گل زمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

گل زمان (۱۳۱۶ لمريز کال د خوست ولايت د چيني سيمه) د افغانستان يو پښتو ژبی سندرغاړی او اهنگساز (کمپوز جوړوونکی) دی.

مخينه[سمول]

گل زمان پر ۱۳۱۶ لمريز کال د خوست ولايت په چيني سيمه کې زېږېدلی دی. دی لا تنکی زلمی وو چې له ټنگ ټکور سره يې مينه پيدا شوه، د موسيقۍ پر هنر بوخت شو او له دايرې سره به يې سندرې ويلې. کله چې دی ۱۴ کلن شو، نو يې تر ده دوه مشران وروڼه يو يې امان الله له تبلې سره او بل يې مشعل له ارمونيې سره له ده سره يو ځای شول او له هماغه مهاله يې د يوې هنري ډلې په توگه د پکتيا ولايت، لوگر ولايت او نورو څېرمه سيمو د وگړیو د خوښیو په محفلونو کې برخه اخيسته او څو کاله يې په دې ډگر کې خپل هنر وښووه.

په راډيو افغانستان او ټلويزيون کې[سمول]

گل زمان پر ۱۳۴۳ لمريز کال کابل ته راغی او په راډيو افغانستان کې يې په سندرو ويلو پیل وکړ. دده هغه لومړنۍ سندره، چې د راډیو له څپو څخه خپره شوه هغه د «غونډې منډې» سندره وه.

استاد گل زمان پر ۱۳۶۱ لمريز کال د سندرو ويلو په برخه کې دویمه درجه جايزه او پر ۱۳۶۲ لمريز کال يې هم د کمبوز جوړولو په برخه کې جايزه وگټله . گل زمان د موسيقۍ په څانگه کې د خدای بښلي محمد دين زاخېل شاگردي کړې او د ده پخپله وينا د ده شاگردان بيا دده ورور تجلي، خير محمد خندان، گل رسول، او ريتا وږمه ده.

استاد گل زمان پر دايره سربېره، چې دی يې د سندرې ويلو پر مهال غږوي، د ارمونيې، رباب، ماندولين، ډول او شپېلۍ په غږولو کې هم ښه مهارت لري. نوموړي نه يواې خپلو سندرو ته، بلکې نورو ډېرو نامتو سندرغاړو ته هم کمپوزونه جوړ کړي چې د هغوی له شمېر څخه يې استاد اولمیر، پروین، قمرگله، احمد ظاهر، گلشن، ریتا وږمه، عزیزه افغان، ناهید، ژیلا، رخشانه، بخت زمینه، افسانه، ماري مهتاب، فتانه، پرستو، نغمه، منگل، رحیم مهریار، اسماعیل پیروز، طلا محمد، سید علم، نعمت الله، عبدالله مقری، منور، حیات الله گردیزی، رحیم غفاری، شهروان، تجلي، خیر محمد خندان، گل رسول، موسی گل، زرڅانگه، خان تاسیل، گلنار بیگم، هدایت الله او نور سندرغاړي دي. کېدای شي وویل شي چې په دې وروستيو دريو لسيزو کې بل هيڅ سندرغاړي او کمپوز جوړوونکي په دې پیمانه د ځان او نورو سندرغاړو لپاره په دومره لوی شمېر نوي کمپوزونه نه دي جوړ کړي لکه استاد گل زمان چې جوړ کړي دي. نوموړی اوسمهال ۲۱۰۰ سندرې د ملي راډيو ټلويزیون په ارشيف کې ثبت لري.

نورې دندې يې[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. http://www.bakhtarnews.com.af/dari/culture/item/33379
  2. http://www.bbc.com/persian/afghanistan/2009/11/091126_gulzaman.shtml