Jump to content

بلخ ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د بلخ ولایت نه مخ گرځېدلی)
بلخ
اړوند
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱٬۵۰۹٬۱۸۳[۳] — ۱٬۳۲۵٬۷۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۱۶٬۱۸۶٫۳ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۶°۴۵′ شمال ۶۷°۰′ ختیځ / 36.750°شمال 67.000°ختيځ / 36.750; 67.000
Map

بلخ ولایت د افغانستان په شمال کي د هیواد په کچه یو له سترو پنځو اقتصادي، سیاسي او تاریخي ولایتونو څخه دی، چي پلازمینه یې د مزارشریف ښار ګڼل کیږي، او د 1400 هجري لمریز کال د اټکل له مخي یو میلیون او 543 زره تنه وګړي[۴] او 16186 کیلومتره مربع مساحت لري. دغه ولایت په افغانستان کي د څو زره کلن تاریخ په درلودلو سره د لرغوني اریانا یو له لمړنیو ولایتونو څخه بلل سوی دی.

بلخ ولایت شمال لور ته له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هیوادونو، ختیځ ته له کندز او بغلان ولایتونو، سویل ته له سرپل او سمنګان ولایتونو او لویدیځ ته له سرپل او جوزجان ولایتونو سره ګډه پوله لري.

تاریخ

د بلخ اوسنئ ولایت له زیږدیز څخه دوې زریزي دمخه په لرغوني افغانستان کي د اریایانو لمړنۍ پلازمینه او مهم ښار وو. دغه ولایت د لمړنیو اریایي ټبرونو او وروسته د سکندر مقدوني څخه پاته شونو د بخدي په نامه باله، چي ریښې یې له یوناني ژبي سره اړه درلوده. په اسلامي نړۍ کي د پارس او لویدیځ افغانستان وروسته بلخ ولایت د اموي خلافت په زمانه کي د مسلمانانو له لوري تر برید لاندي راغی او د اسلام مبارک دین دلته تر کابل مخکي په خورېدو سو، چي وروسته یې د عباسي خلافت په زمانه کي د پام وړ پرمختګ وکړ.

د عباسي خلافت د کاواکه کېدو پر مهال د افغانستان بلخ ولایت یو له هغه سیمو څخه وو، چي د اسلامي نړۍ په ختیځ سیاست کي یې مهم رول ولوباوه، او د طاهري، صفاري او ساماني واکمنیو لوی مرکز پاته سو. دغه ولایت په دیارلسمه زیږدیزه پېړۍ د خوارزم شاهي واکمنۍ د پرځېدو په پایله کي د مغولانو له لوري سخت ویجاړ سو، او د لوی شمېر مسلمانانو د شهادت ترڅنګ یې څو زره کلن تمدن هم ستر زیان ولیدی.

د مغولي واکمنۍ تر نړېدو وروسته تیموریانو، ازبکانو او بېلابیلو دولتونو بلخ ولایت پخپل نوبت فتحه او دلته یې خپلي واکمنۍ رامنځ ته کړې. د صفوي او مغول واکمنیو په وړاندي د هوتکي دورې ستر پاڅونونه ددې لامل سوه تر څو بلخ ولایت هم د افغانستان د نورو په سیمو کي په څېر د افغانانو په مټ خپلواک سي او د دراني واکمنۍ پر مهال په رسمي توګه د افغانستان برخه وګرځېدل.

رسنۍ

اقتصاد

ژبي او کلتور

پوهنه

  1. "Area and Administrative and Population". Islamic Republic of Afghanistan. 2013. Archived from the original on 2014-01-17. نه اخيستل شوی 2014-02-03.
  2. "The U.S. Board on Geographic Name". U.S. Department of the Interior. نه اخيستل شوی 2014-02-14.
  3. "د هېواد د وګـړو اټکل ۱۳۹٩". June 2020.
  4. https://sputnik.af/20200822/%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA-%D8%A8%D9%84%D8%AE-%D8%A8%DB%8C%D8%B4-%D8%A7%D8%B2--%D9%85%DB%8C%D9%84%DB%8C%D9%88%D9%86-%D9%88--%D9%87%D8%B2%D8%A7%D8%B1-%D9%86%D9%81%D8%B1-%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D8%B4%D8%AF-5605322.html