ګل غوټۍ خاورې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
غوټۍ خاورې

ګل غوټۍ خاورې دافغانستان د علومو اکاډمۍ څیړنواله غړې په 5 د افریل 2019 جمعه د سرطان ناروغې له امله د 58 کلونو په عمر په هند کې ومړه. لیکواله ژورنالسته او کیسه لیکونکې غوټۍ د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ په حصار شاهي کلې کې زیږیدلې وه. خپلې زده کړۍ یې د ماسټرۍ تر کچې په کابل کې ترسره کړی وې. ګل غوټۍ خاورې یو مهال د زېري او کابل مجلو مسوله مدیره هم پاتې شوې وه او دغه راز یې دافغانستان په علومو اکاډمي کې د فولکلور د څانګې د امریت دنده هم پرمخ وړې وه. میرمن غوټۍ د پښتو فولکلور لپاره ډیرې هلې ځلې ګړې وي او په دې برخه کې کتابونه هم لیکلې دي.