صاحب شاه صابر
ښکارېدونکې بڼه
صاحب شاه صابر (۱۹۵۶ ز. - ) د کوزې پښتونخوا نوميالی شاعر دی چې په ملکنډ ولسوالۍ د سخاکوټ په سیمه زېږېدلی .
مخينه
صاحب شاه صابر د خيبر پښتونخوا په سخاکوټ کلي کې پېدا شوی و.
زده کړې
لومړنۍ زدکړې يې د مالاکنډ ښوونځي کې کړې وې -بیا د ملاکنډ ښوونځي څخه يې ترلسم ټولگي زدکړې کړي-او نورې زدکړې يې پيښور کې کړي-د پيښور پوهنتون څخه په پښتو ادبياتو کې د ماسټرۍ تر کچې ترسره کړي همدارنگه یې د اوردو ژبې ادبياتو کې هم دوهمه ماسټري ترسره کړې بيا يې په سياسي علومو کې خپله درېيمه ماسټري هم ترسره کړې . همدارنگه یې اېم ـ فل بيا یې د څېړندويي په برخه کې خپله د دوکتورا بریلیک ترلاسه کړی .
چاپ شوي نښېرونه
ښاغلي صاحب شاه صابر د پښتو ادبي بڼ ته ډېر شعري اثار پنځولي او علمي کتابونه یې هم لیکلي . د ښاغلي هنري او علمي نښېرونه پدې ډول دي ː
- تکل ـ شعري ټولگه
- خوبونه--شعري ټولگه
- واورې او گلونه--کړکیسې (افسانې)
- په پښتو شاعرۍ کې ټولنیز مافیت------ایم فل تهیسیز
- په پښتو ادب کې تحقیق او تنقید (عملي نښېر)
- تنقید او د تنقید ډولونه
- د تنقید تاریخ (علمي نښېر)
- پښتانه او پښتو ټپه
- پښتو ټپه او پښتانه (علمي نښېر)
- رڼا او گلونه (مقالې)
- ام ـ فېل مقاله