پړانگيان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پړ انگيان د پښتنو يوه قبيله ده چې په لوديا نو ور گډ يږي٠ ددغې قبيلې لوی نيکه ابر اهيم نو ميد چې په لودي مشهور و ٠ د تا ر يخي رو ايتو نو پر بنسټ بيټ نيکه چې د سړ بڼ او غر غښت ورور و خپله لور بي بي متو يې شا ه حسين غوري ته ور کړه چې له هغې نه دوه زا من پيدا شول چې يو يې غلجی او د بل نو م ابر ا هيم و چې بيا ورو سته ابر ا هيم په لو دي سره مشهور شو ٠

تاريخ حيات ا فغا ني په لو دي با ندې د ابرا هيم د مشهور کيد لو په اړ وند داسي ليکلي دي:" داسي رو ايت دی کله چې شيخ بيټنی له کلي نه بير ته هغه غره ته ستون شو چې دده ا ستو گنځی و ، نو خپلې مير منې ته يې و ويل چې بسم ا لله کړه اوپه پخو اني نغري ډو ډۍ پخه کړه او ما ته يې راوړه چې زه هغه ډو ډۍ پخپله وويشم او راته څر گنده شي چې ز ما په لمسيا نو کې کو م يو ډير بختور دی ٠ کله يې چې مير منې ډوډۍ پخه کړه نو د بي بي متو کو چني زوی ابر ا هيم منډه کړه او هغه پخه شوې ډوډۍ يې خپل نيکه شيخ بيټني ته راوړه، بيټ نيکه ډير خو شا له شو او ويې ويل چې ابرا هيم لوی دی چې له هما غې ورځې ابر ا هيم د لودي په نا مه شهرت ومو ند چې دده او لا ده د لودي او يا لو د يا نو په نا مه يا ديږي٠"

لودي په دريو غټو قبيلو و يشل شوي دي چې هغه سيا ڼي ، دو تا ڼي يا د فتا ڼي او نيا زي دي٠

پړانگی د سيا ڼي زوی او د لودي لمسی دی٠ په پيل کې پړ ا نگيان په لو يد يز ا فغا نستان کې او سيدل، خوو رو سته له هغه ځا يه د سليمان غره ختيزې خوا ته د دا مان سيمې په ټاک او رو ړي کې ميشته شول چې د ډېر ې مو دې را هيسې دغه سيمه ددوی په واک کې وه، خو د هند د مغو لي وا کمن ظهير الد ين محمد با بر د واکمنۍ په و خت کې د دولت خيلو ، ميا خيلو، مر وتو او د لواڼي( نو حاني) او پړا نگيا نو نه دا سيمه په زور و نيول شوه چې په نتيجه کې ډير شمير پړ انگيان ووژل شول، هغه چې بچ پا تي شول خواره واره شول او د خپلې قبيلې له نو رو څا نگو سره د هند وستان خو اته لاړل او د هند وستان په بيلا بيلو بر خو کې ميشته شول ٠اوس په ا فغا نستان او پښتو نخوا کې ان څوک د پړ ا نگيا نو له نا مه سره اشنا يي نه لري، خو د هندو ستان په مختلفو ځا يو نو کې دوی خلک د لودي افغا نا نو يا پټا نا نو په نا مه پيژ ني٠ د هند و ستان د پنجاب ايا لت په رو پړ او لو د هيا نې کې هم ددغې قبيلې خلک ميشته دي٠ همدا راز د هندو ستان په د کهن کې هم يو شمير پړ انگيان استو گنه لري٠

له دغه پړ انگي قبيلې نه په هند و ستان کې ډيرمشهور وا کمنان د ډيلي پر تخت نا ست و و چې په دوی

کې د سلطان بهلول لو دي،سلطان سکندر لودي او سلطان ابر ا هيم لودي نو مو نه يا دو لای شو٠ دوی ډير علم پا لو نکوي وا کمنا ن و و او د هندو ستان په ود انو لو کې يې پيا وړې ونډه اخيستې ده٠

همداراز د لود ي او سو ري واکمنا نو په ز مانه کې دغه لا نديني شخصيتونه چې پياوړي پو ځي دندې يې در لو دلې او د پړ انگي په قبيلې پورې اړه لري د يا دونې وړ دي: جلال خان، حسين خان، اعظم هما يون، سلطا ن شاه، ملک فيروز،ملک محمد، خو اجه محمد، ملک نا صر،ملک بهرام، ملک کا لا، بار بک شاه، مبارک شاه او مو سی خان٠

پړا نگيان په لا ند نيو ښا خو نو او څا نگو ويشل شوي دي٠: ا ړند، زيتو ن خيل،ريدي، عمر خيل،اسحاق ، شا هو خيل،يو سف خيل،يا سين خيل، احمد خيل، محمو دخيل، مر چي خيل،تاتار خيل، دولت خيل، رستم خيل،شموزي، اسحا قزي، شيخ زي، حسن زي، يو سف خيل، پيا را خيل، عمر زي، ا حمد خيل، مجيد خيل، گد ايي خيل، محمود زي ،الف خيل او زکر يا خيل٠

سرچينې

  • ١- پښتني قبيلې، دپيښور چاپ ٦٩-٧٠ مخو نه
  • ٢-حيات افغا ني، د پيښور چاپ، ٣٠١-٣٠٢ مخونه

٣*-http://www.khyber.org/index.shtml