کانډنسر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کاندنسر بېلگې

کاندنسر یو لاتیني ټکی دی چې د كښېكاږونکی مانا ورکوي. دا نوم اړوند لري په هغه چارچ چې د لوحو په منځکې كښېكاږل کېږي. کاندنسر هغه اله ده چې برښنایي چارجونه زیرمه کوي. دا اله د دوو موازي برېښنا لېږدونکو لوحو څخه جوړه شوې ده. دغه لېږدونکي د نه لېږدونکي توکونو او یا د هوا په مرسته یو له بله جلا کېږي. کله چې لوحې یوه مثبت او بله منفي چارچ شي نو منفي چارچونه د نه لېږدونکي له لارې مثبتې لوحې ته خوځېږي.

د کاندنسر وسه

هر کاندنسر خپله د ساتلو وسه لري. د ده وسه د چارچونو د کچې سره په نیغه او د لوحو تر منځ د پوتنشیل د توپیر سره چپه تړنه لري. که د کاندنسر وسه په (C)، د چارچونو کچه په (Q)او د پوتنشیل توپیر په (V) نو دا فورمول به په لاس راشي:

د کاندنسر د وسې واحد

د کاندنسر د وسې واحد فاراد (Farad) دی. چې په لنډه یې نښه (F) ده. یو فاراد هغه وسه ده چې یو کولمب چارچ د یوه کاندنسر د لوحو تر منځ یو ولت د پوتنشیل توپیر منځ ته راوړي.

د کاندنسر ډولونه

  • نه بدلېدونکی هغه کاندنسر ته وایي چې د وسپنې د لوحو څخه جوړ شوی دی او د لوحو تر منځ نه لېږدونکي توکي لکه ابرک، اېښودل شوې دي. دا ټولو ته یو پلاستیکي پوښ وراغوندي. د دې کاندنسر وسه او توان نه بدلېدونکی وي.
  • کړندی هغه کاندنسر دی چې د دوو ډولو لوحو څخه جوړ شوی وي. یوه خوا کړندۍ او نورې یې کلکې وي. کړندی په یوې میلې پورې تړلې وي چې د میلې د تاو او راتاو سره کړندۍ لوحې په کلکو کې ننوځي او بېرته راوځي. د دې کاندنسر وسه هغه وخت لوی حد ته رسي چې خوځېدونکې لوحې په کلکو کې په بشپړه توگه وردننه شي.

سرچينې

د ښوونې او روزنې د فزیک کتاب