گرځنده غږلېږدی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
موټورولا L7 گرځنده غوږي

ګرځنده ټېلیفون، لاسي ټېلیفون یا جیبي ټېلیفون چې کله ناکله په لنډ ډول موبایل، ګرځنده یا یوازې ټېلیفون هم بلل کېږي، یو لېږدېدونکی ټېلیفون دی چې د راډیویي فریکونسۍ د لېنک له لارې اړیکه ټینګولی او ترلاسه کولی شي، خو کاروونکی به په داسې سیمه کې وي چې د ټېلیفوني خدمتونو تر پوښښ لاندې وي. د راډیويي فریکونسۍ لېنک د ګرځنده ټېلیفون د اپرېټور له هغو سویچېنګ سیستمونو سره نښلېږي چې د ټېلیفون د سوېچ یا لېږد عمومي شبکې ته لاسرسی برابروي. د ګرځنده ټېلیفون اوسني خدمتونه د حجروي شبکې (cellular network) له معمارۍ څخه کار اخلي او له همدې امله په شمالي امریکا کې ګرځنده ټېلیفون ته «سېلیولر ټېلیفون» یا «سېل فون» هم ویل کېږي. په اوږده واټن کې پر غږ لېږدولو سربېره، ډيجیټل ګرځنده ټېلیفونونه (2G) بېلابېل نور خدمتونه لري چې متني پیغامونه، اېم.اېم.اېس، ایمېل، انټرنېټ ته لاسرسی، لنډ واټنه وایرلېس اړیکې (اېنفرا رېډ، بلوتوت)، سوداګریز اپلیکېشنونه، ویډيويي ګېمونه او ډيجیټل عکاسي یې د بېلګې په توګه یادولی شو. هغه ګرځنده ټېلیفونونه چې یوازې دغه وړتیاوې لري، ساده ټېلیفونونه بلل کېږي؛ او هغه ګرځنده ټېلیفونونه چې ډېرې پرمختللې محاسباتي وړتیاوې لري، ځيرک ټېلیفونونه بلل کېږي.[۱]

ګرځنده ټېلیفونونه د بشر یوه مهمه اختراع ګڼل کېږي، ځکه چې د مصرفي ټکنالوژۍ یوه تر ټولو ډېره کارېدونکې او تر ټولو ډېره پلورل کېدونکې برخه ده. ګرځنده ټېلیفونونو د محبوبیت له نظره په ځینو ځایونو کې چټکه وده کړې ده، د بېلګې په توګه په بریتانیا کې په ۱۹۹۹ کال کې د ټولو ګرځنده ټېلیفونونو شمېر د کورونو تر شمېر زیات شو. دا مهال ګرځنده ټېلیفونونه د نړۍ په هر ځای کې موجود دي او د نړۍ په کابو نیمو هېوادونو کې څه باندې ۹۰ سلنه خلک لږ تر لږه یو ګرځنده ټېلیفون لري.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخچه[سمول]

د راډیو انجنیرۍ په لومړیو پړاوونو کې د ګرځنده لاسي راډيویي ټېلیفون د خدمتونو هیله موجوده وه. په ۱۹۱۷ کال کې فنلنډي مخترع «اریک ټایګرسټډ» د «ډېر نازک کاربني مایکروفون لرونکي دوه پټيز جیبي ټېلیفون» لپاره د اختراع حق ثبت کړ. د ګرځنده ټېلیفونونو په لومړنیو ډولونو کې له کښتیو او ټرېنونو څخه انالوګ راډيويي اړیکې شاملې وې. په رښتینې معنا د لېږد وړ ټېلیفوني دستګاه د جوړولو لپاره هڅې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته او هغه مهال پیل شوې چې په ډېرو هېوادونو پرمختګونه وشول. د ګرځنده ټېلیفون پرمختګونه په پرله‌پسې «نسلونو» کې را څرګند شوي دي چې د صفر نسل (0G) له لومړنیو خدمتونو یې پیل شوی او بېلګې یې د بېل سیستم (Bell System) د ګرځنده ټېلیفون خدمتونه او د پرمختللي ګرځنده ټېلیفون خدمتونه دي. دغه «صفر نسل» سیستمونه حجروي نه وو، څو هم‌مهاله اړیکې یې ټینګولی شوای او ډېر قېمته تمامېدل.

ډولونه[سمول]

ځیرک ټېلیفون[سمول]

ځیرک ټېلیفونونه یو شمېر داسې ځانګړنې لري چې له نورو یې بېلوي. د مخابراتو نړیواله اتحادیه د هغو کسانو کچه اندازه کوي چې انټرنېټ ته لاسرسی لري او د موبایل-براډ بنډ فعال ګډونوال یې بولي (چې ټابلېټونه او داسې نور موبایلونه په کې راځي). په پرمختللې نړۍ کې دا مهال ځیرک ټېلیفونونه د مخکېنیو ګرځنده ټېلیفونونو تر سیستمونو ډېر کارول کېږي. په پرمختللو هېوادونو کې ځیرک ټېلیفونونه د ګرځنده ټېلیفونونو شاوخوا ۵۰ سلنه برخه جوړوي.

ساده ټېلیفون[سمول]

د ساده ټېلیفون اصطلاح معمولاً هغو ګرځنده ټېلیفونونو ته کارول کېږي چې د اوسنیو ځيرکو ټېلیفونونو په پرتله یې وړتیاوې کمې وي. ساده ټېلیفونونه پر ملټي مېډیا، انټرنېټ او نورو لومړنیو وړتیاوو سربېره معمولاً د غږیزې اړیکې او متني پیغامونو وړتیا لري. یو ساده ټېلیفون تر یوه داسې معمولي ګرځنده ټېلیفون ډېر کارونه کولی شي چې یوازې د اړیکو ټینګولو او پیغامونو لېږلو وړتیا لري. ساده ټېلیفونونه او ابتدايي ګرځنده ټېلیفونونه له یوه اختصاصي او کارن برسېر سافټویر څخه استفاده کوي. د دې پر خلاف، ځیرک ټېلیفونونه معمولاً د ګرځنده ټېلیفون له چلوونکي سیستم څخه استفاده کوي چې تر ډېره د ډيوایسونو تر منځ مشترکې ځانګړنې سره شریکوي.[۱۳][۱۴]

استفاده[سمول]

ګرځنده ټېلیفونونه د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي چې د کورنۍ له غړو سره اړیکه ټینګول، سوداګریزې چارې مخته وړل او په بیړنیو حالاتو کې ټېلیفون ته لاسرسی یې د بېلګې په توګه یادولی شو. ځینې خلک د بېلابېلو سوداګریزو او شخصي موخو لپاره تر یوه ډېر ګرځنده ټېلیفونونه کاروي. د بېلابېلو اړیکو د پلانونو له ګټو څخه د استفادې لپاره ګڼ سیم کارتونه کارېدای شي. د بېلګې په توګه یو ځانګړی پلان ښايي څه ناڅه ارزانه ځايي اړیکې، لرې اړیکې، نړیوالې اړیکې یا هم رومینګ برابرې کړي.[۱۵][۱۶][۱۷]

روغتیايي اغېزې[سمول]

د انسان پر روغتیا د ګرځنده ټېلیفون د وړانګو اغېزې هغه موضوع ده چې په دې وروستیو کې پام ورته شوی او څېړل شوې ده، لامل یې دا دی چې په ټوله نړۍ کې له ګرځنده ټېلیفون څخه استفاده زیاته شوې ده. ګرځنده ټېلیفونونه د مایکرو وېو په محدوده کې له الکترو مقناطیسي وړانګو څخه کار اخلي چې د ځینو په اند ښايي دغه وړانګې د انسان روغتیا ته زیان ولري. په دې اړه د انسانانو او غیر انساني حیواناتو اړوندې ګڼې اپيډيمولوژيکې او تجربوي څېړنې موجودې دي. ډېری دغه څېړنې په انسان کې د ګرځنده ټېلیفون او زیانمنوونکو بیولوژيکي اغېزو تر منځ کومه اړیکه نه څرګندوي. دا څېړنې د هغو شواهدو د توازن په توګه تعبیرېږي چې ښيي د ګرځنده ټېلیفونونو له لارې انسان ته کوم زیان نه رسېږي، که څه هم یو ګڼ شمېر انفرادي څېړنې دغه ډول یوه اړیکه څرګندوي یا هم بې پایلې دي. د ډېټا د ارتباطي شبکو په څېر نور وایرلېس ډيجیټل سیستمونه هم دې ته ورته وړانګې تولیدوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۱ کال د مې میاشتې په ۳۱مه نېټه وویل چې د ګرځنده ټېلیفون کارول ښايي د روغتیا لپاره یو اوږدمهالی ګواښ وي. د ساینس‌پوهانو یوې ډلې د ګرځنده ټېلیفون د خوندیتوب په اړه تر څېړنو وروسته د ګرځنده ټېلیفون وړانګې "د انسان لپاره احتمالي سرطان زیږوونکې" وبللې. ګرځنده ټېلیفون په بي۲ درجه کې ډلبندي کېږي چې تر څنګ یې د قهوې په څېر احتمالي سرطان زیږوونکي مواد راځي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

ځینو وروستیو څېړنو د ګرځنده ټېلیفون د استفادې او ځینو خاصو مغزي تومورونو او بزاقي غدو تر منځ اړیکه موندلې ده. لنارټ هارډل او نورو لیکوالانو په ۲۰۰۹ کال کې د معبترو مجلو د ۱۱ څېړنو له یوه مېټا انلایز څخه دا پایله واخیسته چې له ګرځنده ټېلیفون څخه لږ تر لږه لس کاله استفاده "د مغزي تومور د تشخیص خطر د سر په هغه برخه کې دوه برابره لوړوي چې د ګرځنده ټېلیفون د استفادې لپاره مناسب بلل کېږي."[۲۳]

له ګرځنده ټېلیفون څخه د مخکېنۍ استفادې په اړه یوې څېړنې په مغزي سرطان د اخته کېدو د خطر ۴۰ سلنه ډېروالی په هغو کسانو کې وښود چې له ګرځنده ټېلیفون څخه تر ټولو ډېره استفاده کوي (چې په یوه ۱۰ کلنه دوره کې یې هره ورځ ۳۰ دقیقې کارولی وي). دا د څېړنې د مخکېني هغه دریځ معکوس دی چې وايي د ګرځنده ټېلیفونونو یا د هغوی د سټېشنونو له امله د سرطان د پیدا کېدو احتمال کم دی او څېړنو د نورو روغتیايي اغېزو لپاره هېڅ قانع کوونکی دلیل نه دی موندلی. له دې سره سره، د ۲۰۱۲ کال د مارچ میاشتې په ۲۴مه نېټه په «بريټېش میډيکل ژورنال» کې یوه څېړنه خپره شوه چې دا اټکلونه یې تر پوښتنې لاندې راوستل، ځکه چې د مغزي سرطانونو ډېروالی له ګرځنده ټېلیفون څخه د استفادې له ډېروالي سره برابر نه و. د فرانسې په ګډون ځينو هېوادونو له روغتیايي خطرونو څخه د ډاډمنتیا د نشتون له امله هغو کسانو ته د ګرځنده ټېلیفون د کارولو په اړوند خبرداری ورکړی چې قانوني سن یې نه دی پوره کړی.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د متحدو ایالتونو د دولت له‌خوا د یوې اوږدمهالې څېړنې لومړنیو پایلو وښوده چې د راډيویي فریکونسۍ هغه وړانګې چې له ګرځنده ټېلیفون څخه خپرېږي، د سرطان لامل کېدلای شي.[۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Srivastava, Viranjay M.; Singh, Ghanshyam (2013). MOSFET Technologies for Double-Pole Four-Throw Radio-Frequency Switch. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319011653. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. John F. Mitchell Biography
  3. Who invented the cell phone?
  4. Teixeira, Tania (23 April 2010). "Meet the man who invented the mobile phone". BBC News. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Timeline from 1G to 5G: A Brief History on Cell Phones". CENGN (په انګلیسي ژبه کي). 2020-09-21. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 9 July 2010 باندې). Mobile penetration.
  7. "Gartner Says Worldwide Smartphone Sales Grew 3.9 Percent in First Quarter of 2016". Gartner. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Nokia Captured 9% Feature Phone Marketshare Worldwide in 2016". Strategyanalytics.com. 24 February 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Harris, Arlene; Cooper, Martin (2019). "Mobile phones: Impacts, challenges, and predictions". Human Behavior and Emerging Technologies 1: 15–17. doi:10.1002/hbe2.112. https://onlinelibrary.wiley.com/doi/full/10.1002/hbe2.112. 
  10. "BBC News | BUSINESS | Mobile phone sales surge". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gupta, Gireesh K. (2011). "Ubiquitous mobile phones are becoming indispensable". ACM Inroads 2 (2): 32–33. doi:10.1145/1963533.1963545. https://dl.acm.org/doi/abs/10.1145/1963533.1963545. 
  12. "Mobile phones are becoming ubiquitous". International Telecommunication Union (ITU). 17 February 2022. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "feature phone Definition from PC Magazine Encyclopedia". www.pcmag.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Todd Hixon, Two Weeks With A Dumb Phone, Forbes, 13 November 2012
  15. (په 16 October 2001 باندې). Millions keep secret mobile. BBC News.
  16. Brooks, Richard (13 August 2007). "Donated cell phones help battered women". The Press-Enterprise. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Goodyear, Dana (7 January 2009). "Letter from Japan: I ♥ Novels". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "IARC Classifies Radiofrequency Electromagnetic Fields as Possibly Carcinogenic to Humans" (PDF). World Health Organization. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "What are the health risks associated with mobile phones and their base stations?". Online Q&A. World Health Organization. 5 December 2005. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 31 May 2011 باندې). WHO: Cell phone use can increase possible cancer risk. CNN
  21. "Agents Classified by the IARC Monographs, Volumes 1–107" (PDF). monographs.iarc.fr. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Kovvali, Gopala (1 January 2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cell phones are as carcinogenic as coffee"]. Journal of Carcinogenesis 10 (1): 18. doi:10.4103/1477-3163.83044. PMID 21799662. 
  23. Khurana, VG; Teo C; Kundi M; Hardell L; Carlberg M (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Cell phones and brain tumors: A review including the long term epidemiologic data"]. Surgical Neurology 72 (3): 205–214. doi:10.1016/j.surneu.2009.01.019. PMID 19328536. 
  24. "World Health Organization: Cell Phones May Cause Cancer". Business Insider. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Electromagnetic fields and public health: mobile telephones and their base stations". Fact sheet N°193. World Health Organization. June 2000. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ فبروري ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mobile phone use and glioma risk: comparison of epidemiological study results with incidence trends in the United States"]. BMJ 344: e1147. 2012. doi:10.1136/bmj.e1147. PMID 22403263. 
  27. Brian Rohan (په 2 January 2008 باندې). France warns against excessive mobile phone use. Reuters
  28. Bhattacharjee, Pijush Kanti (2012). "Mobile Phone and System Are Designed In A Novel Way To Have Minimum Electromagnetic Wave Transmission In Air and Minimum Electrical Power Consumption" (PDF). International Journal of Computer Networks and Wireless Communications [IJCNWC], vol. 2, no. 5, pp. 556–59, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Harkinson, Josh (2016-05-27). ""Game-changing" study links cellphone radiation to cancer". Mother Jones. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Report of Partial Findings from the National Toxicology Program Carcinogenesis Studies of Cell Phone Radiofrequency Radiation in Hsd: Sprague Dawley® SD rats (Whole Body Exposures) – Draft 5-19-2016"