کاټن مادر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاټن مادر FRS (۱۶۶۳،فبروري،۱۲ – ۱۷۲۸، فبروري، ۱۳) د نيو انګلينډ يو «پيورټي» (مسيحي دين يوه څانګه) مذهبي مشر او پنځونکی ليکوال و. په هارورډ کالج کې يې زده کړې وکړې، په ۱۶۸۵ز کال کې د بوسټن د کانګريشنليسټ زاړه شمالي ميټنګ هاوس د مذهبي مشر په توګه له خپل پلار «انکريز» سره يو ځای شو، چېرته چې نوموړي د خپل ژوند تر پايه تبلیغ وکړ. په انګريزي خبرې کونکې نوې ابادېدونکې امريکا کې د يو ستر روڼ اندي او ولسي څېرې په توګه، کاټن مادر په ۱۶۸۹ز کال کې د «سر ايډمونډ انډروس» پر ضد له يو بريالی بغاوت سره مرسته وکړه، «سر ايډمونډ انډروس» هغه څوک چې د پاچا «جيمز دويم» له خوا په نوي انګلستان د والي په توګه تحميل شوی و. د ۱۶۹۲-۱۶۹۳ کلونو د «سيليم» د جادو په محاکمو کې د «مادر» ښکېلتيا، د هغه د ژوند پر مهال سختې شخړې پېدا کړي او د هغه په تاريخي نوم يې منفي اغېزې وکړې، له کومو محاکمو څخه چې وروسته نوموړي د «د نه ليدونکو د نړۍ اعجوبې» (۱۶۹۳) په نوم په خپل کتاب کې دفاع وکړه. د نوي استعماري انګلستان د يو تاريخ پوه په توګه، مادر د «Magnalia Christi Americana» (۱۷۰۲) په نوم کتاب له امله زيات مشهور دی.

په نوي انګلستان کې د منځه تلونکو مذهبي او ټولنيزو احکاماتو ته له شخصي او فکري اړخه ژمن و، کاټن مادر د هارډورډ کالج د رياست ناکامه هڅه وکړه، دا هغه دفتر و چې يو وخت يې پلار مشري کوله، څوک چې يو «پوريټي» مذهبي مشر او روڼ اندی و. له ۱۷۰۲ز کال وروسته، له «جوزيف ډوډلي» سره د کاټن ميتر ټکر پيدا شو، څوک چې د ماساچوسټس بی ولايت والي و، مادر يوه ناکامه هڅه کړې وه چې نوموړی له واکه لېرې کړي.  مادر په نوي انګلستان کې د «پيوريټنزم» د يو فکري بنسټ په توګه د «نيو يال کالج» ملاتړ وکړ. نوموړي له اروپايي پوهانو سره پراخې اړيکې درلودې او په ۱۷۱۰ز کال کې يې د ګلاسګو پوهنتون څخه د  الاهياتو افتخاري دوکتورا سند تر لاسه کړ.[۱]

کاتن مادر چې په امريکا کې له نوي تجربوي ساينس څخه ملاتړ کونکی و، د بوټو پر پيوند کولو او د ننکیو په ناروغي د اخته کېدو څخه د مخنيوي لپاره د ستنو لګولو پر استعمال بنسټيزه څېړنه وکړه.  نوموړي د ساينسي موضوعاتو په اړوند په لندن کې شاهي ټولنې ته ګڼ راپورونه واستول، کومې ټولنې چې نوموړی په ۱۷۱۳ز کال کې د هکمار په توګه وټاکه. د ننکيو لپاره د ستنې لګولو په اړوند د مادر تشهير، د کوم په اړه چې نوموړي له يو افريقايي «اونيسيمس» څخه زده کړه کړې وه، څوک چې مادر د مريې په توګه له ځانه سره ساتلی و، په ۱۷۲۱ز کال کې په بوسټن کې د ننکيو د خپرېدو پر مهال د نوموړي دا تشهير له تاوتريخوالي ډکو شخړو لامل وګرځېد. ساينس پوه او د متحده ايالاتو يو بنسټ اېښودونکي «بنجامين فرانکلين»، د بوسټن د يو ځوان اوسېدونکي په توګه د لرغوني «پوريتاني» نظم مخالفت وکړ چې مادر د دې مذهب استازولي کوله او د ستنې لګولو په مخالفو هڅو کې يې ګډون وکړ، نوموړي وروسته د « Bonifacius, or Essays to Do Good» (۱۷۱۰) په نوم د مادر کتاب، پر خپل ژوند د يو ستر اغېز په توګه بيان کړی و.[۲][۳]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

کاتن مادر د ماساچوسټ بی مستعمرې په مرکزي ښار بوسټن کې په ۱۶۶۳ز کال کې زېږېدلی و، د پلار نوم يې «ريو.انکريز ميتر» او د مور نوم يې «ماريا ني کاټن» و. نيکونه يې ريچارډ مادر او جان کاټن و، دواړه پیاوړي پوريټي مذهبي مشران و، چا چې د ماساچوسټ مستعمرې په جوړولو او پرمختګ کې ستره ونډه درلوده. ريچارډ مادر د اکسفرډ پوهنتون څخه فارغ شوی او جان کاټن د کامبريج له پوهنتون څخه فارغ و. انکريز مادر له هارورډ کالج او ډبلين پوهنتون څخه فارغ و او د بوسټن د اصلي شمالي کليسا (د پال ريور د مشهورې اينګليکي زړې شمالي کليسا سره بايد ګډه وډه نه کړای شي) کې يې د مذهبي مشر په توګه خدمات وړاندې کړي وو. دا په ښار کې د دوه کانګريګشنلي کليساګانو څخه يوه وه، دويمه يې هغه لومړۍ کليسا وه چې جان وينتروپ جوړه کړې وه. همدې ته په کتنې سره کاټن مادر د نيو انګلينډ د مستعرې په اغېزناکو او له فکري اړخه پياوړو کورنيو کې زېږلی و او داسې برېښېده چې هغه د خپل پلار او نېکه د پيوريټني پادريانو پيروي کول غواړي.

په ۱۶۷۴ز کال کې د ګاونډي ښار کامبريج په هارورډ پوهنتون کې داخل شو. دا مهال د هغه عمر يواځې يوولس نيم کاله و، نوموړی په دې اداره کې داخل شوی تر اوسه تر ټولو کم عمره شاګرد دی. د همدې وخت په شا اوخوا کې، کاټن د خبرو پر مهال د ژبې بندېدو له ستونزې په ځورېدو اخته شو، دا د خبرو پر مهال هغه خلل و چې نوموړي په خپل ټول ژوند کې هڅه کوله حل يې کړي. مشرانو محصلينو به ځورولو او دا وېره ورسره وه چې د هغه د ژبې بندېدل به د ویناوال ګرځېدو په مخ کې د هغه لپاره خنډ وګرځي، کاټن په لنډمهالي ډول له کالج ووت او په کور کې يې زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړي همدا راز په درملو کې لېوالتيا پيدا کړه او په دې اړه يې غور پيل کړ چې د يو مذهبي مشر پر ځای د يو ډاکټر په توګه مسلک خپلولو شونتيا تعقيب کړي. وروسته کاټن بېرته هارورډ ته ستون شو او په ۱۶۷۸ز کال کې يې په هنرونو کې د لسانس سند تر لاسه کړ، له دې وروسته يې په ۱۶۸۱ز کال کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ.[۴]

له خپلو زده کړو تر بشپړورلو وروسته، کاټن د مرستيال پادري په توګه د خپل پلار په کليسا کې شامل شو. په ۱۶۸۵ز کال کې، کاټن په کليسا کې وټاکل شو او د کليسا د شريک پادري په توګه يې بشپړ مسئوليتونه تر لاسه کړل. پلار او زوی په ۱۷۲۳ز کال کې د «انکريز» تر مړينې پورې د دې ډلې د پاملرنې مسئوليتونه سره ويشلي وو. کاټن د خپل پلار له مړينې وروسته له پنځو څخه هم کمو کلونو کې ومړ او له همدې امله نوموړی د خپل مسلک په اوږدو کې د قدرمن او پياوړوي «انکريز» تر سيوري لاندې و.[۵]

په پايله کې «انکريز مادر» د هارورډ رئيس وټاکل شو او د ماساچوسټس مستعمرې په سياست يې د پام وړ اغېز درلود. د کاټن د هڅو سره سره، هغه هېڅکله هم د خپل پلار په څېر اغېزناک ونه ګرځېد. د سيليم د جادوګرۍ د محاکمو پر مهال د هغوی خړې پړې اړيکې تر ټولو زياتې روښانه شوې، د کومو ملاتړد چې په څرکند ډول «انکريز مادر ونه کړ. کاټن د يو ليکوال په توګه د خپل پلار له پنځونو پښه واړوله او نږدې ۴۰۰ اثار يې وپنځول.[۶]

کاټن ميتر د ۱۶۸۶ز کال د مۍ په مياشت کې د چارلس ټاون د ډګروال جان فيليپس له لور ايبيګیل فلپس سره واده وکړ، دا مهال د کاټن عمر درويشت کاله او د ابيګيل عمر شپاړس کاله و. ابيګيل، د دوی دوه غبرګوني زېږېدلي اولادونه او دوه کلنه لور يې ټول په ۱۷۰۲ز کال کې د شري وبا د خپرېدو له امله مړه شول.[۷]

د ۱۶۸۹ کال بغاوت[سمول]

د ۱۶۸۶ز کال د مۍ مياشتې په څوارلسمه نېټه، له «ابيګيل فلپس» سره د کاټن مادر له واده لس ورځې وروسته، «ايډوارډ رينډولف» په بوسټن کې د انګلستان د پاچا جيمز دويم د له پرانيستو ليکونو سره راورسېد، کومو چې د ميساچوسټس د شرکت منشور منسوخ کړ رينډولف ته يې د مستعمري حکومت د بيا منظم کولو امر وکړ. جيمز اراده درلوده چې د ميساچوسټس د مذهبي بېلتون خوښۍ د مخنيوي لپاره دا مستعمره د نوي انګلينډ په يوه پراخه سيمه کې داخله کړي، کوم ټاکلی قانون جوړونکی ونه لري او د يو داسې والي تر واکمنۍ لاندې وي، څوک چې د وليعهد په خوښه کار کوي. د دې کال په وروستيو کې پاچا «سر ايډمنډ اينډروس» د دې نوې سيمې والي وټاکه. دا په «پوريټني» مذهبي او ټولنيز نظم نېغ په نېغه بريد و، د کوم استازولي چې مادر کوله، همدا راز د ميساچوسټس په سيمه ييزه خپلواکۍ هم بريد و. د نوې ابادۍ پلويان په ځانګړي ډول هغه مهال وپارېدل، کله چې انډروس اعلان وکړ چې د پخواني ميساچوسټس بی شرکت په نوم د ځمکې ورکړل شوې ټول قراردادونه بې اعتباره دي، دوی يې اړ کړل چې بيا غوښتنه وکړي او د  هغې ځمکې په بدل کې د نوي شاهي امتياز لپاره تاديات وکړي، کومه ځمکه چې همدا اوس د دوی په واک کې ده او يا به ورڅخه بېرته واخيستل شي. د ۱۶۷۸۷ز کال د اپريل په مياشت کې، انکريز مادر لنډن ته ولاړ، هلته د څلورو کلونو لپاره پاتې شو او له دربار څخه يې د هغه څه غوښتنه کوله چې نوموړي د ماساچوسټس مستعمرې ګټې بللې.[۸]

سرچينې[سمول]

  1. Silverman, Kenneth (2002) [1984]. The Life and Times of Cotton Mather. New York: Welcome Rain Publishers. د کتاب پاڼې 222. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-56649-206-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cohen, I. Bernard (1990). Benjamin Franklin's Science. Cambridge, MA and London: Harvard University Press. د کتاب پاڼې 175. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-674-06659-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Silverman 2002، مم. 253–254, 357.
  4. Silverman 2002، م. 15.
  5. Sibley, John Langdon (1885). Biographical Sketches of Graduates of Harvard University in Cambridge, Massachusetts, Volume III. Cambridge: Charles William Sever, University Bookstore. د کتاب پاڼې 8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hovey, Kenneth Alan (2009). "Cotton Mather: 1663–1728". In Lauter, Paul (المحرر). Heath Anthology of American Literature. A. Boston: Houghton Mifflin Harcourt. د کتاب پاڼي 531–32. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hostetter, Margaret Kendrick (April 5, 2012). "What We Don't See". The New England Journal of Medicine. 366 (14): 1328–34. doi:10.1056/NEJMra1111421. PMID 22475596. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Silverman 2002، م. 65.