افسانه

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل

هغه مهال، چې انسان، بهرنۍ نړۍ ته د خپلو دروني خبرو د څرګندولو لپاره په سوچ كې شو او ويې غوښتل داستاني بڼه وركړي، څرنګه چې يې په دې برخه كې د داستان ليكنې لپاره اصول يا لار نه لرله، نو يوازې به يې د خپلو هيلو د څرګندولو لپاره له خپل تخيل څخه كار اخيست. نو د ناواقعي شخصيتونو او پېښو په بيانولو يې خوله خلاصه كړه. په دې توګه افسانه جوړونه په لومړنيو او ابتدايي بڼو پيل شوه او يوه پېچلې، كنايه ډوله او سمبوليكه لار يې ووهله. له خيال څخه زياته ګټه اخيستنه ده، چې وينو زياتې افسانې له جهل، خرافاتو او بېځايه خبرو څخه ډكې دي. ښايي د افسانه جوړونې يو دليل به دا هم وي، چې له عجايبو او حيرانوونكو پېښو سره وېره او تمه ورنغاړي، بيا يې خلكو ته وړاندې كوي، چې يوه شېبه ورباندې بوخت وي. پر دې بنسټ، افسانو هغه پېښې هم رااخيستي، چې په ټوليز ډول يې يا اتلان رښتيني نه دي، يا يې هم ناواقعي كارونه ترسره كړي دي. په زياتو افسانو كې د وخت، ځاى، څيزونو او اتلانو اړيكي منطقي نه دي. خو موږ په افسانو كې ګټورې او ارزښتمنې بېلګې هم لرو.

افسانې ته په پښتو ژبه "کړکيسه" وايي چې د جمع حالت يې "کړکيسې" دی. د افسانې ځينې تعريفونه پخپله په دې نوم کې پراته دى. لکه "افسانه" هغه کيسې ته وئيلی شو چې په لوستونکو يا اورېدونکو افسون يا جادو وکړي. يعنې په هغه کيسه کې دومره اثر وي چې لوستونکی ئې په سحر کې ګير شي. دويم تعريف ئې داسې دی؛ چې افسانه د حقيقت نه اپوټه کيسې ته وئيل کېږي. هغه کيسې چې حقائق پکې بيان نه شي بلکې د ژوند حقيقتونو ته فرضى او افسانوى رنګ ورکړ شي. لنډه دا چې افسانه هغه فرضي کيسې ته وايي چې تعلق ئې د ژوند، يا د کوم قوم يا ولس د فرهڼ يا کلتور، ژوند ژواک او دود دستور سره وي خو د خوند پيدا کولو په غرض پکې واقعاتو ته دکيسې رنګ ورکړ شوی وي. د امريکې نوميالی نقاد او افسانه ليکونکی ايډګرايلن پو وايي چې « افسانه هغه اغېزناکه کيسه وي چې په يوه ناسته کې ختمه شي. او يوه ناسته د يو ې ګېنټې نه تر دريوؤ ګېنټو پور هم کيدی شي.»

نيوليک

د افسانې فني عناصر

دې نه پس د افسانې د فني عناصرو خبره راپورته کيږي چې آيا افسانه د کومو فني عناصرو د تړون او ترتيب نه رغولی يا جوړولی شى. نو په دې کې له هر څه نه لومړی شرط د قصې دی. په افسانه کې ځينې واقعات وي چې دغو واقعاتو ته داسې ترتيب ورکول چې خوند او پزړه پورتيا هم پيدا کړي قصه بللی شى. او د واقعاتو جوړښت يا يو بل سره تړل پلاټ ګڼلی شى. دغه پلاټ د قصې نه پس د افسانې دويم اهم فنى توکی دی. چې بنياد ئې دزمکې د ټکړې نه جوړ دی. يعنې څنګه چې دزمکې په ټکړه يا پلاټ پوره عمارت اودرولی شى دغه شان د پلاټ په بنياد پوره افسانه ليکلی شى. واقعات چې د کومو انسانانو، ځناورو يا نورو څيزونو په ذريعه خلقو ته رسولی شى هغه د افسانې کردارونه بللی شى. څومره چې افسانه نګار ماهر وى او مشاهده ئې تيزه وى دومره دهغۀ کردار نګارى مضبوطه وى. دکردارونو ترمنځه کلام ته مکالمه يا ډائيلاګ وئيلی شى. چې د افسانې يو بل فنى توکی دی. او بيا دغه واقعات د کردارونو په ذريعه نيغ په نيغه رسؤل هم نۀ دى پکار. څومره چې په دغه رسايۍ کښې اړوپيچ پيدا کړی شى. دومره افسانه ښۀ ګڼلی شى او دغه څيز ته دفيکشن يا افسانوى ادب په اصطلاح کښې سسپنس يا تلوسه وئيلی شى. دې سره سره د افسانې ژبه هم يو مهم توکی دی افسانه کۀ بيانه وى يعنې افسانه نګار ئې پخپله بيانوى نو بيا ژبه ادبى او معيارى پکار ده. او افسانه کۀ مکالماتى يعنې د کردارونو په ذريعه وى نو بيا ژبه د کردار د معيار مطابق پکار ده. يعنې تعليم يافته کردار ته ښۀ ژبه او بې تعليمه کردار ته دهغۀ د مزاج مطابق ژبه ورکؤل پکار دى. په اخره کښې افسانه نګار خپل پيغام ورکوى او سسپنس ختموى. سسپنس چې ختم شى دغه ځاې ته نکته عروج وائى، ښۀ افسانه هغه بللی شى چې هم پکې فنى عناصر په ځاې وى او هم ئې پيغام جاندار وى دغه پيغام ته تهيم هم وئيلی شى

د پښتو افسانې ارتقاء

پښتو کې دافسانې د ا رتقاء نه لومړی مختصر شان ذکر د کيسې د پس منظر هم ضروري دی

د قصې سفر

د قصې ابتداء دانسان دمهذب کيدلو سره سمه شوې ده. ځکه چې د انسان فطرت دا دی چې هغه خپل معلومات بل ته رسؤل غواړى او کله چې پکې دلچسپى پيدا کوى نو معلوماتو ته د قصې شکل ورکړى. خو په باقاعده توګه د قصې فنى سفر د اټلى نه شروع شوی دی. وړومبی د افسانو کتاب د اټلى نقاد بکاشيو ليکلی ؤ چې په لسو قصو مشتمل ؤ، دغسې په مصر، يونان او هند کښې هم قصې ليکلی شوې دى نو هغه د فيکشن باقاعده ابتداء نۀ وه بلکې دهغې پس منظر يا تمهيد ئې ګڼلی شو. بيا په روس او يورپ کښې افسانې ډيره وده موندلې ده

پښتو افسانه

پښتو ته افسانه د اردو په ذريعه راغلې ده د پښتو وړومبۍ افسانه کونډه جينۍ په کال ١٩١٧ء کښې راحت زاخيلې ليکلې وه چې د پريم چند د اردو افسانې "بړے گهرانے کى بيټى" نه متاثره ښکارى خو بيا هم ماحول ئې بيخى پښتون دی. او بيا خصوصاً دکليوال معاشرت ترجمانى پکې شوې ده د راحت زاخيلې ځينې نورې افسانې هم په مختلفو مجلو کې چاپ شوى دى. دغه ابتدائى دور کې د ماسټر کريم، ايس اې رحمان کاکاخيل او ځينو نورو ليکونکو افسانې به هم په مختلفو اخبارونو او مجلو کې چاپ کيدلې. د دويم صف په افسانه نګارو کې د حمزه بابا، مرادشينوارى، اجمل خټک، عبدالغفران بيکس وغيره نومونه ديادولو وړ دى. دپښتو د افسانو وړومبۍ مجموعه د نادرخان بزمى ده چې "پلوشې" نومېږي. دغسې پښتو افسانې خپل سفر ښۀ په تيزۍ روان کړو د ارباب رشيداحمد افسانې "انګازې" د معيارى افسانو باقاعده ابتداء وه دغه دور نه پس د قلندر مومند ، ګل افضل خان ، همېش خليل، او زيتون بانو د افسانو مجموعو پښتو د معيارى افسانوى ادب سره سياله کړه. د دوى موضوعات دکليوال رنګ سره سره ترقى پسند رحجان او انقلابى رنګ ؤ. دې نه پس چې چا په افسانه کې جوت بدلون راوستی دی هغه طاهر اپريدی دی. چې پښتو کښې ئې د علامتى افسانې باقاعده وېشنيزه کيښوده او د موضوعاتو په لحاظ ئې هم افسانه کې ډير جدت راوستو. زمونږ د نوى کول په افسانه نګارو کې د قيوم مروت، عنايت الله ضياء، نورالامين يوسفزى، زبير حسرت، خورشيد اقبال خټک، اوميجر الطاف خټک افسانې د قدر وړ دى.