بېلګې رانغښتي دي، کوم چې په اساسي ډول د ښځو اونجونو په وړاندې تر سره شوي وي او له کلتوري اړخه ساده بلل شوي وي. د هغو زيان رسونکو کارونو په منځ کې چې «ايکوالټي ناو» مؤسسه يې د ختمولو لپاره کارکوي لاندې شامل دي:

  • د ماشومانو ودونه

د ماشوم واده د اتلس کلنۍ له عمر څخه مخکې رسمي واده يا نارسمي يو ځای کېدل دي او په نړۍ کې په نامتناسب ډول په نجونو اغېز کوي. هر کال دولس ميليونه نجونې له اتلس کلنۍ څخه مخکې ودېږي. دا له بشري حقوقو څخه سرغړونه ده، کوم چې ناوړه چلند ته مشروعيت ورکوي او د کلتور، غيرت، دود او دين تر پوښښ لاندې له نجونو څخه د هغوی خپلواکي اخلي. کله چې ځوانې نجونې واده ته اړه کولای شي، نو دوی په بنسټيز ډول د دولت له خوا د منل شوي جنسي تيري موخه ګرځي او د زيات کورني تاوتریخوالي، په زور بلاربولو او منفي روغتيايي پايلو له ګواښ سره مخامخ کېږي، په داسې حال کې چې د زده کړې او اقتصادي فرصتونو څخه هم بې برخې پاتې کېږي.

  • د ښځو د جنسي غړيو پرې کول (د ښځو سنتول)

د اټکل له مخې، په ټوله نړۍ کې له دوه سوه ميلیونه څخه د زياتو نجونو او ښځو جنسي غړي پرې شوي دي. لږ تر لږه هر کال دوه ميلیونه نجونې له دې ګواښ سره مخامخ دي. د دې غړو پرې کول چې عموماً بې له نشې ورکولو تر سره کېږي، شونې ده چې د عمر تر پايه د تلپاتې عفونت (ناروغۍ)، د متيازو، حيض، جنسي اړيکې او ماشوم د زېږون پر مهال سخت درد او رواني صدمې په ګډون ناوړه روغتيايي پايلې ولري. ځينې نجونې د پرې کولو له امله مري، عموماً د زياتې وېنې بهېدو يا عفونت له امله.[۴]

د ۲۰۱۳ز کال د نومبر په مياشت کې د رايل کالج، سوداګريزو اتحاديو او «ايکوالټي ناو» ائتلاف د عوامو مجلس ته یو راپور وړاندې کړ چې عنوان يې و، «په بریتانيا کې د ايف.جي.ایم (د ښځو سنتول) سره مبارزه: د تشخيص، ثبت او راپور ورکولو لپاره د کالجونو تر منځ سپارښتنې».[۵]

په ۲۰۱۹ز کال کې، «ايکوالټي ناو» د FGM/C د ختمولو په موخه د يو نړيوال دريځ د پيلولو لپاره په «ومين ډيليور» (ومن ډيليور د ښځو د حقوقو يو خوځښت دی) کنفرانس کې د FGM د پای ته رسولو په هدف د کار کوونکو نورو سازمانونو سره يو ځای شو.

ايکوالټي ناو، د ښځو د سنتولود ختمولو لپاره د متحده ايالاتو د رهبرۍ په شبکه کې هم شتون لري.[۶]

سرچینې[سمول]

  1. "Vision & Mission". Equality Now (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Brisa de Angulo: Battling Bolivia's sexual abuse crisis". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Why isn't marital rape a criminal offence in India? - Times of India". The Times of India (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Female genital mutilation (FGM)". UNICEF DATA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Tackling Female Genital Mutilation in the UK". RCPCH. 2013-11-06. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "END FGM". Equality Now (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)