برېښنا

د ويکيپېډيا لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل

برېښنا يا برق د شلمې پېړۍ او نوي پېر يوه لاسته راوړنه ده چې د طبعي علومو په کتار کې خصوصاً د فيزيک په لمنه کې څېړل کېږي. البته د طبعيت د يوې پنځېدنې او غنيمت په حيث يې تل شتوالی درلود. خو د انسانانو لخوا دغه ساحه د اټکل له مخې د دوو پېړيو راهيسې شنل شوې. برېښنا د الکترونونو په مرسته منځ ته راځي کله چې دغه کوچني واحدونه خوځېږي. دغه خوځښت اکثره وخت د يو سيم په مرسته يوې خوا ته متوجه وي. خو په اوبو کې هم برېښنا د ايونونو په مرسته خپرېدلی شي. د درېمې نړۍ په هېوادونو کې لکه افغانستان کې برېښنا لا د هر چا د استعفادی وړ نه ده گرځېدلې په داسې حال کې چې په پرمختللي غربي نړۍ هر څوک د دغې نعمت څخه برخه مند دی.

د امريکا يو پخوانی ولسمشر بنجامين فرېنکلين يو له هغو تاريخي شخصيتونو څخه دی چې د برېښنا وړتيا او څرنگوالی يې څېړلی دی.

همدا مخ له "http://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A8%D8%B1%DB%90%DA%9A%D9%86%D8%A7" څخه رااخيستل شوی