ځوانکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ځوانکې داسې ناروغۍ ده چې ژوند ته کوم تهديد نه اړوي، خو د پوستکى د بد ورگه کېدو ناروغۍ ده. دغه ناروغۍ تل د خلکو د ژوند د ځوانۍ په پړاو کې رامنځته کېږي کوم وخت چې انسان په اروايي او بدني ډول باندې د مېړانې په درشل پښه ږدي. دغه ناروغۍ د پوستکي هغه غدې اغېزمنې کوي چې د پوستکي شاوخوا او هم د ويښتانو پياز ته غوړبېسن مواد افرازوي. دغه غدې سيباشيوس غدې يې بولې چې په زياته اندازه په مخ ، د ولو په منځ ، اوږو او سينه باندې شتون لري.

د ځوانکو دانکۍ څو ډولونو لري:

  • د توربخون سر لرونکې دانکۍ : دا هغه ډول دانې دي چې په سر يې زيات مواد را ټول شوي وي او د آزادې هوا په موجوديت کې يې رنگ اړولى وي او توربخونې ښکاري.
  • سپين سرې دانکۍ : دا هغه دانکۍ دي چې زوې يې د غدې په دننه کې راټولې شوې وي.
  • زړى لرونکې دانکۍ : دا سوربخونې ښکاري چې د ډېر زيات منتن کېدو ځايونه يې هم بللى شو.

د ځوانکو څرگند لاملونه

ځوانکې ، د ټيسټيسټرون هورمون په وړاندې په پوستکي کې يو غبرگون دى. د ډېرى خلکو په وينه کې د ټيسټيسټرون هورمون کچه نارمل وي خو پوستکى يې په غيرنارمله توگه غبرگون ښيي.

د غوړو ډېره زياته اندازه توليدېدل: غوړ يا غوړبيسن مواد له هغو ځانگړو غدو څخه افرازېږي چې د پوستکي له ويښتانو سره جوختې ځاى پر ځاى شوې دي. دغه غدې هغه وخت په کار پيل کوي چې ښځه يا نارينه ميړانه ووهي ياني بلوغ ته ورسېږي او دا هم د ټيسټيسټرون هورمون له امله چې په همدې وخت کې په وينه کې افرازېږي. د سباشيوس غدو فعاليت د ځوانکو د پيدا کېدو لپاره ضرور دى نو همدا وجه ده چې ځوانکې له ځوانۍ سره يو وخت او يا هم ترې وروسته پيدا کېږي ، که د پښتو نوم ته يې وگورو نو (ځوانکې) يې له همدې امله هم بولي. په هغو کسانو کې چې د ځوانکو ناروغۍ لري په هغوي کې د سباشيوس غدې په غيرنارمله توگه له ځان څخه په زياته اندازه غوړبيسن مواد افرازوي. داسې ښکاري چې د سباشيوس غدې د ټيسټيسټرون هورمون له نارملې کچې سره په زياته اندازه حساسيت لري. او همدا حساسيت دى چې خپل افرازات زياتوي.

د ويښتانو د کانال بندښت: د ويښتانو کانال له دې امله بندېږي چې د کانال په اوږدو کې پرتې حجرې غيرنارمله شي. کله چې پوستکى نارمل وي نو دغه په کانال کې پرتې حجرې په دوامداره توگه وده کوي او له خپل محدود وخت څخه وروسته له منځه ځي او د کانال منځته را توئېږي او همدې لارې د پوستکي سرته را وځي. په هغو کسانو کې چې د ځوانکو ناروغۍ لري ، دغه حجرې د ټيسټيسټړون هورمون په وړاندې په غيرنارمله توگه غبرگون له ځان څخه ښيي او په ځاى ددې چې د کانال منځته ور توئې شي له يو بل سره نښلي او کله چې زياتې حجرې سره ونښلي په نتيجه کې د ويښتو کانال بندوي. دغه بندښت په نسبي ډول د غوړبيسنو موادو (سبيوم) جريان بندوي کوم چې له سباشيوس غدو څخه راوځي او د ويښتانو په کانال کې جريان پيدا کوي. هغه بند شوي غوړبيسن مواد سره ځان راټولوي او کلکېږي او په کانال کې يو خروکى جوړوي او هغه خروکى ځانته رنگ پيدا کوي چې کله يې سر تور او کله سپين رنگ ځانته غوره کړي ، دې پېښې ته ځوانکۍ ويلى شي چې يو غيرانتاني دانه دى.

پاړسوب يا التهاب: په ځوانکې کې د قيح يا نو د را ټولېدو او هم د التهاب لامل تر اوسه پورې سم نه دى جوت شوى. داسې فکر کېږي چې په کراره کراره سره د ويښتانو د کانال قسمي بندښت په پوره بندښت باندې بدلېږي. دغه پېښه په سمدم د ويښتانو په کانال کې غوړ بېسن مواد را ټولېږي او بيا د باکټرياوو په وسيله سره ماتېږي او التهابي ذرات منځته راوړي. دغه التهابي توکي په پوستکي کې ننوځي چې په نتيجه کې پوستکى سور اوړي او پړسېږي او سوروالى او پاړسوب د نوې دانې ښکارندويي کوي. پدې وخت کې دانه خارښت کوي او يا حساسه وي. قيح يا نو بهر ته راوځي او په پاى کې په Pustule يا دانې باندې اوړي. که د دانې طبيعت ته وکتل شي نو قيح يا زوې د پوستکي سر ته راوځي او د دانې ځاى ښکته غورځي. که پاړسوب يا التهاب د ويښتانو د کانال په ژور ځاى کې وي يا څوک دانکۍ ډېر ړومبى وشکوي نو قيح يا زوې په پوستکې کې ورځي او په نتيجه کې کېداى شي چې التهاب يا پاړسوب نور زيات شي او په پاى کې لوى داغ له ځانه پرېږدي.

آيا ځوانکې ارثي دي؟

د طب په نړۍ کې ځوانکې هغه ناروغي ده چې په ميراثي ډول له مور او پلار څخه اولاد ته نه انتقالېږي. خو بيا هم ځوانکې د هغو کسانو په اولادونو کې په زياته اندازه پيدا کېږي چې دوي پخپله دغه ناروغۍ تېره کړې وي او يا هم تر اوسه ترې سرټکوي. که دې موضوع ته له بل لوري وگورو ، که تاسې د هغو ماشومانو ميندو او پلرونو ته وگورئ چې ځوانکې لري نو ډېرى به يې داسې وي چې هغوي به يا خو ځوانکې ولري يا به يې پخوا دغه ناروغۍ تېره کړې وي نسبت هغو ماشومانو ته چې ځوانکې نه لري او ميندې او پلرونه يې ناروغۍ ولري. که تاسې دوو غبرگلونو ته وگورئ ، تاسې به معمولاً ځوانکې په هغو دوو غبرگلونو کې ووينئ چې يو بل ته ورته وي خو داسې هم کېږي چې په هغو دوو غبرگلونو کې دې هم پيدا شي چې يو بل ته نه وي سره ورته.

ددې وړاندوينه څوک نشي کولى چې که يو کس د ځوانکو په ناروغۍ اخته وي نو آيا د هغه په ماشوم کې به ځوانکې پيدا شي او کنه ؟ که پيدا شي نو آيا هغه به څومره زوره ورې وي ؟

آيا ځوانکې هورموني ناروغۍ ده؟

سره ددې چې په پوستکي کې دغه غيرنارمله پېښه د ټيسټيسټرون هورمون له امله منځته راځي خو بيا هم په ځوانکو اخته کس کې په عمومي ډول د هورمونونو کومه گډوډۍ نه وي موجوده او کچه يې نارمل وي. ټيسټسټرون د نارينه جنسي هورمون دى چې په نارينه او ښځينه دواړو جنسونو کې پيدا کېږي. په ښځينه و کې ددغه هورمون اصلي اغېز د ښځينه هورمون د مخالف فعاليت له امله له منځه ځي. هغه نارينه چې د ځوانکو ناروغۍ لري په معموله توگه د هغوي په وينه کې د ټيسټيسټرون هورمون کچه نارمل وي. ښځې چې په ځوانکو اخته وي په هغوى کې د ټيسټيسټرون هورمون اندازه ډېره لږه غيرنارمله وي خو دغه غيرنارملتوب په درملنه باندې کومه اغېزه نه کوي. د ځوانکو باندې اخته ناروغانو د هورمون د کچې معلومولو ته هيڅ اړتيا نه ليدل کېږي او نه کوم دليل شته چې بايد وکتل شي. دلته يو حالت شته چې Polycystic Ovary Syndrome يې بولي او ښځو ته پېښېږي ، پدې حالت کيداى شي چې د ښځو وزن زيات شي ، په بدن او مخ باندې يې اضافي ويښتان را زيات شي ، مياشتنۍ ناروغي يې هم غيرمنظمه شي او کېداى شي چې له عقامت او شنډتوب څخه سر وټکوي. په دا ډول ځينو ناروغانو کې ممکن ځوانکې هم را پيدا شي او داسې ښکاري چې د ځوانکو را پيدا کېدل به د هورمونونو په کچه کې د غيرنارملتوب له امله وي.

اغېزې يې څه دي – حقايق او اوازې

آيا پرهېز په ځوانکو باندې څه اغېز کوي؟

نه – د ځوانکو او پرهېز تر منځ تر اوسه کوم مستقيمه اړيکه نه ده په گوته شوې. داسې ويل کېږي چې د چاکليټو او وريت شوي خواړه ځوانکې له په بده اړوي. په هر صورت ، ښه متوازن خواړه خوړل نه يواځې دا چې د انسان عمومي روغتيا ته گټه رسوي بلکې ښې اغېزې يې په پوستکي کې هم را برسېره کېږي.

آيا کوروالى په ځوانکو باندې اغېز پرې باسي؟

نه – سره ددې چې د ځوانکو اصلي لامل جنسي هورمون ټيسټيسټرون دى خو بيا هم که په يو تن کې د نوموړي هورمون کچه له نورمالې اندازې څخه لوړه وي يا په زياته اندازه جنسي اړيکې (کوروالى) ټينگې کړي په هغه باندې ځوانکې نه را خېژي. که په بل ډول يې ووايو موټک وهل او آيا دا چې تاسو کوروالى کړى يا نه ، داسې چارې په ځوانکو باندې کوم اغېز نه کوي او په حقيقت کې يې لامل هم نه دي.

آيا ناولتيا ده چې ځوانکې ور څخه پيدا کېږي؟

نه – هغه تور رنگ چې د ځوانکو په سر باندې ښکاري دا هغه حجرې دي چې يو له بله سره چسپېدلي دي او خروکى يې منځته راوړى او د ويښتو د کانال د بندښت لامل گرځېدلي دي. په حقيقت کې هغه کسان چې د ځوانکو کړاو ولري هغوي د نورو کسانو په نسبت زيات مخ مينځي او غواړي چې په دې طريقه له مخ څخه غوړبيسن مواد لرې کړي. خو دې خبرې ته مو بايد پام وي چې په زياتو مينځلو سره ځوانکې لا خرابېږي ځکه چې پوستکى وچېږي او ځوانکې په زخم باندې اوړي. په نارمله توگه دغه کسان بايد مخ د ورځې دوه ځلي په نرم صابون باندې په منظم ډول پرېمنځي. که ستاسې پوستکى څو ډوله وي ياني ، غوړ و نه لري خو مرطوب وي يا وچ خاپي ولري نو که په دې پوستکي کې ځوانکې وي نو بيا په بده نه اړوي.

آيا ځوانکې له مياشتني عادت څخه وړاندې په بده اوړي؟

هوکې – ډېرى ښځو دغه حالت په خپلو سترگو ليدلى چې د مياشتني عادت له راتلو څخه دوه يا اوه ورځې وړاندې د دوي ځوانکې په بده اوښتي دي. ښايي دغه د ځوانکو په حالت کې بدلون به د هورموني تغيراتو له امله منځته راځي چې د مياشتني عادت په دوره کې پېښېږي.

آيا بلاربښت يا اميندواري په ځوانکو باندې ښه اغېز کوي؟

هوکې او هم نه – په ځينو ښځو کې ځوانکې بېخي دې ته نژدې شي چې نورې مخ واړوي خو تل د بلاربښت له دورې وروسته بېرته را پيدا کېږي په داسې حال کې چې په نورو ښځو کې توپير لري ، هغوي کې بيا بلاربښت د ځوانکو د بېرته را پيدا کېدو لپاره بد زېرى گڼل کېږي او يا که ځوانکې ولري نورې يې په بده اړوي.

آيا خولې په ځوانکو اغېز لري؟

هوکې . تر ١٥% خلک چې ځوانکې لري هغوي چې کله زيات خوله شي نو بيا يې ځوانکې سوزي. دغه سوزېدل به ښايي د ويښتو په کانال کې چې لا له وړاندې قسماً بند دى د اوبو د را غونډېو له امله وي چې دغه کانال په بشپړه توگه بند وي او پاړسوب او التهاب منځته راوړي.

آيا مرطوب او لوند چاپېريال په ځوانکو بد اغېز کوي؟

هوکې – د رخصتيو په ورځو مرطوب چاپېريال ته د تفريح لپاره تگ او يا هم په مرطوب چاپيريال لکه پخلنځى يا د بخار په کوټه کې کار کول په ځوانکو داسې اغيز کوي چې سوزېږي لکه چې خولې ځوانکې سوزوي. دا ځکه سوزېږي چې د ويښتو بند شوى کانال له اوبو څخه ډکېږي او پاړسوب پيدا کوي او همدا وجه ده چې د ځوانکو التهابى پړاو نور هم پر مخ ځى او سوزي.

آيا درمل په ځوانکو بد اغېز کوي؟

هوکې – ډېرى درمل ورباندې بد اغېز کوي، په عامه توگه کورتيکوستيروئيد او د ميرگيو ضد درمل. که تاسې فکر کوئ چې کوم درمل چې تاسې يې خورئ هغه ستاسې په ځوانکو باندې ښه اغېز نه کوي نو بايد له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړئ. د معالج ډاکټر له مشورې پرته په خپل سر درمل خوړل مه پرېږدئ ياني که درمل خورئ په اړه يې له ډاکټر څخه پوښتنه وکړئ نه داچې د نه خوړولو تصميم يې پخپله ونيسئ.

آيا د سينگار توکي په ځوانکو بد اغېز کوي؟

ځينې د سينگار توکي لکه په ځانگړې توگه چې د امريکا په متحدو ايالاتو کې دي او هم هنديان چې ترې گټه پورته کوي دغه ډول توکي د ځوانکو سر ته تور رنگ ورکوي. يو ډول د ويښتانو تيل يا غوړ دي چې کله په ويښتانو باندې وموښل شي نو د ويښتانو د راشنه کېدو په ځاى باندې تور يا سپين خاپونه را پيدا کوي. له دغه ډول تيلو يا غوړو څخه بايد هغه څوک ځان لرې وساتي چې د ځوانکو لپاره مساعد وي. په عين شکل ، ځينې خلک د لمرضد کريمونو او غوړو سره حساسيت ښيي او ځوانکې يې په بده اوړي. نو تل بايد د لمرضد کريم يا غوړ لومړى په سينه باندې کښېښودل شي که حساسيت يې و نه ښوده نو بيا دې ورڅخه گټه پورته شي.

آيا جامې په ځوانکو څه اغېز کوي؟

که په دوامداره توگه د خولۍ ، چپه گردن يا بل څه په وسيله په پوستکي فشار راوړي شي نو د پوستکي په همغه ځاى کې د ځوانکو دانې راخېژي. ددې لامل نه دى معلوم خو کېداى شي چې د دانو منځته راتگ ددې لپاره وي چې په دغو ځايونو کې خولې را ټولې شوې دي.

آيا زما کار زما ځوانکې لا په بده اړوي؟

هوکې – که يو تن له غوړو او د غوړيو له توليداتو سره په تماس کې وي نو په هغه باندې ځوانکو ته ورته دانې راخېژي خو دغه دانې يې په لاسونو او پښو باندې وي. که همدا تن لا له وړاندې څخه ځوانکې ولري او په دې شرط چې غوړ يې له پوستکي سره په تماس کې وي نو ځوانکې به يې په بده واوړي.

سرچينې

  • ځوانکې څه شى دي؟ په اړه يې بشپړ مالومات, ډاکټر عطاءالله زيارمل