ګبن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ګبن د «Hylobatidae» په کورنۍ کې یو ډول شاديان دي. له تاریخي اړخه په دې کورنۍ کې يو جينس موجود و، خو اوس په څلورو موجوده نسلونو او 20 انواعو وېشل شوي دي. ګبن له ختيځ بنګله ديش څخه نيولې شمال ختيځ هندوستان پورې، تر سويلي چين او اندونيزيا پورې (د سماټرا، بورنيو او جاوا ټاپوګانو په ګډون) په نيمه استوايي او استوايي باراني ځنګلونو کې ژوند کوي.

دې ته کوچني شاديان هم ويل کېږي، کبن له سترو شاديانو سره (چې هغه بونوبو، چمپانزي، ګوريلا، اونګوتان او انسانان دي) له دې امله توپير لري، چې دوی کوچني دي، ښکته جنسي د شکل ورته والی ښيي، او ځالې نه جوړوي. د نورو ټولو شاديانو په څېر، ګبن لکۍ نه لري. د ډېرو سترو شاديانو په خلاف، ګبن عموماً د اوږدمهال لپاره  جوړه يي اړيکې جوړوي. د هغوی د حرکت ابتدايي حالت، په مټو تګ دی، چې دې کې په يو ساعت کې د پنځه پنځوس کيلو متره (په يو ساعت کې 34 ميله) په چټکتيا سره د پنځلس متره (50 فوټه) واټن پورې له يوې څانګې څخه بلې څانګه کې ځنګېدل شامل دي. دوی تر اته متره (26 فوټه) پورې هم ټوپ وهلی شي، او د توازن لپاره د خپلو مټو په پورته کولو سره دوه لوریو ته تګ کولای شي. دوی په ونو کې اوسېدونکو، نه الوتونکو تي لرونکو کې تر ټولو چټک دي.[۱][۲]

د دوی تر انواعو او جنس پورې اړه لري، د ګبن د پوستکي رنګ له تور څخه نيولي تر روښانه خړ رنګي پورې وي، او د سپين او تور تر منځ کوم ډول توپير لري، په داسې حال کې چې په بشپړ ډول سپين ګبن ډېر کم پيدا دي.

لغت پېژندنه[سمول]

د انګريزي ژبې ټکی " gibbon" له فرانسوي ژبې څخه اخيستل شوی دی، او شونې ده چې د «Orang Asli» (Orang Asli په ماليزيا کې یو توکم دی) ټکي څخه اخيستل شوی وي.[۳]

تکاملي تيوري[سمول]

د ټول جينوم ماليکولر تاريخ له تحليل څخه معلومېږي چې د ګبن سلسله شا اوخوا 16.8 ميليوه کاله پخوا له لويو شاديانو څخه جلا شوې وه (95٪ د باور وقفه: 15.9-17.6 ميليونه کاله مخکې؛ د پخوانۍ نړۍ له شاديانو څخه 29 ميليونه کاله مخکې وخت توپیر ته په کتنې سره). له کروموزومي بيا ترتيب کېدو سره اړوند تطبيقي انحراف د څلور نسلونو 5-7 ميليونه کاله مخکې په دې نوع کې د چټک بدلون تکامل لامل وګرځېد. هر جينس د يو جلا، په ښه ډول بيان کړای شوي نسب لرونکی دی، خو د دې نسلونو تر منځ د توپير ترتيب او د وخت حل کول ستونزمن دي، ان تر دې چې د ټول جينوم د معلوماتو سره هم، لامل يې چټک بدلون انواع او پراخه نامکمل نسب جوړېدل دي. د مورفولوجي (د ژونديو موجوداتو د جوړښت څېړنه) پر بنسټ يو تحليل وايي چې څلور نسلونه ترتيب شوي دي چې په دې ډول دي (Symphalangus, (Nomascus, (Hoolock, Hylobates))).[۴][۵][۶]

د جينوم د اندازې د معلوماتو د مجموعې د همغږۍ پر بنسټ د انواعو د ونې (قد) تحليل د څلورو نسلونو لپاره يو فايلوجني (د انواعو د تکامل تاريخ) وړانديز کوي، چې په دې ډول ترتيب شوي دي (Hylobates, (Nomascus, (Hoolock, Symphalangus))).[۷]

د انواعو په کچه، د مايټوکونډريل ډي اين ای جينوم تحليلونو اټکلونه وايي چې «Hylobates pileatus» له «H. lar» او «H. agilis» څخه شا اوخوا 3.9 ميلیونه کاله مخکې او «H. lar» او «H. agilis» شا اوخوا 3.3 ميليونه کاله مخکې جلا شوي دي. د بشپړ جينوم تجزيه وړانديز کوي چې «H. pileatus» له «H. moloch» څخه 1.5-3.0 ميليونه کاله مخکې جلا شوي دي. له منځه تللی « Bunopithecus sericus » يو ګبن يا ګبن ته ورته شادی دی، د کوم په اړه چې تر وروستيو پورې، فکر کېدو چې د «hoolock gibbons » سره ژورې اړيکې لري.[۸][۹]

ډلبندي[سمول]

دا کورنۍ د دوی د غبرګ کروموزوم شمېر پر بنسټ په څلورو نسلونو کې وېشل شوې ده: Hylobates (44), Hoolock (38), Nomascus (52) او Symphalangus (50). همدا اراز اوسمهال څلور له منځه تللي نسلونه پېژندل شوي دي: Bunopithecus, Junzi  او Yuanmoupithecus. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

  • جينس Hoolock
    • لوېديځ hoolock ګبن، H.hoolock
    • ختيځ hoolock ګبن، H. Leuconedys
    • سکای واکر hoolock ګبن، [۱۴]H. tianxing
  • جينس Hylobates: کوچني ګبن
    • Lar ګبن يا سپين لاس لرونکي ګبن، H.lar
    • بورنين د زنې سپين ويښته لرونکي ګبن، H. albibarbis
    • چټک ګبن يا د تور لاس لرونکي ګبن، H.agilis
    • لويديځ خړ رنګه ګبن يا د ايبټ خړ رنګه ګبن، [۱۵]H. abbotti
    • ختيځ خړ رنګه ګبن يا شمالي خړ رنګه ګبن، [۱۶]H. Funereus
    • د مولر ګبن یا سويلی خړ رنګه ګبن، H. mulleri
    • سلوري ګبن، H. moloch
    • پايليټډ ګبن يا خولۍ لرونکي ګبن، H. pileatus
    • د کلوس ګبين، مينټاوايي ګبن يا بلو، H. klossii
  • Symphalangus جينس
    • سيامنګ، S. syndactylus
  • جينس Nomascus: تاج لرونکی ګبن
    • شمالي ژيړبخونو غمبورو ګبن، N. annamensis
    • شين رنګه يا تور تاج لرونکی ګبن، N.concolor
    • ختيځ تور تاج لرونکی ګبن يا Cao Vit  تور تاج لرونکی ګبن، N. nasutus
    • هاينان تور تاج لرونکی ګبن، N. hainanus
    • شمالي سپين غمبوري لرونکی ګبن، N. leucogenys
    • سويلي سپین غمبوري لرونکی ګبن، ډږ سهنه
    • د ژيړ غمبوری لرونکی ګبن، N. gabriellae

له منځه تللی نسل[سمول]

  • جينس Bunopithecus
    • جينس جنزي
  • جنزی امپیریلیس
    • جينس Yuanmoupithecus

دوه رګه (ګڼتومنه يا هغه ژوی چې د مور او پلار دواړو څخه بشپړ کروموزوم لري)[سمول]

د وړيو د رنګ پر بنسټ د ډېرو ګبن پېژندل ستونزمن دي، له همدې امله يا د اواز يا د جنيټیکي اړخه پېژندل شوي دي. دا مورفوليجيکي ابهام په ژوبڼونو کې د دوه رګه توب لامل ګرځېدلی دی. عموماً ژوبڼونه د نامعلومې سيمې ګبن تر لاسه کوي، له همدې امله دوی په مورفولوجيکي بدلون يا نښو تکیه کوي، د کوم د انواعو يا فرعي انواعو د نوم کېښودلو  تاييد کول چې ناشوني وي، په همدې بنسټ د ګبن جلا انواع په عموم کې په ناسم ډول پېژندل کېږي، او دوی بيا يو ځای ساتل کېږي. دا شک هم شته چې په يو جينس کې يو ځانګړی دوه رګه، په وحشي ګبن کې وموندل شي، چېرته چې د دوی حدود يو په بل کې ننوتي دي. په هر حال، د ګبن په مختلفو نسلونو کې هېڅ حاصلخېزه دوه رګه نه دی ثبت شوی، نه په وحشي کې، او نه په نيول شويو کې.[۱۷][۱۸][۱۹]

تشريح[سمول]

د ګبن د اناتومي يو بې ساری اړخ مړوند دی، کوم چې د ګردي او د ګردي د ځای لرونکې خلا د بند په توګه فعاليت کوي، له کوم څخه چې دوه محوري خوځښت منځ ته راځي. دا په لوړ مټ او تنه کې د اړينې انرژۍ اندازه ډېره کموي، په داسې حال کې چې د ولي (اوږه) په بند هم فشار کموي. ګبن همدا راز اوږده لاسونه او پښې لري، د هغوی د لاسونو د لومړۍ او دويمې ګوتې تر منځ ژور چاود موجود وي. د دوی وړۍ عموماً تورې، خړې او يا قهوه يي وي، عموماً په لاسونو، پښو او مخ سپينې نښې لري. د «سيامنګ» په څېر ځينې انواع يې په ستوني کې يوه ستره کڅوړه لري، کومه چې پړسېږي، او د ژويو په غږ سره د یو اواز کونکي خونه ګرځي. دا جوړښت په ځينو انواعو کې تر ډېر اندازې غټ وي، کله کله د دې ژوي د سر له اندازې سره برابرېږي. د دوی اوازونه د يو انساني سندرغاړي په نسبت ډېر زيات پياوړي وي، په داسې حال کې چې د دوی ونه د انسان د ونې په نيمايي ده.[۲۰]

د ګبن د سر کوپړۍ (جمجمه) او غاښونه د لويو شاديانو سره ورته دي، او د دوی پوزې د ټولو «catarrhine primates» سره ورته دي. د دوی د غاښونو فارموله 2.1.2.32.1.2.3 ده. سيامانګ چې په 18 انواعو کې تر ټولو لوی دی، په هره پښه کې دوه ګوتو يو ځای نښتلو سره پېژندل کېږي، له همدې امله جنريکي او د انواعو نوم د generic او syndactylus په توګه ورکړل شوی دی.[۲۱][۲۲]

چلند (سلوک)[سمول]

د ټولو پرايمیټ (primates ډېر ابتدايي ژوي) په څېر، ګبن هم ټولنيز ژوي دي. دوی پیاوړي سیمه ييز دي، او د پیاوړي ليد او اواز ښودلو سره د خپلو حدودو څخه دفاع کوي. د اواز عنصر، کوم چې د یو کيلو متر (0.62 ميله) واټن څخه اورېدل کېدای شي، د غبرګو تر منځ د د يو ځای شوې جوړې (زوج) څخه جوړ وي، چې کله کله د دوی ځوان يې هم پکې شامل وي. په ډېرو انواعو کې، نارينه او ځينې ښځینه يې يوازې سندره وايي، تر څو مقابل لوری ځان ته راغب کړي، او همدا راز د خپلو سيمو اعلان کوي. دا سندره نه يوازې په دې د پوهېدو لپاره کارول کېږي چې د ګبن کوم نسل سندره وايي، بلکې د هغې سيمې پېژندلو لپاره هم چې له کومه دا راغلی دی.[۲۳][۲۴]

ګبن عموماً د ژوند لپاره يو ملګری ساتي، په داسې حال کې چې دوی د تل لپاره له جنسي اړخه د یو زوج لرونکي نه وي. پر اضافي جوړو سربېره، له جوړې سره تړلی ګبن کله کله طلاق هم کوي. [۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Gibbon Conservation Center Working to Save South Asia's Hoolock Gibbons & Other "Small Apes"". National Geographic =. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ نومبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Gibbon". a-z animals. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lim, Teckwyn (2020). "An Aslian origin for the word gibbon". Lexis. 15. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Carbone, Lucia; et al. (2014). "Gibbon genome and the fast karyotype evolution of small apes". Nature. 513 (11 September 2014): 195–201. Bibcode:2014Natur.513..195C. doi:10.1038/nature13679. PMC 4249732. PMID 25209798. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Matsudaira, K; Ishida, T (May 2010). "Phylogenetic relationships and divergence dates of the whole mitochondrial genome sequences among three gibbon genera". Mol. Phylogenet. Evol. 55 (2): 454–59. doi:10.1016/j.ympev.2010.01.032. PMID 20138221. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Geissmann, Thomas (2003). "Taxonomy and evolution of gibbons". Evolutionary Anthropology: Issues, News, and Reviews. 11: 28–31. CiteSeerX = 10.1.1.524.4224 10.1.1.524.4224. doi:10.1002/evan.10047. S2CID 36655075. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Shi, Cheng-Min; Yang, Ziheng (January 2018). "Coalescent-Based Analyses of Genomic Sequence Data Provide a Robust Resolution of Phylogenetic Relationships among Major Groups of Gibbons". Molecular Biology and Evolution. 35 (1): 159–179. doi:10.1093/molbev/msx277. PMC 5850733. PMID 29087487. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Carbone, Lucia; et al. (2014). "Gibbon genome and the fast karyotype evolution of small apes". Nature. 513 (11 September 2014): 195–201. Bibcode:2014Natur.513..195C. doi:10.1038/nature13679. PMC 4249732. PMID 25209798. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Matsudaira, K; Ishida, T (May 2010). "Phylogenetic relationships and divergence dates of the whole mitochondrial genome sequences among three gibbon genera". Mol. Phylogenet. Evol. 55 (2): 454–59. doi:10.1016/j.ympev.2010.01.032. PMID 20138221. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 2018-06-21 باندې). Extinct gibbon found in tomb of ancient Chinese emperor's grandmother.
  11. (په 8 September 2020 باندې). A stray molar is the oldest known fossil from an ancient gibbon - Ancestors of these small-bodied apes were in India roughly 13 million years ago, a study suggests. Science News.
  12. Sonstige, Wilson, Don E. 1944- Hrsg. Cavallini, Paolo (2013). Handbook of the mammals of the world. Lynx Edicions. OCLC 1222638259. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-84-96553-89-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Geissmann, Thomas (December 1995). "Gibbon systematics and species identification" (PDF). International Zoo News. 42: 467–501. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 11 January 2017 باندې). New species of gibbon discovered in China. The Guardian.
  15. Sonstige, Wilson, Don E. 1944- Hrsg. Cavallini, Paolo (2013). Handbook of the mammals of the world. Lynx Edicions. OCLC 1222638259. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-84-96553-89-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Sonstige, Wilson, Don E. 1944- Hrsg. Cavallini, Paolo (2013). Handbook of the mammals of the world. Lynx Edicions. OCLC 1222638259. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-84-96553-89-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sugawara, K. (1979). "Sociological study of a wild group of hybrid baboons between Papio anubis and P. hamadryas in the Awash Valley, Ethiopia". Primates. 20 (1): 21–56. doi:10.1007/BF02373827. S2CID 23061688. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Tenaza, R. (1984). "Songs of hybrid gibbons (Hylobates lar × H. muelleri)". American Journal of Primatology. 8 (3): 249–253. doi:10.1002/ajp.1350080307. PMID 31986810. S2CID 84957700. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Carbone, Lucia; et al. (2014). "Gibbon genome and the fast karyotype evolution of small apes". Nature. 513 (11 September 2014): 195–201. Bibcode:2014Natur.513..195C. doi:10.1038/nature13679. PMC 4249732. PMID 25209798. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lull, Richard Swann (1921). "Seventy Seven". Organic Evolution. New York: The Macmillan Company. د کتاب پاڼي 641–677. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Myers, P. 2000. Family Hylobatidae, Animal Diversity Web. Accessed April 05, 2011-04-05.
  22. Geissmann, T. (2011). "Typical Characteristics". Gibbon Research Lab. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Clarke E, Reichard UH, Zuberbühler K (2006). Emery N (المحرر). "The Syntax and Meaning of Wild Gibbon Songs". PLOS ONE. 1 (1): e73. Bibcode:2006PLoSO...1...73C. doi:10.1371/journal.pone.0000073. PMC 1762393. PMID 17183705. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Glover, Hilary. Recognizing gibbons from their regional accents, BioMed Central, EurekAlert.org, 6 February 2011.
  25. Reichard, U (1995). "Extra-pair copulations in a monogamous gibbon (Hylobates lar)". Ethology. 100 (2): 99–112. doi:10.1111/j.1439-0310.1995.tb00319.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Briggs, Mike; Briggs, Peggy (2005). The Encyclopedia of World Wildlife. Parragon. د کتاب پاڼې 146. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1405456807. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)