په کرنه باندې د اقلیمي بدلون اغېزې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په کرنې باندې د اقلیمي بدلون اغېزې د وچکالۍ، ګرمو څپو او سېلابونو له امله کېدای شي د کرنیزو محصولاتو د تولید او کیفیت کچه راټیټه او همدارنګه په بوټو کې د افاتو او ناروغیو لامل وګرځي. د اقلیمي بدلون اغېزې د کرنیزو چارو لپاره دا ستونزمنه کوي چې وشي کولای انساني اړتیاوې پوره کړي. دغه اغېزې د نړیوال اقلیمي بدلون له امله په نابرابره توګه په ټوله نړۍ کې شتون لري چې په تودوخه، ورښت او د اتومسفیر د کاربن ډای اکساید په کچه کې د بدلونونو څخه سرچینه اخلي. په ۲۰۱۹ زکال کې په میلیونونو کسان لا له وړاندې د اقلیمي بدلون له امله د غذايي ناخوندیتوب سره مخ شوي و. سربېره پر دې د کرنیزو محصولاتو په نړیوال تولید کې اټکل شوی کمښت په هره لسیزه کې له ۲ څخه تر ۶ سلنه پورې دی. په ۲۰۱۹ زکال کې وړاندوینه وشوه چې د خوراکي توکو بیه به تر ۲۰۵۰ زکال پورې اتیا سلنه لوړه شي. په ۲۰۲۱ زکال کې یوې بلې څېړنې بیا څرګنده کړه چې په اروپا کې په کرنیزو حاصلاتو باندې د ګرمۍ د څپو او وچکالۍ اغېزې د تېرو ۵۰ کلونو په پرتله درې چنده زیاتې شوې دي او په حاصلاتو کې کمښت د ۱۹۶۴ – ۱۹۹۰ زکال ترمنځ له ۲.۲ سلنه کچې څخه د ۱۹۹۱ – ۲۰۱۵ زکال ترمنځ ۷.۳٪ ته رسېدلی دی. [۱][۲][۳]

د هوا د بدلون مستقیمې اغېزې د تودخې له زیاتوالي، ګرمو څپو او په ورښت کې له بدلونونو (د وچکالۍ او سېلابونو په ګډون) سرچینه اخلي. په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکساید د کچې زیاتوالی د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي (د کاربن ډای اکساید د جذب کولو له امله) لامل ګرځي، خو د هغو کیفیت له منځه وړي او د ویټامینونو او نورو ګټمنو مغذي موادو کچه یې راکمېږي. د اقلیمي بدلون له امله د بوټو ناروغۍ او د بېکاره وښو زیاتوالی هم د کرنیزو محصولاتو د کچې او د هغو د کیفیت د کمښت لامل ګرځي. بل پلو د سمندر د سطحې د لوړوالي له امله د کرنیزو ځمکو کمښت د اقلیمي بدلون غیرمستقیم اغېز دی. ورته مهال کېدای شي د یخ وهلو ځمکو د یخونو په ویلي کېدو سره په پام وړ کچه نورې کرنیزې ځمکې لاسرسي وړ وګرځي، خو له دې سره هم د دغو یخونو په ویلو کېدو د کښتونو لپاره اوبه کمېږی. په نورو اغېزو کې یې د ځمکې تخریب او همدارنګه د خاورې د حاصل ورکولو او د ودې د موسم په اوږدالي کې بدلونونه شامل دي. د اوبو کمښت – له دې ډلې په ورښت کې اختلالات، له ځمکې څخه د اوبو بخار او د خاورې نم – چې د اقلیمي بدلون څخه سرچینه اخلي او لا یې هم بدتره کوي، کولای شي په کرنې باندې پام وړ منفي اغېز وکړي. [۴][۵][۶][۷][۸]

له اقلیمي بدلون سره د سازښت په موخه موجود پریمانه اقدامات کولای شي په کرنه باندې د اقلیمي بدلون منفي اغېزې راکمې کړي. په دغو اقداماتو کې د هغو په مدیریتي لارو چارو کې بدلون، په کرنیزو چارو کې نوښتونه، بنسټیز بدلونونه او د اقلیم سره برابره ځیرکه کرنه شاملېږي. د یو پایدار غذايي سیسټم د جوړولو لپاره دغه اقدامات همدارنګه د نړیوالې تودوخې د کمښت په برخه کې هم په ټولیزه توګه اړین دي. [۹][۱۰][۱۱]

د هوا په حالاتو کې د بدلونونو له امله مستقیمې اغېزې[سمول]

د تودوخې زیاتوالی[سمول]

په هوا او تودوخه کې بدلونونه د کرنې لپاره په مناسبو سیمو پام وړ اغېز لري. اوس مهال اټکل دا دی چې تودوخه به د نړۍ په وچو او نیمه وچو سیمو (منځني ختیځ، افریقا، اسټرالیا، د متحده ایالاتو سوېل لویدیځ او سوېلي اروپا) کې زیاته او ورښت به کم شي. سربېره پر دې دا اټکل هم شوی چې د دغې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې به کرنیز حاصلات په ګرمو سیمو کې په منځنۍ کچه د وړاندوینه شوې تودوخې (۱ – ۲ سانتي ګراد درجې) تر اغېز لاندې راشي. د پېړۍ په دویمه نیمايي کې د لا زیات ګرمښت اټکل شوی او دا به بیا په ټوله کاناډا او متحده ایالاتو کې د کرنیزو حاصلاتو پر کچې اغېز ولري. ډیری اصلي کرنیز حاصلات په شدیده بڼه له ګرمۍ سره حساس دي؛ د بېلګې په توګه هغه مهال چې تودوخه له ۳۶ سانتي ګراد درجو څخه لوړه شي د سویا بوټي سوزېږي او همدارنګه د جواریو وږي هم وچېږي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

ورته مهال په یو شمېر برخو کې د ژمي پر مهال د تودوخې زیاتوالی او همدارنګه له یخبندان پرته ورځې لامل ګرځي په دغو سیمو کې د کرنیزې توکو د شنه کېدو موسمونه اوږده شي. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۴ زکال کې یوې څېړنې وښووله چې د چین په هیلونګجیانګ سیمه کې د جوارو د کروندو حاصلات د تودوخې د زیاتوالي له امله په لسیزه کې له ۷ څخه تر ۱۷٪ پورې زیات شوي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د ګرمۍ څپې[سمول]

د ۲۰۱۸ زکال په اوړي کې ګرمې څپې احتمالا له اقلیمي بدلون سره اړوندې وې چې د نړۍ په ډېرو برخو په ځانګړې توګه په اروپا کې یې د کرنیزو حاصلاتو کچه تر ډېره بریده راکمه کړه. د اګست میاشتې په اوږدو کې د دغو حاصلاتو د کچې پریمانه کمښت لامل وګرځېد په نړیواله کچه د هغو بیه لوړه شي. د غنمو، وریژو او جوارو تولیداتو ونشو کولای د خلکو اړتیاوې پوره کړي، همدا و چې دولتونه او د خوراکي توکو شرکتونه اړ شول له خپلو زیرمو څخه دغه محصولات راوباسي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د تودوخې له امله د څارویو جل وهنه[سمول]

په ټولیزه بڼه د اهلي حیواناتو لپاره د تودوخې تر ټولو غوره کچه د ۱۰ سانتي ګراد درجو (۵۰ فارنهایت درجې) او ۳۰ سانتي ګراد درجو (۸۶ فارنهایت درجې) ترمنځ ده. هماغه ډول یې چې تمه کېږي اقلیمي بدلون د هغو انسانانو لپاره چې په یخو سیمو کې ژوند کوي حرارتي اسانتیاوې زیاتوي. په دغو سیمو کې حیوانات هم په ژمي کې له ګرمې هوا څخه ګټمن کېږي. ورته مهال په ټوله نړۍ کې د اوړي پر مهال د تودوخې زیاتوالی او همدارنګه د ګرمۍ شدیدې څپې ښکاره منفي اغېزې لري او په پام وړ توګه د څارویو د جل وهلو ګواښ رامنځته کوي.[۲۵][۲۶][۲۷]

د جامایکا هېواد چې د کارابین سیمې د استازیتوب کوونکي په توګه پام کې نیول کېږي، ټول څاروي او چرګې یې په اوسني اقلیم کې د تودوخې له امله د «ډېرې شدیدې» جل وهنې سره مخ دي، خو خوګان یې د اوړي په پنځو میاشتو او د مني په لومړیو کې د ورځې حد اقل یو ځل له دغه ګواښ سره مخ دي. په داسې حال کې چې شخوند وهونکي څارویان او د غوښو چرګان په ژمي کې هم د ورځې پر مهال له لمر څخه پټ ساتل کېږي ځکه چې په هغو کې د جل وهنې ګواښ له نورو ټولو زیات دی. وړاندوینه شوې چې د نړیوالې تودوخې په کچه کې آن ۱.۵ سانتي ګراد درجې (۲.۷ فارنهایت درجې) زیاتوالی به په ورځنۍ بڼه د شخوند وهونکو څارویو او د غوښې د چرګانو لپاره د جل وهنې د شدید ګواښ لامل وګرځي. د ۲ سانتي ګراد درجو (۳.۶ فارنهایت درجې) په کچه په تودوخه کې زیاتوالی به لامل وګرځي په کارابین سیمه کې د مالدارۍ لپاره د سړونکو سیسټمونو نصب په یوې جدي اړتیا واوړي.   [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په ورښت کې بدلونونه (د وچکالۍ او سېلابونو په ګډون)[سمول]

وچکالۍ او سېلابونه د حاصلاتو د کمښت لامل ګرځي. له دې امله چې د هوا غیرعادي حالات مخ پر زیاتوالي دي او شدت مومي، وچکالۍ او سېلابونه کولای شي کرنیز حاصلات او د خوراکي توکو عرضه له منځه یوسي، ورته مهال کرنیزې چارې مختل او کارګران یې بېکاره کوي. په مخ پر ودې هېوادونو کې وچکالي موجوده بېوزلي لا پسې پیاوړې کوي او له امله یې قحطي او خوارځواکي رامنځته کېږي. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د اوبه کولو د موضوعي سیسټمونو پر مټ کېدلای شي د کرنیزو توکو په کرنه او وده کې د لږ ورښت او لوړې تودوخې اغېزې راکمې شي. په داسې حال کې چې د اوبو له منابعو څخه ګټنه هم خپل زیانونه او لګښت لري. د دغې چارې لپاره اړتیا ده چې هغو ته اوبه له یو ځایه راشي، که چېرې سیمه د ډېر مهال لپاره په وچکالۍ کې وي، د سیمې ویالې کېدای شي وچې وي نو بیا د دغې چارې لپاره اړینه ده څو اوبه له لرې سیمو څخه را ولېږدول شي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

وچکالۍ د ځمکې د کرې د ګرمښت له امله مخ پر زیاتوالي دي؛ له همدې امله اټکل کېږي چې په افریقا، سویلي اروپا، منځني ختیځ، د امریکا په ډېرو برخو، اسټرالیا، سویلي او سویل ختیځه اسیا کې به مکررې او شدیدې وچکالۍ رامنځته شي. د هغو اغېزې اوبو ته د اړتیا او د وګړو د شمېر په زیاتوالي او همدارنګه په ګڼ شمېر برخو کې د ښاري پراختیا له امله شدت مومي. یو شمېر کروندګر کېدای شي پرېکړه وکړي چې د وچکالۍ تر اغېز لاندې سیمو کې د تل لپاره له کرنې لاس واخلي او بل ځای ته کډه وکړي. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې هغه سېلابونه چې په ډېر احتمال له اقلیمي بدلون سره اړوند و، د متحده ایالاتو په منځنۍ لویدیځه سیمه کې یې د کرنیزو توکو فصل را لنډ کړ او د کرنې سکتور ته یې زیان واړوه. د ۲۰۱۹ زکال په مۍ میاشت کې په دغه سیمه کې سېلابونو د جوارو اټکل شوي ۱۵ میلیارد بوشله حاصلات ۱۴.۲ میلیاردو ته راکم کړل. [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې[سمول]

  1. Bezner Kerr, R., T. Hasegawa, R. Lasco, I. Bhatt, D. Deryng, A. Farrell, H. Gurney-Smith, H. Ju, S. Lluch-Cota, F. Meza, G. Nelson, H. Neufeldt, and P. Thornton, 2022: Chapter 5: Food, Fibre, and Other Ecosystem Products. In: Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke, V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, UK and New York, NY, USA, doi:10.1017/9781009325844.007.
  2. Gaupp, Franziska; Hall, Jim; Mitchell, Dann; Dadson, Simon (23 May 2019). "Increasing risks of multiple breadbasket failure under 1.5 and 2 °C global warming". Agricultural Systems. 175: 34–45. doi:10.1016/j.agsy.2019.05.010. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Kornhuber, Kai; Lesk, Corey; Schleussner, Carl F.; Jägermeyr, Jonas; Pfleiderer, Peter; Horton, Radley M. (4 July 2023). "Risks of synchronized low yields are underestimated in climate and crop model projections". Nature Communications. 14. doi:10.1038/s41467-023-38906-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Bezner Kerr, R., T. Hasegawa, R. Lasco, I. Bhatt, D. Deryng, A. Farrell, H. Gurney-Smith, H. Ju, S. Lluch-Cota, F. Meza, G. Nelson, H. Neufeldt, and P. Thornton, 2022: Chapter 5: Food, Fibre, and Other Ecosystem Products. In: Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Contribution of Working Group II to the Sixth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke, V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, UK and New York, NY, USA, doi:10.1017/9781009325844.007.
  5. . Water scarcity predicted to worsen in more than 80% of croplands globally this century. American Geophysical Union.
  6. Liu, Xingcai; Liu, Wenfeng; Tang, Qiuhong; Liu, Bo; Wada, Yoshihide; Yang, Hong (April 2022). "Global Agricultural Water Scarcity Assessment Incorporating Blue and Green Water Availability Under Future Climate Change". Earth's Future. 10 (4). Bibcode:2022EaFut..1002567L. doi:10.1029/2021EF002567. S2CID 248398232 Check |s2cid= value (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. van Dijk, Michiel; Morley, Tom; Rau, Marie Luise; Saghai, Yashar (21 July 2021). "A meta-analysis of projected global food demand and population at risk of hunger for the period 2010–2050". Nature Food. 4: 416–426. doi:10.1038/s43016-021-00322-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Oppenheimer M, Campos M, Warren R, Birkmann J, Luber G, O'Neill B, Takahashi K (2014). "Emergent risks and key vulnerabilities" (PDF). In Field CB, Barros VR, Dokken DJ, Mach KJ, Mastrandrea MD, Bilir TE, Chatterjee M, Ebi KL, Estrada YO, Genova RC, Girma B (سمونګران). Climate Change 2014: Impacts, Adaptation, and Vulnerability. Cambridge, United Kingdom and New York, NY, USA: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 1039–1099. Part A: Global and Sectoral Aspects. Contribution of Working Group II to the Fifth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Tubiello FN, Rosenzweig C (2008). "Developing climate change impact metrics for agriculture". The Integrated Assessment Journal. 8 (1): 165–184. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Epstein P, Ferber D (2011). Changing Planet, Changing Health: How the Climate Crisis Threatens Our Health and what We Can Do about it. University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-26909-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:Page needed
  14. Thomson LJ, Macfadyen S, Hoffmann AA (March 2010). "Predicting the effects of climate change on natural enemies of agricultural pests". Biological Control. 52 (3): 296–306. doi:10.1016/j.biocontrol.2009.01.022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Connor JD, Schwabe K, King D, Knapp K (May 2012). "Irrigated agriculture and climate change: The influence of water supply variability and salinity on adaptation". Ecological Economics. 77: 149–157. doi:10.1016/j.ecolecon.2012.02.021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Kulshreshtha SN (March 2011). "Climate Change, Prairie Agriculture and Prairie Economy: The new normal". Canadian Journal of Agricultural Economics. 59 (1): 19–44. doi:10.1111/j.1744-7976.2010.01211.x. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. کينډۍ:Cite reportکينډۍ:Page needed
  19. Meng Q, Hou P, Lobell DB, Wang H, Cui Z, Zhang F, Chen X (2013). "The benefits of recent warming for maize production in high latitude China". Climatic Change. 122 (1–2): 341–349. doi:10.1007/s10584-013-1009-8. hdl:10.1007/s10584-013-1009-8. S2CID 53989985. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. (په 28 July 1018 باندې). This Summer's Heat Waves Could Be the Strongest Climate Signal Yet.
  22. . Europe's heat and drought crop losses tripled in 50 years: study. phys.org.
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value). Available under CC BY 4.0.
  24. Pradhan, Prajal; Seydewitz, Tobias; Zhou, Bin; Lüdeke, Matthias K. B.; Kropp, Juergen P. (18 July 2022). "Climate extremes are becoming more frequent, co-occurring, and persistent in Europe". Anthropocene Science. 1: 264–277. doi:10.1007/s44177-022-00022-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Kerr R.B., Hasegawa T., Lasco R., Bhatt I., Deryng D., Farrell A., Gurney-Smith H., Ju H., Lluch-Cota S., Meza F., Nelson G., Neufeldt H., Thornton P., 2022: Chapter 5: Food, Fibre and Other Ecosystem Products. In Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability [H.-O. Pörtner, D.C. Roberts, M. Tignor, E.S. Poloczanska, K. Mintenbeck, A. Alegría, M. Craig, S. Langsdorf, S. Löschke,V. Möller, A. Okem, B. Rama (eds.)]. Cambridge University Press, Cambridge, United Kingdom and New York, NY, US, pp. 1457–1579 |doi=10.1017/9781009325844.012
  26. Zhang, Jintao; You, Qinglong; Ren, Guoyu; Ullah, Safi; Normatov, Inom; Chen, Deliang (24 January 2023). "Inequality of Global Thermal Comfort Conditions Changes in a Warmer World". Earth's Future. 11 (2): e2022EF003109. Bibcode:2023EaFut..1103109Z. doi:10.1029/2022EF003109. S2CID 256256647 Check |s2cid= value (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  31. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  32. Hertel TW, Rosch SD (June 2010). "Climate Change, Agriculture, and Poverty" (PDF). Applied Economic Perspectives and Policy. 32 (3): 355–385. doi:10.1093/aepp/ppq016. hdl:10986/3949. S2CID 55848822. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Epstein P, Ferber D (2011). Changing Planet, Changing Health: How the Climate Crisis Threatens Our Health and what We Can Do about it. University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-26909-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)کينډۍ:Page needed
  34. کينډۍ:Cite reportکينډۍ:Page needed
  35. Kristjanson P, Neufeldt H, Gassner A, Mango J, Kyazze FB, Desta S, et al. (2012). "Are food insecure smallholder households making changes in their farming practices? Evidence from East Africa". Food Security. 4 (3): 381–397. doi:10.1007/s12571-012-0194-z. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Dai A (2011). "Drought under global warming: A review". Wiley Interdisciplinary Reviews: Climate Change. 2: 45–65. Bibcode:2011AGUFM.H42G..01D. doi:10.1002/wcc.81. S2CID 16830646. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. Ding Y, Hayes MJ, Widhalm M (2011). "Measuring economic impacts of drought: A review and discussion". Disaster Prevention and Management. 20 (4): 434–446. doi:10.1108/09653561111161752. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Mishra AK, Singh VP (2011). "Drought modeling – A review". Journal of Hydrology. 403 (1–2): 157–175. Bibcode:2011JHyd..403..157M. doi:10.1016/j.jhydrol.2011.03.049. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. (په 4 September 2021 باندې). When Hard Jobs Turn Hazardous. The New York Times.
  40. Connor JD, Schwabe K, King D, Knapp K (May 2012). "Irrigated agriculture and climate change: The influence of water supply variability and salinity on adaptation". Ecological Economics. 77: 149–157. doi:10.1016/j.ecolecon.2012.02.021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. "Glaciers Are Melting Faster Than Expected, UN Reports". ScienceDaily. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. Kraaijenbrink PD, Bierkens MF, Lutz AF, Immerzeel WW (September 2017). "Impact of a global temperature rise of 1.5 degrees Celsius on Asia's glaciers". Nature. 549 (7671): 257–260. Bibcode:2017Natur.549..257K. doi:10.1038/nature23878. PMID 28905897. S2CID 4398745. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. (په 28 July 1018 باندې). This Summer's Heat Waves Could Be the Strongest Climate Signal Yet.
  44. . Europe's heat and drought crop losses tripled in 50 years: study. phys.org.
  45. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value). Available under CC BY 4.0.
  46. "Big melt threatens millions, says UN". People & the Planet. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ فبروري ۲۰۰۸ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  47. "Ganges, Indus may not survive: climatologists". Rediff.com India Limited. 24 July 2007. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  48. Fu, Jin; Jian, Yiwei; Wang, Xuhui; Li, Laurent; Ciais, Philippe; Zscheischler, Jakob; Wang, Yin; Tang, Yanhong; Müller, Christoph; Webber, Heidi; Yang, Bo; Wu, Yali; Wang, Qihui; Cui, Xiaoqing; Huang, Weichen; Liu, Yongqiang; Zhao, Pengjun; Piao, Shilong; Zhou, Feng (4 May 2023). "Extreme rainfall reduces one-twelfth of China's rice yield over the last two decades". Nature Food. 4: 416–426. doi:10.1038/s43016-023-00753-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  49. (په 16 July 2021 باندې). Heavy rainfall and flash floods: another catastrophe for farmers?. The Brussels Times.
  50. (په 29 May 2019 باندې). Climate Crisis Brings Historic Delay to Planting Season, Pressuring Farmers and Food Prices.
  51. (په 10 November 2004 باندې). Himalaya glaciers melt unnoticed.