پژواک خبري اژانس
اوږده ليکنه |
---|
پژواک خبري اژانس په افغانستان کې لومړنى خپلواک خبري اژانس دى، چې د هېواد له گوټ گوټ څخه ورځنۍ پېښې تر پوښښ لاندې نيسي [۱] د پژواک کلمه په پښتو او دري ژبو کې د "انعکاس" په مانا ده. د پژواک ژورنالستانو د اژانس د نوم اېښودنې په اړه دزياتو غونډو په ترڅ کې هڅه وکړه، ترڅو داسې يو نوم وټاکي، چې ملي يوالى ټينگ او د اژانس د فعاليت موخه په ډاگه کړي، له همدې امله د "پژواک" کلمه د دې اژانس دنوم په توگه وټاکل شوه. پژواک د يوې ځانگړې پروژې په توگه د اساسي قانون د تاريخي لويې جرگې د پوښښ لپاره د ٢٠٠٣ زېږديز کال د د سمبر په مياشت کې په کار پيل وکړ او د ٢٠٠٤ کال د اپرېل په مياشت کې د يوه خپلواک خبري اژانس په توگه جوړ شو، چې مرکزي دفتر يې په کابل کې دى. دا مهال پژواک خبري اژانس ورځني خبرونه او فيچري راپورونه په پښتو ،دري اوانگليسي ژبو کورنيواو بهرنيو مينه والو ته چمتو کوي . پژواک داتو سيمه ييزو دفترونو او په هېوادکې دننه او بهر د خبريالانو د يوې پراخې شبکې په لرلو او همدارنگه د عاميانه ژبې په کارولو سره يو بې سارى خبري پوښښ لري . د پژواک په گډون کوونکيو کې د افغانستان وتلې راډيويي دستگاوې ، ټلويزيوني شبکې ، ورځپاڼې او اونيزې شاملې دي . دولتي اوخصوصي ادارې، نادولتي سازمانونه او له هېواد نه بهر موسسې ، چې دافغانستان له مسايلو سره علاقه لري، د پژواک خبري اژانس په خبري سرويس اتکا لري . پژواک په بشپړه توگه يوه خپلواکه اداره ده، ددې اژانس ټول مسوولين او کارکوونکي افغانان دي او د افغانانو له خوا اداره کيږي. پژواک په هيڅ يوې سياسي ډلې او يا کوم سوداگريز سازمان پورې تړلى نه دى . سرچينې[سمول]
|