یحیی خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یحیی خان
یحیی خان
یحیی خان

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ فبروري ۱۹۱۷[۱][۲][۳][۴]
چکوال   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 10 اگسټ 1980 (63 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
راولپنډي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره پېښور   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت پاکستان

برېتانوي هند   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

عملي ژوند
تعلیم پنجاپ پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ډیپلوماټ
سياستوال
پوځي ځواک   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه اوردو ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) اوردو ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جنرال آغا محمد یحیی خان (زوکړه: د ۱۹۱۷ زکال د فبروري ۴ مه – مړینه: د ۱۹۸۰ زکال د اګست ۱۰مه) چې تر ډېره د یحیی خان په نوم پېژندل کېږي پاکستاني پوځي افسر او سیاستوال و چې د ۱۹۶۹ زکال د مارچ په ۲۵مه نېټه یې د خپل مخکښ ایوب خان له استعفا وروسته د ۱۹۷۱ زکال د ډسمبر په ۲۰مه د خپلې استعفا تر مهاله د پاکستان د دریم ولسمشر او له هغو وروسته یې د نظامي حکومت د عمومي مشر په توګه خدمت وکړ. هغه د خپلې حکومتولۍ پر مهال د بنګالي ملت پالنې د ځپلو په موخه د سرچ لایټ عملیاتو د پیلولو امر ورکړ چې له امله یې د بنګلادېش د آزادۍ جګړه پیل شوه. هغه د بنګلادېش په عام وژنه کې اصلي رول درلود چې په پایله کې یې د معاصر بنګلادېش له ۳۰۰ زرو څخه تر ۳ میلیونو وګړي ووژل شول.

خان په چکوال کې وزېږېد او د دهرادون سیمې په کولنل براون کمبرېج ښوونځي او د لاهور په پنجاب پوهنتون کې یې زده کړې وکړې. هغه د هند پوځي اکاډمۍ ته ولاړ او په ۱۹۳۹ زکال کې یې د بریتانوي هند د پوځ لیکو ته لار ومونده. خان په دویمه نړیواله جګړه کې د مدیترانې په جبهه کې د محور ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړه او د بریتانیا په پیاده پوځ کې یې ځانګړی ځایګی وموند. په ۱۹۴۷ زکال کې د پاکستان له تاسیس وروسته نوموړي د پاکستان په پوځ کې پرله پسې څو رتبې واخیستې. د کشمیر په دویمه جګړه کې نوموړي د ۱۹۶۵ زکال پر مهال د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د پاکستاني پوځ له پټ نفوذ سره مرسته وکړه. نوموړی له یو شمېر جنجالي بحثونو وروسته په ۱۹۶۶ زکال کې د پاکستاني پوځ لوی درستیز وټاکل شو او هغه مهال چې ولسمشر ایوب خان د یو لړ اعتراضاتو له امله استعفا ته اړ شو، دی یې پر ځای واک ته ورسېد.

د پاکستان د دریم ولسمشر په توګه، یحیی خان په ۱۹۶۹ زکال کې د اساسي قانون په ځنډولو سره نظامي حکومت اعلان کړ. همدارنګه یې په ۱۹۷۰ زکال عمومي ټاکنې ترسره کړې، خو د ختیځ پاکستان څخه بریالي شیخ مجیب الرحمن ته یې د واک انتقال وځنډاوه چې له امله یې د ۱۹۷۱ زکال په مارچ میاشت کې د بنګلادېش آزادي غوښتونکې جګړه پیل شوه. خان د بنګالي ملت پالونکو د ځپلو په موخه د سرچ لایټ عملیاتو امر صادر کړ. نوموړی په ۱۹۷۱ زکال کې د بنګلادېشي وګړو د نسل وژنې اصلي عامل و. د ۱۹۷۱ زکال په ډسمبر میاشت کې د پاکستان پوځ د بنګال سره د متحدو هندي پوځونو پر وړاندې مخه نیونکي بریدونه ترسره کړل چې له امله یې په ۱۹۷۱ زکال کې د هند او پاکستان جګړه پیل شوه. دغه دواړې جګړې لامل وګرځېدې چې د پاکستان پوځ تسلیم شي او ختیځ پاکستان د بنګلادېش په نامه له دغه هېواد جلا شو. له دغو پېښو وروسته خان په همدې میاشت کې له پوځي قومندانۍ استعفا ورکړه او د ولسمشرۍ واګې یې هم ذوالفقار علي بوټو ته وسپارلې. خان تر ۱۹۷۹ زکال پورې هغه مهال چې د جنرال فضل الحق له خوا خوشی شو، په کور کې نظر بند و. راتلونکی کال هغه په راولپنډۍ کې ومړ او په پېښور کې خښ کړای شو.

د هغه لنډ مهاله دوه کلنه واکمني د پاکستان د تجزیې اصلي لامل ګڼل کېږي. نوموړی په بنګلادېش او پاکستان کې د نسل وژنې اصلي معمار بلل کېږي او ټول یې اړوند منفي لیدلوري لري.

د پاکستان ولسمشري[سمول]

د ۱۹۶۸ زکال د مني پر مهال په لویدیځ پاکستان کې دولت ضد لوی خوځښت رامنځته شو. دغه پاڅون ختیځ پاکستان ته هم لار ومونده او لا پسې پیاوړی شو. ولسمشر ایوب خان هڅه وکړه چې د مخالفینو مشرانو ته د امتیازاتو په ورکړې سره دغه پاڅون له منځه یوسي، خو له دې سره هم لاریونونو دوام وموند. ایوب خان د دې پر ځای چې استعفا ورکړي او پرېږدي چې واک د اساسي قانون پر مټ بل چا ته وسپارل شي، د پوځ له لوی درستیز یحیی خان څخه یې وغوښتل چې له قانون څخه لوړو پوځي واکونو ګټنه وکړي؛ پوځي حکومت اعلان او واک په لاس کې واخلي. همدا و چې یحیی خان د ۱۹۶۹ زکال د مارچ په ۲۵ مه دغه ګام واخیست. [۵][۶][۷]

د ۱۹۶۹ زکال د مارچ په ۲۵ مه وروسته له هغه چې یحیی خان واک خپل کړ د اساسي قانون پر بنسټ دوه لسیزې مخینه لرونکې ستونزه ورته په میراث پاتې وه؛ دغې ستونزې په لویدیځ پاکستان کې د واکمنو پنجابیانو، پښتنو او مهاجرو وګړو او همدارنګه په ختیځ پاکستان کې د بنګالي مسلمانانو ترمنځ له سیالیو سرچینه اخیسته. سربېره پر دې هغه ته دغه ۱۱ کلنه ستونزه هم په میراث پاتې وه چې باید هېواد د یوه کس له خوا په اداره کېدونکي یو داسې دیموکراتیک هېواد واړوي چې د ایوب ضد ایډیالوژیک خوځښت (۱۹۶۸- ۱۹۶۹ زکال) بنسټ یې جوړاوه. د پوځ د لوی درستیز په توګه یحیی خان د واکمنۍ وړتیا، لیاقت او قدرت درلود خو داسې یو پېچلې ستونزه ورته په میراث پاتې شوې وه چې باید د هېواد د لنډ مهالي ولسمشر په توګه یې پریمانه دندې ترسره کړې وای؛ په دغو کې د لنډ مهاله حکومت لپاره د اساسي قانون جوړول، په یو موټي هېواد باندې د ټول پاکستان بدلول او همدارنګه د ناهیلیو، استثمار او تبعیض د هغه احساس له منځه وړل شامل و چې د ۱۹۴۸ زکال راهیسې په دوامداره توګه د پاکستان په ختیځ کې د دولتي سیاستونو له امله رامنځته شوی و. [۸][۹][۱۰]

د ۱۹۷۰ زکال عمومي ټاکنې[سمول]

د ۱۹۶۹ زکال د جولای په ۲۸مه ولسمشر یحیی خان د ۱۹۷۰ زکال د ډسمبر میاشتې ټاکنو ته چوکاټ جوړ کړ. بالاخره دغه ټاکنې په ټول پاکستان کې وشوې. په ختیځ پاکستان کې عوامي لیګ چې مشري یې شیخ مجیب الرحمن کوله د ختیځ پاکستان ټولې څوکۍ خپلې کړې خو د لویدیځ پاکستان په څلورو ایالتونو کې یې یوه څوکۍ هم ترلاسه نه کړه. د پاکستان د خلکو سوسیالېستي ګوند (پیپل ګوند) د پاکستان په څلورو لویدیځو ایالتونو کې ډیری څوکۍ خپلې کړې خو د ختیځ پاکستان هېڅ څوکۍ یې هم ترلاسه نه کړه. د پاکستان مسلم لیګ ګوند چې مشري یې نورالامین کوله یوازنی ګوند و چې د ټول پاکستان استازولي یې کوله، خو دومره څوکۍ یې ترلاسه نه کړې چې وه دې کولای شي حکومت خپل کړي. په دغو ټاکنو کې د پاکستان د ملي اسمبلۍ لپاره عوامي لیګ د ختیځ پاکستان ۱۶۰ څوکۍ، د خلکو ګوند ۸۱ څوکۍ او محافظه کار مسلم لیګ ګوند یوازې ۱۰ څوکۍ خپلې کړې. د دغو عمومي ټاکنو پایلو د پاکستان ناوړه سیاسي واقعیت منعکس کړ؛ دا چې د دغه هېواد رایه ورکونکي د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د منطقوي کرښو او سیاسي قطبیت پر بنسټ ویشل شوي و. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د سیاسي اصطلاحاتو پر بنسټ نور نو پاکستان له وېش سره مخ و. د خلکو د ګوند او د مجیب الرحمن ترمنځ دوه اړخیزو خبرو اترو هېڅ نتیجه نه لرله او دواړو لورو ونشو کولای د هغه شپږ ماده یې پلان پر بنسټ هوکړې ته ورسېږي چې له مخې یې واک له لویدیځ پاکستان څخه ختیځ پاکستان ته لېږدول کېده. په پاکستان کې خلکو د دې احساس کړی و چې دغه شپږ ماده یي پلان د پاکستان د تجزیې پر لور ګام دی. [۱۵]

په ختیځ پاکستان کې عام وژنه[سمول]

په داسې حال کې چې د عوامي لیګ، پیپل ګوند او پوځي حکومت ترمنځ د ۱۹۷۰ زکال د ټاکنو وروسته سیاسي کړکېچ پر خپل ځای و، یحیی خان د ختیځ پاکستان د موضوع اړوند له یو شمېر پوځي ستراتیژي جوړونکو سره ناستې وکړې. د ۱۹۷۱ زکال د مارچ په ۲۵مه یحیی خان د بنګالي مخالفینو د ځپلو په موخه د سرچ لایټ عملیات پیل کړل. په ختیځ پاکستان کې وضعیت خراب شو او د دواړو لورو ترمنځ فاصله دومره زیاته شوه چې نه شو کېدلای نور د دواړو ترمنځ پل رامنځته شي. د سرچ لایټ عملیاتو په پایله کې دغه کړکېچ په کورني جنګ واوښت، ځکه چې د پاکستان په وسله والو ځواکونو او پولیسو کې بنګالیانو بغاوت وکړ او د عامه وګړو سره یې یوځای د مکتی باهنی په نامه خوځښت جوړ کړ څو د چریکي بریدونو او تېښتې عملیات ترسره کړي. له تاوتریخوالي ډکې ګډوډۍ او کړکېچ د پاکستان د پوځ له هغو سیستماتیکو او قصدي عملیاتو څخه سرچینه واخیسته چې په هغو کې د ختیځ پاکستان په وګړو په ټولیزه بڼه جنسي تیري وشول او د هغوی پر عام وژنې باندې لاس پورې کړای شو.  [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

یحیی خان او بوټو دواړه ډاکا ته ولاړل او یو ځل بیا یې مذاکره وکړه، خو بریالي نه شول او خبره لا پسې کړکېچنه شوه.

په دې توګه د سرچ لایټ عملیات د نسل وژنې هغه پوځي عملیات و چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو له خوا د بنګالي ملت پالو د ځپلو په موخه د ۱۹۷۱ زکال په مارچ میاشت کې په ختیځ پاکستان کې ترسره شول. دغه عملیات د پاکستان د دولت په امر د بلیتز عملیاتو د پایلې په توګه بلل کېدل چې د ۱۹۷۰ زکال په مارچ میاشت کې پیل شول. د پاکستان د دولت نظر دا و چې دغه عملیات په ختیځ پاکستان کې د پاڅون د ځپلو په موخه دي څو پاکستان یو موټی وساتي. ورته مهال شیخ مجیب الرحمن د بنګلادېش د خپلواک هېواد اعلان وکړ او په تبعید کې یې د دغه هېواد دولت جوړ کړ.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Agha-Mohammad-Yahya-Khan — subject named as: Yahya Khan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66471bm — subject named as: Yahya Khan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/48002962 — subject named as: Agha Muhammed Yahya Khan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000012314 — subject named as: Aga Muhammad Jahja Khan — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Sisson, Richard; Rose, Leo E. (1990). War and secession : Pakistan, India, and the creation of Bangladesh. University of California Press. د کتاب پاڼي 21–22. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-520-07665-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Haqqani, Husain (2005). Between Mosque and Military. Carnegie Endowment for International Peace. د کتاب پاڼې 52. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-670-08856-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Jaffrelot, Christophe (2015). The Pakistan paradox : instability and resilience. تُرجم بواسطة Schoch, Cynthia. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 320–321. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19023-518-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Yahya Khan: president of Pakistan on Encyclopedia Britannica Retrieved 22 July 2020
  9. (په 25 December 2011 باندې). A chapter from history: Yahya Khan's quick action.
  10. Akbar, M.K. (1997). Pakistan from Jinnah to Sharif. New Delhi: Mittal Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8170996743. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 25 December 2011 باندې). A chapter from history: Yahya Khan's quick action.
  12. From disunion through the Zia al-Huq era Encyclopædia Britannica. Retrieved 22 July 2020
  13. From disunion through the Zia al-Huq era Encyclopædia Britannica. Retrieved 22 July 2020
  14. Gandhi, Sajit (16 December 2002). "The Tilt: The U.S. and the South Asian Crisis of 1971". The National Security Archive Electronic Briefing Book No. 79. The National Security Archive (United States). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. From disunion through the Zia al-Huq era Encyclopædia Britannica. Retrieved 22 July 2020
  16. Yahya Khan: president of Pakistan on Encyclopedia Britannica Retrieved 22 July 2020
  17. "General Yahya Khan | Former Army Chief of Pakistan enforcing Martial Law in 1969". Story of Pakistan website. 26 October 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. From disunion through the Zia al-Huq era Encyclopædia Britannica. Retrieved 22 July 2020
  19. Mark Dummett (په 16 December 2011 باندې). Bangladesh war: The article that changed history. BBC News.
  20. Ian Jack (په 21 May 2011 باندې). It's not the arithmetic of genocide that's important. It's that we pay attention.