قمرگله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
قمر گله
زېږون نوم قمر گله
زېږېدنه مارچ 7, 1900(1900-03-07)
ننگرهار, افغانستان
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات تبله, باجه
د فعاليت کالونه 2004– تر اوسه

د طلايي آواز لرونکې ميرمن قمر گله د ننگرهار ولايت د شگې په ولسوالۍ کې سترگې غړولي او د افغاني موسيقي هنر ته له همغه وخته يوه ځانگړې ډالۍ وه. په اووه کلنۍ يې په سندرو ويلو پيل وکړ او ډير ژر له خپل کلي ، ولسوالۍ او ولايت څخه دافغانستان د هنري آسمان د ستورو په ډله کې ديوه طلايي ستوري په شان وځليده . د ميرمن قمرگل لمړنۍ سندره: (( په ما ميينه سترگې دې سرې دي - نن دې ډير ژړلي دينه )) د راډيو افغانستان د څپو له لارې د خلکو پر زړونو کيناسته چې په دې توگه يې د هنر په دغه اوږده مزل کې د خپل هنري ژوندانه په بدل کې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه ، سردار محمد داود خان ، ببرک کارمل او ډاکټر نجيب الله له خوا څخه د خلکو او ملت په نماينده گۍ طلايي مډالونه پر ټټر ټومبل شوي دي ، او د (( زه سپينه کوتره يم اوچته پروازونه کړم )) سندرې ميرمن قمرگل د يوې سوله پالې مور په توگه لا ډيره وځلوله او د ميرمن قمر گل وروستۍ لاس ته راوړنه د افغانستان د بلبلې لقب دى چې د حامد کرزي له خوا څخه ورته ورکړل شوى دى. ميرمن قمر گل په اووه کلنۍ په سندرو ويلو پيل کړى او لمړنۍ سندره يې ، لكه څنگه چې پاس هم وويل شول ، (( په ما مينه سترگې دې سرې دي - نن دې ډير ژړلي دينه )) ده. ميرمن قمر گل يو وختي د راډيو افغانستان له خوا څخه د کال سندرغاړې ، په دې وروستيو وختونو کې د آريانا د ټلويزيون له خوا د خلکو په نماينده گۍ د ښې سندر غاړې جايزه او ١٩٩٨ يم کال کې يې په کليفورنيا کې د افغانانو د ټولنې له خوا او په دې توگه په سلگونو نورې جايزې او لقبونه گټلي دي . ميرمن قمر گل واده کړى ، درې لوڼې او درې زامن لري ، په کاناډا کې ژوند کوي . د خپلو زامنو په مرسته لا تر اوسه هم خپلو هنري کارنو ته دوام ورکوي .

اخځونه

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/07/090728_mmn_s7qamargul-310709.shtml