ګرټروډ بيل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګرډروډ مارګريټ لوتين بيل، (14 جولای 1868 – 12 جولای 1926) يوه انګريزه ليکواله، سفر کونکې، سياسي افسره، مديره او لرغونپېژندونکې وه. نوموړې د خپل ژوند ډېره برخه د منځني ختيځ په لټون (کشف او راسپړل) او نقشه جوړولو کې تېره کړه، او د خپلې پوهې او پراخه سفرونو په مټ جوړو کړويو اړيکو له امله د يوې عربې په توګه د برتانوي ټولواکمنۍ په پاليسي جوړولو کې اغېزمنه وګرځېده. په خپل ژوند کې، نوموړې د بين النهرين د عالي کميسار «پرسي کاکس» په څېر برتانوي چارواکو له خوا د زيات درناوي او باور وړ وه، کوم څه چې نوموړې ته ډېر اثر او رسوخ ورکړ. نوموړې د 1919ز کال د پاريس د امن کانفرانس (لنډمهالي ډول) او 1921ز کال د قاهرې په کنفرانس دواړو کې برخه واله وه، کوم چې د عثماني سترواکۍ د وېش د يوې برخې په توګه له جګړې وروسته منځني ختيځ د سیمه ييزو پولو او حکومتونو د پرېکړې په برخه کې مرسته وکړه. «بيل» باور درلود چې د عرب قومپالنې چټکتيا د درېدو وړ نه ده، او دا چې د برتانيې حکومت بايد د قومپالونکو پر ضد درېدو پر ځای له هغوی سره اتحاد وکړي. له «T. E. Lawrence» سره په شریکه، نوموړې د عثماني سترواکۍ له پای ته رسېدو وروسته، په منځني ختيځ کې د ازادو عرب دولتونو وکالت وکړ، او په اوسني اردن او عراق کې يې د هاشمي پاچاييو د ګومارلو څخه ملاتړ وکړ.

«بيل» په يوه امتيازي چاپېريال کې ستره شوه، کوم چې له نوموړې سره په اکسفورډ پوهنتون کې زده کړو، په نړۍ کې له سفر او له هغو خلکو سره بلدتيا کې مرسته وکړه چې وروسته مهم پاليسي جوړونکي وګرځېدل. د نوموړې په سفرونو کې، هغه يوه غوره غر ختونکي او اس سپرېدونکې شوه. د قاجار ايران، شام-فلسطين، بين النهرين، کوچنۍ اسيا او عربو څخه په ليدنو، نوموړې له منځني ختيځ سره زياته مينه څرګنده کړه. نوموړې د لوی تخمير او نويو موندنو پر مهال د لرغونو ځايونو په کيندنو کې برخه واخيسته، او په کوچنۍ اسيا کې په «بنبرکيليس» کې د کيندنو لپاره يې په خپله پانګه چمتو کړه. نوموړې په 1913-1914ز کلونو کې د يو پراخه سفر پر مهال د عرب ټاپووزمې په شمالي برخه کې د «Ha'il» په سيمه کې سفرونه وکړل، او هغه مهال د دې سيمې د ليدونکو ډېرو کمو لويديځوالو څخه يوه وه. د 1914ز کال د اګست په مياشت کې د دويمې نړيوالې جګړې پيل، او څو مياشتې وروسته د المان په پلوۍ په جګړه کې د عثماني سترواکۍ په داخلېدو سره په منځني ختيځ کې وضعيت په بل مخ واړاوه. نوموړې په لنډمهالي ډول په قاهره کې په عرب اداره کې شموليت غوره کړ، چېرته چې نوموړې له «T. E. Lawrence» سره يوځای کار وکړ. د هندوستان د وايسرای «Lord Hardinge» په غوښتنه، څوک چې د هغې کورنی ملګری و، نوموړې په 1917ز کال کې په عثماني بین النهرين کې له برتانوي ادارې سره يو ځای شوه، چېرته چې نوموړې د سياسي افسرې او د درې عالي کميشنرانو لپاره د ختيځ د منشۍ په توګه کار وکړ: نوموړې په برتانوي سترواکۍ کې په دومره لوړه چوکۍ کار کونکې يوازينۍ ښځه وه. «بيل» همدا راز د عراق د نوي کولو په هڅو کې په پراخه کچه د ښاري سني نفوس د هلو ځلو ملاتړ هم وکړ.

نوموړې د خپل پاتې ژوند ډېره برخه په بغداد کې تېره کړه، او د هېواد په جوړولو کې يې مهمه دنده تر سره کوله، کوم چې بالاخره د عراق په پاچايۍ بدله شوه. نوموړې په ښارونو او کلیوالو سيمو کې له زياتو عراقيانو سره وليدل او له هغوی سره يې ملګرتيا شوه، او د عراق د نوي پاچا فيصل باوري ملګري وه. د ژوند په وروستۍ برخه کې، نوموړې د عراق له سياست څخه څنډې ته شوه. شونې د دې اند له مخې چې هغه اوس هم داسې يو څه ته اړتيا لري چې مصروفه يې کړي، فيصل نوموړې د عراق د لرغونو اثارو افتخاري مشره وټاکله، چېرته چې نوموړې له لرغونو اثارو سره خپلې اصلي مينې ته راوګرځېده. په دې دنده کې، نوموړې د بهيرونو او فهرست موندنو د پايلو په نويو کولو کې مرسته وکړه، او دې ټولو لاسي صنايعو د غېر قانوني لوټ تالان په مخنيوي کې مرسته وکړه. نوموړې د عراقي مېرمنو لپاره د زده کړې ملاتړ وکړ، د بغداد د کتابتون (چې وروسته د عراق ملي کتابتون شو) د رئيسې په توګه يې خدمات وړاندې کړل، او د هېواد د لرغونو اثارو د خزانو د ښودلو لپاره يې، د عراق د موزيم بنسټ کېښود. نوموړې په 1926ز کال کې د خوب د زياتو ګوليو د خوړولو له امله مړه شوه، چې شونې ده دا يوه ځانوژونه وي، سره له دې چې د هغې روغتيايي حالت هم ښه نه و.

«بيل» زیاتې لیکنې وکړې. نوموړې د فارسي شاعرۍ يو کتاب وژباړه؛ ډېر کتابونه يې خپاره کړل چې د هغې سفرونه، دندې او کېندنې پکې تشريح شوې وې؛ او د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال يې انګلستان ته په پرله پسې ډول منظم ليکونه واستول، کومو چې هغه مهال پر دولتي فکر اغېز وکړ، په هغه وخت کې چې يوازې يو څو انګريزان د عصري منځني ختيځ څخه خبر وو.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

«ګروټروډ بيل» د 1898ز کال د جولای په څوارلسمه نېټه په واشنګټن نيو هال – چې اوس د ډيم مارګريټ هال په نوم پېژندل کېږي – د انګلستان د ډرهم ولسوالۍ په واشنګټن کې زېږېدلې وه. د هغې کورنۍ شتمنه وه، د کوم له امله چې د هغې لوړې زده کړې او سفر دواړه ممکن وګرځېدل. د هغې نېکه وسپنه جوړونکی «Sir Isaac Lowthian Bell» و، څوک چې يو صنعتکار او د 1875 او 1880ز کلونو تر منځ د پارلمان لبرال غړی و. ميري (née Shield) بيل، د نيو کيسل – ان ټاين د جان شيلډ لور او د ګيرټروډ مور، په 1871ز کال کې د موريس بيل (وروسته درېیمه Baronet) په نوم د يوې لور له زېږولو وروسته مړه شوه. دا مهال ګرټروډ بيل يوازې درې کلنه وه، او د مور مړينه د هغې له خپل پلار «سر هيو بيل»، دويم بارون سره د ژوند تر پايه نږدې اړيکې لامل وګرځېده، پلار يې يو پرمختګ پاله پانګوال او د کارخانې مالک و، او خپلو کارکونکو ته يې ښه معاش ورکاوه. په خپل ټول ژوند کې، ګيرټروډ له خپل پلار سره په خپلو سترو او کوچنيو چارو کې مشوره کوله، څوک چې د هغې لپاره يو بيلګه ييز شخصيت (الګو) و. په ځانګړي ډول، «هيو» له ګيرټروډ سره د حکومت په اړه خپل معلومات شريک کړل او په لوړو دندو ګومارل شويو چارواکو پورې د هغې لاسرسي کې يې مرسته وکړه.[۱][۲][۳]

د ګرټروډ په اوه کلنۍ کې، د هغې پلار دویم واده وکړ، په دې سره نوموړې له يوې ميرنۍ مور فلورنس بيل (née Olliffe) او وروسته له درې ميرنيو وروڼو خويندو سره مخ شوه. فلونس بيل يوه ډرامه لیکونکی او د ماشومانو د کيسو د ليکوالۍ تر څنګ د بيل فيکټرۍ د کارکونکو د مطالعې لیکواله هم وه. نوموړې ګيرټروډ ته د دندې او سليقې تصورات وښودل. نوموړې همدا راز د هغې ځيرکتيا وليده او د دې په باوري کولو سره يې د هغې په فکري وده کې خپله ونډه درلوده چې هغه ښه تعليم تر لاسه کړي. شونې ده چې د «مډلزبرو» سره نږدې په «ايسټن» کې د «بولکو وان» د وسپنې کارکونکو له مېرمنو سره د فلورنس فعاليتونو، د هغې له پرکټۍ سره د عراقي مېرمنو لپاره د زده کړې په دود کې مرسته کړې وي. د يو شمېر ژوند لیکنو څخه معلومېږي چې د هغې د مور «ميري» مړينه په کوچنیوالي کې د اساسي صدمې لامل ګرځېدلي وي، کوم چې د خفګان او خطرناک چلند پر مهال وليدل شوه. په داسې حال کې چې د مور مړينې خامخا په هغې اغېز درلود، بیا هم د ګرټروډ او فلورنس تر منځ يوه مثبته او د ژوند تر پايه يوه اړيکه وه.[۴][۵][۶]

له 1883 څخه تر 1886ز کال پورې، ګروټروډ بيل د لندن په کوین کالج کې زده کړې وکړې، کوم چې د نجونو لپاره يو مشهور ښوونځی و. په اولس کلنۍ کې، نوموړې بیا د ليډي مارګريټ هال، اکسفروډ پوهنتون کې زده کړې وکړې. تاریخ يو له هغو څو مضامينو څخه و چې ښځو ته يې د لوستلو اجازه وه، ځکه هغه مهال په ښځو ډېر محدوديتونه لګول شوي وو. نوموړې په جديد تاریخ کې تخصص وکړ، او بيا هغه لومړۍ ښځه وه چې په اکسفورډ کې يې په جديد تاریخ کې د لومړۍ درجې ویاړ سند تر لاسه کړ، دا کارنامه نوموړې يوازې په دوه کلونو کې تر لاسه کړه. هغه کال يوولس تنه فارغان شول. نهه ثبت شول؛ ځکه نارينه وو، او نور دوه يې بيل او اليس ګرين وډ وو. په هر حال، دوه ښځو ته علمي سندونه ورنه کړل شول. دا چاره تر 1920ز کال پورې روانه، کله چې اکسفورډ په دې برخه کې له ښځو سره د نارينه وو برابر چلند پيل کړ.[۷][۸][۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite ODNB
  2. Howell 2008, pp. 33–34
  3. Wallach 2005, pp. 12, 188
  4. Bell 2000, pp. 5–6
  5. کينډۍ:Cite ODNB
  6. Chalabi, Tamara (2017). "Fragments of a Mirror: The Writing of Gertrude Bell". In Collins, Paul; Tripp, Charles (المحررون). Gertrude Bell in Iraq: A Life and Legacy. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 155–185. doi:10.5871/bacad/9780197266076.003.0007. S2CID 164903820. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-726607-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lukitz 2013, p. 14
  8. Howell 2007, p. 41
  9. کينډۍ:Cite ODNB
  10. Meyer & Brysac 2008, p. 164–166