کابل شاهان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کابل شاهان
د شخص معلومات
عملي ژوند

ترک شاهان یا کابل شاهان د غربي ترکانو له کورنیو نه وو یا هم د غربي ترک-هپتالیانو ګډ نسب و چې له اوومې پېړۍ نه تر نهمې پېړۍ پورې یې له کابل او کاپیسا نه تر ګندهارا پورې واکمني کوله. ښايي دوی د خلجیانو له قبیلې نه وي. انګېرل کېږي چې ګندهارا سیمې د کشمیر له سلطنت او ختیځ ته د قنوج له سلطنت سره ګډه پوله درلوده. لویدیځ ترکانو د ۵۶۰ لسیزې  نه را په دې خوا، په پر له پسې توګه  له ماورالنهر نه سویل ختیځ لور ته خپلې واکمنۍ ته پراختیا ورکړه، چې د باختر او د هندوکش سیمه یې تر خپل واک لاندې راوسته او د یوې پراخې خپلواکې واکمنۍ بنسټ یې کېښود. داسې انګېرل کېږي چې ترک شاهان، د ګاونډي لويديځ ترک د تخارستان د يبغو د سياسي پراختيا پایله وي. د هندوکش په سیمه کې، دوی د نزاک شاهانو ځای ناستي شول. نزاک شاهان د باختري واکمنانو وروستۍ کورنۍ ګڼل کېږي چې د خیونانو (Xionite) هیونا خلکو (چې ځینې وختونه د "هون" په نوم هم یادېږي، چې په همدې دوره کې یې په ختیځه اروپا برید وکړ) نسب یې درلود. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ترک شاهان، په داسې وخت کې را پورته شول چې ساساني سترواکي له مخکې د راشدينو خلفاوو له خوا فتحه شوې وه. ترک شاهانو بیا د عباسي خلافت د ختیځ لور د پراختیا پر وړاندې تر ۲۵۰ کلونو پورې و درېدل، تر دې چې په نهمه میلادي پېړۍ کې د فارس د صفاریانو تر واک لاندې راغلل. مسلمان ترک غزنویان بیا په پای کې د هندو شاهانو او ګوجرانو له زوال وروسته هند ته ننوتل. [۹]

کابلستان د ترک شاهانو د واکمنۍ زړه  وړونکی ټاټوبی و، چې دېری وختونه زابلستان او ګندهارا هم په کې راتلل. [۱۰]

د هوني نزاک الخانو بېځایه کېدل[سمول]

له ۶۲۵ ز کلونو را په دې خوا، ترکانو د نزاک هون قبایل چې د الخان هون پاتې شوني هم په کې شامل وو، لومړی په زابلستان (د غزني سیمه) او بیا په کابلستان (د کابل سیمه) ، په ګندهارا او د سیند په سیمه کې په تدریجي توګه بېځایه کړل. چينايي لیدونکي خوان ژانګ چې په ٦٢٩ ز کال کې یې له کاپيسي (کاپیسا) نه ليدنه وکړه، وایې چې: "ترکان د زابلستان او کاپيسي تر منځ په غرنیو سيمو کې مېشت وو." یوه پیړۍ وروسته په ۷۲۳ – ۷۲۹ ز کلونو کې، کوریایی لیدونکي هوی چاو له دې سیمې نه لیدنه وکړه چې ترکانو د ګندهارا، کاپیسا او زابلستان په سیمو واکمني کوله.  [۱۱][۱۲][۱۳]

د ترکانو د واکمنۍ له رسمي تاسیس نه وړاندې، نزاک د کاپیسي وروستی سیمه ییز پاچا و ،چې په چینایي او عربي سرچینو کې د غر-ایلچي (۶۶۱ – ۶۵۳ز) په نامه یاد شوی دی او نوموړی په رسمي ډول په ۶۵۳ ز کال کې د چینایي تانګ سترواکۍ له خوا د جیبین (پخوانۍ کاپیسي/کابلستان) د پاچا په توګه ټاکل شوی و او بیا په ۶۶۱ ز کال کې کې د تازه را منځ ته شوې چینایي انسي واکمني تر ملاتړ لاندې، "د لویدیځو سیمو ملاتړ" د جیبین د حاکم په توګه وټاکل شو. غر-ايلچي ښايي د يوې ځايي "خینګل یا شینګل کورنۍ" چې د خينګيلا له خوا تاسيس شوې وه، وروستى غړى و.  [۱۴][۱۵]

داسې انګېرل کېږي چې د کاپيسي لومړنی مشهور ترک واکمن، چې برهه تېګين نومېده، په پيل کې یې غره يلچي ته بعیت کړی و، خو بيا يې پاڅون وکړ او تخت يې ونیو. نوموړي د زابلستان، کابلستان او ګندهارا سیمې ونیولې چې نوم یې عرب تاریخ پوه البیرونی له  لوري ثبت شوی دی.  [۱۶]

د تخارستان یبغو ته بیعت[سمول]

د چینایي سرچینو پر بنسټ، په ځانګړې توګه د سیفو یوانګی د تاریخي ټولګې پر بنسټ، د کابل ترکان د تخارستان د یبغو رعیت و. کله چې په ۷۱۸ زکال کې د تخارا یبغو یو ځوان ورور پنتو نیلي چې پولو( په چینایي سرچینو کې: 僕羅 púluó ) نومېده، د ژیان په ښار کې د تانګ د سترواکۍ له یوې محکمې نه لیدنه وکړه، هغه د تخارستان په سیمه کې د نظامي ځواکونو په اړه معلومات وړاندې کړل.  [۱۷]

پولو،  "د تخارستان د پاچایانو" ځواک وستایه او څرګنده یې کړه چې: "دوه سوه او دولس پاچهۍ، حاکمان او جنرالان" د یبغو واک په رسمیت پېژني او دا واک د هغه د نیکه له وخت نه شته دی، یعنې د تخارستان د یبغو د را منځ ته کېدو له وخت نه. له دې معلوماتو نه دا هم څرګندېږي چې، د ۷۱۸ کلونو شاوخوا د کابل او زابل د سیمو په ګډون د هندوکش د شمال او سویل پراخې سیمې د تخارستان یبغو تر واکمنۍ لاندې وې. په پایله کې، پولو د تانګ د سترواکۍ پر وړاندې د یبغو پانټو نیلي د وفادارۍ تصدیق کوي.  [۱۸][۱۹]

د کاییوان دورې په شپږم کال کې د یوولسمې میاشتې د دینګوی په ورځ( Dingwei day ) اشي تیګین پولو سترواک ته داسې لیکي: د هغه مشر ورور تخارا یبغو دوه سوه او دوولس کسان، لکه: د بېلابېلو هېوادونو سیمه ییز پاچایان، دودو (حاکمان-جنرالان) او سیشي (د سیمه ییزو حکومتونو مشران) تر خپل لاس لاندې کړل. د زابل پاچا دوه سوه زره سرتېری او اسونه تر واک لاندې لري، د کابل پاچا دوه سوه زره، هر یو د ختل، چغانیان، جیسو  شغنان، هپتالیان، کومیده واخان، ګوزګان (جوزجان)، بامیان، لیویدجیان او بدخشان پنځوس زره." لري. -      سیفو یوانګوي ۳.۵ فنیان، ګڼه. ۹۹۹ (ادعا، بهرني موضوعات)، ۷۱۸ ز کال

د کابل شاهان او د نزاک هون بېځایه کېدل (۶۶۱ – ۶۶۵ ز کال)[سمول]

د عربي او چینایي سرچینو پر بنسټ، د ۶۶۱ او ۶۶۵ کلونو ترمنځ، یو نوی ترکي واکمن د کابل شاه شو، چې د "ترک شاهانو" د کورنۍ  بنسټ یې کېښود. ترک واکمنانو لومړی په کاپیسا (بګرام) کې خپله پلازمېنه و ټاکله او کله چې دوی ختیځ لوري ته پراخ شول، نو کابل یې پلازمېنه و ټاکه. نزاک کورنۍ د غزنی او کابل په له لاسه ورکولو سره، لکه څنګه چې د تاریخي سیکو ریکارډ نه د نزاک سمبولونو لرې کول دا بیانوي، په چټکۍ سره له زوال سره مخامخ شوه. [۲۰][۲۱]

د اوومې زېږدیزې پېړۍ له نیمې راهیسې، ترک شاهانو د خپلو مخکنيو واکمنانو،لکه: هونی نزاک-الخان، د سیکې نه تقليد وکړ. دوی د نزاک د سیکو په څېر ورته انځور وکاراوه، خو د نزاک په سیکه باندې تاج و او د غوایي د سر په ډول رسم شوی و، د دوی په سیکه باندې د میاشتو درې نښانې ځای پر ځای شوې وې چې په منځ کې یې د ګلانو یوه څانګه وه.  په نورو سیکو کې درې د میاشتو نښانونه او د پاچا انځور چي آسیایي چپنه یې اغوستې، حک شوي وو. د "نزاک پاچاهانو" د افسانوي سیکې پرځای، دوی هم یوه نوې افسانوي سیکه منځ ته راوړه چې، د هندي ویاړ "Shri" ("کمال") په بڼه یې شاهي لقب "شاهي" کارولی و ،چې په باختری ژبه کې (σριο Þανιο, Srio šauoi) او په کې سنسکرت (Śri Sāhi) لیکل کېږي. دا نوې سیکې د ترکي شاهانو د واکمنۍ له تاسیس سره سمون لري، چې د ادبي سرچینو پر بنسټ له ۶۶۱ ز کال نه وروسته رامنځ ته شوه.  [۲۲][۲۳]

د دې سیکو یو شمېر یې د کابل شاهانو دویم ترک شاهي واکمن شاهي تېګین ته اړوند ګڼل شوې دي او د ۷۰۰ ز کال په شاوخوا وختونو پورې اړه لري. له دې تاریخي-لېږدیزې دورې نه وروسته، د کابل شاهانو سیکې د ساساني سیکې بڼه غوره کړه او په درېو ژبو: ګریکو باختري، پهلوي او براهمي کې یې افسانوي نوم اضافه کړ. د موندنو پر بنسټ: د کابل شاهانو سیکې، په ښکاره توګه په زابلستان، کابلستان، ګندهارا او اودیانا کې په چلېدو وې.  [۲۴]

هغه نوې سیمې چې د ترک شاهانو تر واکمنۍ لاندې راغلې وې، ګڼ شمېر بودايي معبدونه یې درلودل، لکه :د میس عینک، چې داسې ښکاري چې تر نهمې پېړۍ پورې تر ګټې اخیستنې لاندې وو. ترک شاهی، د سیکو په ګډون ډول ډول نذرانې، د فونډوکستان په بودایی معبد کې تر یوې مجسمې لاندې موندلې وې..[۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. "Contained within a clay urn were a gold bracteate with the portrait of a ruler, three early drachms of the Turk-Shahis (Type 236, one of which is countermarked), and a countermarked drachm of the Sasanian king Khusro II dating from year 37 of his reign (= 626/7). The two countermarks on Khusro 's drachm prove that the urn could only have been deposited after 689" Alram 2014, pp. 282–285
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. "The advance of Islamic forces both into Tokharistan in the north and into Zabulistan farther south was opposed by local rulers of probably Western Turkish identity" in Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. "The new rulers of Kabul, who according to me were Khalaj Turks, extended their rule over the former territory of the Kapisi kingdom [Kapisa to Gandhara], while a branch of them became independent in Zabulistan. A Korean monk Huichao (慧超) who visited these regions in the third decade of the 8th century, reported that both regions were ruled by the Turkish kings." Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. "Ḵalaj i. Tribe – Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. "The period from 560 CE onwards would be that of the Western Turks, although it is not clear how and foremost when they gained power over Bactria and the Hindukush-region. Minoru Inaba states that "gradually having extended their power, they came to be independent ..."" in Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. "The Countenance of the other (The Coins of the Huns and Western Turks in Central Asia and India) 2012-2013 exhibit: 15. The Rutbils of Zabulistan and the "Emperor of Rome"". Pro.geo.univie.ac.at. Kunsthistorisches Museum Vienna. د اصلي آرشيف څخه پر August 2, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 22, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Klaus Vondrovec (2014). Coinage of the Iranian Huns and Their Successors from Bactria to Gandhara (4th to 8th Century CE). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7001-7695-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Alram, Michael; Filigenzi, Anna; Kinberger, Michaela; Nell, Daniel; Pfisterer, Matthias; Vondrovec, Klaus. "The Countenance of the other (The Coins of the Huns and Western Turks in Central Asia and India) 2012-2013 exhibit: 13. The Turk Shahis in Kabulistan". Pro.geo.univie.ac.at. Kunsthistorisches Museum Vienna. د اصلي آرشيف څخه پر October 27, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 16, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Rahman, Abdur; Bopearachchi (Ed.), Osmund; Boussac (Ed.), Marie-Françoise (2002). Afghanistan. Ancien Carrefour entre l'Est et l'Ouest (New Light on Khingal, Turk and Hindu Shahis). XV. Turnhout, Belgium: Brepols. د کتاب پاڼي 37–41. د کتاب نړيواله کره شمېره 2-503-51681-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Kuwayama, S. (2002). Across the Hindukush of the First Millennium: a collection of the papers (PDF). Kyoto University. د کتاب پاڼې 139. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Sims-Williams, Nicholas (2002). "Nouveaux document bactriens du Guzgan (note d'information)". Comptes rendus des séances de l'Académie des Inscriptions et Belles-Lettres. 146 (3): 1057. doi:10.3406/crai.2002.22500. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "The account herewith quoted as 3.5. shows that this king of Tokhara had political power to control the principalities belonging to the Governors-General to the north and the south of the Hindukush, not to mention the Yuezhi Governor General." in Kuwayama, Shoshin (2005). "Chinese Records on Bamiyan: Translation and Commentary". East and West. 55 (1/4): 153, 3–5. ISSN 0012-8376. JSTOR 29757642. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "The Countenance of the other (The Coins of the Huns and Western Turks in Central Asia and India) 2012-2013 exhibit: 13. The Turk Shahis in Kabulistan". Pro.geo.univie.ac.at. Kunsthistorisches Museum Vienna. د اصلي آرشيف څخه پر October 27, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 16, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Alram, Michael; Filigenzi, Anna; Kinberger, Michaela; Nell, Daniel; Pfisterer, Matthias; Vondrovec, Klaus. "The Countenance of the other (The Coins of the Huns and Western Turks in Central Asia and India) 2012-2013 exhibit: 13. The Turk Shahis in Kabulistan". Pro.geo.univie.ac.at. Kunsthistorisches Museum Vienna. د اصلي آرشيف څخه پر October 27, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 16, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Alram, Michael; Filigenzi, Anna; Kinberger, Michaela; Nell, Daniel; Pfisterer, Matthias; Vondrovec, Klaus. "The Countenance of the other (The Coins of the Huns and Western Turks in Central Asia and India) 2012-2013 exhibit: 12. Zabulistan: From the Alkhan-Nezak Crossover to the Turks". Pro.geo.univie.ac.at. Kunsthistorisches Museum Vienna. د اصلي آرشيف څخه پر June 23, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 16, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Alram 2014، م. 282.
  24. For the photograph of the famous statue, named the "Royal Couple of Fondukistan", see: "FondoqesāN – Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Alram, Michael; Filigenzi, Anna; Kinberger, Michaela; Nell, Daniel; Pfisterer, Matthias; Vondrovec, Klaus. "The Countenance of the other (The Coins of the Huns and Western Turks in Central Asia and India) 2012-2013 exhibit: 13. The Turk Shahis in Kabulistan". Pro.geo.univie.ac.at. Kunsthistorisches Museum Vienna. د اصلي آرشيف څخه پر October 27, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 16, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)